ليکنه: هلال کريمي
له واد څخه وړاندې د مشاورې ارزښت
له ازدواج څخه وړاندې تاسې بايد له يو مشاور سره د خپل راتلونى ژوند په اړه يو ناسته وکړى، ځکه دا چاره تاسو او ستاسو د راتلونکى ژوند لپاره ځېنې مسائل روښانه کولى شي و يا هم دا چاره د ارواپوهانو لخوا اړين ګڼل شوى دى،
دلته غواړو چې د واده څخه وړاندې هغه اړين موضوعات يا موارد چې پام کول ورته اړين دي ياد کړوترڅو تر يوه بريده تاسې ته لارښوونه وکړي دا په هغه صورت کې چې تاسې مشاور او مشاورې ته لاسرسى نه لري.نو تاسې کولى شي د لاندنيو لارښونو څخخه ګټه واخلى.
له واده څخه مخکې د خپل جنسي شريک سره د لاندې مسايلو په هکله خبرې وکړئ.
١-مذهبي، عنعنوي، او رواجي مسائلو په هکله.
٢-جنسي اړيکې، غوښتنې، لېوالتوې، او نورو … مسائلو په اړه.
٣-مادي مسائل د واده او د واده څخه وروسته ژوند لپاره اړن مادي توکو پيرل.
٤- ځاني روغتيا، د وزن کتنرول، نور… صحي او نسي مسائل.
٥-د کورنۍ مديريت د ځان څارنه او د مسوليتونو وېش.
٦-د اولادونو د تعداد او نورو په هکله.
٧-وزګار وختونو ته د مهالوېش جوړولو په هکله همدارنګه د تفرېخ ډول او دې ته ورته نورو مسائلو په هکله.
٨-د خپل او خپل د مېرمنې د خپلوانو سره تګ راتګ په اړه.
٩-ټولنيزو مسائلو او محدويتونو په اړه.
١٠-د دواړو خواوو موخو او هيلو په اړه. له واده مخکې او وروسته.
ددې مسائلو سره سره تاسې بايد خپل د مېرمنې د تېر ژوند او نورو مسائلو په هکله ترې وپوښتنئ. يا هم د نورو لارو په واسطه مالومات ترلاسه کړئ.ځکه لکه څرنګه چې ستاسې شخصيت ستاسې د تېر عمر څخه اغېزمن شوى نو په همدې ډول ستاسې مېرمنه هم انسانه ده او د هغې شخصيت هم د تېر ژوند څخه اغېزمن شوى ده نو د همدې لپاره د هغه د تېر ژوند په هکله د مالوتو موندل يا د هغه په هکله پوهېدل تاسو سره مرسته کوي چې دستونزو په وخت کې په اسانې سره د ستونزو رېښه پيدا کړى يا خپله مېرمنه و درک کړي او له هغه ووسته د هغه د ستونزو او نيمګړتياوو په نظر کې نيولو سره د هغه سره جوړجاړى وکړى،همدرانګه له وده څخه وروسته ژوند يواځې تاسې پورې اړه نلري يا تاسو نور په ژوند کې يواځې نه ياست بلکه مېرمنه مو ستاسې د ژوند شريک ګڼل کېږي نو د همدې لپاره د وړاندې څخه د هغه سره اړيکه ټينګول او د هغه د ځانګړنو په هکله ځان پوهول ددې سبب کېږي چې تاسر ورسره جوړجاړى وکړى او له وړاندې څخه د ستونزو د حل تدابير ونيسي، له بلې خوا د واده څخه وروسته او د حاملګى په دوران کې شخړى په ماشوم ناوړه اغېزه کوي نو د همدې لپاره که تاسې غواړى د هغه شخړو څخه مخکې له مخکې مخنيوى وکړي نو داچاره ترسره کړئ.
له واده کولو وړاندې هوکړې ته د رسېدو ارزښت
له واده څخه وړاندې هوکړې ته رسېدل ډېر د ارزښتمند چاره ګڼل کېږي، ځکه د واده څخه وروسته رامنځ ته کېدونکو ستونزو ته يو ډول وقايوي اقدام ګڼل کېږي.
تاسې کولى شې چې د خپلې مېرمنې سره په ښه ډول او په بريالى توګه هوکړې ته ورسېږې، کوم چې جنسي، کلامي، رفتاري، او نور… اړخونه په ځان کې رانغاړي.
له بلې خوا تاسې بايد له واده څخه وړاندې ځان پر دې پوه کړى چې ژوند د بدلونو سره مل دى، او تل ثابت نه وي د همدې لپاره بريالى اړيکه هغه ده چې د تېر وخت څخه پيل شي او اوسنۍ ستونزې د هغې د له منځه وړلو او يا هم زيانمن کولو کې پاتې راشي، دا کار هغه وخت شونې ده چې تاسې په اړيکه کې د مقابل لورى نيمګړتياوې درک کړى او هغه ته په پام سره اړيکه ټينګه کړى.و موول چې په اړيکه کې بايد شخصي ستونزو ته پام وکړو که په دې برخه کې د ستونزو د حل لپاره مرسته وکولى شو و ښه خبره ده او که مرسته نشو کولى نو بايد هيڅ کله هم خنډ او يا هم زيان رامنځ ته نکړو.
که چېرته تاسې دا غوښتنه ولرې چې ستاسې مېرمن او يا هم ستاسې خاوند له هر ډول ستونزو خخه خالي وي، او تاسې سره د تل لپاره د ستونزو پرته اړکه ټينګه کړي نو دا غوښتنه مو ناسمه ده، ځکه لکه مخکى مو چې وويل حالات او شرايط بدلېدونکي دي او د شرايطو بدلون په اړيکه کې بدلون رامنځ ته کولى شي، خو که تاسې د پخوا يا د واده څخه مخکې هوکړى ته سره ورسېږي نو په دې وخت کې به دا رامنځ ته شوى ستونزې د نورو اشخاصو په پرتله تاسو ته اسان او د زغملوو وړ وي.دا ځکه چې تاسې لکه د ملګرو په څېر يو بل درک کړى او له دې وروسته مو سره تړيکه ټينګه کړى ده. خو که تاسې او يا هم ستاسې مېرمنه له يو بل څخه ثابت او نه بدلېدونکى غوښتنې ولرې نو هېڅ کله به ونشي کولى چې ګډ ژوند ته په ښه او مناسب ډول دوام ورکړى، دلته داده چې اړيکه مو خارپېږي، يا هم د خرابېدو امکان يې پيدا کېږي او کېداى شي له منځه لاړ شي، ځکه تاسې په خپله اړيکه کې د مخکې څخه هوکړى ته نه يې رسېدلى.له بلې خوا د خبره مه هېروئ چې هره بريالى اړيکه يا هم هوکړه له وړاندې څخه تېريدونکى پړاوونه لري چې ترې تېديدل اړين دي د واده او يا هم دې ت ورته نورو جنسي اړيکو وړاندې تاسې بايد يو بل ته دا خبره وکړى چې:
موږ د مينې، درناوى، دوه اخيزې ليوالتيا، او ګډ ژوند کولو په موخه له يو ل سره اوسېدل غواړو، يا د همدې موااردو په نظر کې نيولو سره له يو بل سره جنسي اړيکه ټينګه کړو يا واده وکړو.
موږ دې ته ژمن يو چې يو بل ته وفادار، صادق، ژمن، او يو پر بل باور رو هېڅ کله يو بل ته دروغ نه وايو!
نو په ټوله کې د واده څخه وړاندې د هوکړى د ارزښت په هکله ويلى شو چې دا هوکړه په راتلونکى کې د ستونزو او د ستونزو زېږونکو لاملونو مخنيوى کولى شي، ښځه او خاوند ته په ژوند کې خوشالي تضمينوى، يو د بل د ځانګړنو په هکله پوهېدو ته لاره هواروي، او په ټوله کې د ګډ ژوند څخه خوند اخېستل دواړو لوريو ته ورښايي.
You also might be interested in
ژباړه: شرر ساپی عبدالمطلب په خپل اس سپورشو. د تهامه ناوته[...]
لیکنه: الهام الله اصلاح د ویبسټر نړیوالې ډکشنري په وینا[...]
پر ډکوونکو موادو باندې د لاس انجلس د سولېدو ازمایښت[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی