• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د کنډې خبرې

Home ادبد کنډې خبرې

د کنډې خبرې

لیکنه: ماهر احسانزی

په عوامو کې چې کله د ژبې د استعمال خبره راشي ؛ دا یو مثال ورسره د ژبې په سر وي ، چې که میلمه ته ووايې چې ډک شوي يا موړ شوي ، دواړه د یو مفهوم لپاره کارول کیږي خو په دوهمې خبرې کې تر لومړۍ احترام او ټولمنلي اخلاق په پام کې نیول شوي او میلمه هم ممکن د مننې لپاره په موسکو شونډو ستاسو حق ادا کړې .

د خبرو کولو پرمهال د ژبې دغسې معنوي باریکۍ او معناوې دي ، چې په بې ځایه کارونې سره يې سړی له اسمانه ځمکې ته غورځي .

د خپل پيغام رسونې لپاره که د ژبې هره (ګړنۍ /لیکنۍ ) بڼه وي خو په کاروولو کې احتیاط په کار دی .

د عبدالله ابن مسعود (رض) څخه روایت دی ، چې له ژبې زیات شی د زنداني کیدو مستحق نه دی . حضرت ابوبکر صدیق (رض) به زیاتره وخت په خوله کې کاڼی اچول چې له بې ځایه خبرو څخه ځان وژغوري ؛ ځکه د بشریت لارښود فرمايې : دوزخ کې پړ مخې پراته خلک دهمدې ژبې له کبله دي . دغه راز لنډیو کې هم دې اړخ ته ته پاملرنه شوې د سفیان ثوري ( رح) خبره يې څوکره ښه خوندي کړې :

د تورې زخم ژر جوړېږي

د ژبې زخم تر قیامته پورې وینه

خپل پيغام تر نورو په اغیزناک ډول ، که په هره ګړنۍ / لیکنۍ وي رسول ، دومره اسانه چاره نه ده نه ده او نه په دومره بوختې زمانه کې خلک ، د هرچا خيټالوژۍ ته غوږ نیسي او نه د هرسړي لپاره څوک په دې لنډۍ خوله ستړې کوي :

یوه دې غونډه منډه ونه

بل دې خبرې په کڼده تللې دينه

نورو ته په اغیزناک ډول د خپلې مفکورې ، نظراو خبرې رسول که له يوه پلوه فردي وړتیا ده ، له بله اړخه پرته له لارښونو يې ترسراوی ناشونی دی .

وینا وال او لیکوال باید تر هرڅه وړاندې د خپل پيغام د بیانت پرمهال دا فکر له ځانه سره ولري ، چې زه څنګه خپله خبره ، نظر او معلومات پر خلکو واورم او یا ولولم ؟

خپلې وینا او لیکنې ته باید په داسې سترګه وګوري لکه سړی چې بازار ته یو شی د خرڅولو لپاره وړي ؛ هر څومره چې يې سودا د ښه کیفیت لرونکې وي ، هغومره يې مشریان هم ډېر وي .

بله خبره د همدغه مشتري پيژندنه ده . که ساده يې کړو ، د مخاطب پيژندنه هم باید له پامه ونه غورځوو. د بزګر سرو کار له یوم ، بېل، تبر ، لور( د ریبلو اله ) او سرې (پارو ) سره دی که هرڅومره د لوړ کیفیت مایکرافون يې په ارزانه لاسته ورځي که د ګټې نیت په کې نه وي په اسانه يې نه پيري ؛ ځکه د ورځني ژوند د يو درد لپاره يې نه دارو کیږي .

د کنډې خبرې باید له همدې ځایه تشخیص کړو ؛ خپل مخاطبان وپيژنو .

د مخاطبانو سره د مخ کیدو پرمهال هم خورا احتیاط په کار دی . هماغه راز چې له کوچنیانو سره د کوچنیو په لهجه ((په نیمکیو نیمکیو کلیمو خبرې کوو) او له لویانو سره سمې دمې خبرې کوو ؛ دا ددې مانا لري چې زمونږ په هره خبره هر ځای او هر مهال خلک نه پوهيږي .

دلته ، لهجې د مطلب په کې بې اغېزې نه دي . البته ، په ګړني يا شفاهي کې باید ځای او مجلس هم په پام کې ونیول شي .

د ادبیاتو یت بل هر مسلک د فارغانو خبرې دجرګه مارو له خبرو سره توپیر لري ؛ ملايې خپلې خبرې غواړي او مشري خپلې خبرې . د خفګان او غم خبرې د خوشالۍ دشیبو او حالت سره فرق لري .

قهریدلی خالت لږې خبرې او کلیمې غواړي خو د یو چا ژوند بیانول ، خاطرې کول او عادي ورځنۍ موضوعګانې له تشریح ورها خوا پر انځورونه و تشبیهاتو ، متلونو … هم ولاړې وي .

د کلیمو پر مانا پوهېدنه ، پرخپلو خبرو او معلوماتو پوره باور، د ټولنې او خلکو پيژندنه او خپلې خبې او معلومات له نورو سره د شریکولو نه د تحمیلولو لاره نیول ، هغه موارد دي ، چې عبدالقادر خټک يې راته داسې راښايې :

ژبه عادت کړه په ښو خبرو ـــــــــــــ خبرې ښې دې ښې تر شکرو

د خوند مثال يې شکرې وایم ــــــــــــــ قدر يې ډېر دی تر ملغلرو

له خبرو ملغلرې جوړول او په کنډو ( تلو ) يې د پوره ختلو لپاره په کارده ، په هره کلیمه شک وکړو او له مخاطبانوسره داسې چلند وکړو لکه سړی چې په بازار کې سودا خرڅوي ، خرڅوونکی د خپل جنس

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د سکې دابل مخ

Dec 27, 2017

لیکنه: ماهر احسانزی ډېرځله د یولیکوال ، شاعر او یا[...]

څنګه تخلص ولرو ؟

Dec 26, 2017

لیکنه: ماهر احسانزی پخوا چې علم لږ يا علم ته[...]

ترابي ګیله

Dec 27, 2017

لیکنه: ماهر احسانزی د پښتو ژبې په ادب کې عبدالرحمن[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022