• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د یوه پیاوړي مدیر اووه نښې

Home ژباړهد یوه پیاوړي مدیر اووه نښې
د یوه پیاوړي مدیر اووه نښې

د یوه پیاوړي مدیر اووه نښې

ژباړه : عطا محمد میاخېل
آیا له خپل رییس څخه راضي یاستئ ؟ آیا پوهېږئ، چې رییس مو څه ډول کړنې ترسره کوي ؟ د دې له پاره، چې یو پیاوړی مدیر وپېژنئ، بسنه کوي، چې له دې اوو نښو څخه یوه یې پکې ووینئ، که چېرې ستاسو رییس له دې نښو څخه یوه هم ولري، نو په ارزښت یې پوه شئ .
ریاست سخت کار دی :
د ورځې په پای کې هرڅه د مدیر په غاړه وي . هغوی دي، چې وروستی تصمیم نیسي . د خپلو کارمندانو له کړنو څخه ځان ډاډه کوي او د هغوی حقوق ورکوي .
که چېرې تاسو رییس لرئ، چې په دې مقاله کې له یادو شوو نښو څخه یوه یې لري، نو تاسو ته وړاندیز کوو، چې دا لیکنه له هغه سره شریکه کړئ . هغوی د دې وړتیا لري، چې وګوري تاسو یې د زیار او زحمت په ارزښت پوهېږئ .
پیاوړي مدیران لاندې نښې لري :
۱ ـــ د ستاسو له وضعې څخه ځان خبروي :
آیا داسې پېښ شوي، چې یوه بده ورځ مو تر شا پریښې وي او وروسته رییس له تاسو څخه پوښتنه کوي ( دا حالت ښه دی ؟ ) سره له ټولو مسایلو، چې د هغوی ذهن یې بوخت کړی دی، د خپلو کارمندانو د حالت پوښتنه کوي او ستاسو په اړه اندېښمن دي .
۲ ـــ تاسې خپلو غیر دنده ایزو موخو ته هڅوي :
پیاوړي مدیران پوهېږي، چې ښایي تاسو تر ټولو غوره حالت کې له خپل کار څخه خوند واخلئ، خو ستاسو وروستۍ موخه کارمند اوسېدل نه دي . هر فرد خپلې بوختیاوې لري او خوښېږي یې، چې خپل ازګار وخت په یو نه یو ډول ډک کړي . پیاوړي مدیران پوهېږي او تاسو هڅوي، ترڅو په هماغه کچه چې خپلې دندې ترسره کوئ، د خپلې ازګارتیا له وختونو او جانبي فعالیتونو څخه هم خوند واخلئ .
۳ ـــ تاسو ته دا احساس درکوي، چې نظر مو ارزښتمن دی :
حتی که چېرې تاسو د خپل شرکت اصلي مهرې هم ونه اوسئ، یو پیاوړی رییس په دې باندې ډاډه کېږي، چې کارمند یې د مهم اوسېدو احساس ولري . هغوی له داسې یوې پروسې څخه کار اخلي، چې هر څوک وکولای شي خپل نظر بیان کړي او دا احساس کړي، چې نظر یې اورېدل شوی او د پام وړ ګرځېدلی . پیاوړي مدیران پوهېږي، چې ښایي کله وخت هغه افراد چې عادي رول لري، ترټولو غوره لید لوری ولري او په زړه پورې نظر وړاندې کړي .
۴ ـــ د هغوی له پاره کوچنۍ او لویې لاسته راوړنې یو شان ارزښت لري :
ځینې مدیران لویو لاسته راوړنو ته ارزښت ورکوي، خو یو ښه مدیر پوهېږي، چې ښایي یوه کوچنۍ لاسته راوړنه د ځینو کسانو له پاره ډېر زیات اهمیت ولري او هغې ته د لویې لاسته راوړنې په کچه ارزښت ورکوي .
۵ ـــ د روزنې له پاره وخت ورکوي :
ښه مدیران پوهېږي، که چېرې له خپلو کارمندانو څخه یې څه غوښتي، ترلاسه کړي یې نه دي، نو کارمند یې اړینو لارښوونو ته په سمه توګه پام نه دی کړی . پیاوړي مدیران د اړینو ټکو د روزنې له پاره وخت په پام کې نیسي او په دې باندې ځان ډاډه کوي، چې د ټیم ټول غړي یې یو د بل ترڅنګ بریالي دي .
۶ ـــ د خبرو او عمل ترمنځ یې توپیر نه لیدل کېږي :
ځینې مدیران یوازې خبرې کوي، خو اقدام نه کوي . پیاوړي مدیران بېلګه دي، که چېرې خبرې کوي، په هغو باندې عمل هم کوي . د دوی دا کړنې له دوی څخه یو حیرانونکی مدیر جوړوي، ځکه د هغوی خبرې د هغوی ورځنۍ نمونې دي .
۷ ـــ د نورو د پرمختګ سبب ګرځي :
په پای کې پیاوړي مدیران د خپلو شاوخوا خلکو د پرمختګ سبب ګرځي . هغوی په خپلو کارمندانو او همکارانو باندې پانګونه کوي، هغوی ته دا فرصت ورکوي، چې روزنه تر لاسه کړي، پرمختګ وکړي او بریالي شي . غوره مدیران د نورو د پرمختګ لامل ګرځي او له هغو سره مرسته کوي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

Napoleon ناپیلیون

د ناپیلیون پنځوس مرغلرې

Jul 11, 2015

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل 1 ـــ د[...]

د دکارت ژوند ته یوه لنډه کتنه
رنه دکارت

د دکارت ژوند ته یوه لنډه کتنه

Dec 20, 2015

ژباړن : عطا محمد  میاخېل     بشپړ نوم یې[...]

ماشومان ولې درواغ وایي؟

Nov 4, 2017

ژباړه: عطا محمد میاخېل تر اوسه مې نه دي اورېدلي،[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022