لیکنه: طارق احمدزی
د کمپیوټر انجنیران وایي: د ځيرمن لرغږونو(سمارت مبایلونو) او کمپیوټرونو راتلونکی نسل به په میلیونونو ځله له اوسنیو څخه چټک وي او همدارنګه به د خپلواکه موټرونو، بې پیلوټه الوتکو او سرورنو(servers) کې انقلابي نوښتونه رامنځ ته کي. کمپیوټر پوهانو د هغه کمپیوټر په جوړولو کې یو ستر ګام اخیستی چې د رڼا پر چټکتیا کار کوي، هغوی وایي د کمپیوټرونو او ځیرمن لرغږونو د راتلونکي پښت چټکتیا به په میلیونونو ځله له اوسنیو څخه زیاته وي.
انجنیریانو ډیر وړوکي(متراکم) وړانگه بیلونکي ته پرمختیا ورکړې ترسو د رڼا څپې په دوه بیلو اومتوکیزو(معلوماتي) مجراوو(چینلونو) تقسیم کړي. دا وسیله(وړانګې بیلونکی) به څیړونکي د سلیکان فوتونیکي چپونو(chips) د تولید لپاره سره رانژدې کړي چې د الکترونونو پرځای به د رڼا په وسیله د اومتوکو (معلوماتو) محسابه او وړل، راوړل کوي.
فوتونیکي سلیکان به د سوپر کمپیوټرونو، سرورونو، بې پیلوټه الوتکو(لویدنې او موندنې) او تخصصي کمپیوټرونو(د خپلواکو موټرونو… لارښوونکی) په ماشینونو کې د پام وړ پیاوړتیا او چکټیا راولي. د تیکنالوژۍ دا ستر نوښت به اخیر کې تر کورنيو کمپیوټرونو، ځیرمن لرغږونو، د اپلیکیشنونو په پرمختګ کې له ګیمونو شروع بیا تر تصویري ژوندیو خپرونو پورې ورسیږې.
ډا کتر راجیش مینون د امریکا (یوتا) پوهنتون کې د برق او کمپیوټري انجنیرۍ پروفیسور وایي: رڼا یواځینی چټک څیز ده چې مونږ کولای شو اومتوکي پرې ولیږو، مګر دا اومتوکي چې کله تر مونږ رارسیږی بیرته باید په الکترونونو بدل سي، د تبدیلی پدې پروسه کې څه ځند رامنخ ته کیږې خو؛ نظرونه دا دي ترسو هرڅه پر رڼا ترسره کړو. دا پرمختګ کولای سي خپلواکه ټيکنالوژي(چې د انسان له لارښونې پرته ترسره کیږي) ته هم پرمختګ ورکړي.
د رڼا فوتونونه به اومتوکي د نوري فایبر نیټورک پر مټ پرلیکه لیږدوي. مخکې له دې چې اومتوکي تر روټر او یا د هغه تر کنټرولونکي کمپیوټرونو ورسیږي، د اومتوکو جریان به د رڼا له فوتونونو بیرته په الکترونونو بدلیږي. خو که چیرې د اومتوکو دا جریان د کمپیوټر په پروسیسر کې د رڼا په توګه پاتې سو نو دا تنګي(هغه ځنډ چې د رڼا د فوتونونو او الکترونونو په تبدیلۍ کې رامنځ ته کیږي) به هم رفع سوی وي.
وړانگه بیلونکی به د ډیرو ساکنو(غیر فعالو) الاتو له جملې څخه یو وي چې د سلیکان په چپ کې به ځای پر ځای شوی وي ترسو د رڼا څپو ته په بیلو، بیلو لورو لارښونه وکي. د دوی د پیړوالي په وړوکي کولو سره به څیړونکي پر دې وتوانیږي چې داسې په ملیونونو الې په یو چپ کې ځای پر ځای کي.
اولینی سوپر کمپیوتر چې سلیکان فوټونیک به استعمالوي د (intel) او (IBM) په کمپنیو کې تر جوړونې لاندې دی چې هایبرايډ پروسیسور (ترکیبي پرروسیسور چې د رڼا فوتونونه به پکې په الکترونونو بدلیږي یعنې د رڼا ترڅنګ به الکتروني ځواک هم پکې ونډه اخلي) پکې کاریږي.
ډاکتر مینون پدې باوري ده چې دا وړانګې بیلونکي به په راروانو درې کلونو کې په دې کمپیوټرونو کې ولګول شي او هغه د اموتوکو مرکزونه چې چټګ نښلیدلو ته اړ دي له همدې ټیکنالوژۍ څخه به ډیر ژر برخمن شي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.