ژباړه: مصطفی صفا
په دغه لیکنه کې د امریکا د مشهور پانګه وال «سټیو جابر» ځینې مهمې او کارنده مفکورې راغلې دي، چې ښايي دده په شتمن کېدو کې به یې هم ونډه لرې وي. جابز د اپل Apple د کمپیوټري ټکنالوژۍ د شرکت مشر ؤ. ده په ۱۹۷۶م کال د خپل یوه بل ملګري «وزبناک» په ملګرتیا د اپل د شرکت بنسټ کېښود او ډېر ژر له عام محبوبیت او شهرت څخه برخمن شو. دده پر ژوند او کاروبار باندې په امریکا کې ګڼ کتابونه لیکل شوي دي. په دې باب ترټولو مهم شی، دده خپلې ویناوې او مفکورې دي. موږ هم د نوموړي ځینې همداسې ټکي راژباړلي دي، هیله ده، په ښه مو درشي.
¯ ¯ ¯
- اوږد وغځېږئ او خپل غوږ پرځمکه کېږدئ، دا مو د رقیبانو غږ دی، چې له میدان څخه ستاسې د ایستلو لپاره نقشه اچوي او یا مو د هغو مشتریانو غږ دی، چې ستاسو له محصولاتو څخه د ناخوښۍ څرګندونه کوي. کوم یو منئ؟ فرق نه کوي، هریو چې اورئ، یو داسې خبرداری دی، که چېرې کوم مناسب اقدام ترسره نه کړئ، خاورې په مو پر سر شي!
- وخت، د حرکت وخت دی! دا هغه جمله ده، چې هر سهار یې له ځانه سره څوڅو ځله تکراروم.
- امکان لري، تاسې د کوم نوي فکر یا کوم نوښت د پلي کولو پرمهال تېروتنه وکړئ، خو په داسې حالت کې غوره دا ده، چې خپله تېروتنه اصلاح کړئ او خپل نوښت ته پراختیا ورکړئ، حتی که چېرې د تېروتنې د اصلاح په قېمت بله تېروتنه هم وکړئ.
- که چېرې دې ته په انتظار وئ، چې بل څوک دې د بریالیتوب لاره در وښيي، تل بایلوونکي پاتې کېږئ…
- که چېرې له څه مهال وروسته کوم نوی شی خپلو مشتریانو ته وړاندې نه کړو، هغه باور چې «موږ ترټولو غوره یو» له لاسه به یې ورکړو.
- کله چې غواړم، کوم کس په خپلو مدیریتي بستونو کې استخدام کړم، یو داسې څوک غوره کوم، چې بشپړه وړتیا ولري او ترڅنګ یې دغه ټکي ته ډېره پاملرنه کوم، چې ایا دغه کس کولی شي، پر «اپل» مَین شي. یو مینه وال او پرخپل کار عاشق مدیر په خپلو چارو کې ترځان نه، خپلو کارونو ته زیات ارزښت ورکوي او د خپلې ادارې داسې ساتنه او پالنه کوي، لکه عاشق چې یې له خپل معشوق څخه کوي.
- په ژوند کې مې دا فکر نه دی کړی، چې د کوم چا حق ورنکړم. زه یو څوک ګمارم، حق یې ورکوم، ټولو کارکوونکو ته احترام لرم او ورته وایم چې: ستاسې دنده، ستاسې کار نه، بلکې ژوند مو دی!
- هغه ډول ژوند مه کوئ، چې د نورو وګړیو د فکرونو پایله ده. پرې نه ږدئ، چې د نورو خلکو د فکرونو شورماشور ددې سبب شي، چې تاسې خپل باطني غږ پکې وانه ورئ… ایا تاسې له ژوند څخه د نورو خلکو د خیالونو د ترسره کولو له امله ستړي شوي یئ؟ په شک کې مې لوېږئ! دا ستاسې خپل ژوند دی او تاسې حق لرئ، چې له خپل وخت څخه چې څنګه یې غواړئ، هغسې استفاده وکړئ… په داسې رنګ ژوند وکړئ، چې نور خلک ستاسې پرځای تصمیم ونه نیسي. تاسې په خپله انتخاب وکړئ او د خپل ځان رئیس ووسئ.
- دا تاسې یئ، چې خپل راتلونکی ټاکئ. ایا ددې لېوال یئ، چې د عمر تر وروستیو پورې له هغه کاروبار سره لاس او ګرېوان ووسئ، چې ډېره لږه ګټه وټه لري؟ فکر وکړئ او په داسې کار لاس پورې کړئ، چې نړۍ ورباندې بدله شي.
- همېشه نوی شی له ځانه سره ولرئ، ترڅو له نورو څخه جالب ښکاره شئ.
- زه یوازنی سړی یم، چې په یوه کال کې مې له یو بیلیون ډالرو څخه یو پرڅلور برخه له لاسه ورکړې ده، خو غم او خفګان ته مې په زړه کې ځان نه دی ورکړی… دغه موضوع زیاته شخصیت جوړوونکې ده. تېروتنه کول، په تېروتنه کې د اوسېدلو او پاتې کېدلو په معنا مه ګنئ. هېڅ داسې موفق سړی نه شته، چې تر اوسه له کومې ماتې او تېروتنې سره نه وي مخامخ شوی. بریالي انسانان تېروتنه کوي، خو ژر خپلې کړنلارې ته بدلون ورکوي… هغوی خپله تېروتنه په یاد راوړي، د ناهیلۍ په خاطر نه، د زده کړې په خاطر! تېروتنه کول په دې معنا نه ده، چې د یوه ناپوه او احمق په څېر یې!
- هغه مهال چې زه ۲۲ کلن وم، له یومیلیون څخه مې زیات ډالر درلودل. کله چې ۲۳کلن شوم، پانګه مې لسو میلیونو ډالرو ته ورسېده او کله چې ۲۵کلن شوم، ترسلو میلیونو ډالرو مې پانګه واوښتله. ما تل زیاتې پیسې درلودلې، خو دا خبره ماته ډېره مهمه نه وه، ځکه چې ما خپل کارونه یوازې د پیسو لپاره نه دي ترسره کړي… د پیسو لاسته راوړل، په دویمه درجه ارزښت لري. هغه څه چې زیات ارزښت لري، رهبري ده او د هغې پوهې او درک اندازه ده، چې ته یې لرې.
- یو کال مې عمر نور هم تېر شو، خو د نویو محصلاتو د وړاندې کولو لپاره فرصت لرم. زه په همدغه جمله باندې نوی کال پیلوم.
[review]