لیکنه: مسعود پښتون
په پښتو ژبه کې استعمالیدونکی د کچکول ویی (لغات)، چې اصلي شکل یې ( کچوه خول ) دی، د ګرامري اصولو پر بنا او د ژبې د هغو قواعدو په اساس، چې بعضې وخت د وییونو د هنریت او د ښکلا او ښې اداینې لپاره ډیری وخت ځینې اضافي توري د یو ویي (لغات) سره یو ځای کیږي، چې په ګرامري لحاظ ورته ډیرن (Addition) ویل کیږي او ډیر کله داسې هم کیږي چې د ځینو وییونو( لغاتونو) نه بعضې توري لویږي، چې په ګرامري لحاظ ورته لویدن یا حذب او ادغام (Omission) وایي.
د دې پر ځای چې په دغه ګرامري جوړښتونو بحث وکړم، راځم د کچکول ویی (لغات) ته، چې له دې ویی (لغات ) څخه هم ځینې توري لویدلي دي او یوه توري خپل اصلي شکل اړولي او ځای یې بل توري ته پریښی دی (بدلون یې موندلي) دی، چې هغه د (خ ) توری دی، چې په ( ک) باندې اوښتی او ( و ) او ( ه ) هغه دوه توری دي، چې لویدلي ( حذف ) شوي دي. د دې تورو په لویدنې سره د کچوه خول د ویی نه د کچکول ویی ( لغات) منځ ته راغلی دی، چې د کچوه نه مراد د اوبو هغه حیوان دی، چې ډیری خلک یې شمشتۍ بولي او د خول مانا برغولی ( کاسه ) دی ددې حیوان ( شمشتۍ) پر شا ترې هغه کاسه مراد دی، چې ډیره سخته، ګرد او اوږ شکل لري.
د کچکول جوړښت او پیدایښت د اوبو د هغه حیوان د ژوند پورې تړلې خبره ده ، چې خلک یې شمشتۍ بولي د ځینو څیړونکو په وینا، چې عمر یې تر پنځو کالونو رسیږي، ولې بل خوا ځینې پوهان په دې اند دي، چې دا حیوان یو کال عمر لري او یو کال وروسته مري، نو ددې پر ملا (پر شا) دا کلکه کاسه په اصل کې کچکول ګڼل کیږي، چې ځینې یې ګرد شکل لري او ډیری نور یې اوږد ګول شکل لري.
ددې کچکول (کچوه خول) تصوفي ارزښت په دې کې دی، چې ډیری مرشیدان (پیران ) د خپل باور او عقیدې له مخې دا کچکول (کچوه خول) هغه مرید ته ورکوي، چې دې مجازي نړۍ ته د تل لپاره ترک ووایي، په دې مانا، چې هدف اومقصد یې یوازې او یوازې د الله ج ذکر اوخپل ځان په ټوله مانا الله ج ته تسلیمول وي.
مرشد (پیر) دا کار د یو باور په اساس تر سره کوي او کچکول (کچوه خول ) هغه مرید ته په لاس ورکوي، چې په ټوله مانا د عاجزۍ او صوفیت نښې پکې ولیدلی شي، بلکې دا کار د یو غټ مقصد لپاره تر سره کیږي، چې هغه د خپل مرید په داسې ډول عاجزول ( غریبول) دي، چې تل ځان د الله ج په لاره کې ملنګ او خیرات غوښتونکی وګڼي او دده هغه انساني غرور، چې دی ملا ټیټیدنې ته نه پریږدي مات شي، نه دا، چې پکې خیرات ټول او یا وغوښتل شي او کوم کسان، چې کچکول (کچوه خول ) د خیرات او د ځان شتمنۍ لپاره کاروي په اصل کې دوي له کچکول (کچوه خول) سره یو ډول خیانت کوي.
ډیری پوهان او پیران په دې اند دي، چې د کچکول (کچوه خول) اصلي وارثان د بونیر اوسیدونکې د میاجي بابا کورنۍ ګڼل کیږي، چې ددې کورنۍ تاریخ تقریبأ ۴۵۰ کالونو ته رسیږي، کچکول (کچوه خول) خلافت هم ددوي په کورنۍ کې شروع او هم پای ته رسیدلی دی.
ځکه کله، چې میاجي بابا له دې مجازۍ نړۍ نه سترګې پټې کړې نو بیا له هغې ورځې نه تر نن ورځې پورې د کچکول (کچوه خول) اصلي وارثین او مالکان چا ونه پیژندل او نه پیدا شول. دا مهال تر کومه، چې ماته معلومه ده د عالمانو او پوهانو له قوله درې کچکولونه( کچوه خولونه) موجود دي، چې یو یې زما له استاد بدروالحکیم حکیمزي صاحب سره، چې د میاجي بابا اصلي کچکول (کچوه خول) ګڼل کیږي، چې ما په خپله لیدلی او کتلی دی، بل یې د بري امام، چې په اسلام اباد کې دی او دریم یې د رحمان بابا کچکول دی، چې په هزار خانه کې دده له یوه مرید سره موجود دی.
د اسلام اباد د بري امام په اړه یوه کیسه هم ډیره مشهوره ده، دې امام په خپل کور کې ډیر یتیمان ساتلي وؤ، چې ده به یې پالنه او ساتنه کوله بله ورځ دده د کچکول ( کچوه خول) په لیدو سره یوه سړي له ده څخه د کچکول (کچوه خول) د اخیستنې غوښتنه وکړه، داسې ویل کیږي، چې ده ته یې د وخت لس زره روپۍ ورکولې ولې ده ورنکړ.
ددې خبرې په اوریدو سره مې ډیر کوشش وکړ، چې د نه خرڅیدو علت یې معلوم کړم خو ډیری صوفیان او پیران په دې نظر دي، چې دا کچکول ( کچوه خول ) د یو ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی، چې یوازې او یوازې صوفیان پرې ښه پوهیږي. د کچکول (کچوه خول) په اړه په پښتو شعر او شاعرۍ کې هم د ډیرو لویو لویو شاعرانو لخوا یادونه شوې، چې ددې شاعرانو تر څنګ زموږ په فولکلور کې هم یو ځانګړی ځای لري. رحمان بابا په یو بیت کې ویلي دي:
د دلبرو صدقې له خدایه غواړم
هسې نه، چې په دونیا پسې زهیر یم
دې ته ورته زموږ په پښتني فولکلوریکې برخې ( لنډۍ ) کې یې هم ځای پر ځای یادونه شوې ډیر کله دا کچکول ( کچوه خول) د خیرات غوښتونکي مال هم کڼل شوی او له هغه چا سره وي، څوک، چې خیرات ټولونکی وي.
کچکول په لاس درته ولاړ یم
یا دې خیر راکړه یا رخصت راکړه، چې ځمه
د ملنګۍ کچکوله مات شې
چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه
یا په پښتو کې د ځینو هغو سندرو یادونه هم کولای شو، چې ډیره پخوانۍ دي او ډیری سندرغاړو په ډیرو ښکلو او مختلفو اندازونو سره څو څو ځله ویلې دي، چې ښه مثال یې د لاندې سندرې دی:
ملنګ دې وای فقیر دې وایي کچکول مې ګرځولی
چې ته وای راسره
د کلي په کوڅو کې مې خیرونه ټولولی
چې ته وای راسره
پیښور
10 / 12 / 015