ژباړن : عطا محمد میاخېل
د کورنۍ یا فامیل په اړه بېلا بېلو تعریفونو ته لاسرسی لرو، چې پوهانو د خپلو څېړنو په لړ کې له هغو څخه یادونه کړې ده، خو په ټولیزه توګه کولای شو، چې ووایو : کورنۍ د یوه فامیل د غړو له ټولګې ( مجموعې) څخه عبارت ده، چې په ګډ ( مشترک) ډول په یوه محوطه کې ژوند وکړي، ګټه او زیان په ټولو یو شان اغېزه وکړي.
کورنۍ له یوې کوچنۍ ټولنې څخه عبارت ده، نو له همدې امله د ټولنې هر غړی مکلف دی، چې د چارو په پرمخ بیولو او د کورنۍ د حالت په ښه کېدو کې فعاله ونډه واخلي .
د کورني نظام په ساتنه کې د لاندې موضوعاتو په پام کې نیول ډېر اړین دي :
ـــ د کورنۍ د غړو ترمنځ متقابل احترام، چې یو مهم او بنسټیز رکن تشکیلوي .
ـــ د ژوند په ښه کېدو کې د کورنۍ غړو د مسؤلیت احساس .
ـــ د کورنۍ د غړو حوصله مندي .
ـــ د کورنۍ د غړو ترمنځ باور او رښتینولي .
ـــ د کورنۍ د غړو ترمنځ د مسؤلیتونو وېش .
ـــ د کورنۍ د غړو ترمنځ مشوره او سم پوهاوی .
د کورني نظام په ساتنه کې لازمه ده، چې د کورنۍ یو غړی ( پلار یا ورور او یاهم مشره خور) ټول مسؤلیتونه په غاړه واخلي، د پرمختګ او یا نه پرمختګ څخه دې څارنه وکړي او د کورنۍ د غړو ترمنځ دې تعادل وساتي، له دې امله د کورنۍ هر غړۍ مکلف دی، چې د خپلو وړتیاو په کچه د ژوند په ښه کېدو کې هڅه وکړي او دا د دې سبب کېږي، ترڅو د کورنۍ ټول غړي په یوه سولیزه او آرامه فضا کې ژوند وکړي .
په نورو دینونو باندې د اسلام د مبارک دین یوازینی غوره والی دا دی، چې همجنس ته درناوی او انساني موقف په پام کې نیول دي، دا امر د اسلامي نړۍ د یووالي او یو موټي کېدو لامل شوی دی .
که چېرې په کورنۍ کې درناوی شتون ونه لري، نو د کورنۍ ښېرازه او سولیزه فضا له منځه ځي او په کورنۍ باندې د نه درناوي، بېعزتي او بېشرمي فضا حاکمېږي او ډېر ژر هغه ګلان، چې د ژمي په سړه او نامناسبه هوا کې یې له ځانه ساتنه کړې ده له منځه ځي او د بربادۍ لویې کندې ته ورغورځېږي . بې تفاوتي او ځان ناګاره کول بلاخره د کورنۍ د نورو غړو حوصله هم تنګوي او د ورورلي او یووالي د له منځه تللو لامل کېږي، یوازې د پیسو تر لاسه کول مطرح نه دی، بلکې هرځوان، که نجلۍ وي او یا هم هلک باید د ځان او د خپلې کورنۍ په اړه فکر وکړي او هر فرد ته لازمه ده، چې په خپل کار او دنده کې لا ډېر زحمت وباسي او د مسؤلیت احساس وکړي، ترڅو یوه ښه او روښانه راتلونکې په مخکې ولري .
دا په دې مانا ده، که چېرې یو څوک غواړي، چې فعالیت ولري، نو فعالیت به یې له تېروتنو او نېمګړتیاو څخه تش نه وي، خو دا په دې مانا نه ده، چې هغه کار نه شي کولای؛ برعکس هغه تجربې تر لاسه کوي، ځان ته یې پام کېږي او نور متوجه کوي، چې نیمګړتیاوي شتون لري، نو په دې ترتیب، تېرېدنه، برده باري او مسؤلیت منل زموږ د مشرانو او پلرنو دنده ده، خو باید د حوصله مندي او بې تفاوتي ترمنځ توپیر وشي . حوصله مندي دې ته وایي، چې افراد خپلو کارونو ته متوجه کړې او په دې برخه کې د هغوی د پیاوړتیا لامل شې، خو بې تفاوتي د دې برعکس ده، چې په کورنۍ کې د ناخوالو او جنجالونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي .
له نېکمرغه په اسلامي نړۍ کې اعتماد خپل ځانګړی ځای لري، چې هغه موږ د ایمان لرو، باور لرو او اعتماد کولو په نوم پېژنو، له هغه ځایه چې موږ ته معلومه ده، ترڅو چې یو مسلمان د زړه له کومې ایمان نه وي راوړی، پر خپل نفس یې اعتماد نه وي کړی او ټولو کارونه یې د ځان ښودنې او نورو ته د دوکه ورکولو په موخه وي، منافق پېژندل کېږي او ځای یې دوزخ دی او هغه څوک چې په بشپړه توګه ایمان راوړي، له خپله ځانه، دوکه، درواغ، او ځان ښودنه لرې کړي، نو رښتینی مسلمان بلل کېږي، نو داسې کسان به په کورني او ټولنیز نظام کې هم بریالي او سر لوړی وي، چې په یو بل باندې اعتماد کوي، همداده، چې صمیمت او ګرانښت ورځ تر بلې ډېرېږي او دغه راز د ګرانښت دېوالونه لاپسې پیاوړي کېږي او هغه کسان، چې دا اعتماد له منځه وړي او د کورنۍ د نورو غړو په وړاندې له دوکې او تېر ایستلو څخه کار اخلي، په نږدې راتلونکې کې به رسوا او د تل له پاره به خپل اعتماد او باور له لاسه ورکوي . لکه چې ویلي یې دي : هر څه چې خام شي پخېږي، خو انسان چې خام شي بیا نه پخېږي . په دې باید ښه پوه شو، چې اعتماد موخې ته د رسېدو کیلي ده، په دې شرط چې له پیاوړتیا او کنټرول سره مل وي، پرته له دې ځینې کسان هم شته، چې له دې موقع څخه بده ګټه تر لاسه کوي .
مخکې تر دې، چې د کورنۍ د غړو ترمنځ د دندو د وېش په اړه وغږېږو، نو اړینه ده، چې په دې پوه شو، چې څنګه او له کومې لارې کولای شو، چې د کورنۍ غړي خپلو مسؤلیتونو ته متوجه او هغوی دې ته اړ کړو، تر څو خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي، نو له دې وروسته موږ کولای شو، چې دندې یې مشخصې او له هغوی څخه حساب واخلو .
یوازینۍ لاره، چې په مټ یې موږ کولای شو خپلې موخې، نېکمرغۍ، خوشالۍ او هوساینې ته ورسېږو، هغه د کورنۍ هر غړي، په ځانګړې توګه ځوانانو او تنکیو ځوانانو ته د مسؤلیتونو سپارل دي . هغوی باید داسې فکر ونه کړي، چې خواړه، اوبه، جامې او دې ته ورته نور څیزونه چمتو دي، یانې پلار او یا هم مشر ورور مې کار کوي او په کافي اندازه تنخوا لري او ماته کومه اړتیا نه شته، چې کار وکړم، په دې وخت کې هغه بېکاره، بد کاره او بې ادبه کېږي، نه یوازې کورنۍ ته د خدمت جوګه نه شي کېدای، بلکې د کورنۍ له پاره لا ډېرې اندېښنې، جنجالونه او تشویشونه را منځته کوي
د کورنۍ د غړو ترمنځ مشوره او سم پوهاوی ګرانښت صمیمت لاپسې ډېروي او په غم، خپګان او خوشالیو کې ټول په ګډه برخه اخلي، په دې ترتیب د اسلام مبارک دین خپلو لارویانو ته لارښوونه کوي، چې د ستونزو او مشکلاتو پرمهال په خپل منځ کې سره مشوره وکړي او د حل لارې یې پیدا کړي . دلته انسان بېلابېل خصلتونه لري، یانې ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د کورنۍ غړي، له ده سره نوره مرسته او همکاري نه شي کولای، نو له دې امله له هغوی سره مشوره او خبرې اړینې نه ګڼي، کله وخت له خپلو صلاحیتونو څخه په ګټه اخیستنې، چې په کورنۍ کې یې لري، د نورو له مشورې پرته په خپل سر کړنې ترسره کوي، ډېری وخت د ستونزو او مشکلاتو په اړه په خپله فکر کوي او دایې نه خوښېږي، چې په ستونزو کې نور ورګډ شي، دا په دې مانا نه ده، چې ګنې دی د خپلې کورنۍ په وړاندې بله موخه او یا هم بد نیت لري، په دې وخت کې د کورنۍ نور غړي دی نه شي درک کولای او فکر کوي، چې دی غواړي خپلواک واوسي او له هغه سره د یوه پردي په څېر چلند او ځانونه ترې لرې کوي او په خپلو زړونو کې د هغه په اړه دښمنۍ او بې اعتمادۍ ته ځای ورکوي.، که چېرې د هغه کړنې اغېزمنې او بریالۍ شو، نو ټول په هغې خوښۍ کې ځانونه شریک ګڼي، خو که چېرې ناکام شو، نو هغه په خپل سرۍ باندې ملامتوي او وایي : څه دې چې کرلي هغه به رېبې، په هر صورت مشوره واقعیتونو ته له رسېدو څخه عبارت ده . مشوره کولای شي، چې جګړې، جنجالونه، ستونزې او مشکلات له منځه یوسي . په هره ستونزه کې د خپلې کورنۍ له غړو سره مشوره وکړئ .
You also might be interested in
ژباړه او را ټولونه : عطا محمد میاخېل د چرګو [...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل دې نهه پوښتنو ته ځواب[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ یوازې هغه ځواکمنه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی