ژباړه: انور افغان
د وسطا په پېړیو کې هغه وخت چي قدرت د کلیساوو په انحصار کې وه، ناوړه عقاید او دیني خرافات تر وروستۍ کچې رسېدلې وه، واک او ځواک ټول له راهبانو سره وه، کشیشانو به جنت پر خلکو په پیسو او د طلا په سیکو پلورل!! نا پوهو خلکو به هم د پېسو په ورکړې سره د جنت کتبي سند له کلیساوو څخه تر لاسه کول!!
یو هوښیار سړی چي د خلکو له دې جهالت تر پوزې راغلی وه او ډېر ترې رنځېده، ډېرې منډې ترړې یې وکړې څو خلک له دې جهالت را وګرځوي، خو هیڅ ځای یې ونه نیو، بالاخره یو فکر ورته پیدا شو.
کلیسا ته لاړ او د جنت ټیکټ پلورنکې کشیش ته یې کړل: د دوزخ بیه څومره ده؟
د کلیسا کشیش په حیرانتیا سره وویل: دوزخ؟!
هوښیا سړي وویل: هوکې دوزخ!…
کشیش له سوچ او فکر پرته وویل: ۳ سیکې.
هوښیار سړي یاده شوې بیه پرې کړه او وویل: مهرباني وکړئ د دوزخ کتبي سند هم ماته راکړئ!
هوښیار سړي د دوزخ کتبي سند په خوشحالۍ تر لاسه کړ او له کلیسا یې مخه ښه کړه، د ښار مرکزي میدان ته لاړ او په لوړ غږ یې خلک راوبلل او ورته کړل یې:
اې خلکو! ما بشپړ دوزخ وپېر او دا یې هم سند دی، نور اړ نه یاست چي د جنت ټیکټ واخلئ ځکه زه چا ته دوزخ ته د تګ اجازه نه ورکوم .
هغه کس مارتین لوتر وه.
You also might be interested in
لیکنه:محمد اجمل بهرام زوی د رطوبت د مقدار زیاتوالی د[...]
ژباړه: انجینر ریحان الله ملیار نیازی ژوند سیند ته ورته[...]
حيات الله ژوند د يو څيز يا يوه کس نشتوالی[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی