لیکنه: ابراهیم شنواری
ټولنیز بدلون یوه اوږده پروسه ده. مفکر اشخاص پکې داسې رول لري، لکه د ژمي په تورتم او وریځ شپه کې چې یوه برښنا او تالنده وځلیږي. د ژمنو، باهدفو او پوهو خلک ګروپونه (زیاتره واړه چې کله کله په لویو ملي حرکتونو بدلیږي) بیا له دغو رڼاوو په الهام سره د منظم او متداوم کار له مخې په ټولنه کې د سمونونو کار ته لار اواروي او بدلون راولي. د ډله ایزو او عملي هڅو پرته بدلونونه منځ ته نه راځي، یعنې یوازې فکر بدلون نه راولي، تر څو ورسره عمل مل نشي، او عمل په سمه لار نشي تلای تر څو د یوه پوخ فکر ملاتړ ورسره نه وي موجود.
خو مهمه خبره داده چې د بدلون پر وړاندې مخنیوونکي فکتورونه باید تر بدلون راوستونکو قوتونو پیاوړي نه وي. که نه نو بدلون ناکامیږي. پیاوړي مخالفین د هرې ټولنې له مخې توپیر کوي، خو که داخل کې ځېنې مهم بنسټونه لکه دین، مذهب، دولت، کلتور، عنعنه او وراج د بدلون په مقابل کې ودریږي نو لوی خنډ جوړولی شي، برعکس که دغه فکټورونه مرستندویه شي، نو کار بیحده اسانوي. له بیرونه هم ګاونډیان او زبرځواکونه د مخنیوي فکټورونه کیدا شي. طبیعي افتونه په دریمه ډله کې راځي. هغه فکټورونه چې د مخنیوي په برخه کې مهم دي، په مثبتو فکتورونو هم اوښتی شی چې پدغه صورت کې ډېر ګټور وي.
که د بدلون غوښتونکو اجندا خامه او د ټولنې د ضروریاتو له مخې نه، بلکې د نورو ولسونو څخه د تقلید یا دګتې یا قهر او غصې او احساساتو له مخې وي، او یا په ښه ډول تشریح او توضیح شوې نه وي، نو بیا یې د مخالفت چانس زیات دی.
که بدلون غوښتونکي په رښتیا د خپل هېواد او خلکو خیر غواړي، نو باید د خپلوکلتوري او دیني او تاریخي ارزښتونو په چوکاټ کې د مثبت بدلون راوستو لپاره کار پیل کړي.
کلتور هم یو وخت بدلیږي، او مشهوره خبره ده چې هر شی ثابت کیدای شي، خو کلتور نه. ولی کلتوري بدلون د ټولنې د اقتصادي، اجتماعي او ذهني پرمختګ سره موازي او نامحسوس رامنځته کیږي. که کلتوري حساسیتونو ته پام ونه کړو، نو بیا به له داسې ټکرونو سره مخ کیدای شو، چې مخکې ترې په تاریخ کې ډېر ځوریدلي یو.
د غازي امان الله خان بیلګه : غازي ازادي غوښته؛ دا د یو بدلون غوښتنه وه. کله چې یې پخپلو ارزښتونو تکیه کړې وه او ویل یې چې له کافر څخه ازادي اخلي او د دې لپاره جهاد کوی، دا کار فریضه ده، او ثواب لري، ټول ملت ورسره شو، انګریز یې مات کړ، اتل شو، بابا شو او غازي شو، خو چې (ممکن په ښه نیت) یې د سمون پروګرامونه (د غربي ارزښتونو په چوکاټ کې) پیل کړل، ملت ترې مخ واړوه، یو عادي غل ترې واک ونیو، او د ده، د ده د پلار او نیکه د نیمې پیړۍ بریاوې ټولې په سیند لاهو شوې. د سمون پروګرامونو سر وخوړ. لاندې ویدیو وګورئ، د کلیو او سیمو سپینږیرو ته په زور نکتایي، دریشي او بالاپوشونه وراغوستل، د ښځو دغه ډول مخ لوڅول د هغه وخت د شرایطو سره سم کار نه و، ضرور هم نه و، ګټور هم نه و، او سطحي، ظاهري او احساساتي شیان و چې د اصلاحاتو د لویو پروګرامونو په ناکامۍ کې یې برخه واخیسته، د سلام پر ځای شپو خولۍ اوچتول، ښځو ته ویل چې د میړونو له اجازې پرته چکو وهئ او که میړونو نه پریښودئ، نو راشئ زه به تمانچې درکړم، په سرونو یې وولئ، د کومو لویو هدفونو لپاره وو؟.
که هدف د قانون پلي کول، د تعلیم عامول او ترقۍ راوستل و، نو لکه چې استعمار ضد جګړې ته یې پخپلو ارزښتونو کې فتوا پیدا شوه، د تعلیم د فرضیت او عدالت او حسابدهۍ او شفافیت لپاره هم دغسې زیات اوامر زموږ پخپلو متونو کې پیدا کیدای شول. خو امان الله خان د ظواهرو په خاطر اصلي شیان وبایلل. د لاند ې ویدیو کتل ډیر ضرور دي.
http://www.youtube.com/watch?v=2EZpP2hFbP4&list=PLOzHoSOMwkswNUB1Kk4z2-BxoQKew8-nR&index=2
هماغه اصلاحات نادرشاه وکړل، بریالي هم شول، خو لانجمن او جنجالی یې نکړل، د علماو یوه شورا یې جوړه کړه، ډیر ناڅیز امتیازات یې ورکول، د ده د اصلاحاتو مخالفت یې ونه کړ، مرسته او همکاري یې هم ورسره وکړه.
د خلق دموکراتیک ګوند غړي هغسې مبارزین و، چې ما په افسانو کې لوستي و. پخپله جګړې ته تلل، رشوت، اختلاس او واسطه یې نه کول، او ویل یې چې تره کي ورته ویلي دي چې د امتیاز په وخت کې اخیر او د قربانۍ په وخت کې اول اوسئ، خو چې له دین او کلتور سره په ټکر کې شول، نو هماغه د تره کي خبره پرې عملي شوه، کوم امتیاز یې تر لاسه نکړ، خو اکثریت یې قربان شول. دوی [دوی دومره ساده او کم معلوماته و چې خلکو ته یې د خدمت په نوم د هغوی ژوند په وړو بهانو ځینې اخیسته. له کلتور، انساني حقوقو او حکومتداري په طرف هم نه و تیر شوی، هسې اوریدلي یې و چې خلکو ته خدمت کوو او چې څوک مو مخې ته راځي وژنو یې].
د تره کي کتابونه بې ضرورته د دین، ملا او ملک توهین کوي، په زنده ګي نوین کې د مارکسسیزم ـ لیننزیم دفاع کوي، او د کونړ او خوست نیمه باسواده ځوانانو ته د دغو فلسفو درسونه ورکوي. همدا وجه وه چې زموږ د هیواد په یوه لیرې سیمه کې یو خلقي ټولو هغو سیمه ایزو مشرانو او ملایانو ته چې ښوونځي ته د (انقلاب) سره د ملاتړ غونډې ته راوستل شوي و؛ ویلي و چې دا مکتب خو وینئ، دې بر سر ته به کوټې جوړې کړو چې دا زموږ میندې خویندې پکې د سواد درسونه شروع کړي، او دې لر سر ته به یې وړکتون جوړ کړو، چې هلته پکې ماشومان وساتل شي، چې د میندو د درس مزاحمت ونه کړي. او ښه هم وروزل شي.
خلکو ورته ویلي و چې زموږ ښځې خو تر موږ ډېر کار کوي، له غره لرګي راوړي، له چېنې اوبه راوړي، له پټو واښه راوړي، د کور کار، د ماشومانو پالنه او نور بی شمیره کارونه ورله غاړې دي، له بلې خو د کلیو فاصلې هم لیرې دي، تر غرمې ایله دې ښوونځي ته راورسیږي او تر ماښامه ایله بیرته کورونو ته لاړې شي، نو درس به کله وایي او دا بلا کارونه به کله کوي؟ خلقي ورته ویلي و چې ملګری مارکس او ملګری انګلس یې تیوري راوباسي، ملګری لینن یې په شوروي کې تطبیق کړي، او ملګری تر کی یې په افغانستان کې د تطبیق امر وکړي، نو کلیواله ……. ته څوک یې چې نه یې منې؟ دا شخص ما پیژنده له ځوانۍ څخه یې تر مرګه یوه ورځ هم کومه لویه ګناه نه وه کړې، کله چې به یې کومه جنۍ ولیده نو ویل به یې چې دا مې خور ده او هره مشره ښځه ورته د مور په شان ښکاریده، هر افغان یې خپل ورور ګاڼه خو که هر ورور یې د ده په نظر د ده د (انقلاب) ضد و، نو مرګ یې ورته دوه توته ارزښت نه درلود. په محاکمه او تحقیق یې سر نه خلاصیده. پخپله تر مړینې پورې په ګیډه موړ نه شو، د خپل خبیال سره سم یې د خلکو لپاره د بهترین اسوده ژوند هیلې درلودې، خو هغه الفاظ یې چې کارول، د خلکو په نزد یې دې یو له قوم، ولس، دین او کلتور څخه پردي شخص معرفي کاوه. باالاخره په ظالمانه ډول ووژل شو.
حفیظ الله امین یو لوی استعداد و، خو په افراط سره دومره له ولسه بیل شو، چې کله یې د روسانو پر شومو نیتونو تر پوهیدو وروسته غوښتل ملت ته نږدې شي، هیچا خپل نکړ او په ډېره نامردۍ هغه چا له خپلو اولادونو سره مړ کړ چې ده یې د فلسفې او تیورۍ د عملي کیدو لپاره (انقلاب) کړی او (انقلابي لار) کتاب لیکلی و. بسم الله ویل او نور حرکات یې په دې ویدیو کې کتلی شئ چې څومره خندونکي او ناسم دي. نورې ویدیو ګانې یې هم په یو تیوب کې شته:
د کارمل عبادت
کارمل به روسي مشران په دومره درنو نومونو یادول، لکه موږ چې خدای یادوو. برژنف ګرامي و بزرګ، اندروفوف عزیر، چرنینکوی مهربان ، لینن بزرګ، سترګ، خلاق، رهبر، رهنما، نابغه…….، زه چې د ښوونځي متعلم وم ویل به مې چې دا سړی د بنده ګانو بنده ګي کوي. او چې روسانو به یې خلک وژل نو ده ویل ویې وژنئ ټول اشرار دي.خو کله چې همدا کارمل مړ کیده وروستۍ جمله یې دا وه چې پردي ملکونه چاته څه نه جوړوي.
د نجیب سندره
روسان چې وتل نجیب د ښوونځیو د لوړو ټولګیو او پوهنځیو پیغلې نجونې ګلونه په لاس ودرولې وې، او پخپله یې په ماته ګوډه روسي ژبه د مسکو د ښار د ستاینې یوه ترانه ویله، او روسي عسکرو ته یې ویل چې تاسو د نړۍ تر ټولو ښکلي ځای یعنې مسکو ته ځئ، هغه ځای چې د لینن خوښ و.
ممکن له تره کی، امین او نجیب سره هم دا فکر و، چې انګریز او امریکا مو نه خپلیږي راځئ دې روسانو ته ځان نږدې کړو که دا وطن مو ورسوي؟ خو له خپل کلتور او ولس نه دومره لیرې شول چې بیا (خصوصا نجیب) د راستنیدو د ټولو هڅو سره سره ولس ته لار پیدا نکړه. خپله یې ویل چې ټول وطن مې خپل کړ خو دوه لویشتې ځای مې پردی کړی دی، زه دې ولس ته نه خپلیږم. هغه دوه لویشتې ځای د مسجد محراب و.
زما یو شناخته و، کله چې به له مسجد له اړخه تیریده، سترګې به یې پټولې، ویل به یې تر دې چې یې کلیسا جوړه کړې وای ښه به وه. د کلیسا خرافات یې ځکه خوښ و، چې له خپلو ارزښتونو سره د ټکر تظاهر پرې وکړي. او متاسفانه له خپلو برحقو ارزښتونو ناخبره مړ شو.
د خلق ګوند مشرانو ځينې خلک یوازې پدې (ګناه) اعدام کړل چې (باالفعل په لمانځه نیول شوی دی) او یا یې بي بي سي رادیو پخپل کور کې اوریدلې ده، او معولاً به شخص یا د لسم صنف متعلم او یا د کوټه سنګی موچي و.
د دموکراسۍ بیلګه
د امریکایي دموکراسۍ په کلونو کې په پارلمان کې څو وکیلانې په ډیر جوش او خروش وایي چې د ښځو د حقوقو نوی قانون دې له ټولو جزئیاتو سره منظو رشي، حال دا چې د دین او کلتور سره پکې ښکاره مخالفتونه شته. دوی ویل چې اصلي مهمې خبرې خو یې همدغه دي، چې دغه برخې ترې ووځي نو نور خو عادي قانون دی. کله چې ورته وویل شول چې راځئ اول دا د ښځو او نجونو تعلیم، په میراث کې د ښځو برخه، د تشدد څخه د ښځو، نجونو او ماشومانو خلاصون، ښځو ته په واده او ژوند کې د ازاد انتخاب حق او کاریابي تعمیل کړو، بیا به وګورو چې د میړه له اجازې پرته بهر ته سفر کول او نور کارونه غواړي او که نه؟ او بل هغه ښځې چې د دغسې امکاناتو لرونکې دي، بیله دې هم دغسې سفرونه کوي. زه د ملګرو ملتونو له دفتره څو ځل بهرنیو سفرونو ته تللی یم چې ښځې او نجونې هم راسره تللي دي، خو دوی ته دا یوه عادي خبره وه او ممکنه وه، نه یې کورنیو او نه یې ګاونډیانو حساسیت ښودلی دی. چې عملا دغه کار په ځینو کورنیو کې روان دی، نو ولې ټول ملت ته اعلان وکړو چې تر څو دا خبره په قانون کې نه وي زه غلې نه کینم، که د ټول ملت د خفګان او ټولنیزې بلوا په بیه هم وي؟ ما د جنډر په باب روزنه هم اخیستې، پدغو پروګرامونو کې مې کار هم کړی او مطالعه مې هم پکې کړې ده. چیرته چې دغه مسایل د شعار او ډنډورې په ډول رامخې ته شوي، ناکام شویدي او چیرته چې د ښځو او نجونو تعلیم او کار ته توجه شويده بریالي شویدي.
ما یوه ورځ له نورو ملګرو سره ټوکې کولې چې هسې نه په کابل کې هم Gay group ګروپ جوړ شي، ملګري مې راته وویل چې ته خبر نه یې له تیار جوړ شوی دی، ۲۸ کسان غړي لري، هره پنجشنبه په شهر نو کې په یو کور کې غونډې لري. دوی غواړي دا داعیه رااوچته کړي چې دوی هم بشري حقونه لري او لکه په امریکا کې چې دوی هم مسلکان د مبارزې او غږ اوچتولو حق لري، دلته هم باید دغه حق ورکړل شي. اوس که د ۲۸ نفري ګروپ له دغه ډول غوښتنې څخه ۳۰ میلیونه خلک خوابدي کیږي، د دوی اظهار ضرور دی؟ دوی چې کوم عمل کوي، بې لدې یې هم عملونه په پټ ډول کوي، خو ټولنیز فساد ته ولې زمینه جوړه کړي؟
سیکولر ارزښتونه پالل او یادول ضرور او مفید دي؟ بل مناسب لفظ دې پیدا شي. الفاظ مهم دی! او د هر لفظ شمارل د ملت په سرنوشت کې حسابیږي!!!. یو ملګري مې لیکلي و چې دا سیکولر سیستم خو بد ندی، په ترکیه کې د دغه سیستم له برکته اسلامي فکر لرونکې سیاسي ډله په واک کې راغله. ما ورته وویل که پخپلو مصطلحاتو کې ورته کوم مشابه لغت وکاروو، لکه د ولس په مشوره د نظام جوړول او نور نو ښه به نه وي، ځکه دا نوم حساسبت پارونکی دی. ده وویل نه دا خو هیڅ حساسیت نه راپاروي. ما ورته وویل ته په انترنټ کې همدا لفظ ولیکه، ده هم ولیکه، په تعریف کې یې اتومات راغلل : Secularism: means reject religion and religious considerations in politics, ethics …….
یعنې سیکولاریزم په سیاست، اخلاقو او…. کې د مذهب او مذهبي رجحاناتو ردولو ته وایي. نو په یوه داسې هېواد کې چې کابو سل فیصده خلک یې مسلمانان دي، له اسلامه یې کومه بدي هم نده لیدلي، ۳۶ کاله د اسلامي انګیزې له مخې جګړه روانه ده، له ۳۴ ولایتونو څخه یې په ۳۲ کې ګرم جنګ موجود دی، دا ډول الفاظ د کوم خیر او کوم مثبت بدلون زمینه جوړوي؟ یوازې فساد او نفاق ته لار اواروي.
د کلتوري حساسیتونو سره د پام په باب لاندې ۲۴ لارښوونې ماته ډېرې مهمې ښکاره شویدي:
- په کومه سیمه کې چې کار کوئ د هغه ځای د کلتور به باب پر پوهه لا ډیره پانګونه وکړئ.
- هغه څه چې ټولنه یې باید ووایي واورئ.
- د هغه ولس کلتور ته درناوی وکړئ چې پکې اوسیږئ او یا ورته کار کوئ.
- حوصله ولرئ. که مو غوښتنې ولس او انسانانو ته ګټورې وې، ورو ورو به یې ارزښت درک شي. په منډّه کار مه کوئ. نوی ښکاري هوسۍ په منډه نیسي خو ژر ستړی کیږي.
- د قدرت د مراجعو ملاتړ جلب کړئ. (په افغانستان کې د قدرت مراجع ولس او د هغوی په نماینده ګۍ ملا، ملک، تر يوه حده مرزا (روښانفکر) او دولت دي).
- جامع اوسئ، سطحي نګري او سرسري معلومات او پوهه درسره مرسته نکوي. د خپل پروګرام، ولس ته د هغې د ګټې او د تطبیق په امکاناتو جامع فکر، نظر او پروګرام ولرئ.
- قاطع شواهد پیدا کړئ. (هغه څه چې غواړئ دود کړئ یا بدل کړئ، د هغه لپاره قوي شواهد که د دغې سیمې په کلتور کې وي، خو ډیر ښه به وي، او که په علم او ساینس هم ثبوت وي او د اسانتیا او عملي والي په باب څیړنو تائید کړې وي، ښه به وي) دغسې شواهد چې درسره څومره ډېر وي، کار مو اسانوي.
- د ساینس پر هدفمندتوب باور وکړئ. (خو د ټولنیز ټکر په بیه نه، ځکه بیا به خلک د ساینس له ډېرو ښېګڼو محروم شي.)
- د ولس او ټولنې ارزښتونو په باب قضاوت مه کوئ. (خصوصا منفي قضاوت، لکه که چا ته ووایي دا ستاسې خبرې هسې خرافات دي.)
- د ژبې حساسیتونه په پام کې ونیسئ (لکه ځېنې لغتونه چې بلوا هم جوړولی شي او روغه هم). مشهور متل دی چې خپله ژبه هم کلا ده هم بلا.
- د سیمه ایزو متحدینو سره یو ځای کار وکړئ، یا د دوی له لارې کار وکړئ. د کلي شوراګانې، مدرسې، مسجدونه، ښوونځي، جرګې او نور د مثبت او ګټور بدلون مرکزونه کړئ.
- داسې رول ځان ته ورکړئ چې کارونه تسهیل کړئ، او نور (یعنې د سیمې خلک) کارونه پخپله عملي کړي.
- تعهد ته ارزښت ورکړئ (که د بدلون په ګټه پوه یاست نو خپله ژمنه ژوندئ وساتئ خو د عملي کولو داسې لار ورته پیدا کړئ چې د بري چانس یې ډیر او د ټکر احتمال یې کم وي).
- خپل مخالفین او د دوی زور او نفوذ وپیژنئ. (چې یا ورسره جوړ جاړی وکړئ او یا تر هغو ځان پیاوړی زیات کړئ، چې مقابله یې وکړای شئ، او د لومړي ګوذار سره د خپلو نیکو ملګرو یو ټولی له لومړي سره له نابودۍ سره مخ نکړئ).
- مشابهتونه پیدا کړئ. (مثلا که د نجونو تعلیم رواجول غواړئ، په دین کې هغه حدیثونه او ایتونه پیدا کړئ چې تعلیم ته اجازه ورکوي، له هغو مدرسو سره مرسته وکړئ چې نجونو ته درس ورکوي، د دیني مضامینو په څنګ کې ورسره ساینسي مضامین شامل کړئ، خو دیني مضامین ترې مه وباسئ). یا که د یو منفي رواج پر ضد مبارزه کوئ، که په دین کې هم د هغه رواج مخالفت ته سند موجود وي، نو له دیني علماو او کلیوالي مشرانو سره په ګډه د هغه منفي رواج پر ضد مبارزه وکړئ. لکه د مخدراتو، الکهولو او اسراف پر ضد مبارزه.
- په موجودو مثبتو شیانو تمرکز وکړئ. د ټولنې مثبت عادتونه پیاوړې کړئ، که خلک د خیر کار ته راوباسئ، نو ضرور نده چې د داوطلبانه کار نوم ورکړئ، ورته ووایي کلیوالي حشر کوو، برخه پکې واخلئ.
- د اډوکسی (حمایت جلبولو)د طریقې وکاروئ.
- که د ښځو اړونده مسایلو لپاره کار کوئ، د ښځو د ګټې شیان پکې داخل کړئ د ښځو مشروع ګټه د ټولې کورنۍ غړي همکارۍ ته تشویق کړي.مثلا که ښځو ته د خیاطۍ یا قالین اوبدلو د زده کړې کورس جوړوئ، نو په پای کې د ګنډلو ماشین هم ورکړئ. هسې شعارونه کار نه کوي.
- د ټولنو ظرفیتونه جوړ کړئ، چې هغوی بدلون او سمون پخپله راولي.
- د خپلې سیمې د عام کلتور څخه په استفادې مخکې لاړ شئ. (د حل لاره د خپلو ارزښتونو په منځ کې ولټوئ). بدلون باید له داخله راشي. که په هګۍ له بیرونه فشار راشي ماتیږي او یو ژوند پکې له منځه ځي، خو که له داخله پرې طبیعي فشار راشي، نو یو نوی ژوند رامنځته کیږي. http://www.youtube.com/watch?v=gAtW0OtQKao
- خلکو ته د هغو کارونو کولو زمینې جوړې کړئ چې دوی یې ښه کولی شي. لکه نجار ته د نجارۍ مډرن سامان ورکړئ، کوښښ مه کوئ پښ ترې جوړ کړئ.
- پارټنرشیپ (ملګرتوب) رامنځته کړئ. (لکه د ټولنې له بانفوذه اشخاصو او سازمانونو او دولت سره).
- خپله بریا ونمانځئ. د هغو برخو په لا قوي کولو تمرکز وکړئ چې د بري امکان یې شته، نه د هغو برخو چې امکان یې لا نشته او وخت ورته جوړ ندی، یا ګټور ندي، پردۍ اجندا ده، تاسو هسې استعمالوي.
- هیڅکله کار مه پریږدئ. له مایوسئ، ردیدو او مخالفت له امله د سمون، بدلون او خیر او فلاح کار مه پریږدئ. که غر لوړ دی پر سر یې لار شته. داسې لارې ورته ولټوئ، چې د ټکر احتمال پکې کم او لار یې د اواریدو وړ وي. د وخت، زمان، امکاناتو او شرایطو سره سم لومړیتوبونه ټاکل او تمرکز پرې کول راتلونکو ګامونو ته لار اواروي، خو د هغه کار کولو ته شله ګي چې ۲۰ کاله وروسته ضرور وي او اوس تر هغه سلګونه نور مهم لومړیتوبونه موجود وي، تاسو ته ستونزې جوړولی شي. اوس پر مهمو او اسانو کارونو تمرکز وکړئ.
ډاکتران پدې باب ښه اصول لري. هغوی د ناروغانو په درملنه کې لومړیتوب د A, B, C له مخې ټاکې، یعنې Airway, bleeding and consciousness شدید ناروغ ته لومړي تنفسي لار ازادوي، ځکه د اکسیجن بندښت ناروغ په درې دقیقو کې له منځّ وړي، بیا یې د خونریزۍ ودریدو ته اقدام کوي، او تر هغه وروسته یې شعوري حالت سموي. که دا درې واړه کارونه همزمان وشي، ډیر ښه، که نه وي د لومړیبتوب تسلسل یې هماغه دی. خو که د ناروغ د مخ د ښکلا لپاره په پلاستیک جراحي لومړی پیل وکړي، ناروغ یې مري.
ډاکتران یو ډول نور اصول هم لري هغه ته تریاژ (triage) وایي: که درې ناروغان ورته راوړل شي او درې واړه د مرګ له ګواښ سره مخ وو، خو د وخت او وسایلو د کموالي له امله ډاکتر یوازې له یوه سره مرسته کولی شي، نو لومړی هغه ته مرسته رسوي چې د ژوند چانس یې زیات وي. بیا دوهم درجه اسان او بیا دریم ته. که درې ډاکتران موجود وي او وسایل هم وي، هر یو له لومړي سره د یو ناروغ خدمت ته ورودانګي او درې واړه ژغوري.
تجربو او څیړنو ښودلې ده چې دغسې لومړیتوبونو ټاکلو د نجات فیصدي ډېره لوړه کړې ده. موږ په ټولنیزو او کلتوري سمونونو کې هم دغو لارو ته د ورته اصولو څخه کار کار اخستی شو.
که په ټولنه او ملت کې مثبت بدلون غواړئ نو ځان کې مثبت بدلونه راولئ. ټولنیز بدلون د قرآن کریم له نظره هم دغسې دی چې تر څو د یوه قام حالت بدلون نه کوي تر څو یې خلک په ځانونو کې بدلون رانه ولي. له دغه لوري هم د ټولنیز بدلون مسئله څیړل پکار دي. زموږ د رسول کریم صلی الله علیه وسلم ژوند او د رسالت سیر په واضح ډول ښيي چې هغه مبارک هم سمونونه په تدریجي او د کلتوري حساسیتونو په پام کې نیولو سره راوستي دي.