ژباړه : عطا محمد میاخېل
د یوه ښه پلار ځانګړتیاوې دا دي، چې مینه ناک او بښونکی وي او په دې باید ځان ډاډه کړي، چې اولادونه یې له هر لوري خوندي دي، مګر د یوه زړه خوږي پلار په توګه، دې ټکي ته باید تل پام وکړئ، تر ټولو غوره کار، چې کولای شئ، د خپلو اولادونو له پاره یې ترسره کړئ، یوازې مالي مسایل او د هغوی له پاره د یوه غوره ښوونځي ټاکل نه دي، بلکې دې وو نه هم غوره د یوه داسې چاپېریال را منځته کول دي، چې ماشومان وکولای شي؛ په هغه کې په سمه توګه وده وکړي او د امکان تر بریده، تر ټولو غوره وي . تاسو د یوه مهربان او زړه خوږي پلار په توګه دنده لرئ، چې خپلو اولادونو ته داسې شرایط رامنځته کړئ، چې هغوی ته د یوې ښې او سالمې، جسمې او رواني ودې فرصت په لاس ورشي .
ځینې پلرونه له خپل کار ځای څخه د راګرځېدو پرمهال په کورکې یا ورځپاڼه لولي او یا هم ټلویزیون ته ناست وي، که چېرې ماشومان وغواړي دوی ته نږدې شي، نو ستړیا بانه کوي او هغوی له ځانه لرې کوي . کله وخت مور هم په دې کړنه کې له پلار سره ګډون کوي او ماشومانو ته وایي، چې پلار مو ډېر ستړی دی، شور او زوږ مه کوئ ! کله چې یو څوک له کاره ستړی کورته راځي، یوازې جسمي آرامتیا ته اړتیا نه لري او له کار ځای څخه لرې والی د اعصابو د آرامتیا په مانا نه ده، ماشومان تل لوبې کوي، تاسو هم په فعال ډول د هغوی په لوبو کې ګډون وکړئ او یوازې ننداره کوونکي مه اوسئ . له نیم یا یوساعت آرامتیا وروسته له هغوی سره په لوبه ګډون وکړئ، ترڅو د هغوی په شور و زوږ او بې پامۍ کې برخه واخلئ .
ستاسو اولادونه په لوبه کې ستاسو له حضور څخه خوند اخلي او د هغوی د خوښۍ او خوشالۍ حالت تاسو ته هم لېږدول کېږي . ډاډه اوسئ د لوبې له پای ته رسېدو وروسته به په خپل بدن کې یو نوی ځواک تجربه کړئ، دغه راز د رخصتۍ په ورځو کې، چې په کورکې یاستئ او د کور په کارونو کې بوخت یاستئ د بېلګې په توګه : د انګړ ګلانو ته اوبه ورکوئ او یا هم د ماشومانو د لوبو وسایل بېرته ورته جوړوئ، نو ماشومانو ته هم اجازه ورکړئ، چې له تاسو سره واوسي او پرېې ږدئ، چې په هغو وسایلو کې ګوتې ووهي، کوم چې خطر نه لري، دا کېدای شي ستاسو په کار کې د ځنډ لامل شي، مګر یو د بل تر څنګ ستاسو د حضور سبب ګرځي، دا موقع، تر ټولو غوره وخت دی، چې خپلې تجربې له هغوی سره شریکې کړئ، دا ډول فرصتونه د ماشومانو د ټولنیزو مهارتونو د ډېرښت، په ځان باندې د د لوړ اعتماد، آرامتیا او د پلرونو د رضایت او خوښۍ سبب کېږي .
خپلې مېرمنې سره مینه وکړئ :
یو مهربان او زړه خوږی پلار نه یوازې له خپلو اولادونو سره مینه کوي، بلکې په خپلې مېرمنې هم مین وي، دا تر ټولو کلیدي ټکی دی، چې د کورنۍ او اولادونو په وړاندې پلرونه ډېر مهم رول لري، نو له قید و شرط پرته له خپلې مېرمنې سره مینه وکړئ، ځکه دا مثبت احساس به وکولای شي، تر بل هر کاره ډېر ستاسو د اولادونو په ګټه وي او هغوی ته ژوند ارزښتمن کړي .
