ژباړه او را ټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ که خلک ما ونه پېژني پروا نه لري، خو که زه خلک ونه پېژنم هرومرو به خپه شم .
۲ ـــ څوک چې د نورو د ښېګڼو ساتنې ته لېوال وي، هغه په حقیقت کې د خپلو ښېګڼو ساتنه وکړه .
۳ ـــ لویان له دریو شیانو څخه ځان ساتي : په ځوانۍ کې له شهوت څخه، په کمزورۍ کې له جګړې څخه او په زړښت کې له شهرت څخه .
۴ ـــ که په غلطه لاره لاړې، نو له بېرته را ګرځېدو څخه یې مه وېرېږه .
۵ ـــ مخکښ انسان هغه دی، چې په وینا کې بیړه ونه کړي او په کار کې خوښي ښکاره کړي .
۶ ـــ یوازې هغه کسان، چې ډېر یې ژړلي، کولای شي د ژوندانه د ښکلاو په ارزښت پوه شي او د زړه له تله وخاندي .
۷ ـــ څوک چې په حقیقت پوه وي، له هغه چا سره ډېر توپیر لري، کوم چې حقیقت پرې ګران دی .
۸ ـــ حق تل له وېرې پرته بیان کړه او شیطان وشرموه .
۹ ـــ که په څه پوهېږې، نو باید پوه شې چې پوهېږې او که نه پوهېږې باید پوه شې، چې نه پوهېږې، نو حقیقي پوهه همدغه ده .
۱۰ ـــ پوهه انسان له شک څخه ژغوري، اخلاقي لوړتیا هغه ته له درد او غم څخه نجات ورکوي او لوړ همت او اراده هغه له وېرې څخه ژغوري .
۱۱ ـــ د ښه سړي تېروتني داسې وي، لکه لمر یا سپوږمۍ چې تیاره شي، که هغه غلط کار وکړي، نو ټول یې ویني او که هغه خپله تېروتنه اصلاح هم کړي، نو بیا یې هم خلک ویني.
۱۲ ـــ د دې پرځای چې په تیاره لعنت ووایئ، نو یوه شمعه بله کړئ .
۱۳ ـــ د بېوزلو او غریبانو داسې درناوی وکړئ، لکه له پاچا سره چې مخامخ کېږئ .
۱۴ ـــ زاړه معلومات په کار اچول او د هغه له مخې نوي معلومات تر لاسه کول، زموږ د زده کړې له عمده اصولو څخه دي، څوک چې دغه چاره پر ځای کوي، هغه ته ښوونکی ویلی شو .
۱۵ ـــ طمعه د ټولو بدیو مور او سر چینه ده .
۱۶ ـــ څوک چې د خپل شخصیت په مټ حکم چلوي، هغه شمالي قطب ستوي ته ورته دی، چې پر خپل ځای په حرکت کې پاتې کېږي او نور ستوري د هغه په محور څرخي .
۱۷ ـــ له دنیا څخه بې پروایي په قناعت سره وغواړه، ځکه څه شی چې انسان شتمن کوي، هغه قناعت دی .
۱۸ ـــ په ناسته ولاړه کې باید ځان د وجدان له خاوندانو سره یوځای کړو او له بې عزته خلکو نه ځان وژغورو .
۱۹ ـــ په قضاوت کولو کې نه ډېره چټکتیا په کار ده او نه هم ډېر ځنډ .
۲۰ ـــ ظالمانو ته کتل او د هغوی خبرو ته غوږ نیول د ظلم پیل کول دي .
۲۱ ـــ غوسه ناک سړی، تل له زهرو ډک وي .
۲۲ ـــ ښځه ډېر ښکلی او قېمتي موجود دی .
۲۳ ـــ هره ورځ ځان نوی کوه، بیا هم ځان نوی کوه، تل ځان نوی او تازه ساته .
۲۴ ـــ په کوچنیو کارونو بوختېدل له لویو کارونو نه پاتې کېدل دي .
۲۵ ـــ د ښېګڼې بنسټ له انسان سره مینه او د پوهې بنسټ د انسان پېژندل دي .
۲۶ ـــ هغه څه چې زما خوښېږي، نورو ته یې هم خوښوم .
۲۷ ـــ زه هره ورځ له ځانه درې پوښتنې کوم :
ـــ هغه دندې چې زما پر غاړه دي، د وجدان له مخې یې سرته رسوم ؟
ـــ له نورو سره په اړیکو کې انساني ارزښتونه په پام کې نیسم ؟
ـــ هغه څه چې نورو ته یې ښیم، په خپله یې منم او هماغسې کوم ؟
۲۸ ـــ هغوی چې رښتیني ښه دي، هېڅکله به بدمرغه نه شي، هغوی چې رښتیني پوه دي هېڅکله به بېوزلي نه شي او هغوی چې رښتیني زړور دي هېڅکله به ماتې ونه خوري .
۲۹ ـــ انسان ته ښایي، چې نورو ته د وروڼو په سترګه وګوري .
۳۰ ـــ ښځه تر هر څه اغلې او ښاغلې ده .
۳۱ ـــ ژوند مو چېرته وپېژانده، چې مرګ وپېژنو .
۳۲ ـــ ویاړ او شتمني، چې له غلطې لارې په لاس راغلي وي، د ژر تېرېدونکې ورېځې په شان ده .
۳۳ ـــ هېڅ بد فکر ته دې په سره یا زړه کې ځای مه ورکوه .
۳۴ ـــ د هغه څه له ښودلو څخه، کوم چې زده کړي مې دي، هېڅکله نه یم ستړی شوی، دا یو ډېر نا څیز خدمت دی، چې د ځان له پاره یې تر سره کووم .
۳۵ ـــ بریا د ماتې په څېر خطرناکه ده .
۳۶ ـــ هر هغه څه چې زما په ژوند کې پیدا کېږي، دا ټول زما د مېرمنې همکاري او لورینه ده .
۳۷ ـــ پاڼه د زوال پرمهال او مېوه د کمال پرمهال را غورځي، نو وګوره، چې څه ډول راغورځې، د ژېړې پاڼې په څېر او که د سرې مڼې په څېر.
۳۸ ـــ د انسان په ژوند کې درې لارې دي :
لومړۍ لاره : له فکره تېرېږي، چې دا تر ټولو غوره لاره ده .
دویمه لاره : له تقلیده تېرېږي، چې دا تر ټولو آسانه لاره ده .
درېیمه لاره : له تجربې تېرېږي، چې دا تر ټولو ترخه لاره ده .
۳۹ ـــ له خپلو تېروتنو څخه مه شرمېږه او هغه جرم مه ګڼه .
۴۰ ـــ که په غلطه لاره لاړې، نو له بېرته را ګرځېدو څخه یې مه وېرېږه .
۴۱ ـــ کنفوسیوس څلور خبرې له ځانه غورځولې وې لکه : زه، وبه یې کړم، باید او هرومرو .
۴۲ ـــ کنفوسیوس له څلورو خصلتونو څخه آزاد و لکه : بې ځایه کرکه، پرته له پوهېدو تصدیق کول، سر ټنبه ګي او ځان غوښتنه .
۴۳ ـــ د سیمې ولسوال کنفسیوس ته وویل : ( په سیمه کې داسې سپېڅلي خلک هم شته چې که پلار یې مېږه پټه کړي، نو زوی به یې د غلا خبر راکړي )
کنفسیوس په ځواب کې ورته وویل : ( خو زموږ په ځای کې سپېڅلتیا داسې ده، چې پلار د زوی او زوی د پلار سلامتي غواړي او دواړه د سپېڅلتیا په لاره کې هڅې او هاند کوي .
۴۴ ـــ له کنفسیوس نه یې پوښتنه وکړه : ( آیا هغه ښه سړی دی، چې په ټولو ګران وي ؟ )
ویل یې : ( نه )
پوښتنه یې وکړه : ( آیا داسې څوک شته چې د ټولو زښت وي ؟ )
وې ویل : ( ښه سړی هغه دی، چې په ښو خلکو ګران او د بدو خلکو زښت وي ) .
۴۵ ـــ له کنفسیوس نه یې پوښتنه وکړه : ( کېدای شي، چې ښه کړه وړه په لنډول بیان کړې؟ )
وې ویل : ( څه شی دې، چې ځان ته نه خوښېږي بل ته یې هم مه خوښوه ) .
۴۶ ـــ جر و بحث او مناظره غوسه را پیدا کوي او غوسه ناک سړی حقیقت نه پېژني .
۴۷ ـــ منځ مهالي او اندازه ساتل د انسان د طبیعت کمال دی .
۴۸ ـــ په هغې دنده باندې فکر مه کوه، کومه چې تاته نه وي در سپارل شوي .
۴۹ ـــ هغه څه چې اورې او یا یې وینې، نو چاڼ یې کړه او هغه څه چې ښه دي، د ځان له پاره یې وساته .
۵۰ ـــ بد کار چې هر څومره پټ وي، بالاخره بربنډېږي .
You also might be interested in
ژباړه : محب الله آرمل ۱ ـ زه منم چې[...]
لیکنه: عارفه عمر لور بشیر واده ته د اولاد د[...]
لیکنه: بصيرالحق عادل يوه داسې زمانه به هم تېره شوي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی