ژباړه : عطا محمد میاخېل
پوره نوم یې ګالیلیو ګالیله ( Galileo Galilei ) دی؛ چې د ۱۵۶۴ زېږدیز کال د فبروري په ۱۵ مه نېټه د جمعې په ورځ د ایټالیا د پیزا ښار اړوند د توسکاني په سیمه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. مور یې جولیا ګالیلي او پلار یې وینچنزو ګالیله (Vincenzo Galilei) نومېده، چې یو مشهور موسیقي پوه و او خپل زوی ته یې هم موسیقي ور زده کړه . ګالیله د دې کورنۍ وروستی زوی و او پنځه خویندې او وروڼه یې هم لرل .
ګالیله تر یوولس کلنۍ پورې په کور کې د خپل پلار تر نظر لاندې ژوند وکړ . پلار یې هغه ته یو خصوصي ښوونکی نیولی وو. ګالیله یو ډېر پوه، هوښیار او ځیرک ماشوم، له درس څخه وروسته به د څېړنې او پلټنې په موخه په ښار کې شاو خوا ګرځېده.
په ۱۵۷۵ زېږدیز کال د ګالیله کورنۍ د فرانسې ستر ښار فلورانس ته لاړه؛ کوم چې د پاریس په ختیځ کې پروت دی؛ هغه مهال د فلورانس ښار د زده کړې او روڼ اندۍ تر ټولو مهم مرکز ګڼل کېده، له دې وروسته پلار یې هغه د والومبروسا ښار ته نږدې یوې دینې مدرسې ته ولېږه . درې کاله وروسته، چې پلار یې د ده له وضعې څخه خوښ نه و، بېرته یې ځانته را وغوښته.
په لومړیو کې ګالیله غوښتل، چې یو کشیش ترې جوړ شي، خو په ۱۵۸۱ ز کال چې عمر یې اولس کاله و، د ده د خوښې پر خلاف او د پلار په پرله پسې غوښتنه د پیزا پوهنتون د طب په برخه کې زده کړې پیل کړې، طب یې زده نه کړ، مګر پر ځای یې د ریاضیاتو مطالعه پیل کړه او هغې ته لېوال شو او په دوامداره توګه به د پیاوړي ریاضي پوه اسټیلوریچي صنفونو ته، ور ته او د خپلې محصلۍ په دوران کې یې د ارسطو نظر یې رد او وې ویل : ارسطو یوازې خپل افکار بیان کړي او له علمي تجربو څخه یې ګټه نه ده اخیستې. له همدې امله یې ځانته ډېر دښمنان پیدا کړل .
ګالیله په کال ۱۵۸۳ زېږدیز کې په رسۍ باندې خپلې څېړنې ترسره کړې. د کلیسا په مذهبي مراسمو کې یې په یوه څلوېښت څراغ ( چهل چراغ ) باندې سترګې ولګېدې، چې سر پورې یې ځوړند او ښورېده. یاد څراغ ده پام ځانته را واړاوه. هغه د کتنې پرمهال په دې اړه له ځان سره فکر وکړ او وې ویل : که هر څومره د هر خوځښت ( حرکت ) لمنه را لنډېږي، مګر د خوځښت وخت ثابت پاتې کېږي . کېدای شي، ډېری کسانو په دې کتنه کې داسې خاص څه نه وای پیدا کړي، خو ګالیله له ځیرک، څېړونکي او هوښیار روح څخه برخمن و. نوموړي له هغې شېبې څخه خپل علمي ازمېښتونه پیل کړل، په دې ترتیب، چې د رسۍ په دواړو خواوو کې یې وزنونه وتړل او له یوه لوړ ځای څخه یې را ځوړند، یوې او بلې خواته یې حرکت ورکړ. په هغه وخت کې د اوس په څېر دقیق ساعتونه، نه و، چې عقربې یې ثانیې او دقیقې وشمېرې، نو له دې امله ګالیله د ځوړندو خوځېدونکي وزنونو د وخت د اندازه ګیرۍ له پاره د خپل نبض له وهلو څخه ګټه اخیسته. هغه دې پایلې ته ورسېده، چې د پیزا په لویه کلیسا کې یې کتنې سمې دي. که څه هم هر ځل د خوځښت لمنه را لنډېږي، خو هر خوځښت د تېرو خوځښتونو په څېر، ورته وخت په برکې نیسي او په دې ترتیب ګالیله د رسۍ قانون کشف کړ. نن ورځ د ګالیله د رسئ له قانون څخه په بېلابېلو چارو کې ګټه اخیستل کېږي، د بېلګې په توګه د ستورو حرکتونو د اندازه ګیرۍ له پاره له دې قانون څخه کار اخیستل کېږي. د رسۍ په اړه د هغه ازمېښتونه د نوي دینامیک فزیک پیل و، هغه غبرګون، چې د حرکت قوانین او هغه ځواکونه، چې د حرکت سبب ګرځي په بر کې نیسي .
ګالیله په ۱۵۸۵ ز کال، چې عمر یې ۲۱ کاله و، پرته له دې چې د پوهنتون سند تر لاسه کړي؛ پوهنتون یې پرېښوده . په ۱۵۸۶ ز کال یې د ( تعادل ) په نامه یو کتاب ولیکه، چې د نړیوالو پوهانو د پام وړ وګرځېده او نوموړی یې د یوه ریاضي پوه په توګه وپېژنده .
په کال ۱۵۸۹ ز کې، چې ۲۵ کلن و، د خپلو با نفوذه دوستانو په مرسته یې د پیزا په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې. هغه مهال ریاضیاتوته چا ارزښت نه ورکاوه او د علم ترټولو ټیټه کچه کې واقع وو، حقوق او طب په علمي لحاذ په ډېره لوړه سطحه کې واقع اود ریاضیاتو په پرتله دولس برابره زیات ارزښت یې درلوده . دغه راز هغه خپل د ارسطو ضد افکار وساتل، مګر دا ځل دې افکارو ورته سر خوږی جوړ کړ. په کال ۱۵۹۱ ز کې یې خپل دویم ستر علمي کشف تر سره کړ. د ګالیله په دوران کې ډېری علوم د ستر یوناني فیلسوف ارسطو، چې له میلاد څخه مخکې په څلورمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه د فرضیو پربنسټ بنا شوي وو، په ټولو علومو کې د سرچینې په توګه د هغه اغېز تر سترګو کېده؛ هر چا چې د ارسطو له قوانینو څخه په یوه قانون شک کاوه، نو بشپړ او پوه انسان نه بلل کېده، د ارسطو له قوانینو څخه یو قانون، چې بیان شوی و، هغه په دې قانون کې ادعا کړې وه، چې درانده جسمونه د سبکو په پرتله ژر او په چټک ډول را غورځېږي. ګالیله ادعا کوله، چې دا قاعده سمه نه ده. ویل کېږي، چې ګالیله د دې تېروتنې د اثبات له پاره د پیزا پوهنتون استادان را وبلل، ترڅو له هغه سره د پیزا برج لوړ پوړ ته وخېژي . ګالیله دوه توپونه، چې د یوه وزن یې پنځه کیلو او د بل یې نیمه کیلو وو، له ځان سره واخیستل او دواړه یې د پیزا برج له لوړې برخې څخه په یوه وخت ښکته را وغورځول؛ ټولو حاضرینو په دې صحنه کې وکتل، چې دواړه توپونه په یوه وخت ځمکې ته را ورسېدل . ګالیله په مطالعې بوخت و، چې ناڅاپه داسې آوازه خپره شوه، چې په سویس کې د عدسیو له ترکیب څخه داسې یوه آله جوړه شوې، چې په مرسته یې د ډېرې لرې سیمې شیان هم لیدل کېږي . له دې موضوع څخه بشپړ معلومات په لاس کې نه شته، خو دا ډېره مشهوره خبره ده، چې زاخاري یانسن په نامه یو کس، چې په مدلبورک کې چشمې جوړونکی و، لومړنی دوربین یې د ۱۵۹۰ او ۱۶۰۶ کلونو په منځ کې جوړ کړی و، مګر د هانس یپرشي په نامه بل چشمې جوړونکي په ډېرې چالاکی د زاخاري یانسن اختراع ترې غلا کوي او په ۱۶۰۸ زېږدیز کال امتیاز یې په خپل نامه ثبتوي. ګالیله هم د ورته دوربین په جوړولو بریالی شو .
ګالیله د خپل تلسکوپ په مرسته داسې منظرې ولیدلې، چې ترهغه وخته هیچا نه وې لیدلې. ګالیله د ارسطو د نظریې په خلاف، چې ویل یې سپوږمۍ پاکه او هواره ده، داثابته کړه، چې سپوږمۍ د غرونو، لوړو ژورو او درو لرونکې ده، چې د لمر رڼا یې لاپسې ښه ښکاروي. سر بېره پردې دا یې هم وکتل، چې د مشتري سیارې شاوخوا څلور کوچنۍ سپوږمۍ په حرکت کې دي او بالاخره یې د لمر پرمخ باندې ټور ټکي په خپلو سترګو ولیدل. دې ستر پوه د دې هرڅه پایلې په ۱۶۱۰ ز کال ( د ستورو پیغام راوړنکي ) تر سر لیک لاندې کتاب کې خپاره کړل، چې نه یوازې د خلکو له هرکلي سره مخامخ نه شو، بلکې خلکو په ده باندې سختې او توندې نیوکې وکړې او له ده څخه یې پوښتنې کولې، چې ولې د ستورو شمېر ۷ نه ګڼي؛ په داسې حال کې چې د فلزاتو شمېر ۷ دی او د معبد شمعدانونه هم ۷ ښاخونه لري او دغه راز د انسان په سر کې هم ۷ سوري شتون لري. ګالیله د دې ټولو پوښتنو په ځواب کې یوازې دومره ویل چې په خپلو سترګو یې په دوربین کې وګورئ، ترڅو شک مو له منځه لاړ شي . له دې وروسته ګالیله فلورانس ته لاړه، ترڅو د ګرانددوک په پوهنتون کې د استادی دنده ترسره کړي .
ګالیله د علمي تګلارې او ارزونې په برخه کې ډېر مهم رول درلوده. د ګالیله په باور د شپاړسمې پېړۍ په پیل کې د رنسانس تر ټولو پیاوړی پوه ( د علم پېژندنې له وسایلو پرته نه شي کولای، چې علم تر لاسه کړي . همدا راز هغه په دې باور و، چې د علم پېژندنې له پاره باید د ګومان کولو پر ځای هرڅه اندازه او وارزوو، هغه څه چې نه اندازه کېږي، باید هڅه وکړو، چې د اندازه کولو وړ یې وګرځوو. هغه دغه راز زیاته کړه : ( د طبیعت قانون یوازې په مادي ژبه لیکل شوی دی ). علمي تګلاره د یوې نوې او تازه نړۍ د کشف په لوري د بشر یو ستر او بنسټیز ګام و او د علمي او فني انقلاب او اختراعاتو له پاره یې یوه نوې لاره پرانیسته
د زېږون دوران په حقیقت کې د طبیعت له زندان او د خپلې غوښتل شوې ناپوهۍ څخه د انسان د آزادۍ دوران دی. طبیعت داسې څه نه دی، چې د انسان له پاسه دې ځای پیدا کړی وي، بلکې په طبیعت کې د انسان د کار، تجربې او کړنو له امله بدلون را منځته کېږي .
په ۱۶۱۰ زېږدیز کال کې د ګالیله علمي څېړنې خپرې شوې، په دې څېړنو کې د کوپرنیک هغه نظر تایید شوي، کوم چې هغه ویلي و، چې ځمکه د لمر شاوخو ګرځي، دا خبره د دې لامل شوه، چې نوموړی د کلیسا له خوا پوښتنو ګرویګنو ته راوبلل شي، دا نظریه د هغه وخت له مقدس کتاب سره په ټکر کې وه او له بلې خوا د ارسطو له نظریاتو سره، چې کلیسا یې حامي وه، همغږي نه لرله، نو له دې امله نوموړی اړ شو چې لاندې توبه لیک، لاسلیک کړي :
د خپل ژوند په اویا کلنۍ کې ستاسو په وړاندې ګونډو شوم او په داسې حال کې چې مقدس کتاب زما په وړاندې ایښی دی او په هغه کتاب باندې لاس ږدم او توبه کوم او د ځمکې د حرکت له حقیقته لرې او تشې ادعا څخه انکار کوم او دا ادعا ناسمه ګڼم .
زه ګالیله د وینچرو ګالیله زوی د فلورانس اوسېدونکی، په اویا کلنۍ کې د عادلې محکمې په حضور او ستاسو په وړاندې ګونډې وهلي او د هغه کتاب په وړاندې، چې زما په مخکې ایښی دی قسم کووم، چې تل د دغه کتاب په هره جمله او هغه څه چې پاپ او د کاتولیکې کلیسا کشیشان وایي باور لرم او د خدای (ج) په مهربانۍ په راتلونکې کې به هم باور ولرم او دا اعلانوم، چې زما نظر د هغه څه په اړه، چې وایي لمر ثابت او ځمکه یې شاوخوا ته ګرځي، یوه ناسمه او باطله مفکوره ده .
ګالیله په ۱۶۳۷ ز کال د سترګو له کمزورۍ سره مخامخ شو او ورو ورو یې خپل د لیدلو ځواک له لاسه ورکړ او په خپل ځای یې نور کسان وګومارل، ترڅو د پېښو په اړه خپلې څېړنې ترسره کړي. ګالیله ورو ورو کمزوری کېده، تردې چې د ۱۶۴۲ ز کال د جنوري په اتمه نېټه هغه مهال چې ویده و، له دې نړۍ سره یې تل له پاره مخه ښه وکړه او په ابدي خوب ویده شو.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.