لیکنه: محیب رحمتي
کوږک تونل د چمن سره کوږک غر نه لاندي ایستل سوی دی چي د خواجه عمران غرورنه لړۍ ده، د پاکستان لومړی او د نړۍ څلرم لوی تونل ګنل کېږي .
په بلوچستان کي دتاریخي تونل جوړېدلو کار د 1888 م کال د اپریل په 14 پیل سو، د کوږک تونل د کوټي نه 113 کلومیټره لري په شانزله او شیلاباغ کي پروت دی، شیلاباغ د یوه اورګاډي تم ځای نوم دی، شیلا د هغې نجلې نوم دی چي د تونل مزدورانو ستړیا لري کولو لپاره به نڅېده او د هندوستان نه راوستل سوې وه، غالبا د دې کار مقصد د مزدورانو نه د هغوی په تڼاکو لاسونو ګټلو روپو بیرته لوټل و، کني چا سره د مزدورانو دومره فکر نه وي، د عبدالقادر مجرم یو بیت راپه زړه سو چي وايي :
خوار د لوږي نه مري خو بیا هم مجرمه !
ټول سړي خواره سول، د چا نوکر سي سړی
انګریزانو غوښتل چي د کوټي نه تر کندهار او بیا د افغانستان تر نورو سیمو پوري د اورګاډي لاین وغځوي، تر څو د روس تر ځواکونو وړاندي افغانستان کي پښې ټينګي کړي خو داسي ونه سول.
برطانویانو غوښتل چي د افغانستان تازه مېوې د اورګاډي په مرسته هندوستان پوري ورسوي او تجارت ته پرمختګ ورکړي .
د تونل کار د کوږک غره د یوې او بلي خوا نه پیل سو، داسي اټکل سوی و چي کار به له دواړو خوا پیل سي او د غره په منځ کي به تونل د دواړوړ خواوو سره ونښلول سي، دتونل جوړولو لپاره د غزني، کندهار، کابل، هرات، سیستان،، کافرستان، سوات، بنو، جلال اباد، ملتان، سکر، خیرپور، حیدراباد، ډېره غازي خان، کشمیر، تربت، قلات ، هزاره ګانو په ګډون د سکانو په زرګونو مزدوران راغلي و، د بنګال نه 65 مستریان راوستل سول، تونل کي د رڼا لپاره 6449 د تیلو څراغونه نه ګټه اخیستل کېده او 80 ټنه اوبه د ټانکرانو په مرسته راوړل سوې، د تونل په جوړولو کي 9724426 خښتي استعمال سوې، دا تونل تقریبا څه کم پنځه کلومیټره اوږد دی چی د پاکستان تر ټولو اوږد تونل دی، خو په پاکستان کي په ځینو نورو تونلو باندي کار روان دی، کېدای سي چي د اوږدوالی لومړۍ درجه له لاسه ورکړي او دوهم ځای ونیسي .
د تونل جوړولو انجینر اټل کړی و چی 3 کاله، 4 میاستي، 21 ورځي وروسته یعني د 1891 کال د دسمبر په 5 به د تونل کار بشپړ کړي، دتونل بشپړېدو لږ کار پاته و خو، انجینر چي کار يې د اټکل سره سم پوره نه سو د مایوسي په حالت کي د یوه غرنه ځان غورځار کړ، دتونل انجینر په داسي وخت کي ځان وژنه وکړه چي د تونل کار بشپړېدو ته نژدې و، د دواړو لورو نه کار مکمل سوی و او یوازي څو نټان پاتي و چي د اورسپیني په لاینونوباندي ټک وهل سي، خو په همدې ورځ باندي دتونل کار بشړ هم سو .
د اورګاډی همدا لاین په نړۍ کي د بدلېدونکو حالاتو له امله یو کلومیټر هم د چمن نه مخکي نه ولاړ.
لوی لوی حکومتونه ړنګ سول او د برطانيې امپراتوي د میوزیمونو ښکلا وګرځېده، داسي ښکاري لکه چي له وخته مو نصیب خراب دی، چي د خیرات ورځ سي د یتیم په نس درد سي.
د تونل د کار پیل کېدو یو نیم کال تېر سوی و، دا ده 1890 م کال سوړ ژمی و، یخ مخ په ډېرېدو و، په غرونو باندي واوري نښتې وې، ایران، افغانستان، بلوچستان او سند دګوټ ګوټ نه راغلي مزدورانو کي د لو تبي وباه خپره سوه، د یوې انې یا دوو انو مزدورانو خپل تاوده کورونه پرې ايښي او دلته یخ کي ایسار و، سړو د یوه- یوه مزدور ژوند اخیست، وژونکي موسم بالاخره د 800 نه زیاتو مزدورانو ژوند واخیست .
د افغانستان خپلواکي اخستونکی غازي امیر امان الله خان په 1927 میلادي کال کي له خپلي میرمني سره د 7 میاستو په رسمي سفر باندي اروپا ته روان سو، د برطانيې حکومت په چمن کي د غازي امان الله خان هر کلی وکړ، د همدې تونل نه په اورګاډي کي د کوټي نه هندوستان، مصر او د اروپا دوره يې وکړه، غازي امان الله خان د تونل نه ډېر اغیزمن سو هغه هم غوښتل چي په هیواد کي د اورګاډي سیسټم جوړ کړي .
د پاکستان دولتي بینک (سټیټ بینک) د تونل ارزښت ته په کتو سره د 5 روپو په نوټ باندي د کوږک تونل عکس چاپ کړ، د 5 روپو نوټ د حکومت له لوري په 2005 میلادي کال کي بند سو .
شیلاباغ د سمندر سطح نه 5494 فټه لوړ دی، د دې نه وړاندي کلاعبدالله 5189 فټه، ګلستان 4883 فټه، بوستان یا کچلاغ 5154 فټه او کوټه تر ټولو ډېر لوړه یعني 5599 فټه باندي پرته ده، له کوټی تر بوستان پوري د 33 کلومیټره، ګلستان 82 کلومیټره، کلاعبدالله 96 کلومیټره، شیلاباغ 112 کلومیټره چمن 142 کلومیټره باندي واقع دی او د سمندر سطح نه 5394 فټه باندي پروت دی .
د 2005 م کال د نومبر په میاست کي د بلوچستان حکوت یو پلان جوړ کړ چي افغانستان سره د تجارت پراخولو لپاره باید د کوږک تونل په دواړو خواوو کي سړک جوړ کړل سي تر څوک په تګ راتګ او د تجارت په پرمختیا کی اساني پیدا سی، خو په دې پروژې باندي په زرګونو میلیونه روپۍ مصرف راتلی چي دا پروژه کامیابه نه سوه او د چمن نه وړاندي اورګاډي لاین غځولو غوندي پاته سوه .
اصل کي تونل د کوږک غره په نوم باندي شهرت لري، او تونل د کوږک غره نه لاندي تیر سوی دی، ممکن انګریزانو کوږک تلفظ په کوجک یا په خوجک (khojak) باندي کوی، کوږک يې ځکه بولي چي په دې غره کي لار 40 کلومیټره کږه وږه تللې ده چي، هغوی چي د چمن نه کوټي یا د کوټي نه چمن ته تللي دي ضرور به يې کوږک غر او د کوږک تونل لیدلی وي