لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
ــ۳ ــ
زرمينه نن د چا خبره پر ښي اړخ له خوبه راپاڅېدلې وه او ډېره خوښه خوشاله برېښېده. په پای ورته د زيرک پام شو او ويې پوښتله:
زروجانې، نن ډېره خوشاله خوشاله کېږي چې که لامل يې راته ووايې!
= اوس نه، خو چې مازيگر له پوهنتونه راستون شوې او
هلکان هم لاندې لوبوته کښېوتل، هله به يې دک و دليل درڅرگندکړم.
زيرک يې په همدې تلوسه کې د پوهنتون په موخه تر ښله (لېفته) بدرگه کړ اوپه مينه وړو مچو يې ورسره مخه ښه وويله.
هو، نن يې د واده پېنځلسمه کاليزه وه، خو نه پوهېده چې څنگه او په کومه ژبه يې له مېړه سره شريکه کړې او نمانځنې ته يې راوبولي. ځکه په تېروکلونوکې داسې يو وړنده تشيال (فضا)کله پر لاس نه وه ورغلې او مټې نن يې د لومړي ځل لپا ره دغه کارته پتېيلې وه.
پر هغه ورځ زرمينې غوښتل، مېړه ته د هماغو خوږو يادونو کوم ليک نيم راپيدا کړي چې دې ته يې رالېږلی وو. داچې د کور کار او اخلي پخلي په خواکې يې پوره وخت درلود، خپلې زړې غوټې بوخڅې ولټوي. هغه وه چې په پای کې يې ،
د زيرک له ډېرو تری تم شويو مينه وړو ليکونو څخه داليک وموند او له پوهنتونه له راستنېدو سره يې مخې ته ورکېښووه.
ليک داسې راپيلېده:
زما په ذهن او زړه کې تلمېشتې گرانې زرمينې!
هيله ده، د زړه پر څيرلې پاڼه مې دغه انځورلې ليکې ستا نرۍ نازکې گوتې ښکلې کړې او دمينه ناکو سترگو بلا دې واخلي.
تر هغه روسته مې چې سر پر سر د درو درلېږلو ليکونو ځواب تر لاسه نه شو کړای، نو برايي مې په خوب کې در نه گيله وکړه او تاهم زما پر سر درې ځله ولوړل چې يوه هم ستا د ليدلو وياړ تر لاسه کړی نه دی. خو، نن ستا پر ياد ژړېد لي زړه ډاډ راکړی چې دا ليک به مې هرو مرو ستا د مينه وړو کتو جوگه کېږي !
نو، گرانې زړگوټې! ستا دې پر خپله بېسارې ښکلا سوگند وي چې دا ليک به مې له رسېدو سره سم له سمونې په خپل مينه ناک ځواب رانازوې او د درلېږلی ځري(قاصد) په لاس به يې راغبرگوې!
ما ستا په پېغلوټو اننگو کې د سبا د نارنجباغ څرکونه ليدلي چې تر منځ به مو ناپايه غځېدلي واټنونه هرو مرو رالنډېږ ي.
پردې ايمان ولره چې زموږ پاکه سپېڅلې مينه به، يوه ورځ نه، يوه ورځ د بري تر بريده رسي او د کلو کلو نا رژېدلي مينه وړي ارمانونه به مو د سوبې د نيلي سوې را ښکلوي!
په همدې هيله دې سم له لاسه، له لرې نه سر و سترگې در ښکلوم او پر گلورينو شونډو دې خپلې شونډې کرم!
ستا د مينه ناکو کتو تږ ی
زمر
زيرک د ليک له لوستنې سره له زرمينې نه غېږ راچاپېره کړه او په ورته يې وويل:
= ښه، ستا د خوښۍ خوشالۍ لامل همداوو؟
= نه نه، آره خبره زما او ستا د واده د کاليزې ده چې نن يې پوره پېنځلسمه کالورځ ده!
= ښه نو، اوس راته وايه چې زه درته څه ډالۍ راوړم او ته…
زرمينې يې خبره ونيوله او په غبرگون کې يې ورڅرگنده کړه:
= نه نه، ډالۍ مالۍ ته اړتيا نشته، زه يو گلداره کېک له بازا ره راوړم، پېنځلس شمې به پر بلې کړو او د هغو تر پو کولو روسته به يې له درو واړو زامنو سره په گډه وخورو!
هسې خو زرمينه برلين ته له راتگ راهيسې شپه او ورځ په دې هڅه کې وه چې د خپل مېړه د زړه ساتنې په پار تر وسې وسې هرڅه وکړي او په دې لړ کې به يې شپه نيمه چې سره څملاستل، د مينې او گډ ژوند لومړني وختونه پر خپل خپل وار يو د بل له غوږه تېرول. له هغې نه هېرېدونکې شېبې به يې راپيل کړه چې ړومبی ځل د دواړو ښوونځيو تر منځ تېرېد ونکې کوڅه کې سره سترگه پر سترگه شوي ول، او بيا يې سره تر ډېر مهاله هغه شېبه نه راغبرگېدله.
د کاليزې پر سبا شپه چې مېړه او مېرمن له خپلو کوشنيانو سره ديونۍ(يکشنبې) کره ورځ په مېلو چکرو تر شا پرېښې وه او کټ ته سره وختل، زرمينې بيا هم تېر مينه وړ ي يادونه راوا خېستل:
= هغه شپې ورځې دې پر ياد دي چې نور څو مياشتينۍ غلچکي نغوتې اشارې مو سره پر يوه پټه مينه اوښتې وې؟.
د زيرک چې سترگې له خوبه مرغۍ مرغۍ کېدلې، زرمينې ته ورغبرگه کړه:
= داسې وختونه چې په اسانه به مو سره ليدای کتای نه شول او که کله به مو چې کوم چېرې سره له ډېرې لرې سترگلينونه غاړې وتل، هغه برېښنا وزمه شېبه ليده کاته به مو له درستې نړۍ سره نه برابرول.
.= او چې لا کله ناکله به مو په مياشتو مياشتو کې يو د بل ليک تر لاسه کړ ، له خوښۍ به په جامو کې نه ځايېدو…
= ترهغې مياشتې دوې را روسته د اوونيواوونيو لاريونونو لړۍ ډېره په زړه پورې وه او دا کابو يې پرلاس راکړې وه چې هره ورځ پکې له سهاره تر مازيگره برخه واخلو او بې له دې چې څوک راباندې رک شک شي، خوا پرخوا به سره روان ولو، نورو به د شاهي نظام پرضد نارې وهلې او ما او تابه غلې غلې د خپلې مينې کيسې کولې…
زرمينې داسې پسې وغځوله:
= کله به چې پر ستېج باندې د ويناوو، شعرونو او شعارونو وار راورسېد، تر تا روسته به ما د نجونو په استازۍ همستا انقلابي شعرونه اورول. د چکچکو او چغو نارو په ترځ ترځ کې به مو بياهم د غلچکو غلچکو ليدو کتو او خبرو اترو کابو تر لاسه کوله!
د هغه تېرمهال ځينو شعرونو او شعارونو به يې بېواکه پر شونډو داسې غځونې وکړې:
زه کارگر، ته کارپرما،
گټه ستا او کار پر ما…
ژر به بر شي لاس زما،
دومره خوار مه بوله ما!
زيرک ورته په موسکو شونډو داورواوروله :
گوره سبا دی هم ډېر ژر راتلونکی،
که مې شوې نن له گوزار بچ غليمه…
دا د څو ورځو پر واک ځواک دې مه شه،
اخر به واخلم درنه غچ غليمه!
اوبيا زرمينې تر هغې هم دوې نورې انقلابي څلوريزې په هماغه پخواني رنگ و خوندکې ور دېکلېمه کړې:
که دې په خوښه نه کړه، زور خو شته دی،
په لوگېدو که نه شوه، اور خو شته دی…
که دې په روغه نه کړ کور راسره،
سرزور ظالمه درته گور خو شته دی!
چې کوي سوچ مې د ورکولو،
د تاريخ خاورې د نشتولو…
هغه مغزی دی د ماتولو،
هغه ماغزه دي د بادولو
زيرک په کړس کړس وخندل
زرمينې ورته کړل:
.= ولې دې وخندل؟
زروجانې ، څه ښه وختونه ول!
= څنگه؟
زير ک يې پر شونډو پرلپسې څو مچې وروکرلې او بيا يې وويل:
= په هر ډول ، تر ټولو په زړه پورې به داوه چې کله به د څارند ويانو (پوليسانو) او لاريونيانو ترمنځ کوم ټکر راغی او خبره به تاوتريخوالي او اخ و ډب ته ووته، موږ به هغه يو نېک شگوم وگاڼه، يوبل به مو سره له لاسه ونيول او بې له دې چې د چا د بدو سترگو او پدولۍ ښکارشو، مخ پر کور به مو تر پلل!
زرمينې کټ کټ پر خنداشوه او داسې يې ورسرباري کړه:
= ولې نه وايې، په يوه گوندي مورچل کې مو له گډې مبار زې سره د کلوکلو پټه مينه رسوا شوه او هماغه رسوايۍ مو په پای کې د برياليتوب ستغيونې او پېچلې لاره راهواره کړه!
= هو، همداسې وه، نو ځکه به ماهم دا لنډۍ بيا بيا درغبر گوله:
مينه دې پټه پاتې مه شه،
خدای دې رسوا کړه چې تاوان درباندې شمه!
زرمينې هم تريوې لنډې لارغې روسته وروغځوله:
=او زما به دې دا ټپه لا ډېره خوښېدله چې زياتره به دې د ليکونو سرليکه کوله:
که دې خندلي راته نه وای
غريب سړی وم، خپل روزگار به مې کاونه
زيرک پرلپسې پر دواړه مخه ښکل کړه او په خندا خندا يې وويل:
= رښتيا هم، نه ستاکورنۍ دېته چمتو کېده او نه زما دا،چې په اسانه له خپلو نه پوخلاکېدونکو پاړکيزو او دوديزو اړ پېچو نو کږلېچونو را تېر شي. همداچې د مينې کيسې مو د ښار په لار کوڅو او بيا چار چاپېر چم گاونډ کې خورې ورې شوې او د دواړوکورنيو تر غوږو ورسېدې ، نو مټې يې په دريځونو کې نرمښت راغی.
د زرمينې شونډې موسکۍ موسکۍ شوې او ورزياته يې کړه:
= هو، همداسې وه، تر هغې له مخه، که کومه نگاسه گونگسه نيمه يې تر غوږه شوې هم وه، ځانونه يې پرې کاڼه اچولي ول، خو راروسته يې چې د جرگو مرکو بڼه ونيوله او هغه هم دوه درې وارې را غبرگې شوې، نو يوې خوا هم پکی نټه و نه کړه او ښېښۍ خپلوۍ ته يې چار ناچار غاړه کېښووه!
زمر زيرک به زياتره زرمينې ته غوږ غوږ وو او يوه نيمه خاطره به چې د هغې له ياده وتلې وه، ده به وريادوله:
= ولې هغه ورځ دې گنې هېره شوه چې د ښاردنجونو او هلکا نو د لېسو د دولسمو ټولگيو ازموينه سره يوځای په يوه تا لار کې اخېستل کېده او د ناببرۍ(تصادف) له مخې زما او ستا څوکۍ سره دومره نژدې او خوا پرخوا وې چې يو بل ته مو نقل نيم هم ورکولای شو؟
زرمينه يوڅه چورتي شوه اوله يوې مالگينې موسکا په ترڅ کې يې ورڅرگنده کړه:
= داسې ډېر خواږه يادونه لا زما د زړه په دوتر کې خوندي پاتې دي، خو زه په لوی لاس غواړم، پاتې کيسې نورو شپوته پرېږدم. رښتياهم هغه يوه ناباوره برابري وه چې د هغه مهال له سختو بنديزونو سره سره ما او تا ړومبۍ پلا د ليدو کتو يوه په زړه پورې کابو موندلې وه!
زرمينې خپل وچولی په گورت کې ټينگ ونيوه او بيا يې دومره پر ياد راغلل:
= زما پر اند د هماغې روستۍ او بريالۍ مرکې مشر ((ميرزا روښان اکا)) زما پلارته ويلي ول:
((…داسمه ده چې تاسې د خپلې سيمې يو لوی ځمکوال يا ست، خو د زيرک کورنۍ بيا د پوهې او کمال له پلوه پوره نوم لري.))
هغه داهم زما پلار ته ورزياته کړې وه:
(( ستاسې نيکه يې د اماني غور ځنگ له نومياليو غورځا وڼو اوسياسي سټو څخه وو او پلار يې هم د قلم او د نوم و نښان څښتن ، خو چې په نادري= ظاهري پېر کې له کابله هرات ته راوشړل شول، نو همدومره شتمني يې را بچ کړې او سپمولې وه چې يو کور او باغ يې دغلته واخېستل. د هغوی تر مړينې راروسته اوس نور هم اباد شوي او مشران ورونه يې پر ازاد کاروبار بوخت دي…))
زيرک ورته په ټوکو ټوکو وويل:
= اوس دې پلار و مور ژوندي نه دي چې هغه په سلگونو جر يبې ځمکې په سترگو کې راننه باسي، څه يې د((امين= تره کي)) د فرمان له مخې په ځمکسمون(ارضي اصلاحاتو)کې ولاړې او پاتې دېرش جريبه دې ورور گرووگاڼه کړې او له پيسو سره چېرې تری تم شو!
زرمينه لږه غلې غوندې شوه، يو سوړ اسوېلی يې وکېښ او د مېړه په غبرگون کې يې همدومره وويل:
= تری تم څه، هغه خوارکی د ۱۳۵۸کال د هرات د ټولوژلې په ناتارکې له منځه ولاړ او خدابښلی پلار مې د هماغه مهال جلادانو د فيوډال په پلمه د څرخي زندان په وژنځای کې پر شهادت ورساوه!
زيرک تر يوې لنډې لارغې روسته وويل:
= ما د امين= تره کي د هغو ناتارونو له وېرې په گوندکې سر ور دننه کړ،که نه په ځمکوالو، بنسټپالو اوتنگ نظرو نا سيو نالېستانو پسې زموږ د ((اشرافيانو)) وار وو. هسې يې خو د ((بې طرف= بې شرف)) تر شعار لاندې درست روښاندان پر ليکه کړي ول اوډېر يې په هېتلر ورته زنديو، زندانونو او وژ نځايونو بلهاري کړل!
زرمينې تريوې لنډې لارغې روسته ورڅرگنده کړه:
= په هره توگه ستاسې خو، شکر دی، لږ تر لږه د پلار و نيکه يوه نښه(( کور)) هومره در پاتې دی، او د پلورلي باغ په پيسو دې ورونو دومره گټلي دي چې زموږ د پلار د وختو هماغو مره ځمکه پرې رانيولای شي!
د جمعې پريوه ورځ زيرک د مهالوېش له مخې په څانگه کې د گهيځ له خوا تش دوه ساعته لوست لاره. يوولس بجې چې له ټولگي راووت او سم يې د کور په تکل له نورو استادانو سره مخه ښه او ((اوونۍ پای نېکمرغه!)) وويل، د دوتر کارمندې پرې راغږ کړ او له هېواده تازه راغلی ليک يې ورکړ. ده هم ترې مننه وکړه او په ډېره بيړه له څانگې نه راووت. ليک يې پرانېست او په يوه سايې ژر ژر تر سترگو تېر کړ.
تر کوره يې په ښارگاډي کې ليک دوه درې ځله ولوست او نوريې په جېب کې کېښووه.
د کور پر درشل يې لا پښه سمه نه وه لگېدلې چې مېرمن يې کڅوړه پر لاس ور پرانېست، ستړي مشي يې ورته وويل. هغه په سودا پسې ولاړه او دی پر ارامڅوکۍ اوږد وغځېد، څنگواښتی يې تر سر لاندې کېښووه او ليک يې بيا له جېبه راوکېښ
دا وارې يې لا ليک تر پايه نه وو رسولی، چې د ليکونکې چورتونو پسې واخېست.
هغه گلورين پسرلی او بيا هغه نه هېرېدونکې شېبه يې ستر گوته نېغه ودرېده چې په کابل پوهنتون کې يې پر زده کړه تازه پيل کړی وو، او د لومړني ښوونيز کال دويمه يا در ېيمه ورځ وه چې په يوه گوټپېرکې ورباندې سلام وا چاوه او ورځنې يې وپوښتل::
= ماته د پوهنځي د دوتر له خوا وويل شول چې ژر تر ژره پو هنتوني پېژندپاڼه واخلم، که تاسې را ته د زده کړيالو دوتر را وښياست، ستره پېرزوينه به مو وي!
ده چې ترهغه دوتره بدرگه کوله، دنگې ونې، سرو بارخوانو، شوخو سترگو، ناز و نزاکت او خوږو پستو خبرو ته يې پوره ځير شوی وو او په زړه کې يې د بيا بيا ليدو تلوسه ورټوکو لې وه… .
زيرک په همدې يادونو او خيالونو کې ډوب تللی وو چې تړک شو، مېرمنې يې په وره کې کيلي تاوه کړه، ده په لاس کې نيولی ليک ژر جېب ته کړاو مخې ته يې نېغ ور پاڅېد.
زرمينې بې له هغې نور په دې هم څه چورت نه خراباوه چې مېړه يې د اوونۍ په اوږدو، يا پای کې مازيگر ماښام چېرې او چا سره چکر وهي او يا ورسره رستوران شپېغالي ته ځي. همدومره يې بس گڼله چې پرڅښاک وانه وړي، شپه بل چېرې تېره نه کړي او ډېر ناوخته کورته راستون نه شي.
زيرک هم ور سره سم له لاسه دواړه شرطه منلي ول او ترکو ر ني تاو تريخوالي يې نه رسوله.
له ورځونه يوه ورځ زيرک پر خپل وخت له پوهنتون څخه رانغی. مازيگر شو، ماښام شو، خو پته يې ونه گېده. کشري زوی همدا ويل:
= دادا چېرې دی ، کله راځي او ولې نه راځي؟
مور يې چې ورته هرڅومره انې بهانې کولې، سر يې پرې نه خلاصېده.
کله به پاڅېده او ترکړکۍ به يې لاندې لاندې د بلاک وربوی او د راتگ لارې تر سترگو تېرې کړې، ترڅو ماښام تياره شوه او درو واړو زامنو ته يې وويل:
= دادا به مو چېرې په کومه علمي ناسته يا غونډه کې ښکېل شوی وي ، نو موږ به خپله ماښامنۍ تر ستونې تېره کړو!
زرمينې تر ډوډۍ روسته زامن خوبخونوته ولېږل او پخپله په ناستخونه(سالون) کې مېړه ته سترگې پرلار پاتې شوه. تر څو پرې د خوب څپه راغله، چار ناچاره پرخوبخونې ورننوته او پسې ډوبي ډوبيا ويده شوه. شپه به تر نيمايې اوښتې وه چې زيرک مست و نشه کورته راغی او له بوټ و سوټ سره يې نېغ پر کټ وردانگل..
د زرمينې زړه له گوگله بوټ وتلی وو، خو بې له دې چې وار وپار له لاسه ورکړي، ژر ژريې بوټ او درېشي ځنې واېستل، ، خوب کالي يې نيم نيمگوري ور واغوستل، بړستن يې پرې وغوړوله اوپخپله له يوې کمبلې سره لاندې پرځمکه څملا سته.
د زرمينې لاسترگه سمه پټه نه وه چې زيرک له نشې الوتو سره خپله خوا تشه وليده او له واره پرې راوغړمبېد:
= چېرې ورکه شوې؟
زرمينې يوه شېبه ځان ويده واچاوه او هغه چې پوښتنه
بياراغبرگه کړه:
= ما څه کړي چې رانه تښتې؟
زرمينه هکه اريانه وه چې هغه بې سدوسوله، مست و نشه ته څه ووايي. تر څو پرې هغه بيا را وغورېد او په گونگوړۍ گونگوړۍ ژبه يې ورته وويل:
= زروگۍ تاته وايم چې زه دې ولې ځان ته پرېښووم او ته رانه ولاړې!
= چېرې ولاړه شم، کټ مې تاته در پرېښووه او پخپله پر وچ غولي پرېوتم!
زيرک شېبه نيمه له ځان سره و بنگېد او ژولې ژولې يې ورته له خولې ووته:
=گوره، ما ستا خبره کله پر ځمکه نه ده غورځولې، خو د مېلمستيا خبره وه او د دې لپاره چې بې نزاکتي نه وي شوې، پيک دوه مې له نوروسره پورته کړل…
زرمينه پرې رابرگه شوه او خبره يې ور پرې کړه:
= تاخو راسره وروستی ځل ټينگه ژمنه کړې وه چې زما او وړو په پار نه، بلکې د خپلې يېنې په پار به يې يوه څکه هومره هم نه کوې!
= خير دې گرانې، همدا پلامې له گنا را تېره شه، نوره مې په نُصُحا توبه!
زرمينې، له دې وېرې چې خبره شور بگت ته و نه رسي، او واړه راويښ نه شي، نو بيرته کټ ته وروخته. هغه هم سم له سمونې په غېږ کې ټينگه او ترينگه راکېښکله او په ټوله ناړامۍ يې پرې خپله نشه سړه کړه. هغه پسې ډوبي ډوبيا ويده شو، خو دايې تلولې او شوگير وهلې چورتونو او اندېښنو ته يوازې پرېښووه.
له ځان سره به لگياشوه:
((نه چې خدای مکړه، هغه د لومړيو ورځو چال چلند يې بدل شوی او نوره يې رانه سترگه نه سوزي ،نو هرڅه يې چې زړه غواړي، هغه کوي گوندې دلته هم هماغه د کابل کانې راوا خلي چې تر نيمو شپو به ورک راورک وو او چې بيابه کورته راغی، اور تور به يې راباندې واچاوه او تر سهاره به يې ارام ته نه پرېښووم…))
بيا به يې پر شيطان نالت ووايه او ځان ته به يې ډاډ ورکړ:
(( هيله ده، دغلته يې تر هغه بريده و نه رسوي. هورې يې خو پر بېکارو او چړچه مارو سر شوی وو او دلته ، له ښه مرغه، نه څوک پېژني، نه اېژني او نه هغسې وزگار و بنډاريان را پيدا کولای شي چې دی ورته بېلاريو او خپلسريو ته را و څکوي…))
گهيځ مهال د زرمينې سترگې سره مټې ورغلې وې چې د کشري گوربت غږ يې تر غوړه شو، ځان يې له کټه غلی راښوی کړ. له خوبخونې راووته او په يوه(ييش!) يې زوی ته وويل:
= گوربت جانه، دا دا دې بېگا ناوخته راغی او خوب يې لا پوره شوی نه دی. گوندې تر سهارنۍ روسته راويښ شي…
گوربت د مور خبره ور پرې کړه او همدومره يې ورزياته کړه:
= که نه نو، ته به ورته زما دډالۍ ياده وکړې!
زرمينې تر هغې روسته چې درېواړه ورونه يې د ښوونځي او وړکتون په موخه تر ښله (لېفته) بدرگه کړل، بېرته کورته را ننوته او د ناستخونې پر ارام څوکۍ اوږده وغځېده. خو د دې پرځای چې د مېړه تر راپاڅېدو پورې داهم گړۍ نيمه سترگه پټه کړي، هماغو بېگانيو سوچونو او چورتونو له ځان سره لا هو کړه:
(( که کومه شينۍ يې له لارې اېستلې وي…؟
تر ډېرو کرنو رېبنو او شاربنو روسته به دې خرخشې ته ورسېده:
(( ښايي، هماغه د شپېغالي نجلۍ اوسي چې زما په مخ کې يې ورسره نڅلي ول، يا د چم گاونډ کومه بله يوه، خو که خپله شاگرده کرېستينا يې وي ، تر بده يې بتره بوله. پر پوښتوني کچ به رسوا رسوا او بدنام بدنام شي؛ او هله د دې کېدون شته چې زموږ د پېنځه واړو کورنيو غړيو لپاره يوه سخته او ناوړه پايله هم راوزېږوي…!
زرمينه له ارامڅوکۍ راجگه شوه اوخوبخونې ته نژدې ور غله، خو چې يې له دننه څخه د مېړه خرهار ترغوږه شو، بېرته راپرڅټ شوه. پر دې اندو واند چې هغه ترڅو له خپل درانه خوبه راو يښېږي، په منډه به له لاندې مغازې نه سودا مودا را وړي. له راستنېدو سره يې د تشناب د اوبو شرهار غوږونه لک څک کړل او سم له سمونې يې دسهارنۍ په غم کې شوه.
زيرک پرې له تشنابه راغږ کړل:
= زه بايد په نيمه گړۍ کې ځان تر پوهنتونه ورسوم او د څانگې په اوونيزه ناسته کې گډون وکړم!
= سهارنۍ ته هم وخت نه لرې؟
=نه نه،و خت نشته،هلته بې له هغې هم غرمنۍ راکوي.
زرمينې ته يې نوره د اښتنې پوښتنې کابو ورنه کړه، ژر ژر يې خپل سوټ بوټ برابر کړل، عطر وکلونيا يې پرځان و پاشل او ښوی ښاک لکه غشی له کوره ووت. بياهم د دې زړه وار ونه کړ اوور غږ يې کړل:
= که گوربت رانه بياوپوښتي؟.
= هو، ډاډ ورکړه چې نن تر ماښامنۍ پورې هرو مرو راځم!
داچې د مېړه په تړاو د زرمينې په زړه کې خرځشه نوره راټو کېدلې وه. نو يو ځل بيا له ځان سره په خبرو اتروکې شوه:
((ښه،که دی په رښتيا سره د څانگې ناستې ته ته، نودومره ډال و ډيل فېشن و درشن يې د څه لپاره، گوندې،له هماغې براينۍ شينۍ سره يې چېرې وعده اېښې وي. او هسې زما او گوربت په سترگوکې شگې را شيندي!))
د جمعې ورځ وه او زيرک د مهالوېش له مخې په څانگه کې د گهيځ له خوا تش دوه ساعته لوست لاره. يوولس بجې چې له ټولگي راووت او سم يې د کور په تکل له نورو استادانو سره (مخه ښه!) او((اوونۍ پای نېکمرغه!)) وويل، ددوتر کارمندې پرې راغږ کړ اوله هېواده تازه راغلی ليک يې ورکړ. ده هم ترې مننه وکړه او په بيړه له څانگې نه راووت. ليک يې پرانېست او په يوه سايې ژر ژر تر سترگو تېر کړ.
تر کوره يې په ښارگاډي کې ليک دوه درې ځله ولوست او نوريې په جېب کې کېښووه.
د کور پر درشل يې لا پښه سمه نه وه لگېدلې چې مېرمن يې کڅوړه پر لاس ور پرانېست، ستړي مشي يې ورته وويل. هغه په سودا پسې ولاړه او دی پر ارامڅوکۍ اوږد وغځېد، څنگواښتی يې تر سر لاندې کېښووه .
ليک يې بيا له جېبه راوکېښ.خو داوارې يې لا تر پايه نه وو رسولی، چې د ليکونکې چورتونو پسې وا خېست.
هغه گلو رين پسرلی او بيا هغې نه هېرېدونکې شېبه يې پر زړه (( راوورېده چې په کابل پوهنتون کې يې پر زده کړه تازه پيل کړی وو، او د لومړني ښوونيز کال دويمه يا درېيمه ورځ وه چې په يوه گوټپېرکې يې پرې يوې ښکلې ټولگيوالې سلام وا چاوه او پوښتنه يې ځنې وکړه:
= ماته د پوهنځي د دوتر له خوا وويل شول چې ژر تر ژره پو هنتوني پېژندپاڼه واخلم، که تاسې را ته د زده کړيالو دوتر را وښياست، ستره پېرزوينه به مو وي!
تر يوې لنډې لارغې روسته چې له بهر دهليزه کومې ښکالو د زيرک غوږونه لک څک کړل، بېرته خپلومينه وړو يادونو ته را ستون شو:
((د هغې په دنگه ونه، سرو بارخووانو، شوخو سترگو، ناز و نزاکت او خوږو پستو خبرو کې څه کوډې او جادو نغښتی وو چې تر دې دمه يې لاسونه او پښې راښکېللي دي.))
… .
زيرک په همدې يادونو او خيالونو کې ډوب تللی وو چې تړک شو، مېرمنې يې په وره کې کيلي تاوه کړه، ده په لاس کې نيولی ليک ژر جېب ته کړاو مخې ته يې نېغ ور پاڅېد.
