لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف
د مالدارۍ د متخصصينو د سروې او علمي تحقيق له مخې د هيواد په زياتو برخو كې صورت نيولي دي . كوم خواص چې يو نسل د بل نسل څخه بيلوي په لاندې ډول دي چې البته دا سروې د هر نسل د ظاهري صفاتو له مخې ترسره شوي دي .
۱ – غلجائې نسل :
دا نسل د ځيګو او مخلوطو وړيو لرونكي دي چې دوړيو انكشاف يې سپين، نصواري يا تور وي . ددې نسل مخ سپين رنګ لري ، تور يا نصواري داغونه يې د پوزې او سترګو په شاوخوا ليدل كيږي غوږونه يي سپين ، تور يا نصواريرنګ لري او سومانو څخه لږ پورته تور ټكي ليدل كيږي.
۲ – قندهاري نسل :
دا نسل مخلوطې وړۍ لري او زياتره يې سپين رنګ لري او همدارنګه تور ، نصواري يا په مخلوطو رنګونو كې هم ليدل كيږي . ددې نسل مخ نصواري رنګ لري چې البته ځينې تور او نصواري ټكي د پوزې ، پوز او سترګو شاوخوا كې ليدل كيږي . غوږونه يې ۲ – ۴ سانتې متره وي پښې سپين رنګ لري چې د سومانو په پورتني برخه كې تور ټكي ليدل كيږي . ۲-۲۵ شکل: دقندهاري نسل پسونه.
– د قره قل نسل :
دا نسل مخلوطې وړۍ توليدوي چې سپين ، نصواري او كم رنګه فولادي رنګ لري ددې نسل مخ تور او فولادي وي او همدارنګه غوږونه يې لږ څه اوږده وي . ددې نسل مږ تاو شوي او قوي ښكرونه لري ددې نسل د پښو رنګ تور يا فولادي وي دا نسل د نورو نسلونو په پرتله د اوږدې لكۍ لرونكې ده . ۲-۲۶ شکل: دقره قل نسل پسونه.
۴ – بلوچې نسل :
دا نسل مخلوطې وړۍ لري چې اكثره سپين رنګ لري همدارنګه تور او نصواري رنګونه هم لري . ددې نسل مخ تور يا نصواري رنګ لري چې سپين ټكي لري غوږونه يې ۱۰ – ۱۴ سانتي مترو پورې وي تورې پښې لري چې سپين او نصواري داغونه لري .
۵ – ګديك نسل :
دا نسل مخلوطې وړۍ لري چې په عمده توګه سپين رنګ لري اما په ځينو كې يې نصواري هم وي ، مخ يې سپين ، تور او نصواري رنګ لري ، مږ يې قوي ښكرو لرونكي او ميږه يې ښكرونه نه لري اما ځينې ميږې يې ښكرونه لري . پښې يې تور رنګ لري په دوه ډول دي :۲-۲۸ شکل: دګديک نسل .
A – پنجشيرې ګديك: – د پنجشير په اطرافو كې پيداكيږي. د واخان د نوعې په نسبت قوي ښكرونه لري .
B – واخاني ګديك: – د بدخشان د واخان په سيمو كې پيدا كيږي .
۶ – هزارګي نسل :
دا نسل مخلوطې وړې لري چې په عمده توګه نصواري رنګ لري اما ځيني يې سپين رنګ لري ، مخ او پښې يې تور يا نصواري رنګ لري . ۲-۲۹ شکل: دهزارګي نسل.
۷ – تركي نسل :
دا نسل د هيواد تر ټولو غټ نسل دي چې البته د وړيو څخه يې دومره استفاده نه كيږي ځكه چې د وړيو الياف يې لنډ وي او تجارتي اهميت نه لري . د وړيو رنګ يې په عمومي توګه نصواري وي او كله كله سپين هم وي .، دا نسل د پوزې مخصوص ساختمان لري چې د Roman nose په نوم ياديږي چې ددې نسل د ښكاره نخښو څخه يي ده ، پښې يې تور يا نصواري رنګ لري . دا نسل د نورو په شان لكۍ نه لري . د يو مخصوص شحمي ساختمان لرونكي دي چې د دنبه يا لم په نوم ياديږي چې دا هم د ښكاره نخښو څخه يې ده .
۸ – عربي نسل :
دا نسل مخلوطې وړۍ لري چې اكثره سپين رنګ لري او همدارنګه په تور او نصواري رنګونو هم پيداكيږي . مخ يې سپين تور اونصواري رنګ لري ، د پوزې اطراف يې تور رنګ لري . د ا نسل د خپل تندي په برخه كې سپين تاج (white crown ) لري چې ددې نسل د ښكاره نخښو خخه ده پښې يې تور ، سپين او نصواري رنګ لري او د تركي نسل په شان لم لري .