گټه دملي عايد هغه برخه ده چي يو متصدي ته دهغه د خدماتو بدل کي ترلاسه کيږي يعني داهغه پيسي دي چي نوروتوليدي عواملوته دهغوي دبديل مثلااجاره،سود او مزد د اداکولووروسته دمتصدي سره باقي پاتي شي.دگټې مختلف تعريفونه داسي کوو:
دگټې نه هدف هغه توپير دي چي ديو متصدي يا اقتصاد د مجموعي حاصلاتو اومجموعي توليدي مصارفو ترمنځ رامنځته کيږي.
دگټې دمعلومولولپاره لمړي دشي دخرڅ اوټولي پيسي واخلي اوبيا ددي نه دشي ټول مصارف منفي کړي لکه مزدونه ،کرايه،خام مواد،دسون مصرف،سود اونور اوباقي چي څه پيسي پاتي شي هغه گټه ده.يعني دامتصدي ته دهغه دکارونو دتاديي بديل دي چي هغه ئي چاته سپارلي نشي اونه کوم بل توليدي عوامل دهغه ذمه داري اخلي.
دگټې ډولونه:
گټه په دوه ډوله ده:
1. خالصه گټه
2. مجموعي ياناخالصه گټه
1) خالصه گټه(Net profit):ددي نه هدف هغه گټه ده چي متصدي ته دهغه دتنظيمي خدماتو د اداکولواو په کاروبار کي دگټې اوتاوان د ذمه داري دمنلو په عوض کي ملاويږي.دمتصدي دټولونه غټ کار دادي چه هغه کاروبار په کاميابي سره وچلوي اوهغه په کاروبارکي دخطراتواوغير يقيني حالاتو مقابله وکړي اوچي کله په کاروبارکي ئي تاوان وشي هغه برداشت کړي ددي کار په بدل کي چي هغه ته څه حاصليږي هغي ته دده خالصه گته ويل کيږي
دخالصي گټې تعريف داسي هم کيداي شي(( دخالصي گټې نه هدف هغه باقيمانده ارزښت دي کوم چي دټولوانواعو پولي مصارفودمنفي کولو نه وروسته حاصليږي.)) ددي نه چي اداکيدونکي تکس منفي شي نوباقيمانده پيسي دتصدي دمالکانو عايد گڼل کيږي.
Net profit is the residual value arrived at after deducting all money costs. After deduction of tax it represents the surplus available for distribution to the firm’s owners as income
2) ناخالصه گټه:په ناخالصه گټه کي دخالصي گټې نه علاوه لاندي پيسي هم شاملي دي:
1. دمتصدي دخپلې ځمکي اجاره:دمتصدي يوکاردکاروبار تنظيمول او دغيريقيني حالاتو مقابله کول دي چي ددي مقابل کي ورته خالصه گته لاسته راځي اودبل کا رپه کولوسره ددي نه علاوه هغه ته بديل ملاويږي مثلاهغه دخپلي ځمکي نه کاروبارکي استفاده وکړي نو دهغه حق دي چي هغه دگټې نه علاوه ددي اجاره هم واخلي.ځکه چي که دابل چاته کرايه باندي ورکړي نو هغه ته کرايه يا اجاره پلاس راځي نوځکه که هغه خپله ځمکه خپل کاروبارلپاره استعمال کړي نودهغي اجاره هغه خپله گټه کي په شاملولوسره حاصلوي البته دااجاره دهغه په خالصه گټه کي دشاملولوپځاي په ناخالصه گټه کي شامليږي
2. دپانگې سود:که متصدي دکاروبارلپاره دبل چانه پور اخلي نو سود ورکوي اوس که دي پځاي خپله پانگه کاروبار کي ولگوي نو هغه به دخپلي گټې سره ددي پيسو سود هم حاصلوي ځکه که هغه داپيسي چاته پورورکړي نوهغه ته به ددي پيسو سود ورکول کيږي.
3. دکاراجوره:که يو متصدي کوم مديرځان سره کارمند ونه نيسي اوپه خپله دمدير په حيث کار وکړي او دنظم او څارني کار پخپله وکړي نو ددي خدمت معاوضه هم هغه اخلي چي دهغه په خالصه گټه کي شامله ده
4. اتفاقي گټه:بعضي وخت شرايط بدليږي او داشياو دکمښت او دقيمتونو د ختلوپوجه دمتصديانو گټه زياتيږي چي دازياته گټه د دوي دشخصي استعداد پوجه نه بلکه داتفاقي شرايطودبدلون پوجه حاصليږي.مثلادجنگ وخت کي قيمتونه لوړيږي او گټه هم زياتيږي که دولت دکوم هيواد کوم شي واردول بند کړي نو دسوداگرودموجوده سټاک ارزښت فورا زيآتيږي آو هغوي ته اتفاقيه گټه پلاس ورځي.
5. داجاره داري گټه:بعضي وخت دمتصدي په ناخالصه گټه کي داجاره داري گټه هم شامله وي کله چي متصدي ته ديو شي په عرضه باندي کامل اختيارحاصل وي (دهغه مقابل کي بل عرضه کوونکي وجود ونلري) نو هغه دمروج نه زيات قيمت ترلاسه کوي او گټه لاسته راوړي.
دگټې مختلف نظريات:
متصدي ته گټه وي حاصليږي.پدي باره کي مختلف نظريات وړاندي شوي چي لاندي پکي د ذکر وړ دي:
1) دگټې اوتاوان ذمه داري:کله ؛چي يومتصدي کاروبارشروع کوي نو هغه ته يقين نوي چي هغه به لازمآ گټه کوي ځکه کيداي شي دهغه دتوليد قيمت کم شي يا ورته تقاضا کمه شي يا دده مقابل کي دخارج نه شيان راواردشي نو ځکه متصدي دکاروباردشروع وخت کي ډير خطري مني.دهمدي خطراتو پوجه متصديان کم وي او دگټې اندازه لوړه وي.کاروباري خطرات دوه قسمه دي:
هغه چي مخکي ئي پيش بيني کيږي او مخکي دمخکي بيمه کيږي لکه تصدي کي د اورلگول
هغه چي متصدي دهغي پهکله په يقيني ډول څه نشي ويلاي مثلادقيمت کمښت دوارداتي جنس زيادت ياددنه بهتر شي بازارته راوتل نو ځکه ددي پيش بيني نشي کيدلاي پده وجه که هغه په حالاتو باندي قابو حاصله کيږي نو ويل کيږي چي گټه دهمدي خطراتو بديل دي.
2) گټۀ اوغير يقيني حالات:دشکاگوپوهنتون اقتصادپوه فرانک ناشت وائي چي گټه ددي خبري معاوضه ده چي متصدي دغيريقيني حالاتو سره مخامخيږي دآينده باره کي هغه يقين سره هيڅ نشي ويلاي نو ځکه دداسي حالاتو نه دبچ کيدولپاره چي هغه کوم محنت کوي دهغي بدل کي هغه ته گټه ترلاسه کيږي.اوسني وخت کي متصديان دخلکو دتقاضا اندازه معلوموي او اشيا توليدوي ن داشيادتوليد او خرڅلاوترمنځ يو وقفه راځي چي دکومي دوران کي ډير تغيرات راتلاي شي لکه اندازه غلطه ثابتيداي شي ،حالات بدليداي شي نو ځکه متصدي هر وخت په غير يقيني حالاتو کي لويدلي وي چي داغير يقيني حالت څو وجي لري لکه د مصرف کوونکو په فيشن کي تبديلي،دتقاضا مقدارکي تبديلي،دنووماشينوايجاد،دنوي توليدي طريقي رامنځته کيدل په يوآزاد اقتصادکي داتغيرات راځي،نوکه پدي بي يقينه شرايطوکي نه يواځي محفوظي فيصلي کوي بلکه خپل مال وساتي هم په خطر کي راچوي ځکه چي ځمکه،پانگه او مزدور خو خپله معاوضه په هر حال کي حاصلوي ولي که په کاروبار کي نقصان وشي نو متصدي دخپلووسايلونه هم محروميږي،نوځکه گټه يوداسي معاوضه ده چي دکومي په کومک سره خلک تشويقيږي چي د تشبثانه ذمه وايو د د اخيستلو په منظور راوړاندي شي دپوهانو په منظور هر قسم گټۀ دعدم يقيني سره تړلي ده ځکه چي ددي پوجه دآينده باره کي رامتوقع حالات او واقع کيدونکي رااصلو حالاتو ترمنځ فرق پيداکيږي ددي فرق نوم گټه يا تاوان دي.اوکه په دنيا کي داسي حالات راشي چي هر شي ثابت اوساکن وي يعني نه تقاضا کي تغيرراشي نه توليدي مصارف بدل شي ن داقتصادي نړۍ نه عدم يقينيت ختم شي او دگټې ضرورت به هم ورسره ختم شي.
3) دگټې محرکه نظريه:بعضي اقتصادپوهان وائي چي گټه ددي بديل ندي چي متصدي دتاوان ذمه پخپله غاړه اخلي،کاروبار چلوي يا دغير يقيني حالاتو سره مقابله کوي پوهان وائي که حالات ساکن اوغير متغيروي په کاروباري دنياکي نوسان رانشي،کوم تغيررانشي،تودوالي يايخوالي رامنځته نيشي يعني دتوليدپه تخنيک او معلوماتوکي ،دخواهشاتو په څرنگوالي،دپانگي په مقدار،اودنفوسو تعداد کي اونورو عواملو کي تبديلي رانشي نو دکامل رقابت پوجه به دگټې عنصر بيخي غايب شي.گټه صرف پدي وجه منځته راځي چي اقتصادي حالت هروخت متغير اومحرک وي.چي دکومي په پيش بيني سره يومتصدي خپل کاروبار په سالم ډول پرمخ بيائي.په ساکن حالت کي هرشي واضيح وي.دهري خبري پيش بيني کيداي شي په دي کي کوم خطر نوي کوم عدم يقينيت نوي نوځکه دگټې جوازپکي نه پيداکيږي .ليکن حقيقي کاروباري نړۍ چي محرکه او متغيره ده ديو متصدي لپاره دچلينج مثال لري.داتغيرات دوه ډوله دي:داخلي او خارجي
دداخلي نه هدف هغه اصلاحات دي چي يو متصدي ئي پخپله دتوليدي مصارفو دکمښت پخاطر عملي کوي يعني توليدي طريقه بهتر وي.داشياومعيارلوړوي.او دنوي نوومعلوماتونه استفاده کوي خارجي تغيراتونه هدف دادي:کاروباري نوسانات دخلکو په ذوق کي بدلون،په دولتي تگلاروکي تغير،دپول په ارزښت کي تغيرات،طبعي آفات مثلاجنگ شروع شي.سيلاب راشي،جهاز ډوب شي په لنډه توگه دحالاتو دبدلون اومتحرک په کاميابي سره دمقابل کولومعاوضه گټه ده.دگټې محرکه نظريه امريکائي اقتصادپوه جي بي کلارک وړاندي کړيده.
4) دنوښت يا ابتکارنظريه:دانظريه دهارورډپوهنتون اتريش نژدي اقتصادپوه جوزف شومپيټر(١٨٥٠-١٨٨٣) وړاندي کړي دهغه په نظر گټه ددي خبري معاوضه ده چي يو متصدي دتخليفي صلاحيتونو نه په استفادي په خپل کاروبار کي نوښت راوړي.مختلف تغيرات راوړي او دمتقابل متصديانو مخکي کيږي.نوي ايجادات په خپل کاروبارکي استعمالوي يعني دمتصدي اصله وظيفه ده دنوښت راوړي يعني نوي خام ملاپيداکيږي په توليدي تخنيک کي داسي تغير راوړي چي ورسره توليدي مصرف کم شي.داسي تگلاره اختيارول چي دهغه دتوليد معيارورسره لوړشي يا دخرڅلاو اندازه ئي لوړه شي نوښت دوه قسم کيداي شي. اول داسي اقدامات کول چي ورسره توليدي مصارف کم شي لکه نوي ماشينونه استعالول،داجناسو دتوليد بهترينه طريقي رامنځته کول،نوي قسم خام مواد استعمالول دتصدي داخل نوي اداري اصلاحات راوړي وغيره.دوهم داسي چي ورسره دتصدي دتوليدلپاره تقاضا لوړه شي مثلامارکيتنگ نوي طريقه پلي کول،نوي بازارونه لټول،بهترين شي توليدول يا دمستهلکينو دذوق مطابق دشي اصلاح شوي شکل پيش کول.يعني دي ټولوکارونو سره دمتصدي گټه زياتيږي. البته ديادوني وړده چي دنوښتگرۍ عمل يو مستقل دي ځکه چي متقابل متصديان دنوښتگر متصدي تقليد کوي او لمړي متصدي يو قدم نورهم مخکي ځي هغه نوري تگلاري او نوي طريقي اختياروي.اگرچه دانظريه يوه اندازه درسته ده مگر شومپيټر پدي کي عدم تقينيت او خطر عناصر دپامه لاندي غورځولي دي.
5) گټه داضافي ارزښت په حيث:مسټر کارل مارکس (١٨٨٣-١٨١٨) نظردي چي دملي عايد هغه برخه چي مزدورته ورکول کيږي(لکه اجاره،سود ياگټه) اضافه ارزښت دي.يعني گټه داضافي ارزښت دوهم نوم دي.دهغه په نظر دټولواشياو ارزښت وقيمت ددي ((په ټولنيزډول سره ضروري کار)) سره مساوي ده چي دهغوي په جوړولوکي مصرفيږي.اودهمدي نگاه نه دمختلفواشياو خپل منځي قيمت ټاکل کيږي مثلا که دخوراکي اشياوديوخاص مقدار دتوليد لپاره ٦ ساعته کارته ضرورت وي او درخت دمقدارلپاره ١٢ ساعته نو درخت قيمت دخوراکي اشياو په نسبت دوه چنده ټاکل کيږي .يعني کارل مارکس اودهغه هم فکرانو دکاردا ارزښت نظريه وړاندي کړي چي دکومي دنگآه نه په GNP (په هيواد کي دتوليدونکو اشياومقدار) باندي صرف دکارگرانو حق دي دجايداد پانگې نه.ځکه چي دهغوي په نظر ټول ملکيت((غلا)) دهAll property is theft
(( گټه په اصل کي دهغه برخه ده چي مزدوران ئي جوړوي ليکن پانگه والي ئي غلاکوي نوځکه داپه حقيقت کي غيرگټل شوي عايد دي)) يعني داسي عايد چي پانگه والو پخپله نوي گټلاي.کارل مارکس وائي چي پانگوال نظام کي پانگوال مزدوران نيسي نوځکه مزدورانو ته دهغوي دتوليد شوي مقدارنه کمه معاوضه ورکوي اونور د اضافي ارزښت گټې پشکل پخپله اخلي او په همدي ډول هغوي دمزدورانو استعمال کوي.
Of each 12 hrs work day. the worker soil 6 hrs for themselves 6 hrs for the exploit capitalist
په لنډ ډول دکارل مارکس په نظرگټه داضافي ارزښت څخه لاسته راځي يعني گټه داضافي ارزښت او استحصال شوي پيسودوهم نوم دي. دانظريه دارزښت دکارپه نظريه ولاړه ده او څرنگه چي نوموړي دکار د ارزښت نظريه ناقصه ده نو دگټې دانظريه هم ناقصه ده.
دگټې په اندازه کي فرق:
بعضي اقتصادپوهان داپوښتنه کوي چي آيا دگټې اندازه مساوي کيداي شي يا په دي کي د مساويتوب ميلان شته يانه؟ددي ځواب دادي چي دگتې اندازه مساوي کيداي نشي بلکه دمختلفو متصديانو په گټه کي توپيروي دچاگته زياته او دچا کمه وي ددي لاملونه په لاندي ډول دي:
1. دمتصديانو په وظايفو کي فرق وي او همدارنگه گټه دکوم ځانگړي خدمت بديل ندي بعضي متصديان سخت بعضي اسانه کار کوي.
2. دغيرتعينيت پيش بيني کي فرق وي بعضي پيش بيني صحيح خيژي او بعضي غلطي نوځکه دمتصديانو دخدماتو معاوضه هم مختلفه وي.
3. دمتصديانو په استعداد کي فرق وي بعضي ذهني او بعضي ذهين نوي نو ځکه گټه ئي هم فرق کوي .
4. کاروباري حالات هميشه دتغير وړ وي ځکه هر متصدي کوشش کوي چي ددي حالاتو سره ځان عيار کړي بعضي پدي کي کامياب او بعضي ناکام شي نو ځکه گته کي مختلف وي.
5. بعضي بازارونه اجاره دارانه وي نوځکه دمتصدي گټه ئي زياته وي خو دکامل رقابت بازار کي گټه عمومآ کم وي.
6. په حسن اتفاق او سولي اتفاق سره هم گټه کي فرق راځي.بعضي وخت دحکومت دتگلاري بدليدوسره قيمتونه لوړيږي نوپه اتفاقي ډول ئي گټه زياتيږي او برعکس هم داسي حالت راځي
په سود او گټه کي فرق:
سود فقط دپانگې دخدمت بديل دي يعني پورورکونکي دپور په بديل کي دپور اخيستونکي څخه مشخصه اندازه سود په مشخص وخت کي ترلاسه کوي اودپانگې دپور ورکولونه علاوه کوم بل عمل سرته نه رسوي. او گته دمتصدي دمتصديانه خدماتو معاوضه ده او همدارنگه هغه دتاوان کولوذمه داري پخپله غاړه اخلي.دغيريقيني حالاتو مقابه کوي دنوو حالاتو سره ځان عياروي.دخپل صلاحيت څخه په استفادي په کاروبارکي نوښت رامنځته کوي او څونورخدمات سرته رسوي چي دکومي په بدل کي هغه ته گټه حاصليږي.چي دکومي اندازه مخکي نه نوي ټاکل شوي بلکه داقتصادي اوسوداگريزو حالاتو مطابق ئي گته کمه او زياته وي
دخالصي مقابلي لاندي گټه:
دخالصي مقابلي نه دتصديو ترمنځ درقابت داسي کيفيت دي چي لاندي شرايط پکي پورته کيداي شي:
1. دتصديو تعداد پکي ډيرزيات وي: پدي صورت کي چه صنعت ته مجموعي توليد کي دهري تصدي برخه ډيره معمولي وي.اوهغه دخپلي توليد په زيادت يا کمښت سره دشي په قيمت يا عرضه کي کوم جوت تغير نشي راوړلاي.يعني تصدي په انفرادي کوشش سره دشي په عرضه يا قيمت اثرنشي غورځولي يعني دتصدي لپاره قيمت تقريبآ دمخکي نه ټاکلي اوسي او هغه صرف داگوري چي دجنس څومره اندازه توليد کړي چي په کومي سره دهغي گټه دزيات نه زياته شي.
2. جنس يوقسم اومشابه وي: يعني مشتري دتصديانو په جنس کي توپيرونشي کړاي اويورقم ئي وگټې ددي نتيجه به داشي چي يو تصدي به دعام قيمت نه زيات قيمت ترلاسه نه کړي ځکه که هغوي داسي کوشش وکړي نو مشتري به دهغي نه دجنس اخيستلوپځاي دنوروتصديانو نه جنس واخلي لهذا که دتصدي يا (دکاندار) سره يورقم جنس وي نو پوره بازار کي به ددي شي يوقسم قيمت وي. دپورتني دواړو حالاتو په توجه به دتصدي داوسط حاصلاتو خط افقي وي يعني هغوي چي څومره مقدار خرڅول وغواړي هغه به په يوشان قيمت خرڅوي.يعني ددي نهائي حاصل به هم يوشان وي(يعني داوسط حاصلاتو سره مساوي) داځکه چي گټه دتصديانو تعداد ډير زيات وي نو هيڅ يو تصدي بۀ قيمت تغير نشي کړاي.اوچي کله دټولو تصديانو توليدي جنس يو شان وي نو هيڅ مشتري به دمروجه قيمت نه زيات قيمت ورنکړي.
3. دنوي متصدي دداخليدو مقابل کي بايد خنډ وجود ونلري.په پورتنيو دريواړه شرايطوکي په ټول بازارکي به دشي قيمت يورقم وي يعني هره تصدي به خپل شي په يو قيمت خرڅوي ځکه چي دټولورقيبانو ترمنځ به مقابله سخته وي ځکه چي هره تصدي به غواړي چي هغه د نورومقابل زيات شي خرڅ کړي.نوځکه ددي رقابت په اساس به دشي قيمت دټولونه ټيټ معيار ته راشي او تصدي بۀ نورماله گټه ترلاسه کوي اوپدي کي بۀ داجاره داري هيڅ امکان نوي البته داحالت په اوږده موده کي پيداکيداي شي.په لنډه موده کي چونکي په عرضه اوتقاضا کي معياري توازن نشي راتلاي نو ځکه په لنډه موده کي تصديان(دخالصي مقابلي لاندي) دمعمول نه زياته گټه نشي کولاي ليکن په اوږده موده کي داعنصر نه پاتي کيږي
داجاره دارانه رقابت گټه:
که دخالص رقابت پځاي داجاره دارانه رقابت حالت وي پدي معني چي دهري تصدي شي دبل تصدي نه لږ مختلف وي(( اگر چي ديو هدف لپاره استعماليږي)) لکه دغاښونو کريمونه پامير،ميډيکيم وغيره،صابونونه لکس،ريکونا،ډب وغيره داټول دلاملولپاره پکاريږي ليکن ددي جوړولو والاشرکتونه دهغوي په شکل کي ياپيکنگ کي لږ فرق رامنځته کوي او دنوروسره ئي مختلفوي او دعواي کوي چي ددوي شي دنورونه ښه دي په اشتهارباندي ډيري زياتي پيسي مصرفوي او مستهلکين پدي قانع کوي چي ددوي توليد برسيره وي يعني په اجاره دارانه رقابت کي دوه خبري ښکاره دي:
1. دهري تصدي شي دنوروتصديانو نه لږ مختلف وي نو ځکه هغوي ته دخپل شي په عرضه باندي يوڅه اجاره داري حاصله وي ځکه چي ددي مارکي يابرانډشي بل څوک نشي جوړولاي .
2. څرنگه چي دارقم شي دلږ تفاوت سره نوري تصدي هم جوړوي نوځکه هغوي خپل منځ ک يوڅه رقابت کوي.
په دي حال کي دشي قيمت يو شي نوي او دهري تصدي دنهائي حاصل(اواوسط حاصل) خط دچپ نه ښي طرف ته لويږي ځکه که هغه دخپل شي زيات مقدار خرڅول غواړي نوقيمت به کموي يعني دهري تصدي به دتقاضا خپل خپل خط وي نوځکه اجاره دارانه حالاتو کي تصديانو ته دمعمول نه زياته گټه ورځي ځکه چي دکامل رقابت دنشتوالي په سبب هغوي قيمت د کم نه کم نقطي ته نه راولي بلکه اجاره دارانه گټه لاسته راوړي.
1. ددي معني هرگز دانده چي د اجاره دارانه رقابت لاندي يو تصدي حتما قيمت لوړساتي ځکه چي دهر تصدي اصلي هدف په هر حالت کي (کامل يا ناکامل رقابت) دگټې لاسته راوړل وي داهدف هغه وخت دوي تر لاسه کوي چي دهغوي دنهائي مصارفو زياتي خط MC دنهائي حاصل MR سره مساوي شي. يعني تصدي صرف دقيمت دلوړولوخواهش نکوي بلکه دگټې دزياتوالي خواهش کوي نوځکه که دتصدي دتوليدي شي تقاضا ارتجاعي وي نو دهغوي کوشش به داوي چي قيمت کم کړي ترڅو تقاضا ئي لوړه شي اوگټه ئي زياته شي.برعکس که دشي تقاضا غيرارتجاعي وي يا کم ارتجاعي وي نو هغه به قيمت لوړساتي داځکه کمښت سره دتقاضا دلوړيدو اميد نه وي ترڅوگټه يي زياته شي.داهم ديادوني وړ ده چي دنامکمل رقابت لاندي قيمت صرف ددي لپاره لوړ نوي چي دمتصديانو گټه په غير معمولي ډول لوړه وي بلکه يوه وجه ئي داهم وي چي ډيري تصدياني دخپل صلاحيت نه په کم مقدارسره اشيا توليدوي او دهغوي دمتوسط مصارفو خط داصغري معيار نه لوړه وي يواقتصادپوه ليکي چي:
Under imperfect competition prices are high because costs are high, the evil of the satieties is not especially high profit margins but the waste of UN used capacity.
دگټې داداکولوجواز:
څرنگه چي گټې دغيريقيني حالاتو دمقابلي کولو،خطراتو منلو،اودتوليدي تخنيک دبهترولومعاوضه ده څه رقم چي دا شيان کارکوونکي ډير کم وي نوځکه دگټې اندازه هم لوړه وي چي دکومي پوجه متصدي ډيرشتمن وي نو ځکه دعامو خلکوسره داخيال وي چي متصدي ډيره زياته گټه کوي اوداټول دمصرف کوونکو دجيب نه ځي نو ځکه هغوي گټه لوټ کول گڼې او داپوښټنه کوي چي گټه اداکول ولي ضروري دي.که په ژور نظرسره وگورو نو گټه اداکول ډير ضروري دي ځکه که گټه کول بند کړاي شي نو هيڅوک به هغه خدمات ونه کړي چي کوم يومتصدي ئي کوي او هيڅوک به داذمه داري قبوله نکړي چي دکومي په اساس لوي پروژي شروع کيږي او فابريکي جوړيږي.په لکونه روپي په کاروبارکي لگيږي.
دغير يقيني حالات مقابله سره کيږي دتاوان سره هم مخ کيداي شي نوي نوي دتوليد طريقي رامنځته کيږي.دزياتو شيانو دتوليدولو هڅه کيږي دلمړيتوب اخيستلو په خاطر داشياو معيار بهتر جوړوي او مصرف کوونکو ته ډاډ ورکول کيږي نو ځکه که ددي خدماتو په مقابل کي متصدي ته ډيره گټه په لاس ورشي نو پدي باندي دهغه حق دي بيا هم که ملت داگټه زياته وگڼې نو په هغي تکس لگولاي شي او دهغي څه برخه په دولتي خزانه کي جمع کيداي شي.
The positive justification of profit is that it is nursery to induce businessman to take risks, starts now ventures, improve products and production method
L.G Reynolds))
پروفيسر Nevins ليکي:داقتصادپوه له نظره گټه دشي دلگښت يو ضروري برخه ده ځکه دمتصدي دعرضي درسيدلو لپاره گټه اداکول ضروري دي.يو متصدي داشياو دتوليدولو ذمه داري پدي خاطر په غاړه اخلي چي هغه ته دگټې دترلاسه کولو اميد وي.