لیکنه: افتخار احمد همدرد
ټولینزې ر سنۍ ډیرې ګټې او یو شمیر زیانونه د ځانه سره لري، په خواشینۍ سره باید ووایم چې په افغانستان کې تر ډیره بریده د فسبوک او سوشل میډیا څخه ناوړه ګټه پورته کیږي، غواړم یو څو بیلګې يې له تاسو سره شریک کړم، د هر څه نه مخکی لمړنی زیان یې دا دی، چې هر یو شخص دلته ژورنالست دی، غل هم وایې چې ویی نیسئ او مل هم وایي چې ویې نیسئ، نو دلته د اصلي او فسبوکي ژورنالستانو فرق نه کیږي، همغه ده چې هر خبر په مبا لغوي او غلط شکل سره انتشار مومي.
بل دا چې هر یو شخص دلته د دې پر ځای چې خپل مسلک کې اکاډیمیک، علمي او مثبتې لیکنې وکړي، ناست دی صرف منفي خبرونه نشروي، تر څو د خپلو خلکو اذهان مخشوش کړي.
ولی مونږ افغانان د روباټ په څیر د نورو خلکو د موخو لپاره کار کوو او د یوې خبرې منفي او مثبت اړخ ته نه ګورو، زه نه وایم چې دا کار په قصدي شکل سره کوو، بلکي په ناپوهې سره يې کوو، خو که خبره په پوهې او یا هم ناپوهې سره وشي، زیان خو یې ضرورو مونږ ته ده.
بله ښه بیلګه یې طورخم پیښه کیدلای شي، څه موده وړاندې په طورخم کې د جګړې پر مهال ، ځینې افغانان په فسبوک کې داسې ویډیوګانې نشر کړئ، چې دښمن ته په ډیرې آسانې سره زمونږ د عسکرو د موقعیت او مهماتو په اړه معلومات تر لاسه کیده او په دې کار سره دښمن کولای شول په ډیرې آسانې سره زمونږ عسکر په نښه کړي، زما په اند هیڅ یو ملي ګټو ته ژمن افغان به دخپلو ملي ګټو په خلاف شیان نشر نه کړي.
راځم اصلی موضوع ته یو شمیرناخبره کابل میشتي او په ټولنیزو رسنیو کې د پخوانیو پیښو د انځورونو خپرونکي غواړي د کوټ پیښې ته تر ټولو سخت خطرناک رنګ ورکړي، چې په دې کار سره په حقیقت کې دوی د نظام پر ضد او د داعش ډلې په ګټه تبلیغات کوي، چې دا کار زمونږ د ټولنې په اقتصادي، سیاسي او ټولینزو حالاتو په کافي اندازه منفي اغیزې لري.
د کوټ په اړه باید ووایم ، چې کوټ اوس مهال د سمیزې ادارې په هلو ځلو له هر ډول ستونزو ژغورل شوی ، زیانمنو ته مرستې لیږل شوي او اوس هم افغان هوایي او ځمکني ځواک په سیمه کې د داعش پر وژلو اخته دي.
هغه کسان چې د خپلو ملي ګټو پر خلاف منفي تبلیغات کوي صرف ورته همدومره وایم چې:
لاس که په وطن کې د تعمیر کولای نشی – واوړه له تخریبه دا خبره ستا د وس ده.
د ټولو هغه کسانو څخه چې د کوټ په اړه منفي خبرونه نشروي، هیله مې داده چې د کوټ پر پیښې سوداګري مه کوئ، د کوټ غیرتي ولس پښتنولۍ ته زیان مه رسوئ، د خپل نظام او امنیتي قواو څخه ملاتړ وکړئ او د مخالفو ډلو لپاره د تبلیغاتو څخه ډډه وکړئ.
و ما علینا اللبلاغ