• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د کډوالۍ اغیزې پر ادبیاتو

Home ادبد کډوالۍ اغیزې پر ادبیاتو
د کډوالۍ اغیزې پر ادبیاتو

د کډوالۍ اغیزې پر ادبیاتو

لیکنه: جمشید عمر

زه غواړم خدمت وکړم
زموږ په هیواد کې دا جمله ډېره تکراریږي، خو نه پوهیږم چې په نورو هیوادونو کې به همداسې وي او کنه. په لومړي ځل یې د شاګرد له خولې اورو. کله چې له شاګرده پوښتنه کوي، چې راتلونکي هدف مو څه دی؟ غواړم اقتصاد، انجینري، طب، حقوق، ژورنالیزم … ولولم او په راتلونکي کې افغانستان( کړیدلي ولس) ته خدمت وکړم.
چې محصل وي همدا خبره تکراروي. چې فارغ شي، نو بیا داسې خدمتونه پيل کړي، چې هر څوک ورته خوله په خیرا وي. یواځي یې خپل کور او کورنۍ ته پام وي. د بل مسلمان ورور ورسره هیڅ خیال نه وي. څومره چې یې د لاسه کیږي، خپل مسلمان ورور ته ضرر رسوي. بس میمزرما، ټوله زما.
د انجینر دي کور ودان وي، په ښه کیفیت راته سرک، پول… او مکتب جوړوي. وروسته د یوي میاشتي بیا په سرک کې خلک د ماهیانو ښکار کوي. حقوقو پوه چې د میز تر شاه کینې، غر درته غوښه او سیند درته شورا کړي. داسې مشوري ورکوي؛ چې لیدونکي فکر کوي چې دا به اوس افغانستان جوړي. دا په اصل کې خپل ځان مترح کوي، خو لیدونکي بیا ډیر زر تیروزي.
دوی چې پر دنده شي، نو بیا هماغه خر او هماغه کته. ډاکټر دي خیریوسي، څلوریشت ساعته د مریض په خدمت کې وي. ګرمه کوټه او شین چای شوپوي. مریض ته هسې یو سر ورښکاره کړي او بس. دواه یې هم ښه دوا وي. منځ کې نښود او یو سپین پوخ یې ورکړی وي. د لسو پاکټ په دوه سوه. فارمیسست هم ورته ماښام شل زره ورکړي، ولي چې دده تاریخ تیره دوا یې ورته خلاصه کړي وي…
تجاره! څه ښه تجارت دي روان دی. شرکت والا ته دې ښه مارکیټینګ شروع کړی. د هغه دوا، بیسکیټ، مشروبات… او خوراکې توکو ته هغه فرمایش ورکوي؛ چې هلته یې انسانان نه خوري او ته یې په دي غریب ولس نوش جان کړي. د هر یوه شي پوخ دي هم زموږ له فرهنګ سره سر خوري. د یوه داسې نجلۍ عکس دي ورته ورکړی وي؛ چې هر اندام یې ښکاري، بس په لیدو یې سړي ته شرم ورځي. ته دا کار د یو څو روپو لپاره کوي، خو نه پوهیږي چې فحشا خپروي.
واه ښارواله، واه. ټوله ورځ په ښار کې ګرځي او کنټرول کوي. که کوم غیر قانوني کار ووینې سم د واره ورته وخاندي، چې د غرمي ډوډۍ پيدا شوه. همدغه ډوډۍ دي زهر شه، چې ته یې خوري. ښار دي مردار دی. سرک خراب کړي او بیا یې هماغسې پریږدي.
ژورنالسته ته خو باید بې طرفه اوسي. د مرکې په اخره کې ولي پيسې اخلي؟ ددي پرځای چې حقیقت ونه وايي؟ مره کوونکی ښه معرفي کړي. ته په لوی لاس تعصب ته لمن وهي. خلک مظاهرو ته رابولي. پردۍ فرهنګ رواجوي. څه ښه خپروني لري. یوه دیني او بله سندریزه.
ملاصیب ښه حقیقت خو وایي. خلک درنه ډیر خوشحاله دي. اسلام دي ورته ډیر اسانه کړی. PRT هم ښه خرچه کوي. د یو څو بیسو په مقابل کې پر یو کس د دوزخ ټاپه ووهي. لوی شي او الله ج به درته دوزخ هم ښه ګرم کړي.

زه دا نه وایم چې ټول به داسې وي، مګر داسې ډاکټران، اقتصاد پوهان، ملایان، انجینران… او ژورنالستان لرو چې د خدای پر وړاندې د مسؤلیت احساس کوي. دوی وایې چې موږ په امتحان کې یو، که مو خپله دنده په صادقانه ډول ترسره نه کړه، نو الله ج ته به څه ځواب ورکو. زه او بچیان به یې وخور، خو پوښتنه یې له ما کیږي.
مه کوئ، په دي غریب ولس رحم وکړئ. دا نړۍ زموږ لپاره نده، موږ بله نړۍ لرو. داسې کار مه کوئ چې مسلمان ورور ته مو ضرر ورسیږي. هغه کار کوئ، چې الله ج درنه راضي شي. دا دومره جنګونه او بې اتفاقیاني چې روان دي، دا مو خپل حاصل دی. زموږ چې کومه لاره ده، هغه مو پریښي او په خامه کې روان یو.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د هیلو ښار

د هیلو ښار

Oct 1, 2015

لیکنه: جمشید عمر په نورو غربي ژبو کې ورته utopia[...]

څوارلس کاله!

څوارلس کاله!

Dec 12, 2015

لیکنه: جمشید عمر ټک ټک ټک، دروازه وازه شوه. اسلام[...]

Lomritob-association تداعي

تداعي

Aug 30, 2015

لیکنه: جمشید عمر دغه کلمه د لومړي ځل لپاره د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022