لیکنه: عبادالله صافی
د تېر پسې…
لکه څرنګه چې مو په تېر لوست کې د اقتصاد په پېژندنه او څو هغو عواملو بحث وکړ، کوم چې د یو هيواد د اقتصاد د پیاوړي کېدو سبب کېده؛ دلته په څو نورو هغو عواملو چې د یو هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا سبب کېږي، په لنډ ډول یادونه کوو.
تکنالوژي ((Technology: د عصري او پرمختللې تکنالوژۍ کارونه په اداري او معاملوي چارو کې د اقتصاد د پیاوړتیا سبب کېږي، خو په داسې حال کې چې دا ډول تکنالوژي له هر ډول بهرني خطر یا (Cybercrime) څخه خوندي وساتل شي. د تکنالوژۍ کارونه تر ډېره په بانکي او اداري چارو کې اړینه ګڼل کېږي. ډېر هغه هیوادونه چې په تکنالوژۍ سمبال دي، اقتصادي حالاتو یې د نورو هیوادونو په پرتله خورا پرمختګ کړی. په نننۍ زمانه کې ډېری هيوادونه د تکنالوژیو په کارونه خپل ټول اداري او معاملوي چارې پر مخ وړي، نو همدا وجه ده چې اقتصاد یې هم پر مخ ځي.
بانکونه: بانک، هغه مالي اداره ده چې د خلکو تر منځ د یو منځګړي رول لوبوي، له خلکو پورونه هم اخلي؛ او هم خلکو ته پورونه ورکوي. پدې توګه د ډېرو پیسو لرونکي خلک خپلې پیسې د سود (ګټې) د تر لاسه کولو په موخه بانکونو ته ورکوي.بانکونه بیا په دغه پیسو پانګونه کوي او یا یې هم نورو ته د ډېر سود لپاره د پور په ډول ورکوي. بانکونه نه یوازې د خلکو پیسې ساتي بلکې نورې ډېرې دندې هم تر سره کوي لکه؛ د پیسو لېږدول له یو ځای څخه بل ځای ته؛ د خلکو پیسې د امانت په توګه ساتل؛ د خلکو د اړينو اسنادو او قیمتي اسنادو ساتل؛ د خلکو پر ځای د هغوی وکالت کول ( د هغوی په پیسو باندې پيرودل او پلورل). نو، ویلی شو چې بانکونه د هیواد په اقتصاد کې د پام وړ رول لوبوي؛ د هیواد ټول سوداګریز یا تجارتي بانکونه د هیواد د مرکزي بانک له لوري اداره کېږي.
مالیه ((Tax: مالیه، د یوې اندزې پیسو څخه عبارت ده، چې دولت یې د خلکو له مالي قدرت او اقتصادي توان سره تر لاسه کوي او په بدل کې یې خلک له دولت څخه د ټاکلي خدمتونو د تر سره کولو غوښتنه لري. مالیه بېلابېل ډولونه لري لکه په عوایدو مالیه، په سوچه شتمنیو مالیه، په وارداتو او صادراتو باندې مالیه… په مخابراتي خدماتو له پېرودونکو څخه د یو اندزه کرېډت پرېکول هم د مالیي په ډولونو کې راځي، کوم چې د پیرودونکو له مصارفو څخه د دولت خزانې ته ځي. نو ویلای شو چې دا ډول مالیي د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې خورا ستره ونډه لري.
بیمه ((Insurance: بیمه هم یو له هغه عواملو څخه کېدلای شي کوم چې د اقتصاد په پیاوړي کېدو کې مرسته کوي. بیمه یا انشورنس، په اصل کې د ډار یا وېرې په معنا ده، او په اصطلاح کې هغه تړون چې له مخې یې یوه خوا د بیمې حق د اخیستو په بدل کې د بلې خوا د راتلونکو خطرونو پر وړاندې ساتنه کوي.
تړون د دوو لورو لخوا همغږي کېدل دي چې یو لوری یې؛ بیمه شوی یا بیمه لرونکی(۱)، د بیمې کمپنۍ(۲)؛ نو که چیرې بیمه شتون ولري، هر سړی غواړي کار شروع کړي، هر سړی غواړي کور ولري، خپله سوداګري (تجارت) شروع کړي… نو همدا وجه ده چې بیمه د اقتصاد د پیاوړي کېدلو لامل ګرځي.
اداره او منجمېنټ: د ګډو موخو د لاسته راوړلو، د چارو د سمون، کنټرول او رهبري کولو لپاره د څو تنو همغږي کېدل عبارت د ادارې او منجمېنټ څخه دي. کله چې په هیواد کې د ټولو چارو اداره او منجمېنټ په ښه توګه تر سره کېږي؛ هغه هیوادونه پر مخ ځي؛ د هغه هیوادونو اقتصادي حالات ښه کېږي؛ د هغه هیوادنو خلک خپلو دندو ته متوجه کېږي؛ د بې ځایه لګښتونو او د وخت د ضایع کېدو مخنیوی کوي. کله چې د اقتصادي پلانونو تر څنګ نور ورته پلانونه په منظم او څارنیزه توګه اداره او برابر نشي، نو د لګښت د ډېروالي تر څنګ یې د کارکوونکو بې ځایه کارونه، د وخت ضایع او نورې ستونزې ولاړوي.
