ژباړه: کوچۍ
په یوه کوټه کې د توازن لپاره له اندازو نه ګټه واخلئ، هغه کوټه چې لوړ چت یا سترې او لوړې کړکۍ لري ، د تعادل لپاره په کوټه کې یو لوړ شی کیږدئ. د کور د ډولو ډال سمبالولو لومړني اصول یا ارونه په لاندې ډول دي.
۱ـ د زیاتو یا اضافه لوښو او وسایلو کنترولول.
په بیلا بیلو کچو یا اندازو د ډیرو وسایلو شتون چاپیریال ګډوډ او ناسم ښيي، په تیره بیا په کتابټون کې چې د ډولو ډال یا دیکوریشن لپاره پکې ډير زیات ډولي کتابونه کېښول کیږي، په یوه کچه څیزونه د یو بل په خواکې کیږدئ، په یوه کچه او سایز کتابونه، لوښي او کرېستالونه په یوه پوړ کې د یو بل په خوا کې ځای پر ځای کړئ، د متفرقه څیزونه د ځایولو لپاره یوه لاره داده چې دا څيزونه په لرګینو او نورو ښکلیو ټوکریو کې ځای پر ځای شي.
۲ـ د لید وړ غلطۍ او د نیمګړتیاو پوښل
د تناسبونو او کچو په مرسته افکت یا اغیز منځ ته راوړئ، د بیلګې په توګه له چت نه د اوږدو پردو په ځړولو سره د چت لوړوالی ډیر ښکاره کړئ، یا دلید وړ غلطۍ، د وړې کړکۍ نیمګړتیا، وړه کوټه او ټیټ چټ و پوښئ.
۳ـ د وړو بالښتونود کېښولو ډول
د وړو بالښتونود ځای پر ځای کولو په وخت کې د هغوی تناسب په پام کې ولرئ چې وکولای شئ بیلابیل حالتونه منځ ته راوړئ، د چاپیریال د ښکلا او زړه راښکوون لپاره،د موبل د لوړوالي په پام کې نیولو سره څو دانې واړه بالښتونه څنګ په څنګ کیږدئ، د فضا د نوي والي او منظم والي لپاره یوه جوړه واړه بالښتونه د څوکیو په یو کنج کې کیږدئ.
۴ـ د بالښتونو د کېښودو ډول
د خوب د پلاز یا تخت پر سر د بالښتونو غر جوړول نه یواځې دا چې له بالښتونو او پلاز ی تخت نه ګټه اخېستنه ناشونې کوي بلکه کوټه هم بدرنګه کوي، نو ښه دا ده چې د خوب د پلاز یا تخت لپاره یواځې یوه جوړه برابر بالښتونه و کاروئ، بیا دوه مربع شکله یا نې څلور کنجه واړه بالښتونه غټو بالښتونو ته تکیه کړئ، پام مو وي چې د بالښتونو رنګ ډير اړین او ارزښتمند دی.
۵ـ د تشې فضا ډکول
په یوه کوټه کې د توازن لپاره له اندازو نه ګټه واخلئ، هغه کوټه چې لوړ چت یا سترې او لوړې کړکۍ لري ، د تعادل لپاره په کوټه کې یو لوړ شی کیږدئ. د بیلګې په ډول یو د ډولو ډال لوړه المارۍ یا د دیوال پوښلو لپاره یوه لوړه تابلو وکاروئ
۶ـ رنګ او تناسب
رنګونه هم تناسب لري، تیزه او تیاره رنګونه درانه او روښانه او راڼه رنګونه سبک دي، په یوه کوټه کې د رنګو تعادل د هغوی له دروندواله او سپکواله نه مخنیوی کوي، په لاندې انځور کې نصواري یا قهوه یې رنګه مبل د روښانه رنګ لرونکو وړو بالښتونو او ټوکرې سره متناسب ښکاري، همدا شان تابلو ګانوته روښانه مځکه او تیاره رنګه چوکاټونه غوره شوي دي.
۷ـ لوړوالی
له لوړوالي نه ګټه اخېستنه په یوې کوچنې فضا کې د شتونه حس بدلوي، په لاندې انځور کې په یوې وړې کوټه کې لوړې او اوږدې پردې نږدې له چت نه راځوړندې دي، د پلاز یا تخت لوړ او دنګ تاج او عمودي لیکې کوټې ته د ستروالي حس ورکوي.
۸ـ د مقیاس نوښت
په یوه کوټه کې د مقیاس نوی والی او نوښت د ډير ارزښت وړ دی، خو ستر توپیرونه بری نه راوړي، پر یوه کوچني میزه یو ستره ډيوه، یا د یوه غټ کوچ پر سر یوه کوچنۍ هنري تابلو یوه شدیده نا انډولي رامنځ ته کوي، په لاندې انځور کې د ټولو څیزونو تر منځ انډول او نوښت په پام کې نیول شوی دی.
ـ د سمې کچې یا اندازې موندنه
په دې ځانونه ډاډه کړۍ چې د هرڅیز کچه ستاسو د موخې لپاره سمه او منابه ده، که تاسو د څو تنو د ناستې لپاره اوږد کوچ په پام کې نیولی دی نو د منځ میز باید هم په هماغه اوږد او لوړ وي، تر څو له هغه نه د میلمه پالنې د وسایلو لپاره ترې ګټه واخېستلای شئ.
۱۰ پراخوالی ورکړئ
که چیرې د ډولو ډال څیزونه د لوړوالي په پام کې نیولو سره داسې کېښول شي چې د غټو تر مخې واړه او بیا له هغو نه هم واړه نو کوټه به د تخت یا اوار حالت نه وباسي، نو د دې لپاره د ډولو ډال څيزونه په بیلا بیلو اندازو غوره کړئ، په لاندې انځور کې هندارې او تابلو ګانې یو په بل پسې درول شوې دي، له ستر نه وروسته د وړوکي کېښول د ډولو ډال څیزونه منسجم ښکاره کوي.