ژباړه: مصطفی نور
ریښتينی سړی هغه دی، چې کله څوک ورته ګوري، انګېزه اخلی او ډېری وختونه یې نظرونه له بخيلۍ سره یو ځای وي. هغه هماغه سړی دی چې ټول ورپسې وي. دا سړی بې له دې چې وغواړي په هر ځای کې د پام وړ ګرځي.
لاندې د یوه ریښتیني سړي پنځه ویشت ځانګړتیاوو ته اشاره کوو. تاسو هم کولی شی کومې ځانګړتیاوو مو چې په ذهن کې دي له موږ سره شریکې کړئ!
۱. ریښتینی سړی ټینګار لري. تر څو چې بریالی شوی نه وي هېڅکله له کار څخه لاس نه اخلي. هماغه سړی دی چې تر آخرې سلګې پورې ودرېږي.
۲. ریښتینی سړی کولی شي له ځان او کورنۍ څخه یې دفاع وکړي.
۳. ریښتینی سړی د ښکلي اندام لروونکی دی، قوي وي او نورو ته ډېر جذاب ښکاري.
۴. ریښتني سړی زړور وي، ډار نه لري؛ خو هغه یې منلی او په هر وخت کې ورسره مخامخ کېږي.
۵. ریښتینی سړی کولی شي په زړه پوري واوسي. هوښیار، ټوکمار او تل خلک په خپله ځيرکۍ او ټوکو ټکالو په خپله ځان راټولوي.
۶. ريښتینی سړی ډېرې څه د ویلو لپاره لري. هغه ډېر متفاوت ژوند درلود او لري یې. غلطۍ یې کړې او د دې وړتیا لري، چې خپلې غلطۍ په ټوکو تعریف کړي. پېښې پرې تېرې شوې او هر څوک غواړي د هغه په اړه واوري.
۷. ریښتینی سړی کولی شي وخاندي. دا د ریښتیني سړي د مهمو ځانګړتیاو څخه ده. تاسو هیڅکله نه شی کولی په ریښتیني سړي ټوکې وکړی، ځکه خپله به هم له موږ سره یو ځای شي. هر څوک په خپله په خپل ځان تر ټولو ښې ټوکې کولی شي.
۸. ریښتینی سړی خاکسار دی. دا برخه هم د نورو د خندولو یوه ښه وړتیا بللی شو. هر بریالیتوب چې ترلاسه کړي، هېڅکله ځان نه هیروي او که داسې پېښه وشي بیا هم هماغسې خاکساره وي.
۹. ریښتینی سړی پوهه لري، د هغه اړتیا د زدکړو مدرک نه دی، بلکې د زدکړې تږي وي. هغه غواړي زده کړه وکړي او همداسې کوي. دا له هغه سره مرسته کوي تر څو وکولی شي له خلکو سره هر ډول اقتصادي او ټولنیزې اړیکې ټینګې کړي. په ډېره آسانۍ کولی شي له لویو پانګوالو او مذهبي مبلغینو سره اړیکې وساتي.
۱۰. ریښتینی سړی، په نرانو کې نر دی. داسې سړی دی چې د هغه سره مینه نه لرل ډېر سخت دي. سرټمبه او ډېری وخت چوپ وي؛ خو هر وخت کولی شي وخاندي او یوه ټوکه وکړي.
۱۱. ریښتینی سړی د هرې کلمې په ارزښت پوهېږي، یوازې په دې خاطر خبرې نه کوي، چې خپل غږ واوري. خپلې کلمې په دقت سره ټاکي. د هغه قدرت ته درناوی لري که هغه په لیکلو او ویلو کې وي. یوازې هغه وخت خبرې نه کوي چې نور یې خبرې واوري، هغه وخت خبرې کوي چې د ویلو لپاره ارزښتناک څه ولري.
۱۲. ریښتینی سړی هدف لري. دا د هغه تر ټولو ښه ځانګړتیا ده. حال دا چې ټول دربه در ګرځي تر څو خپل ځان پیدا کړي؛ خو ریښتینی سړی د خپل ځان په جوړولو کې بوخت وي. هره ورځ خپلې موخې ته د رسېدلو لپاره یو کار کوي.
۱۳. ريښتینی سړی زیارکښ دی. هغه پوهېږي چې بې له زیار او سخت کاره هیڅ هم نه ترسره کېږي.
۱۴. ریښتینی سړی جنګي دی. پوهېږي چې ځنې څېزونه یې په کنټرول کې نه دي؛ خو څه یې چې په کنټرول کې دي د هغه لپاره هر څه کوي او پر څه چې کنټرول نه لري ورته اندېښمن نه دي، د سبا لپاره اندیښنه نه کوي، د خپل نن جوړولو لپاره سخت کوښښ کوي.
۱۵. ریښتینی سړی د ګیلې یا دعوا پیلونکی نه دی؛ خو که چېرې په دعوا کې راګير شي، هغه پای ته رسوي. ځوروونکی نه دی، له هغې ډلې نه دی چې په دعوا پسې وګرځي، تر څو خپل زور وآزمويي؛ خو که د یوه کار د ترسره کولو لپاره تر ټولو منطقي کار دعوه کول وي، دا کار به وکړي. هغه دا کار د دعوا د خرابولو لپاره نه کوي، بلکې د ځان د دفاع لپاره یې کوي.
۱۶. ريښتينی سړی په موډ برابر، خپل ظاهر ته پام کوي او خلک هم هغه ته درناوی کوي. هغه پوهېږي چې څنګه باید د یوه نر غوندې کالي واغوندي.
۱۷. ریښتینی سړی پوهېږي چې څوک دی او ارزښتونه یې پر ژوند حکومت کوي. هیڅکله له خپلو ارزښتونو څخه سرغړونه نه کوي او تر وروستی سلګي ودېږي ، حتا که د ارزښتونو په خاطر یې مبارزه په یوازې هم وي، تر خپل وروستي توان پورې جنګېږي.
۱۸. ریښتینی سړی پوهېږي چې له ښځو سره څنګه چلند وکړي. هغه ښځو ته درناوی لري او هر وخت یې خپلې میرمنې سره په کارونو او هیلو ته په رسیدو کې مرسته کوي.
۱۹. ریښتینی سړی د ټولو د خوشاله کولو لپاره ځان نه په زحمتوي، ځکه پوهېږي ناشوونې ده. هیڅکله نه پرېږدي چې کومه ښځه یې ژوند اداره کړي. هغه د ځان لپاره نر دی، سره له دې چې هغه ځمکه مچو کوي په کومه یې چې مېرمنې ګام ایښی وي؛ خو پوهېږي چې څنګه اجازه ورنکړي تر څو له خپل حده تېری وکړي. هیڅکله نه شي کولی له یوې بخیلي او کنترول کوونکې ښځې سره په اړیکه کې وي.
۲۰. ریښتینی سړی د ارزښتنو سړی دی. انشټین وايي « کوښښ مه کوئ، چې د بریالیتوب سړی واوسی، هڅه وکړئ د ارزښتونو سړی واوسئ » انشټین پوهیدو که چېرې نورو ته ارزښتمن واوسئ، په حقیقت کې بریالی یاستی. ریښتینی سړی د ارزښت او ارزښتونو سړی دی، هغه د نورو په څنګ کې اوسېدلو سره د هغوی د ژوند په ښه کوولو کې مرسته کوي.
۲۱. ريښتینی سړی له نورو سره مرسته کوي، هغه بښوونکی او سخي دی، هغه خپله موخه لري؛ خو پوهېږي چې ژوند یوازې بریالیتوب نه دی، بلکې د نورو په ذهن کې پاتې کېدل دي. پوهېږي چې یوازې د نورو سره د مرستې له لارې کولی شي خپلو هیلو ته ورسېږي.
۲۲. ريښتینی سړی یو رهبر او الګو دی. هغه خلکو ته نه وايي، چې څنګه ژوند وکړي؛ خو داسې ژوند کوي، چې نور له هغې څخه درس واخلي.
۲۳. د تاریخ په اوږدو کې ريښتیني کسانو هغه ځایونه چې نورو به ورته دماتې په سترګه کتل، بریالیتوب ته یې یو فرصت ګڼلو. ریښتینی سړی ښايي ماتې وخوري؛ خو ماتې د ده لپاره د لارې پای نه دی. هغه ماتې د تجربې له لازمي برخې څخه ګڼي او پوهېږي، چې ماتې د دې سبب کېږي چې ډېر داسې څېزونه وآزمويي، چې نور له هغه څخه لرې والی کوي او د دې سبب کېږي، کله چې نور د لارې له دوام څخه لاس اخلي، هغه خپلې هڅې نورې هم ډېرې کړي.
۲۴. ريښتینی سړی سرټمبه او لجوج دی. کله چې هغه کار پیل کړي کوم سره چې مینه لري، هیڅوک نه شي کولی هغه شاته وګرځوي او تر آخره دوام ورکوي. همدارنګه هوښیار دی او خوښوي چې د نورو نظرونه او خبرې واوري، ځکه پوهېږي چې سرټمبه دی او ښايي غلطي وکړي، تل د هغه خلکو نظرونه اوري کوم چې فکر کوي له دوی نه ښه دي.
۲۵. ريښتينی سړی هیڅ کوښښ نه کوي، چې ريښتینی نر واوسي، دا هماغه ځای دی چې ماتې خوري، هغه له ژوند سره مینه لري، په خپله شاخوا نړۍ کې جذب کوونکی او غواړي څومره چې کولی شي همغومره ښه سړی واوسي. ذاتاً په نورو باندې پام کوي، له پوره مېنې سره سخت کوښښ کوي. ژوند سره مینه لري او هغه فرصتونو ته حیرانېږي چې هره ورځ یې لاس ته ورځي. دا ټولې ځانګړتیاوې په طبیعې ډول په هغه کې وجود لري، هغه چې هوښیار، مهربانه او زړه ور دی، ټول د یوه قوي مدير په شان د ځان خواته راټولوي.