لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
کوچنی اختر یا عید سعید الفطر د مسلمانانو د زیاتې خوښۍ رنګین مناسبت دی چې د رمضان د میاشتې په تمامېدو او د شوال د میاشتې په داخلېدو سره د مومنانو نړۍ ته په خپلو رنګینو او مهربانه شیبو کې ځان را ښکاره کوي. په دې لیکنه کې به د کوچني اختر د ورځې د احکامو، آدابو او دودونو په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک شي.
د اختر یا عید مانا
اختر ته په عربي ژبه کې عید وایي او عید د یوه داسې موسم نوم دی چې د هر ښه مناسبت لپاره په کار وړل کېږي خو کوچنی اختر له هغه عید څخه عبارت دی چې د رمضان د میاشتې له تمامېدو او د شوال د میاشتې له رابره کېدو سره جوخت اسلامي نړۍ ته د خوښیو ځولۍ راوړي. یا په بله مانا کوچنی اختر د شوال د میاشتې لومړۍ ورځ ده. باید وویل شي چې د نړۍ د انسانانو هره ټولنه که هغه اهل کتاب وي، مجوسي وي، بودایي وي، هندويي او داسې نور وي خپل خپل ځانګړي عیدونه لري چې د هغوی د عقایدو او مناسبتونو سره سر لګوي خو د غیر اسلامي ټولنو عیدونه غالبا د دنیوي چارو او اشخاصو سره تړاو لري.
همدارنګه اهل کتاب لکه یهود او نصاری هم ځانته ځانته خپل عیدونه لري لکه د نصاراوو د پنجشنبې د ورځې اختر، دوی فکر کوي چې ګواکي عیسی علیه السلام ته په دې ورځ د خدای (ج) له لوري دسترخوان نازل شوی او یا هم د مېلادي کال په لومړي سر کې د کرسمېس اختر چې په زیاترو اروپايي، امریکایي او یو شمېر نورو داسې هیوادونو کې نمانځل کېږي چې اوسېدونکي یې د عیسوي دین پيروان دي. مجوسیان په خپلو ورځو کې اختر نمانځي لکه د مهرجان ورځ چې د ځینو ټولنو له خوا نمانځل کېږي او ځینې اسلامي پوهان د نوروز ورځ هم د دې ډول عیدونو له جملې څخه ګڼلې ده چې د هجري لمریز کال په لومړۍ ورځ نمانځل کېږي. په همدې توګه ځینې شیعه ډلې هم د غدیر په نامه ځانګړی عید لري او داسې فکر کوي چې ګواکي پیغمبر (ص) په همدې ورځ له حضرت علي کرم الله وجهه سره بیعت کړی او وروسته له هغه ورسره ۱۲ نوور امامانو هم بیعت کړی دی او شیعه ګان د یوم الغدیر په نامه کتاب او ګڼ نور مصنفات لري.
خو اهل سنت والجماعت مسلمانان په کال کې دوه دیني عیدونه لري لکه عید سعیدالفطر (کوچنی اختر) او عید سعیدالاضحی (لوی اختر). حضرت انس (رض) فرمایلي دي: چې کله پیغمبر (ص) مدینې منورې ته تشریف یوړو نو ویې لیدل چې خلک په کال کې دوې ورځې اختر کوي نو پیغمبر (ص) ورته و فرمایل: ژباړه: ( تاسو دوه عیدونه لری چې په هغه کې لوبې کوی نو خدای (ج) ستاسو دغه دوه عیدونه په ډېرو بهترینو اخترونو بدل کړل چې کوچنی اختر او لوی اختر دی) رواه اوبو داود و نسایي.
د اختر د ورځې احکام
کوچنی اختر یو لړ ځانګړي احکام لري چې په دې ځای کې په لنډه توګه اشاره ورته کېږي:
لومړی: په دې ورځ روژه نیول د هغه حدیث شریف پر بنسټ حرامه ګرزولې شوې ده چې ابي سعید د پیغمبر (ص) څخه روایت کړی او ویلي یې دي چې د عیدالفطر او عیدالاضحی په ورځو روژه نیول حرام دي) رواه البخاري
دویم: ښه او مستحب کار دی چې د اختر د لمانځه د اداکولو لپاره د مسلمانانو ټولو نارینه او ښځینه افراد د خپلې سیمې یوه معین ځای ته ووزي لکه چې ام عطیه (رض) د پیغمبر (ص) څخه روایت کړی دی او وایي: ( موږ ته د خدای پیغمبر امر کړی دی چې د عید الفطر او عیدالاضحی په ورځو کې ووزو او په دې ډله کې پېغلې، حیض درلودونکې مېرمنې او د کور سترمنې میرمنې هم شاملې دي خو حیض لرونکې میرمنې به د لمانځه څخه جدا کښیناستلې او یوازې د مسلمانانو د خیر ښېګڼې په دعاوو کې به یې ګډون کاوه). نو په داسې حال کې چې حتې پېغلو، د کور سترمنو مېرمنو او حیض لرونکو ښځو ته هم د اختر د لمانځه لپاره د وتلو اجازه شوې ده نو ضروري خبره ده چې نارینه خو له یوې مخې ټول د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره ور ووزي او د امام ابي حنیفه (رح) او ځینو نورو مذاهبو په وړاندې د اختر د لمانځه ادا کول په مسلمانانو باندې واجب ګرزولي شوي دي او د وجوب لپاره یې د غه آیتونه دلیل ګڼي لکه چې لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه (نجات پیدا کړ هغه چا چې پاک شو، د خپل پروردګار نوم یې یاد کړ او لمونځ یې وکړ) سوره اعلی ۱۴ او ۱۵ آیتونه . ځینې پوهان په دې آند دي چې له دې آیتونو څخه مقصد د اختر د لمونځ ادا کول دي.
دریم: د اختر په لمانځه کې خطبه له لمانځه څخه وروسته لوستل کېږي لکه چې د ابن عمر، ابي سعید او ابن عباس رضی الله عنهم د حدیثونو څخه دغه خبره په ډاګه کېږي چې پیغمبر (ص) به د اختر د لمانځه څخه وروسته خطبه لوستله.
څلورم: امام به په لومړي رکعت کې څلور ځلې تکبیرات وايي او په دوهم رکعت کې به هم څلور ځلې تکبیرات وايي. د اختر د لمانځه ترتیب په دې ډول دی چې مقتدي به په امام پسې د دوه رکعته واجب لمونځ نیت تړي سبحانک اللهم په تر لااله غیرک پورې وايي بیا له امام سره یو ځای څلور تکبیره ادا کوي او د هر تکبیر سره سم به خپل لاسونه غوږونو ته رسوي، فاتحه او سوره به لوستل کېږي له رکوع او سجدو وروسته به دویم رکعت پيل کېږي په دویم رکعت کې به امام فاتحه او سوره لولي د سورې له لوستلو وروسته به بیا امام او مقتدیان دواړه څلور تکبیره وایي او په هر تکبیر کې په خپل لاسونه غوږونو ته وړي د پنځم تکبیر سره سم به رکوع ته ځي او دوهم رکعت به هم ادا کېږي.
پنځم: د اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال لدې دوه رکعته واجب لمونځ پرته د لمانځه د مخه او وروسته نفل لمونځ نشته بلکي هغه څوک چې د اختر د لمانځه د ادا کولو په نیت له کوره وزي نو په عیدګاه کې به یوازې د اختر دوه رکعته لمونځ ادا کوي. روایت چې: (کله پیغمبر (ص) د اختر د لمانځه لپاره ووت نو نه یې د هغه لمانځه څخه د مخه او نه وروسته نفل لمونځ ادا کړ) رواه البخاري
د اختر د ورځې آداب
د اختر ورځ یو شمیر ځانګړي اداب لري چې د دې آدابو ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱. د اختر په ورځ غسل کول سنت دی او دغه کار پیغمبر (ص) هم کړی دي. ابن عمر (رض) فرمایلي دي: ( مخکې لدې چې پیغمبر (ص) به د اختر د لمانځه لپاره ووت نو غسل به یې کاوه) سعید بن جبیر (رض) ویلي دي: ( د اختر سنتونه درې دي: لمانځه ته تلل، غسل کول او د لمانځه د مخه څه خوراک کول). الموطا
۲.مخکې له دې چې مسلمانان د عید سعیدالفطر یا کوچني اختر لمانځه ته ور ووزي نو باید یو څه وخوري او افطار وکړي. د انس (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) به تر هغه لمانځه ته نه ووت څو به یې یو څو خرماوې نه وې خوړلې) رواه البخاري. مانا دا چې د لمانځه د مخه به یې افطار کاوه خو په لوی اختر یا عید الاضحی کې بیا غوره خبره د ا ده چې مسلمان تر هغه افطار و ځنډوي چې قرباني وکړي او له هغه څخه کوم خوراک پوخ او بیا پرې افطار وکړي یانې دا چې د لوی اختر په ورځ دې له لمانځه څخه وروسته افطار کوي.
۳. د لمانځه د ادا کولو ځای ته تر رسېدلو د مخه د تکبیراتو ویل لکه: الله اکبر، الله اکبر، لااله الاالله و الله اکبر، الله اکبر، و لله الحمد څومره چې ډیر وویل شي نو ثواب یې زیاتېږي او دا کار پیغمبر (ص) هم کړی دی.
۴. مسلمانان به یو بل ته د اختر مبارکي وایي په پښتو ژبه کې د اختر د مبارکۍ الفاظ دا دي چې (اختر دې مبارک شه، لمونځ او تراوېح مو خدای (ج) قبول کړه، داخل د حاجیانو او غازیانو شې). همدارنګه هره ژبه خپل خپل الفاظ لري او دغه الفاظ او عېد مبارکۍ د اختر په درې ګونو ورځو کې د ټولو هغو کسانو تر منځ تبادله کېږي چې له یو بل سره پېژني او له یو بل سره یې د مخامخ کېدو، د لاس او یا غاړې ورکولو پر مهال تکراروي.
۵. د نوو، ښایسته او پاکو جامو اغوستل په دې ورځ مستحب کار دی. بخاري شریف روایت کوي چې ابن عمر (رض) یوه نوې چپنه اخیستې وه چې ډېره ښکلې وه او وایې غوستله نو د پیغمبر (ص) حضور ته یې تشریف راوړو نو هغه مبارک ورته و فرمایل: (دغه ښایسته چپنه د عید د ورځې او له استازو سره د ملاقات لپاره وساته) رواه البخاري. همدارنګه جابر (رض) فرمایلي دي: (چې پیغمبر (ص) یوه چپنه درلوده چې د اخترونو او جمعې په ورځو کې به یې آغوستله) رواه ابن خزیمه. نو له دې احادیثو څخه ښکاري چې د نوو او ښایسته جامو پوښل که چېرې یې څوک ولري ښه کار دی. د مېرمنو لپاره بیا غوره خبره دا ده چې کله د لمانځه لپاره وزي نو د داسې جامو له اغوستلو څخه دې ډه ډه وکړي چې د لیدونکو پام په زیاته پيمانه خپلې خوا ته جلبوي یا داسې عطر استعمال کړي چې بوی یې تر ډیرې ساحې پورې سرایت او خدای مه کړه د ثواب په ځای پرې ګنهګاره شي ځکه ښځې هم په دې ورځ د خدای (ج) د عبادت او اطاعت لپاره وزي نو ضروري ده څو هغه مسایل په پام کې و نیسي چې عبادت یې خراب نه شي.
۶. ښه خبره ده چې که نارینه له لمانځه څخه د مخه داسې خوشبويی استعمال کړي چې ډیر توند بوی و نه لري او د نورو لمونځ کوونکو د تکلیف باعث نه شي.
د پاملرنې وړ ټکي
ځینې ټکي د پاملرنې وړ دي چې زموږ د ټولنې وګړي ورته متوجه وي هغه دا چې:
۱. د اختر ورځ د خوښۍ ورځ ده نو که چېرې هغه مسلمانان چې له یو بل څخه یې زړونه بد شوي وي باید سره پخلا شي او له یو بل سره د اختر مبارکي وکړي او یو د بل کورونو ته ورشي.
۲. لکه څنګه چې د رمضان میاشت د رحمت، سولې او خوښۍ میاشت ده نو په همدې توګه اختر هم د سولې، خوښۍ او ورورګلوۍ مناسبت دی نو څومره به ښه وي چې ټولې جګړه مارې ډلې له یو بل سره د دایمي سولې اعلان او اوربند وکړي د یو بل له وژلو او هېواد ورانولو څخه لاس واخلي.
۳. د اختر په ورځ که له زیات خوراک څخه ډه ډه وشي نو ښه به وي ځکه چې د روژتي مسلمان معده ناببره د یوې میاشتې له تېرېدو څخه وروسته له یو بېل نظم سره مخ کېږي نو په دې لاره کې یوازینی احتیاط محدوده اندازه خوراک دی.
۴. د اختر په ورځ له داسې اعمالو څخه ډه ډه کول پکار ده چې سړی د ګناه سرحد ته ور نږدې کوي خو مناسبې لوبې، تفریح او ساعت تېري ښه کار دی چې مسلمان خپلې د اختر ورځې پر خوښۍ سره تېرې کړي.
۵.د هیواد نږدې تاریخ او روانو حالاتو ته په پام سره ضروري ده چې خبري رسنۍ او بیا په ځانګړې توګه تلویزیوني خپرونې داسې خپرونې وکړي چې د ترحم، شفقت او مهربانیو له درسونو څخه ډکې وي. ځکه زموږ ملت، خلک او هېواد سولې، مینې، شفقت، ترحم او د درناوۍ څخه ډکو صحنو لیدلو ته اړتیا لري. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…