د سودا کڅوړې يې ځنې واخېستې او تر پخلنځي يې ور سولې. زرمينه يې غړنده شان اکر ته ځير شوه او ځنې يې وپوښتل:
= زمر جانه، ولې داسې خوبولی برېښې؟
هغه ورته موسکی شو اوهمدومره يې ورغبرگه کړه:
= هو، هسې پرېشانۍ وړی وم!
همدومره يې بس گڼله چې پرڅښاک وانه وړي، شپه بل چېرې تېره نه کړي او ډېر ناوخته کورته راستون نه شي.
زيرک هم ور سره سم له لاسه دواړه شرطه منلي ول او ترکو ر ني تاو تريخوالي يې نه رسوله.
(( ورځه، که زيرک له هرڅومره نجونو سره د مينې تاروتنسته وغځوي، بيا يې هم د يوې خدمتگارې کورمېرمنې په توگه جلاوالي يا پرېژې (طلا ق) ته زړه نه ښه کوي.
ځان به زرمينې ډېره اندېښنه ، زازو له دې څخه وه چې زيرک شاته پرېښې آره ((ختيزه))مينه يو مخيزه پر((لويديزه)) بدله نه کړي، او همدلته ورسره د تل لپاره پاتې نه شي!
په دې غولاوه او تلقيناوه چې د زيرک پر پرلپسې بدلېدونکو هوسونو څه چورت پيکه نه کاندې، په هسې ټوکو او خندا يې تېره کړي او دچا خبره پر مخ يې هېڅ ر انه وړي، خو بياهم لږوډېره د تېر په څېر د خپلو ښځينه ولولو تلولو تر اغېز لاندې را تله او د هغه پر وړاندې يې په چال چلندکې اگاهانه يا نيم اگاهانه ورو ورو ادلون بد لون رامنځته کېده. دا نو هغه څه ول چې مېړه ته يې هم د ورته چال چلند د راخپلولو پلمه وربرابروله.
له ورځو نه يو ورځ زيرک له پوهنتونه(!) ماښام ناوخته را ستون شو او د پخوا پر خلاف يې بې له دې چې د زرمينې سلام، واليک کړي، پر ارام څوکۍ باندې له بوټانو سره اوږد وغځېد. دې ورته له تودساتي (ترموزه) د چايو پياله ډکه کړه او پر مېز يې ورته کېښووه.
زيرک له يوې غځونې سره سر راجگ کړ او پرچای گوټلو يې پيل وکړ.
زرمينه يې هم له کابو نه په گټه اخېستنه تر څنگه ورو کښېنا سته او په مات مخ او ترهېدلي گړدود يې ځنې د زړه خوړينۍ لامل و پوښت:
= دا مياشت دوې مو دکورني ژوند تشيال څومره ښکلی شوی وو، تېر مو پر هېر شمېرلي ول…
هغې لا خبره پايته نه وه رسولې ، چې زيرک په ډېر قهرژلي گړدود په خوله کې وروچه کړه:
= بس بس، که غواړې چې له بدې بترې ته ونه وځي، نو لږ مې ارام پرېږده، يوخوا درسي ستونزې او بلخوا…
نوره يې خبره وژوله او زرمينې هم خوله ونيوله او نور يې ورسره يو دوه ونه ويل. هغه له چايو پرلپسې څو غړپه وکړل، له څوکۍ اوچت پاڅېد او نېغ پر تشناب ورننوت.
ترڅو چې زيرک له تشنابه راوته، د دې په زړه کې راز راز سو چونو او چورتونو اړخونه بدل کړي ول. دې ساده باده داسې انگېرله چې گوندې مېړه يې رښتيا په پوهنتون کې له ستو نزو سره مخامخ دی او څه سرخوږی ور پيداشوی وي. ځکه داورته له تېر مهاله جوته وه چې زيرک بې له هغې هم په کور کې هره کيسه نه کوي او نن يې چې ترې همدومره هم وا ورېدل، نو باور يې کړل.
په همدې همدې کې زيرک، توا، د عطرو په چينه کې يې لمبلي، له توندو تېزو خوشبوييو سره له تشنابه راوزگار شو او په خوبخونه کې تر سوټ و بوټ اغوستنې روسته له ځان سره يو څه وبنگېده او بې له دې چې له مېرمنې سره يوه مخه ښه هو مره وکړي، چوپه خوله له کوره ووت.
د زرمينې زړه بياهم ارام ونه کړ،کړکۍ ته ودرېده چې له بلاکه له وتو سره کومه لار پر مخ اخلي. خو چې هرڅومره يې وکتل راوکتل، مېړه يې تر سترگو نه شو.
له کړکۍ را شاگرځ شوه او هکه اريانه پر څوکۍ کښېناسته. تر ډېروکرلو رېبلو روسته يې بياهم ځانته دا ډاډ و تسل ورکا وه چې ښايي، څو پوړه لاندې يې د ببري دوی کره سر ور ښکا ره کړی وي او د څانگې په تړاو ورسره غږېږي.
زرمينه هغسې په چورتونوکې لاهو وه چې درېواړه زامن يې د لومړي پوړ له لوبغالي را وختل او د مخ ولاس تر پرېوللو رو سته سره ماښا منۍ ته کښېنا ستل. په دې کې يې کشرې له موره وپوښتل:
= دا دا څه شو؟
= گوربت جانه، دادا دې له پوهنتونه زنگ راوهلی چې نن له نورو استادانو سره مېلمستيا ته ځي ، نوکېږي، داسې مهال راشي چې تاسې درېواړه به په درانه خوب ويده ياست!
زامنو يې له هغه پس چې کارتوني فېلم وکوت، غا ښونه يې ومينځل، له مور سره يې په ښکلولو را ښکلولو ((شپه ښه!)) وويله او خپلې گډې خوبخونې ته سره ولاړل.
خدای خبر، شپه څومره تېره وه چې په خوب کې يې د مېړه ټک و ټوک تر غوږه شو.
زرمينه بوږنېدلې ترهېدلې ناستخونې ته ورغله چې هملته ورسره په کاليو اېستلو او بدلولو کې لاس مرسته وکړي.
ويې ليدل چې سړی سخت نشه دی او اخوا دېخوا زنگېږي رازنگېږي، نو په خوارۍ خوارۍ يې تر څوکۍ ورساوه. څنگواښتي ته يې تکيه کړ ، بوټ و سوټ يې ترې په وچ زور وکښل او خوب کالي يې ورپرځان کړل.
زرمينه يوه ښه شېبه مېړه ته پر مخامخ څوکۍ لاس تر زنې کښېناسته چې گوندې نشه يې له سره والوځي او په اسانه يې تر کټه ورسولای شي. خو چې و نه شوه، پر ارام څوکۍ يې وغځاوه، سروېږدی يې تر سرلاندې ور کېښووه اوکمپله يې پرې واچوله.
په زرمينه کې هم نوره متره پاتې نه وه ، هغه يې هملته پر ارامڅوکۍ ډوبي ډوبيا ويده پرېښووه او دا ترې دخپل نارامه خوب غېږې ته ولاړه.
گهيځ اوونيمې يې چې زامن راپاڅېدل او ناستخونې ته ور غلل، گوري چې پلار يې همغسې پر څوکۍ باندې ډوبي ډو ويده دی. کشري په مور پسې خوبخونې ته ورمنډه کړه او پر هغې شوگير وهلې يې چې مټې يې گړۍ نيمه ستر گې سره ورغلې وې، چغه کړه:
= مورې، پر دا داجان څه شوي چې هلته پروت دی او زموږ په شور ماشور هم را ويښ نه شو؟
مور يې چې سخته بوږ نېدلې او ترهېدلې وه، خپلې سترگې و مښلې، غاړه يې نوکې تازه کړه او په غرېو نيولي شان غږ يې ورغبرگه کړه:
= نه نه، پر دا دا جان دې هېڅ نه دي شوي!
= نوولې په کټ کې نه دی ويده شوی؟
= ما خو برايي درته وويل چې مېلمستياته ځي او ښايي نا وخته کورته راشي. دا چې پرې ډېر ناوخته شوی وو، نو پر مايې زړه نه دی شوی، راويښه مې کړي، له ناکامه همدلته پر ارام څوکۍ غځېدلی دی!
مشرانو ورونو ته دا پېښه څه نوې نه وه او ترسهارنۍ روسته بې غږوغوږه خپل ښوونځي ته ولاړ ل، خو کشري همدا هوډ نيولی وو چې ترڅو يې پلار راويښ نه شي، نه به سهارنۍ ته هڅه وکړي او نه وړکتون ته.
زرمينې د گوربت هوډ و هېنډه د ځان پر گټه و نگېرله چې گوندې د دغه نازولي له برکته داهم له مېړه سره د غږېدا او اښتنې پوښتنې کابو و موندلای شي او بېگانۍ موخۍ (معما) وروسپړي.
زرمينې پر هغه سهار له مېړه سره له يوې نيمې خبرې اترې دومر ه څرک ولگولای شو چې د همدغه اسمانڅک په کوم پوړ کې يې کومه ملگرې تازه موندلې او برايي يې ورسره لومړنی بنډار جوړ کړی وو. بيا يې له پخواني راخپل کړي فارمول ((تر بدې بتره نه شي)) سره سم يې پر وړاندې له پار وونکي غبرگونه ډډه وکړه. زيرک هم ورسره په ارامو مغزو د پوهنتون په تکل مخه ښه وکړه او له کوره ووت.
دې غوښتل، د بيرته راتگ وخت ځنې وپوښتي، خو له دې ويرې چې نه چېرې بده پرې ولگي، خبره يې بيرته ونغرله.