• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ګاندي ځيني ويناوي

Home بېلابېلېد ګاندي ځيني ويناوي

د ګاندي ځيني ويناوي

راټولونه: نورالله زهــيـر

* سړى په ريښتياهم خپلو خلکوته د خدمت له کچي سره د لوړتيا او  او چتتيا وړ کيږي.
*کمزورى کله هم بښونکى نه وي بلکي بښنه تل د پياوړي ځانګړنه ده.
*که موږ د دې ترمنځ توپير وکړاى شو چي موږ څه کوو او يا د څه کولو توان لرو په دې توګه کېداى شي چي د نړۍ ستونزي په يوه خوا  او حل شي.
*په مېړاني سره ريښتنى زغم ان د تيږو زړونه هم سوځوي، هم ئې ويلي کوي.
*تر هر څه لومړنى زغم او تحمل د فکر زغم او تحمل دى.
*زړورتيا، واک ته رسېدل، اتلولي او پر دې برسېره ځان تېرېدنه هغه وړتياوي دي چي زموږ لارښوونکي ئې بايد ولري.
*د بيان او قلم ازادي د خپلواکۍ بنسټ دى.
*پياوړتيا  له فزيکي وړتيا څخه نه رامنځ ته کيږي بلکي هغه د پياوړي ارادې بريا ده.
*خپلواکي د ويښو او بيدارو خلکو لپاره ده، نه د خوبوليو او بې پرواوو لپاره.
*هغه اتلولي چي په تشدد سره تر لاسه شي د هغې پايلـه ماته او لنډ مدتې ده.

اخذ
مهاتما ګاندي (ژوند، فکر او مبارزه)
ليکوال: پروفيسور عبدالخالق رشيد

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022