ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ پوهېدل تل له زده کولو څخه غوره دی .
۲ ـــ هغه څوک چې ونه شي کولای، د خپلو شهواني غوښتنو مخه ونیسي، په ډېرې آسانۍ د هغه چا غلام کېږي، چې له هغه سره د دې احساساتو د پوره کولو ژمنه کوي .
۳ ـــ څوک چې پر خپل ځان باندې باور لري، نو د چا ستایلو ته اړتیا نه لري .
۴ ـــ د کمزورې ارادې پایله خبرې او د پیاوړې ارادې پایله عمل دی .
۵ ـــ بې غوښتلو پوهېدل ناشوني دي .
۶ ـــ پرمختګ د پرله پسې کار زېږنده دی، ځکه چې دمه له کښته تګ پرته بل څه نه دي
۷ ـــ یو شمېر لاملونه چې د تمدن په ځینو پړاوونو کې بې ګټې ښکاري، په ځینو نورو پړاوونو کې چې د تمدن پرمختګ د نویو شرایطو غوښتنه کوي؛ یوه ملت ته لویوالی وربښلای شي .
۸ ـــ په ژوند کې د هر فرد مقام په هغه څه پورې نه دی تړلی، چې دی پرې پوهېږي، بلکې په هغه څه پورې تړلی دی، چی دی یې غواړي او د ترسره کېدو وړتیا یې لري .
۹ ـــ مادي ځواک، کوچنی وي او رېږدي، خو مانیز ځواک کلک او نه ماتېدونکی وي .
۱۰ ـــ د خلکو ټولی هغه چا ته ورځي، چې رښتیاوو په اړه ورته خبرې وکړي، له دې پرته نور ورته ارزښت نه لري .
۱۱ ـــ ډېرې ټولنې شته، چې فکرونو ته نه ګوري، یوازې خبرو ته ګوري . کېدای شي چې د داسې ټولنو غړي په یوه شېبه کې د یوه ویاند وینا ته کلکې چکې ووهي، خو تر لږ ځنډ وروسته د هغه پر خلاف ودرېږي .
۱۲ ـــ کله وخت فکر کول ډېر ګټور وي، خو د نېکمرغه کېدو له پاره نباید ډېر فکر وکړو . ۱۳ ـــ هغه قانون، چې د تند خویۍ پر بنسټ ولاړ وي، تر یوې مودې پورې به وچلېږي، خو تل پاتې کېدای نه شي .
۱۴ ـــ له غوښتلو پرته پوهېدل هېڅکله وړتیا نه شي را منځته کولای .
۱۵ ـــ د سیاست په نړۍ کې د عقل ومنطق خبرې تل د هغو موخو د پټولو له پاره کېږي، چې له عقل او منطق سره هېڅ اړیکې نه لري .
۱۶ ـــ هغه چې په خپلو ماغزو حکومت نه شي کولای، د دې وړ نه دی، چې د سیاست د زینې په لومړي پوړۍ کې هم ودرېږي .
۱۷ ـــ ډېره بده، چې په سیاست کې د چارو واګي داسې څوک په لاس کې ونیسي، چې نه پوهېږي او په سرته رسولو یې نه بریالی کېږي .
۱۸ ـــ یوازې په سوله کې د یوه هېواد وګړي د جګړې دروند بار احساسولی شي .
۱۹ ـــ د سولې په سبا ورځ د ملتونو رښتینې جګړه پیلېږي او د اقتصادي، صنعتي او ټولنیزو جګړو په بڼه ځان څرګندوي، چې د ملتونو په برخلیک کې تر پوځي جګړو ډېرې اغېزناکي دي .
۲۰ ـــ د تاریخ یو کتاب د پېښو د رښتینې څېړنې پر ځای د هغه لیکوال نړۍ لید راښیي .
۲۱ ـــ هغه نسلونه، چې په خپله په یوه مهال کې ژوندي کوي، د هغه مهال په اړه قضاوت نه شي کولای، ځکه، که ژوندي هر څومره ناپلوي هم شي، نو ناپلوي به یې د مړو په اړه وي .
۲۲ ـــ د ناوړه وینا اوږدول په ویونکي کې د سړیتوب د کمي څرګنده نښه ده .
۲۳ ـــ د یوې ګروهې ( عقیدې ) ارزښت ټاکنه د هغې د رښیتنولۍ پرځای د ویونکي په هغه پوهه پورې تړلې ده، چې د هغې په څرګندولو کې یې کاروي .
۲۴ ـــ د تېرو پېړیو د لیکنو، پیسو او ودانیو مطالعه لرغوني جریانونه را یادوي، خو له هغو احساساتو څخه چې په هغه وخت کې یې حکمراني کوله تاریخ او تاریخ لیکونکي نا خبره دي .
۲۵ ـــ یوازې د جنګ په وخت کې د هېوا خلک د جنګ دروند بار په اوږو وړي .
۲۶ ـــ جګړه د هغې قوې د بیدارۍ سبب نه دی، چې د ملت په خېټه کې اغشل شوې ده، کله چې یو ملت له دغې قوې څخه د هېواد د پرمختګ له پاره کار واخلي، نو بریالیتوب تر لاسه کوي .
۲۷ ـــ کله چې یو ملت ونه شي کړای، چې په ځپلو ظالمو او وحشي کړو وړو بریالی شي، نو هغه ته د ویاړ کالي ور واغوندي، چې په دې ډول خپل شرمېدلي کړه وړه پټ کړي، ځینو فیلسوفانو په ډېرې چالاکۍ او هوښیارۍ سره هڅې کړې دي، چې ځینو سړي وژونکو او لوټمارانو ته د زړورتیا او فاتح ویاړ ورکړي او په دې ډول یې د خلکو د درناوي وړ وګرځوي .
۲۸ ـــ ځینې کلمې شته، چې بې له ځنډه د سر تېري پټ ځواک غښتلی کوي او هغه په نه ماتېدونکي موجود بدلوي، خو په دې شرط، چې قوماندان د دغو کلمو په ټاکلو او کارولو وپوهېږي .
۲۹ ـــ خلک د عقل او منطق پر تله د احساساتو په وخت کې ډېر ژر سره پېژني او یو بل د ګرانښت په غېږ کې سره نیسي .
۳۰ ـــ ټولنیز منطق د عقل له منطق سره یو ډول نه دی، خیال پرستي او تصورات، چې عقل یې نه مني، کولای شي، چې کله ناکله ټولنه په غلطه لاره روانه کړي .
۳۱ ـــ د سولې په وخت کې د وطن کلمه دومره د پام وړ نه ده، خو کله چې وطن له خطر سره مخامخ شي، د دې کلمې رښتینی ځواک او ارزښت را څرګندېږي .
۳۲ ـــ د بشر د زېږون له پیل څخه د پایښت ستر شرط یې د دفاع له پاره تیاری ده، څوک چې په وسله سمبال نه وي په فنا محکومېږي .
۳۳ ـــ روغ ذوق او نېک اخلاق د سیاست مدار له پاره، له وړتیا څخه غوره دی .
۳۴ ـــ د ځوانانو عقلي او بدني ځواک له دوه لورو مخالف وي او د همدغه مخالفت پر بنسټ کم او زیاتېږي، که ځوان یې نو خام یې او که زوړ یې نو پوخ یې .
۳۵ ـــ که چېرې موږ دې ته تیار نه شو، چې وینې او جنازې ووینو او زموږ پر بدن پښې کېږدي، نو رښتینې بریا نه شي را منځته کېدلی .