امنیت: امنیت د یو هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ستر رول لوبوي. هغه هیوادونه چې د امنیت له پلوه ډاډمن دي نو هلته نه یوازې اقتصادي حالات ښه شوي بلکې کورنۍ، سوداګران، پلورونکي او پیرودونکي په ډاډه زړه کولای شي خپلې غوښتنې پوره کړي؛ هلته ارام ژوند او خلکو د ژوند توقعات خورا ډېر وي. هغه هيوادونو ته خورا ډېر سېلانیان د سېل لپاره ځي؛ د نورو خلکو په پرتله هغوی ډېر خوښ وي؛ ډېر ابتکاري او ایجادوونکي وي. بد بختانه زمونږ د هېواد امنیت په هیڅ ډول ډاډمن نه دی، نو همدا وجه ده چې کارونه مو ښه پر مخ نه ځي، د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان یو؛ په ډاډه زړه تجارت او سوداګري نه شو کولای ځکه لارې او سړکونه د هر ډول خطرونو ښکاروندی دي.
د فساد نشتون: د فساد نشتون هم یو له هغه عواملو څخه کېدلای شي کوم چې د هیواد د اقتصاد په پیاوړي کېدو کې د پام وړ رول لوبوي. هلته چې د فساد ریښې نه وي غزېدلې نو ګمارونکي او کارکوونکي د خپلو دندو پوره خیال ساتي، هغوی تل د خپلو ادارو، محصولاتو او پلورنځیو لپاره کارکوونکي او سمبالوونکي غیر له کوم ډول شخصي اړیکو او نزدیکت له لارې ټاکي. هر کارکوونکی او سمبالونکی د وړتیا او رقابت له مخې ټاکل کېږي، او پدې ډول هر څوک د خپلې دندې مسؤل ګڼل کېږي. نو هغه ادارې چې هلته فساد شتون نه لري، په هغه ادارو کې د عامه شتمنیو څخه ناوړه ګټه هم نه پورته کېږي، وګړي یې په غیر قانوني ډول خپلې شتمنۍ هم نه شي ډېرولای او د نورو حقوق پکښې تل خوندي پاتې کېږي.
طبیعې او مصنوعي ښکلا: طبیعې او مصنوعي ښکلا د سیلانیانو (ټوریزم) یو تر ټولو ښه سرچینه ده؛ پدې معنا: هغه هیوادونه چې د امنیت څخه ډاډمن دي، د طبیعي ښکلا تر څنګ مصنوعي ښکلا، پارکونه او د سیل ځایونه لري، بهرنیان ورته د سیل لپاره ځي، چې دا ټوریزم د یو هیواد د اقتصاد د پیاوړي کېدو لامل کېږي؛ مګر د ټوریزم لپاره امنیت اړین دی. هلته چې امنیت شتون نه لري نو سیلانیان هلته له تللو څخه ډډه کوي. ټوریزم د هیوادونو د اقتصاد د پیاوړي کېدو لپاره ډېر ښه ثابتېږي. اټکل کېږي چې د هندوستان د GDP Gross Domestic Products))شاوخوا ٪ ۸.۷ برخه به د ۲۰۱۵ م کال تر پای پورې یوازې د ټوریزم څخه لاس ته راشي؛ تېر کال د هندوستان د GDP ۶.۳٪ برخه د ټوریزم څخه لاس ته راغلې وه. همدارنګه د دوبۍ د GDP ۳۱٪ برخه په ۲۰۱۴م کال کې د ټوریزم څخه لاس ته راغلې وه، او تر ۲۰۲۰م کال پورې اټکل کېږي چې د GDP شاوخوا ۳۸٪ برخه به یوازې ټوریزم جوړوي.
ډېر نفوس: ډېر نفوس هم د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې رول لري خو هغه وخت چې په هیواد کې امنیت وي، د زده کړې زمینه ورته برابره وي، د کار زمینه ورته برابرېږي؛ فساد نه وي، نو دوی کولای شي نوې مفکورې وزېږوي؛ دوی کولای شي نوې تکنولوژۍ جوړې کړي، د نویو تکنولوژیو په ښه کارونه کې ګټور ثابتېدلای شي؛ د کاریګرو کمښت له منځه ځي او پدې توګه د نوې کمپنۍ، نوې فابرېکې ،ساختماني شرکتونه، ښارونه او د داسې نور رامنځ ته کېږي چې په همدې ډول هیوادونه پرمختګ کوي.
د سړکونو جوړونه او د لېږد (وړلو راوړلو) د وسایلو ډېروالی تر څو تولید شوي اجناس او د کرنې (زراعت) څخه لاس ته راوړي محصولات په خپل وخت بازار او مارکېټونو ته ورسېږي او د خلکو غوښتنې پوره کړای شي.
د ساتن ځایونو یا ګدامونو جوړول، او د نندارتونونو جوړل تر څو نوي تولید شوي اجناس پکې د نندارې او د راتلونکو غوښتنو لپاره وساتل شي، نو پیرودونکي کولای شي خپلې غوښتنې په اسانۍ سره پوره کړي.
یادونه:
(۱) هغه شخص یا اداره چې خپل ژوند یا خپله شتمني بیمه کوي او په بدل کې یوه اندازه پیسې د بیمې کمپنۍ ته ورکوي.
(۲) هغه اداره چې د بیمه شوي د مال او نورو هغو شیانو چې د بیمې تړون پرې رامنځ ته شوی وي، زیان جبرانوي.