ليکنه: عزيز فیضي
په ۱۹۹۰ کال کې او په بل روایت په ۱۹۹۶ کال کې په یمن کې حسین الحوثي د بدرالدین حوثي زوی چې پلار یې مذهبي مشر دی د الشباب په نوم یو تنظیم جوړ کړچې وروسته بیا د انصار الله په نوم هم یاد شو. مشري یې حسین الحوثي پر غاړه لرله دغه تنظیم تر کال ۲۰۰۲ پورې کوم نظامي فعالیت نه درلود. ولې؛ سیاسي او فرهنګي فعالیتونه يې کول. د ۲۰۰۲ ز کال د جون په اولسمه حسین بدر الدین الحوثي چې دا وخت د یمن په ولسي جرګه کې د صعده شیعه ګانو استازی و پر امریکا یي او اسراییلي کالیو او تولیداتو بندیز ولګا وه او د (الله اکبر، مرګ پر امریکا، مرګ پر اسراییلو، لعنت پر یهودو، بریالۍ دي وي اسلام) شعار په ورکولو سره خپله ښکاره مبارزه پیل کړه چې دا کار د علي عبد الله صالح د حکومت لپاره یو ګواښ وو ځکه چې حوثیانو عبد الله صالح د امریکا او سعودي عربستان لاس پوڅی ګاڼه دغه شعارونه پر لاریونونو او حملو بدل شول دغه حالت دوه کاله دوام وکړ په پایله کې په ۲۰۰۴ ز کال کې د صالح حکومت پر حوثیانو بمباري پیل کړې چي د جګړي په نتیجه کې حسین حوثي مړ شو. د حوثیانو اوسنی مشر عبدالملک حوثی د حسین حوثی ورور دی.دا لمړۍ جګړه وه چې بیا پنځه نورې جګړې هم د حوثیانواو د یمن د حکومت ترمنځ وشوې. دا وه د یمن د حکومت او حوثیانو ترمنځ د جګړو پیل اوس خپله حوثیان در پیژنم، حوثیان د کوم مذهب پیروان دي؟ څوک یی ملاټړ کوي هدف یې څه دی؟ له علي عبد الله صالح او منصور هادي سره ولې مخالف دي؟ او اصلي دښمنان یې څوک دي؟ په دغه لیکنه کې هڅه کیږي چې دا پورتنیو پوښتنو ته ځواب ووایو.
حوثیان د حسین حوثي پیروان دي،په ښکاره ځانونه زیدیه شیعه ګان ګني ولې په حقیقت کې ( اثنی عشری) یا جعفري شیعه ګان دي دا خبره د یمن حکومت او د اهل سنت مشرانو په بار بار کړې خو دوی یې په دې خاطر پټه ساتي چې د زیدیه شیعه ګانو چې د یمن د شیعه ګانو نږدې ۳۰ سلنه جوړوي له ملاتړ نه برخمن شي. زیدیه شیعه ګان په دې باور دي چې خلافت په هر ځای او هر وخت کې د ساداتو (د حسین بن علی او حسن بن علی اولاده) حق دی. د غیر ساداتو حکومت ته د غصب په سترګه ګوري. د یمن وګړي ۴۲ په سلو کې شیعه ګان دي د هغو له جملې نه څه دپاسه ۱۲ په سلوکې جعفري شیعه او اسماعلیه دي. د یمن جعفري شیعه ډلې د ایران د اسلامي بدلون له کامیابۍ اود لبنان حزب الله له قدرت رسیدو سره سم ساه واخیسته او خپل فعالیتونه یې شروع کړل. دا چې حوثیان زیدیه شیعه ګان دي او که جعفري او دوی ولې دا خبره له نورونه پټه ساتي، دلته د هغه مرکې ځینې برخې او غټ ټکي چې د مثلث په نوم اونیزي د یمني پوهنتون استاد داکتر عصام العماد په نوم له یو کس سره چې ځان د حسین حوثي شاګرد ورپیژني سره یې کړي را نقلوم.
پوښتنه: آیا د یمن حوثیان زیدیه دي او که جعفري؟ ځکه داسي اوریدل شوي چي حوثیان د عاشورا د ورځې مراسم لمانځي او د غدیر اختر جشن هم نیسي او حتی بدرالدین حوثي د زیدیانوعقیده د راشدینو په اړه غلطه ګني او پرې تیرۍ کوي دغه شواهد په ډاګه کوي چي حوثیان جعفري شیعه ګان دي ستاسو نظر څه ده؟
ځواب: سید حسین حوثي، بدرالدین حوثي او عبدالملک حوثي دا ټولو په قم کې اوسیدلی او دا اوسیدل بي تاثیره نه دي. پس ویلی شو چې حوثیان جعفري شیعه ګان دي؟
هو کولای شو ووایو پوهیږئ دا ولې؟ ځکه چې زه خپله یمن ته تللی یم یعنی د حوثیانو هستوګن ځای ته تللی یم. هلته مې دا شی ولیده. هلته ټول کتابونه جعفري دي هیڅ زیدیه کتاب نشي پیدا کیدلای، هلته هغه کتابونه لوستل کیږي چې په قوم کې چاپ شوي، په شخصي کتاب ځاینوکې، کورني کتاب ځاینو کې او رسمي کتاب ځاینو کې ټول د جعفري مذهب کتابونه موجود دي. هغه ادعا چې د یمن حکومت او سني مشران، حوثیان جعفري شیعه بولي سمه او پر ځای ده.
پوښتنه: پس ویلی شو هغه عقیدوي جنګ چې په یمن کې روان دی، د شافعیانو، زیدیانو او اسماعیلیانو په وړاندې د حوثیانو جنګ دی؟
ځواب: نه داسې نشو ویلی. په هر حال زیدیان شیعه ګان دي خو څلور امامي دي. اوس زیدیان له حوثیان څخه د زړه له کومې ملاتړ کوي. سره له دې چې هغوی پوهیږي چې حوثیان جعفري شیعه ګان دي یا جعفریانو ته میلان لري. دا جنګ د سلفیانو او بعثیانو(عبد الله صالح پلویان) په مقابل کې ده. ان تر دې چې اسماعیلیان هم له حوثیانو ملاتړ کوي.
دا چې ولې حوثیان له علي عبد الله صالح سره دښمني کوي دعصام العماد په خبرو کې روښانه کیږي.
پوښتنه: آیا عبدالله صالح شافعي مذهبه دی؟ نه. اصلاً زیدي مذهبه دی. خو له زیدیانو سره له پخوا دښمن دی. له زیدیه وو سره که له حوثیانو سره؟ نه. له شیعه ګانو سره دښمن دی. ځکه چې ما د عبد الله صالح له خبرو په ښکاره ډول اوریدلي چې وايي: ( حوثیان د زیدیانو پر خلاف، جعفري شیعه دي) یعنې عبد الله صالح پر زیدیانو حمله نه کوي.
پ: ولې اوس د یمن حکومت تصمیم نیولی چې ټول شیعه ګان که جعفري دي یا زیدي له مخې لرې کړي؟
ځ: دا کار دوه علته لري. اول دا چې حکومت یو شعار لري وایي یو زیدي مخ کې له دې چې جعفري شي باید ووژل شي. دوهم دا چې همدغه زیدي شیعه ګان جعفري شیعه ګانو ته لاره هواروي.
پ:د یمن د حکومت او حوثیانو ترمنځ په دغه روانه جګړه کې زیدیان چیرې دي؟ آیا د حوثیانو ملاتړ کوي؟ ځ:خوهمدغه خبره ده، زه ولې وایم چې حکومت له حوثیانو ویره لري؟ دا ځکه چې اول حوثیانو په سیاسي لحاظ ښه کار کړی، دوی دا ادعا نه کوي چې مونږ جعفري یو. بلکه دوی هڅه کوي د جعفریانو افکار په زیدیانو کې را ژوندي کړي و لو که د زیدیانو په نوم هم وي. آیا په پخپل دغه کار کې حوثیان توانیدلي؟ یعني زیدیان یې په ځان کې جذب کړي؟ هو. کولای شم ووایم چې زیدیان په دغه جنګ کې د حوثیانو ملاتړ کوي. د یمن د حکومت ویره هم له همدغه ځایه ده. ځکه دوی پوهیږي چې په صعده کې، چې د زیدیه شیعه ګانو پلازمینه ده ، حوثیان د دولت کار کوي یعنې حکومت هڅه وکړه چې زیدیان د سلفیانو په لمن کې واچوي ولې حسین حوثي بیا خلاف ددې کار کوي یعنې غواړي چې زیدیان د جعفریانو په لمن کې واچوي. چې دا کار د حکومت پلان خنثی کوي. یعنې په حقیقت کې په یمن کې جنګ د دولت او حوثیانو ترمنځ د زیدیانو په سر دی.
پ : تا سو ویلای شی چې د محترم سیستاني،سید حسن نصرالله او موسی صدر له جملي څخه کوم یو د حوثیانو په منځ کې ډیر نفوذ لري؟ کوم یو په اول مقام کې ګورئ؟
زه په دې باور یم اول سید حسن نصر الله. یعنی د سید حسین حوثي افکار کاملاً شیعي دی او په سیاسي لحاظ سید حسن نصر الله ته نږدې دی
.پ: هغه عاطفي اړیکې چې د حسن نصر الله او آیت الله خامنه اي او د ایران د نظام په منځ کې دي، د حسین حوثی او عبدالملک حوثي له آیت الله خامنه اي سره هم شته؟
ځ: سل په سلو کې هو. حسین حوثي یو کتاب لیکلی ( پر حسین حوثي د امام خمیني د فکرونو اغیز) ډیر جالب دی. حسین حوثي د امام خمیني مرید دی، پس له هغه چې حسین حوثي ایران ته راغی او د خمینی کتابونه یې مطالعه کړل وایي چې د امام خمینی کتابونه سپیڅلي دي او په ښکاره وایی چې امام خمینی یو سپیڅلی شخص دی. او زیاته وي چې مونږ باید د ایران لاره تعقیب کړو او له ایران نه زدکړو.
داکتر عصام العماد زیاتوي که ما په میلینونو ډالر لګولي وای د حسین حوثي په اندازه مې جعفري مذهب په یمن کې نشو پراخولی. ټول جعفري شیعه په دې باوري دي چې په وروستیو وختونو کې به د یمن په شیعه ګانو کې یو مذهبي مشر دنیا ته راځي او د ایران په ملاتړ به د مهدي د څرګندیدو لپاره زمینه براروي. دوی فکر کوي چې هماغه یمني مشر به د حوثیانو په منځ کې وي. داکتر عصام دا مني چې د یمن شیعه ګانو ته باید د فرانسې او لیبیا د شیعه ګانو په سترګه ونه کتل شي ځکه چې د روایاتو پر بنسټ د یمن د شیعه ګانو پاڅون د مهدي د څرګندیدو لپاره زمینه برابروي. دی زیاتوي چې هره جګړه سیاسي اړخ لري خو د یمن په جګړه کې سیاسي اړخ په دوهمه درجه کې دی. داکتر عصام د يوې پوښتنې په ځواب کې د ایران هدف د یمن په جنګ کې داسي بیانوي:
د یمن شیعه په نوم شیعه وو نور هیڅ په شیعه عقایدو خبر هم نه وو، ځینو یې لا د شیعه مذهب ضد فکر پیدا کړی و. جنګ، یمني شیعه ګان مذهبي کړل او سره یو يې کړل.
جنګ، د یمن شیعه په سیاسي معادلاتو کې د ننه کړل. د حوثیانو بری د حکومت او عربستان په وړاندې، شیعه ګانو ته سپېڅلتیا ور وبښله. چې دا کړنې د ایران لپاره ډیرې مهمې دي.
د بحث پايله:
۱- دا معلومه شوه چی حوثیان جعفري شیعه ګان دي اوجعفري مذهب ته د ایران په لارښوونه کار کوي.
۲- د حوثیانو دښمني له سنيانو سره ده؛ دوی پخپل منځ کې سره یو دي.
۳- د یمن جنګ د ایران او عربستان په مرسته د زیدی شیعه ګانو په سر دی. دواړه هیوادونه هڅه کوي چې زیدیان پخپله ګټه وکاروي.
۴- د حوثي ډلې ټول مشران په قم کې تربیه شوي خلک دي.
۵- د یمن حوثیان د شیعه ګانو لپاره له ځانګړې سپېڅلتیا څخه برخمن دي.
[review]