ژباړه: احسان الله ذهین
د یونان لوی پاچا الکساندر، د لویو پاچاهیو او حکومتونو له نیولو وروسته خپل هېواد ته د راتلو په حال کې و، په لاره کې ناروغ شو او د څو میاشتو لپاره بستر شو. د مړینې په نږدې کېدو، الکساندر پيدا کړه چې دومره زیاتې بریاوې، لوی لښکر، تېره توره او ټوله شتمني يې بې ګټې وه.
د خپل فوځ قوماندانان يې راوغوښتل او ويې ویل: زه به دا دنیا ژر پرېږدم، خو درې غوښتنې لرم. په مهربانۍ سره زما غوښتنې هرومرو تر سره کړئ. د فوځ قوماندانان چې له سترګو يې اوښکې روانې وې؛ هوکړه يې وکړه چې د خپل پاچا وروستۍ غوښتنې پوره کړي.
الکساندر وويل: لومړۍ غوښتنه مې دا ده چې يوازې ډاکټران مې تابوت یوسي.
دویمه: کله مې چې تابوت قبر ته وړئ، تر هديرې پورې لاره باید په طلا، نقره او قیمتي ډبرو، چې په خزانه کې دي؛ وپوښل شي.
درېيمه او وروستۍ غوښتنه مې دا ده، چې دواړه لاسونه مې تر تابوت د باندې ځوړند وي. خلک چې هلته راغونډ شوي وو، د پاچا عجیبو غوښتنو ته حيران شول؛ خو هېچا د اعتراض جرات نه درلود. په الکساندر ګران قوماندان د پاچا لاس ښکل کړ، په خپله سینه يې کېښود او ويي ويل: پاچا صاحب ډاډ درکوو چې ټولې غوښتنې به دې پوره شي؛ خو ووايئ چې ولې داسې عجیبې غوښتنې لرئ؟
د دې پوښتنو په ځوابولو سره الکساندر ژوره ساه واخیسته او ويې ويل: زه غواړم چې نړۍ له درېيو درسونو څخه -چې نوي مې زده کړي دي- خبره کړم.
غواړم ډاکټران مې تابوت یوسي، چې خلک وپوهېږي، هېڅ ډاکټر هېچا ته واقعي شفا نشي ورکولای. هغوی کمزوري دي او هېڅوک د مرګ له منګولو نشي ژغورلای، نو پر دې اساس خلک مه پرېږدئ، تر څو فکر وکړي چې ابدي ژوند لري.
دويمه غوښتنه مې په لاره کې د سرو زرو، سپينو زرو او د نورو جواهراتو د اچولو په باب خلکو ته داپيغام رسوي، چې حتی يوه زره طلا هم له ځان سره نشم وړلای. پرېږدئ چې خلک وپوهېږي، په شتمنۍ پسې تلل هسې د وخت ضایع کول دي.
درېيمه غوښتنه مې، يعنې لاسونه مې له تابوت څخه د باندې وي، غواړم خلک وپوهېږي چې تش لاسونه دنیا ته راغلی وم او تش لاسونه دا دنیا پرېږدم.
You also might be interested in
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی