- ژباړه: مجيب الرحمن اميري
-يو وخت پاكستان د يوه نادر او ملاحظې وړ تمدن او كولتور درلودونكى و. د هراپا ډېر مشهور تمدن، تر ميلاد د مخه د لسمې پېړۍ په دويمه او درېيمه نيمايي كې د اندوس په دره كې په ټوليزه توگه وده وكړه. دغه تمدن د هم مهاله تمدونونو په منځ كې بې جوړې او غښتلى تمدن و. د هندويي تمدن په كمزورتيا سره، سيمه ييز فرهنگ او تمدن ورځ په ورځ ډېره وده كوله او يو نوى فرهنگ د جوړېدلو په حال كې و. وروسته له دې چې د گندهارا په نامه سيمه ( قلمرو) منځ ته راغله، دغه تمدن ډېره وده وكړه. دغه تمدن د پاكستان په شمال ختيځ كې تقريباً له ميلاده مخكې د زرمې په لومړۍ نيمايي كې او تقريباً تر ميلاد وروسته په اوومه پېړۍ كې ډېره وده وكړه.
د گندهارا سيمه د اوسني پاكستان شمال لوېديځ ولايت او د افغانستان ختيزې برخې را نغاړي. پخوا دغه سيمه د كابل او اندوس د سيندونو له پيوستون څخه د تاكسيلا سيند په گډون پيلېده او همدغه سيمه چرين هم بلل شوې ده، دا چې څنگه په گندهارا بدله شوه، تر اوسه معلومه نه ده او په كومه تاريخي دوره كې هم ثبت شوې نه ده.
د دغې سيمې د موجوديت يوه ډېره مبهمه يادونه شوې، چې يو وخت د گندهارا په نامه يو پاچا و، چې په دغو سيمو كې يې د يوې مودې لپاره واكمني كوله. پورانا د گندهارا د ماتې په اړه د موندهات په واسطه وايي، د ادبياتو په تاريخ كې د گندهارا لومړنۍ يادونه له ميلاد څخه مخكې په ( ۲۸ – ۵۵۸ ) كلونو كې د هخامنشايانو د امپراتورۍ پرمهال موندل شوې ده. د ورستيو ماخذونو له مخې ويل كېږي، چې گندهارا او د گندهارا خلك له ميلاد څخه مخكې (۵۱۶ ) كال كې د بوستون په كتيبه كې موندل شوي. كله چې د گندهارا سيمه له هند نه بېله شوه، هخامنشي امپراتورۍ د يوه ملت په توگه خپل ژوندانه ته ادامه وركړه.
دا هغه وخت و، چې خپلواكي يې د امپراتورۍ د ۲۲ قلمرو په توگه مخ په زوال و، كه څه هم د ده اړيكې له ايران او منځنۍ آسيا سره د پخوا په شان وې او د ورېښمو سوداگري هم د په خوا په شان روانه وه. د موثقو اسنادو د نه شتون له امله داسې گومان كېږي، چې د پارسيانو امپراتورۍ تر هغه دوام وموند، چې گندهارا د لوى سكندر تر تېري لاندې راغله ( ۳۲۷ ق م ) ځنې نور پوهان په دې اند دي، چې د گندهارا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د هندوانو د روحاني سرود ټولگې ( رگويدا ) كې ترسترگو كېږي، چې په معمولي توگه هغو سيمو ته اشاره كوي، چې د پاكستان له تكسيلي نه نيولې او بيا د افغانستان تر جلال اباد پورې غځېدلې ده.
هېلنيستيك او روميانو، د هخامنشيانو له وينا سره سم پورتنۍ سيمې د گندهارا ناحيه جوړوي، دا حدود د لږو او مبهمو معلوماتو له امله كولاى شي اصلي حدود په سختۍ سره وټاكي او بل لامل د پېړيو په اوږدو كې د سرحدونو بدلون دى. د اوومې پېړۍ په پيل كې يې مفصل تعريف او معلومات د يوه چيني زيارت كوونكي ( هسن تاسنگ ) په واسطه، چې په دغه سيمه كې بودايي ځايونه پلټل، لاس ته راغلل. هغه د گندهارا د پاچا نوم څرگند كړ، چې د شمال لوري ته د اوسني پېښور له درې نه د سواټ او بونير ناحيو په گډون بيا ختيځ پلو تر اندوس پورې يې واكمني درلوده. پورتنۍ سيمې د ډير او باجوړ په گډون په اصل كې د گندهارا مركز گڼل كېږي، چې ډېرى خلك هغه د تاكسيل په گډون ځانته يوه خپلواكه ناحيه گڼي.
په پنځمه قبل الميلاد پېړۍ كې گندهارا د يوه مصري تاريخ پوه له خوا يوه ډېره بډايه سيمه وگڼله شوه. هغه دا ټكى پيدا كړ، چې دا سيمه په اصل كې د يوې سرچينې په څېر د پوځ په غونډولو كې د پارسيانو پاچا ( كسرا ) ته د مصريانو پر وړاندې جگړې كې ډېره گټوره وه.
له هغه نه وروسته په اصل كې گندهارا د پارسيانو او د سوېلي اسيايي هندوانو د دودونو او عقيدې د وېلې كېدو ( ذوب ) په كورې بدله شوه او پلازمېنه يې تاكسيل شوه، چې بيا د لوړو زده كړو په يوه لوى مركز بدله شوه. د سكندر پر وړاندې د گندهارا ( ۲۶ – ۳۲۷ ق م ) برياليتوب د هغه اړيكي له مصر سره ټينگ كړل او مصري سلطان د ( ورا ) ښار په ( سوات )، ( پشكوالټي ) او د هند شاوخوا سيمو كې جوړ كړ. هغه ويلي چې د يو څه مودې لپاره په تاكسيلا كې پاته شوى دى. نوموړى د هندوستان له پاچا سره د هايدسپر پرغاړه ( چې اوس د جيلم د سيند په نامه يادېږي ) د پروس په نامه تر مشهورې جگړې وروسته په ۳۲۵ ق م كال كې د سوېلي اسيا شبه قارې ته روان شو. د ۳۲۳ ق م په وروستيو كې مړ شو، چې د مړينې له امله يې مقدوني امپراتوري هم كمزورې شوه.
له ميلاد څخه ۳۲۱ كاله پخوا يو سيمه ييز واكمن، د امپرتور سيليوكوس سيمه ييز واكمن پر وړاندې چې د هندوكش په سوېل كې يې د واكمنۍ ادعا كوله، يو بريالى پاڅون وكړ. د توس په سيمه كې د اكساندر او د هغه د يوناني واكمن د فعاليت دوره ډېره لږه وه.
له هماغه مهاله د سوسوو يوناني فرهنگ نمونو په سيمه ييزه ټولنه كې په ډېره پراخه توگه نفوذ كړى و. كه څه هم د رولند د څرگندونو له مخې، د هندوستان په شمال كې د الكساندر د نفوذ او تېري په برخه كې مبالغه شوې ده او دا هغه څه دي، چې د گندهارا د سيمې په برخه كې هم صدق كوي.
په پاتاليپوتر كې (چې وروسته د پاتانا په نامه ياده شوه ) د مايوران پلازمېنې د هندوستان او گندهارا په شمال ختيز كې د گنگا سيند د ختيز له لوري د پارس او يونان پلو يوه سوداگريزه لار جوړوله.
له ميلاده مخكې په درېيمه پېړۍ كې مايورين آسوكا پاچا د بودايېزم دين دود كړ، دا هغه وخت و چې اسوكا د گندهارا واكمن و. د هغه د واكمنۍ په وخت كې د بودايېزم دين په ټولو سيمو كې وغوړېد.
په ۲۳۲ ق م كال كې د اسوكا له مړينې وروسته د موريانو Mauryan empire امپراتورۍ تدريجي زوال د دې لامل شو، چې دغه سيمه يو ځل بيا د بهرنيو يرغلگرو تر تېريو لاندې راشي. كه څه هم د سكندر ځاى ناستى سيلوكس نيكاتور، له چندراگوپتا سره د مقابلې توان نه درلود او د هندوكش د غرونو شاته يې په شا تگ ته اړ شو، دغه په شا تگ له هغه سره ډېره مرسته وكړه، چې خپله واكمني او قدرت د باكتريا په لرغوني ښار كې ، د بلخ په اطرافي سيمه كې ټينگ او غښتلى كړي.
له ميلاد څخه مخكې درېيمې پېړۍ په منځنيو كې د سيليوسيدس لويې امپراتورۍ ټوټې كېدل پيل شول. ايران د پارتيانو له خوا د لږې ازادۍ دعوا كوله، په داسې حال كې بلخ په بشپړه توگه د مصري شهزاده ديادوتوس تر مشرۍ لاندې خپله خپلواكي لاس ته راوړې وه. سره له دې چې دغې وېشنې په بشپړه توگه د باختر سيمه د هلينيزم له نړۍ نه بېله كړې وه، اما تر يوه ټاكلي وخته پورې هيلونيزم هلته ادامه درلودله.
رونالدگروهمن دى، سره له دې چې واكمنان يې تر اشرافي نظام لاندې هلته ناچاره وو، يقيناً قوي شونتيا ( احتمال ) شته چې قرنطين شوي اروپايي يونانيان په اسيا كې د هيلينيوزمي دودونو څخه د خلاصون لپاره كار وكړي او همداشان په لوړه درجه د سكې د وهلو غوره لارې پيدا كړي.
د ۱۹۰ ق م په شاوخوا كې د ديادتوس د لمسي دمتريوسو په واسطه د كابل په گډون د گندهارا وادي فتحه شوې وه، كه څه هم د متريوسو خليفه گان د باكتريا او گندهارا له سيمو څخه بې برخې شوي وو، د هغو په تعقيب سره كولاى شو د هغوى د گڼ شمېر پاچاهانو نومونه واخلو، خو بيا هم د هغوى واكمنۍ ډېره ونه غځېدله. همداشان پر ۱۳۵ ق.م كال د سكاس گروپ تر تېري لاندې راغله، چې د اصل سايتين له جملې څخه گڼل كېږي، چې د قبل الميلاد لومړۍ پېړۍ په لومړيو كې يې پارتيان له ايران او د افغانستان له شمال لوېديځو سيمو څخه وشړل. ماوس او ياموگا د سكاس له واكمنانو څخه وو، چې په خپل تېري او هجوم سره يې شمال لوېديځې او د اسيا د شبه قارې سوېلي يوه برخه سيمې او د خيبر ختيزه لاره ونيوله. د ۹۰ ق.م كالونو كې يې يوناني واكمنان د كابل په وادي كې را ايسار كړل. هغوى په اصل كې سايتين او د لومړۍ پېړۍ په شاوخوا كې يې پارتيان د ايران له ختيز او د افغانستان له لوېديځ نه وشړل. دغه نژاد له آره چينايي دى، چې د سوېلي اسيا په تاريخ كې د كوشان په نوم راغلى دى. هغوى په گندهارا كې مېشت شول او پر سكاس يې فشار راوړ، څو هغوى له مركزيت نه وباسي. د كوشاني سلسلې د لومړيو دوو پاچايانو ( هيريوس او كوجولا ) د واكمنۍ دوره، د كوشاني قلمرو غوړېدنې او د ۹۹ ق م شاوخوا د تاكسيلا له فتحې اټكل كېږي، چې د ويماكادپيسيس په واسطه چې د كاجولا زوى و، پاى ته ورسېده. بايد ووايو چې ۶۴ ق م كلونه په معمولي توگه د تاكسيلا د ښار د چپاول او د سوېلي اسيا پر شبه قارې د كوشانيانو د دويم ځلي راتگ كلونه وبولو.
كاجولا نه يواځې د خپل قلمرو پر ټينگښت پيل وكړ، بلكې د روميانو له سترواكۍ ( امپراتورۍ ) سره يې هم اړيكي ټينگ كړل. د كوشانيانو مشهور واكمن، د ويماس زوى كنشكا و. د هغه سترواكۍ ډېره پراخه سيمه را نغاړلې وه، چې د مارگا له لوېديځ نه تر خوتن پورې غځېدلې وه. د اوسني افغانستان لوېدځې سيمې كورسيما او سوگديا او ټولې د هند وادي گانې او د سوېلي اسيا ډېرى ټاپو گان وركې شامل وو. كنشكا د آسوكا غوندې د بودايېزم بېرته منځ ته راوړونكى و. د يوه نوي دين د منلو لپاره د هغه سرښندنه، د هغه له راهبيت څخه وه، منظمو بودايي اغېزو او بودايي كاهنانو د هغه ټوله سترواكي پوښلې وه.
د كنشكا د واكمنۍ د دقيقې نېټې په هكله تاريخ پوهان د نظر اختلاف لري، ۱۲۸ او ۱۴۴ كلونه د هغه د حكومت د پيل كلونه گڼل كېدل، خو وروسته شواهدو په ډاگه كړه، چې هغه د( ۷۸ تر ۱۱۰ تر ميلاد وروسته ) كلونو پورې د سلطنت واگې په لاس كې درلودلې. دغه د گندهارا په نامه زمان د بودايېزم د هنر د يو ډول پرمختيايۍ غوړېدا سره مصادف دى، چې نوموړى د دغه هنر له آرو ساتونكيو څخه دى. كوشاني واكمنۍ ۱۵۰ شاوخوا كلونه دوام وكړ. له ميلاد نه وروسته په ۲۴۱ كال ايراني شاهپور پر گندهارا تېرى وكړ او د واسوديوا حكومت ته يې د كنشكا قوم وروستى پاچا و، د پاى ټكى كېښود. له ۳۹۰ نه تر پنځمې پېړۍ پورې په گندهارا كې د كوشانيانو وړې پاچاهۍ رامنځ ته شوې. د كنشكا د پاچاهۍ په دوره كې، په سيمه كې د گندهارن په نامه يو بودايي هنر منځ ته راغى. دغه ډول هنر د هلينستيك او هندي هنرونو څخه جوړ هنر و. د همدغه هنر په واسطه د لومړي ځل لپاره بودا د انسان په بڼه ترسيم شو. ترسيم شوى بودا د يونانيانو له خداى اپولو او د پارسيانو له لمرپاڼې يا هالو سره ورته ځانگړنې دلودلې.
كه څه هم بودا هېڅكله گندهارا ته سفر كړى نه و، خو هغه متون چې د كوشانيانو د حكومت پرمهال د بودايي حكيمانو په واسطه ترتيب شوي وو، سيمه يې په بشپړه توگه د بودايېزم لپاره په يوه سپېڅلي مكان بدله كړې وه او د كوشانيانو د حكومت پرمهال د گندهارا د حكومت په ملاتړ د بودايېزم په مركز تبديله شوه او حتا د سوېلي اسيا او چين له ټولو سيمو څخه خلك د زيارت او ليدنې لپاره ورتلل.
د كوشانيانو د امپراتورۍ پرمهال يې يو ځانگړى رونق او ښكلا درلودله. د مجسمې جوړونې هنر تر گردو غوره اثار هم همدې دورې ته اړه لري. په گندهارا كې د معمارۍ هنر هم په دغه دوره كې ډېر غښتلى او پياوړى و.
د كوشانيانو واك، هنر او فرهنگ د تاتاريانو په واسطه، چې د پنځمې پېړۍ په درېيمه ربعه كې يې په گندهارا او پنجاب تېرى وكړ، له منځه يوړل شول. د مغلو د تېري تاريخ تر ميلاد وروسته ۴۶۰ كال د سونگ يون چينايي زيارت كوونكيو د كيسه ويونكيو پر بنسټ، چې پر ۵۲۰ كال يې دغه سيمه ليدلې وه، مشخص شوى دى. همداشان دغه تاريخ له يو شمېر سوځېدليو ادبي شهكارونو څخه د لرغونپوهانو د څېړنو په لړ كې هم تاييد شوى دى.
دغو زيارت كوونكيو به چې كله سفر كاوه، د هغه سفر تر پايه به يې خپل يونليك ليكه. د دغو چيني زيارت كوونكيو سفرونه تر ميلاد وروسته پنځمې پېړۍ په لومړيو كې پيل شوي دي. لومړى تن چې Fa Hsien نومېده تر ميلاد وروسته ۴۰۰ كال په وروستيو كې يې د پېښور دره وليدله. هغه د كنشكا او د هغه د ځاى ناستو په وسيله جوړې شوې بنگلې وستايلې. يو بل زيارت كوونكى چې پورته يې يادونه وشوه، سونگ يون و، چې د وحشيانو White Huns تر تېري وروسته يې سيمه ليدلې وه. په دغه زمانه كې هېواد په بشپړه توگه د وحشيانو په واسطه وران شوى و. همداشان د اثارو په سوځولو او د خلكو په عام وژنې سره، بودايېزم هم نژدې په بشپړه توگه له منځه تللى و.
كله چې وروستي چينايي زيارت كوونكي Hsuan Tsang يوه پېړۍ وروسته د سوېلي اسيا د شبه قارې شمال لوېديزې سيمې وليدلې، هېواد په بشپړه توگه په ورانۍ كې ښكېل و او سيمه نژدې له اوسېدونكيو څخه تشه شوې وه او همدا شان د بودايېزم بنسټونه له بشپړې ورانۍ سره مخ شوي وو. د اريانتيا وړ خبره دا ده، چې د تاتاريانو White Huns په واسطه پر گندهارا باندې تر تېرې دوې پېړۍ وروسته، دغه زيارت كوونكي د بودايي اثارو د ويجاړولو تېروتنې په مهيرگولاپورې تړي. مهيرگولا هغه څوك و، چې په اړه يې د شكنجې او ځناورۍ افسانې ليكلې شوې وې. د گندهارا تر گردو پېچلي او ارزښتمن صنايع په بشپړه توگه له منځه لاړل او بيا را ژوندي كول يې ناشوني شول، خو بايد ووايو چې د دغه هنر سبك په كشمير او افغانستان كې د اوومې پېړۍ تر وروستيو او حتا تر اتمې پېړۍ پورې باقي پاته و. د څو پېړيو لپاره دغو ښارونو او مذهبي ځايونو د ويجاړ پاتېدو له امله دغه ښار او ځايونه له خاورو سره خاورې شول. په شلمه پېړۍ كې د لرغونپوهانو په هڅو او زيار سره د دغو سيمو ځمكې وپلټل شوې او د تېرو ( ماضي ) خزانو په توگه وپېژندل شوې.
[review]
You also might be interested in
ژباړه: مجيب الرحمن اميري – لومړۍ برخه د مينې (Love)[...]
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
– مجيب الرحمن اميري -د يونان ادبيات تر ميلاد زر[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی