ژباړه: احمد جاوېد صديقي
مخکې له دې چې ددې موضوع په اړه وړاندې ولاړ شو، اړينه ده چې د ډيالکټيک کلمه يو څه روښانه کړو.دا يوناني کلمه د مباحثې او مناظرې په مانا کارول شوې، ډيالکټيک د فلسفې او د انسان د برخليک په اړه يوه برخه ده چې مخينه يې د سقراط له نظرياتو سره رېښه لري.
يا په بل عبارت، هر وخت چې دوه فلسفي نظرونه يو له بل سره په تضاد او يا جلا کېدو حالت کې وي، هغه عاقلانه عمل چې دا دواړه سره په يوه نوې نظريه کې يو ځاى کړي، ډيالکټيک ورته وايي چې د هکل له نظره دا د عقل اجباري او ذاتي چاره ده.
ډيالکټيک د بحث او مناظرې هغه ځانګړي روش ته ويل کېږي چې د لومړي ځل لپاره سقراط د خپل مقابل لوري ته په خبرو کې استعمال کړ او له دې روش نه يې موخه د تېروتنو لرې کول او حقيقت ته رسېدل وو.
د بنیامین والتر له نظره، هغه کسان چې کیسه وايي تر ټولو مهمه ځانګړنه یې داده چې عملي خواوو ته ډيره لیوالتیا لري.نودغه کیسه ویونکي چې پخوانیو زمانو پورې اړوند دي، لوستونکي یا په بل عبارت خپل اوریدونکي ته سلا او پند ورکوي او د هغه په ژوند کې ګتور ټکي رامنځته کوي.
دغه کار داسې وړتیاوو پورې تړاو لري چې اوسمهال له منځه تللي:د تجربو د لیږد وړتیا.هغه څه چې د کیسه ویلو د هنر له زوال سره له لاسه ځي، د حماسي حقیقت لامل، یعنې حکمت دی،(هغه څه چې په رښتیني ژوند کې پیدا شوي دي)او بیانیږي.
د فرید قدمي نومي ليکوال لنډ رومان(زما په ژوند کې ښځې) چې په ۱۳۹۲ لمريز کال کې خپور شوى، لنډيز يې په دې ډول دى.
باید شتمن اړ کړو چې د ځواکونو فشار او د ننيو تضادونو تر فشار لاندې له پښو ولوېږي ځکه د سپينې ماڼۍ ویرانونکي ځواک(د پانګه والۍ ښه بیلګه)په هغه کې نغښتې ده او کولی شو د پانګه والۍ دغه ځواک په بیلتون غوښتونکي ځواک د سرمایه داري پرضد بدل کړو.
په دې مناسبت چې (زما په ژوند کې ښځې) راوي هم هڅه کوي چي له عملي لېوالتیاوو سره د روایت په کار کې د پخوانیو زمانو د کیسه ویونکو له ډلې وي.
دلته له عملي لیوالتیاوو موخه د ښوونیز رومانونو لیکل یا د ښوونیزو ادبیاتو تولید نه دی؛ بلکې د رومان ستنیدل د هغه غوښتنو ده، یعني د کیسه ویلو او کیسه اوریدو اداب دي.
د بنیامین په اند، د رومان پیدایښت چې ټول لیکلي او کتابت پورې اړوندې ځانګړنې لري، د کیسه ویلو لومړنی زوال دی؛خو(زما په ژوند کې ښځې) لومړنيو ګامونو کې هڅه کوي چې د رومان او د پریانو کیسو ترمنځ پولې له منځه يوسي.
راوي خپله تجربه د پخوانیو کیسه ویونکو په ډول چې خيالي او شاعرانه ډول ته ورته ده خپلو مخاطبانو ته وړاندې کوي او خپل شخصي سرګذشت د یوې نړیوالې مسلې په ډول په ټولیزه توګه پیوندوي.
راوي چې یو منزوي شوی رومان لیکونکی دی، د بنیامین په تعبیر(خپلې خبرې د خپل ژوند له مهمو پیښو بیانوي) او له انزوا نه چې د رومان لیکونکو ځانګړنه ده له نورو سره د تجربو په لیږد کې ګام اخلي.
د هغه سلا کاران او هغه څوک چې دی ورته سلا ورکوي هغه کسان دي چې تر ډيره یې پانګه والۍ او سپینې ماڼۍ زهر څښلي دي.
د اړيکو نوې بڼه چې په معاصره نړۍ کې یې مطبوعات، خبر او خبر لیکنه بولی او بنیامین یې هم د اطلاعاتو په کلمو یادوي، رومان څنډې ته کوي،چې هم مهاله رومان او کیسه ویلو ته په بیګانه سترګه ګوري.
اطلاعات باید د پوهې ، منلو او باور وړ وي او دا د کیسه ویلو د ځانګړنو سره له روح سره په ټکر کې ده ، ځکه کله چې کیسه لیکوال د کیسې غوټه خلاصوي دا خپله هنر دی او د کیسه ویلو له هنر سره همغږي لري.نو د کیسې یا رومان تفسیر له لوستونکي سره دی او دا د لوستونکي پوهې پورې اړه لري چې کیسه یا رومان په څه ډول تفسیروي.
په دې ځانګړنه کې کیسه ویونکي ګډ دي، سړی داسې فکر کوي چې له کوم لرې سفرڅخه راځي یو خبر یا حکمت وړاندې کوي چې د اطلاعاتو په دې عصر کې کوم ځای نه لري، اوسمهال چې نړۍ د سرمایه دارۍ او سپينې ماڼۍ تر ولکې لاندې ده د داسې څه ویلو لپاره خلک ډېر اهمیت نه ورکوي.
هغه پاریس ته خپل سفر په داسې ډوی بیانوي چې نوی والی یې له اوسنیو خبرونو سره همغږي نه لري.له دې پلوه نور دې (زما په ژوند کې ښځې) رومان ځانګړنه داسې ایجاز دی چې له کیسې سره ګډه برخه لري اود بنیامین په وینا«د روان پوهنې له تحلیلونو لرې دي».
دغه دوه خبرې، یعني ایجاز او احتراز له « روان پوهنې سیوري»، هماغه څه دي چې کیسه د لوستونکي په ذهن کې په ښه ډول ځایوي، هغه شرحه چې راوي یې د ښځو د وضعیت، ځای او ژوند په اړه کوي دغه دوه ځانګړنې دي
.د راوي د تجربې د تبادلې وړتیا هم په همدې ځای کې ده هغه ځای چې کیسه د لوستونکي په ذهن کې ځای پر ځای کوي.
(زما په ژوند کې ښځې) رومان د طنز او افسانې ترمنځ روایت دی او فانتیزي رومان ته ځان وربښي.راوي څو وارې د مړو نړۍ ته ځي او د رومان په وروستۍ صحنه کې د هر مړي په نوم یوه ونه ولاړیږي.
اوس که دا راوي ځواک لري لامل به یې مرګ وي، داسې چې د انځورونې په ټولګه کې خپلو وروستیو شپبو ته تم کیږي چې حرکت کوي او هغه ځان ته ورغواړي.
هره خاطره چې د نورو خاطرو له ډلې راوځي، کیسه ده،همدا کیسې دي چې نورو خاطرو ته رسیږي له دې ټولو سره سره د فانتیزراوي بې کوره دی؛ هغه تل له یوه کوره بل کورته او له یوې کورنۍ بلې ته ځي، چې رومان یې هم همدا ځانګړنې لري.
هغه د داسې نړۍ په لټه کې دي چې که وغواړې ډيره لویه او که وغواړې ډيره وړه او تنګه ده، ځینې هیلې یې هغه ته پیدا کړي دي، په دې توګه د رومان جوړښت، د واقعي او مطلقې تجربې ترمنځه له منځه تللی او یو ډول طنز یې رامنځته کړی دی؛ نو راوي د کیسه ویلو په هڅه کې دی، رومان زیږوي چې ټول دروني غبرګون یې یواځې د وخت له ځواک سره جګړه ده چې د لوکاچ په تعبیر له دغې جګړې د وخت په نسبت حماسي تجربې رامنځته کیږي.
هغه حالت چې راوي له یو ډول غوښتل شوې نیستۍ سره مخ دي له هغې عملي پایلې سره چې د کیسه ویونکو اخلاق غواړي په شخړه کې دی؛ ځکه د هغه تجربه داسې نړۍ پورې تړلې ده چې خپله ویجاړونکې ده.
د تجربو په لیږد کې د هغه وړتیا هماغه مهال عملي روایت دی چې له لرغونې نړۍ سره اړیکې لري.په دې توګه (زما په ژوند کې ښځې) راوي له نړۍ سره بیګانه شوی او نړۍ هم له هغه سره بیګانه شوې؛ نو د هغه د کار پایله به له مرګ او د مرګ په لور له حرکت بل څه نه وي. له دې سره سره چې هغه د پریانو کیسې په دې ډول کړي چې سړی فکر کوي وروسته له هغې یې په خوشحالۍ او خوښۍ ژوند کړي دي.
د راوي هیلې/د سپنې ماڼۍ په ړنګیدو له مړو سره د هغه د بیلتون خاطرې هیریږي دهغه د شخصي او ټولیزې تجربې ترمنځ اړیکې جوړوي.هماغه ډول چې بنیامین ورته اشاره کوي، لومړنی کیسه ویونکی دی چې د پریانو حکایت یې کړی دی.
د پریان کیسې د بشر هغه لومړنۍ کیسې دي چې تر موږه را رسیدلي دي او موږ یې د هغو د ژوند له ډول نه خبر کړي یو. په دې توګه راوي د یو داسې ساده سړي په توګه چې له ځانه اتلولي ښيي او روایت کوي،چې تر ټولو ښې پایلې ته ورسیږي.
د بنیامن په اند هماغه، په ځواکمن ډول مخامخ کېدل دي چې روایت ته ځان وربښي.که چیرې رواي خپل روایت په همدې ډول بیان کړي پيښې په ډيرې شاعرانه توګه انځوریږي.
سپینه ماڼۍ له طبیعته لرې او ځای یې شنو ونو نیولی. ما او دلف داسې معبود درلود چې د ځنګلو پر سر ګرځیدو، ونې؛ خو ونې نه وې، یواځې څیره یې درلوده، تنې وې، داسې ونې وي چې بېلابلې ونې يې درلودې.
ونې ټولې له خوښۍ ډکې او له خپلو څانګو سره یې لوبې کولي،(زما په ژوند کې ښځې) رواوي داسې کیسه ویونکی دی چې د بیان ځواک لري او کولی شي خپل ټول ژوند د یو روایت په ډول وړاندې کړي.
که څه هم دا ځانګړنه د لیکلي رومان ده، نه د اورېدونکي کيسه، ځکه چې بنیامین وايي:(( اجازه ورکړئ چې د ژوند ټولې شیبې مو په کیسه ییز انځور کې وړاندې شي)).
پاى