له خپلو اولادونو سره مینه کول :
له قید و شرط پرته له خپلو اولادونو سره مینه وکړئ او په دې باندې ځان ښه ډاډه کړئ، چې اولادونه مو پوهېږي، چې ورسره مینه لرئ؛ له هغوی سره د مینې احساس مه پېچلی کوئ . مینه کول هېڅکله ستاسو د اولادونو د بد چلند سبب نه ګرځي . د یادونې وړده، هغه ماشومان، چې د خپل پلار د مینې د سیوري لاندې د خوندیتوب احساس کوي، سترو بریاو ته رسېږي .
وده وکړئ :
کېدای شي داسې فکر وکړئ، چې وده یوازې او یوازې د ماشومانو له پاره اړینه ده، خو تېروتنه کوئ، ځکه پلرونه هم باید وده وکړي، په حقیقت کې ماشومان هغه چا ته ډېره اړتیا لري، کوم چې د هر څه په اړه فکر کوي، ستونزمن تصمیمونه نیسي او په ژوند کې مسؤلیت منونکی دی. په حقیقت کې هغوی هغه څوک غواړي، چې وکولای شي پرې حساب وکړي او د دوی باور او اعتماد تر لاسه کړي .
له خپلو اولادونو سره واوسئ :
له خپلو اولادونو سره واوسئ او هغوی ته وخت ورکړئ، ماشومانو ته د ( ګټور وخت) ځانګړي کول ډېر اړین دی، مګر بې ګټې وخت به هېڅکله مثبت ټکی له ځان سره ونه لري، نو د ځان له پاره فرصت برابر کړئ، چې خپلو ماشومانو ته وخت ورکړئ او په دې باندې پوه شئ، چې ټول خلک په یوه کچه یانې په شپه او ورځ کې ۲۴ ساعتونه وخت لري، مګر د یاد وخت له پاره د پرواګرامونو د طرحې ترڅنګ ماشومانو ته ارزښت ورکول ډېر مهم او اړین دي .
د خپلو اولادونو اړتیاوې پوره کړئ :
د اولادونو تر ټولو مهمې اړتیاوې، چې باید پوره شي، هغوی ته د یوه آرامه کور او باثباته چېریال جوړول، له هغوی سره مینه کول، د مادي اړتیاو پوره کول او له خپلې کورنۍ سره یوځای اوسېدل دي .
له خپلو ماشومانو سره سم چلند وکړئ :
ماشومان د عادلانه، مسؤلانه او د مینې ډک نظم په ارزښت پوهېږي، له ټاکلي او مشخص برید پرته به ستاسو د ماشومانو معقوله او پرځای وده، ډېر ستونزمنه وي .
د مسؤلیت منل :
خپلو اولادونو ته د مسؤلیت منل ورزده کړئ. هغه ماشومان، چې هڅه کوي د مسؤلیت له ستر پېټي څخه خپلې اوږې تشې کړي، ژر یا په ځند سره به ماتې خوري. یو مهربان پلار باید په دې ډاډه شي، چې زوی یې پوهېږي له خپلو تېروتنو سره څه ډول چلند وکړي؛ څنګه یې سمې او مخ پر وړاندې حرکت وکړي .
له ژوند سره مینه کول :
خپلو اولادونو ته ورزده کړئ، چې له ژوند سره مینه وکړي. تر ټولو غوره څیز، چې د ماشومانو خوشالي تضمینوي، د هغوی د والدینو خوشالي ده .
که چېرې په دې باندې ځان پوه کړو، چې له ژوند سره څنګه مینه وکړو، په نتیجه کې به مو دا ستره او بې جوړې ډالۍ خپلو ماشومانو ته وربښلې وي او په پایله کې به هغوی په بشپړډول له خپل ژوند څخه راضي وي .