لیکنه: پوهاند مجاوراحمد زیار
ــ۱۰ ــ
لکه څنگه يې چې له ببري سره د خبرو اترو په ترځ کې څرگنده کړې وه، زيرک له کارولينا سره د واده تړون په دې نيت و نما ت لاسليک کړی وو چې د ناگڼلې مېرمنې ځايناستې يې شي. هغه به طلاقه کړي او پر خپله مخه به ځي. خو له دې ناخبره چې زرمينه يې د انگېرنې پرخلاف هغومره بې لاسو پښو هم نه وه.
زرمينه پوره ډاډه وه چې د خپل انقلابي دولت داستازو او د
کوربه هېواد چارواکو په راننگونه يې له دوو غوراويو څخه
ييکې يو راشوني کړی وو، په دې ډول:
يا به ټوله کورنۍ هېواد ته بيرته ستنېږي او يا به ټوله دغلته پاتې کېږي. زرمينې داهم غنيمت گڼله چې که د لومړي غورا وی پرېکړه هم وشي، زيرک به مياشت دوې وار له مخه استول کېږي او دابه د زامنو تر ازمو ينو پورې پاتې وي
يوه ورځ چې زرمينه په پلورنځي کې له مکۍسره مخ شوه، په موسکا موسکا يې ورته کيسه وکړه:
= سړي خو له واره بدل شو او زما د پوخلاينې لپاره له هېڅ راز لوڅوپوڅو او ټيټ و پاس نه ډډه نه کوي، ان تردې چې سم له لاسه يې راته له ځانه يو پاک سپېڅلی مسلمان هم جوړ کړی دی.
مکۍ يوڅه چورتي غوندې شوه او زرمينې ته يې ورغبرگه کړه:
ما درته نه ويل چې څومره زغم ورته وکړې، نور دې هم پر سر خېژي. نو ښه شوه چې ايله دې تردې بريده راوست. زه بياهم گومان نه کوم چې پر همدې اوداسه پاتې شي او چې بيا د کا رولينا جړه تر کوم ځايه رسي!
ببری چې مازيگر له کارولينا سره تر يوه پټ چکره کورته راغی، مېرمنې ته يې کيسه وکړه:
= خبره نه يې چې زيرک د اوونۍ نيمې لپاره کارولينا هم له ځان سره هماندې کړې او په دې ورځو شپوکې يې يو د بل له ليدوکتو لاس اخېستی دی!
مکۍ هم چې په خپله چانټه کې څه لرل، له مېړه سره شريک کړل:
= نوره نه پېږم خو زرمينې را ته د خپل مېړه د مسلمونېدو وويل!
ببري ورزياته کړه:
= هغه لا څه کړې چې د کارولينا ذهن يې هم د دويم غوراوي منلو ته چمتو کړی دی.
مکۍ يوه شېبه چورتي غوندې شوه او بيايې مېړه وپوښت:
= غوراوی يې لا څه مانا؟
= مانا يې داچې که پاتېدنگ يې د زرمينې د پرېژې او له دې (کارولينا) سره يې د واده خنډ کېږي هم، کوم سخت غبرگون ونه ښيي. ځکه لږ تر لږه خو به سره پټه يا ښکاره مينه پالي او يومخيز کډن تگ خو د هېچا پر گټه نه دی.
مکۍ نوره هم پسې چورت واخېسته او مېړه يې وپوښت:
= نو که داسې وشي، نو موږ به څه گټه وکړو؟
= ډاډه اوسه ، زما زړه ته دا نه لوېږي چې زيرک له دې غوړولي جاله څه ترلاسه کړای شي. له زرمينې سره راپيل کړی چال چلند اوگروهيز بدلون يې پر چل ول او ټگۍ ټورۍ ولاړ دی، خو دا خوارکۍ پرې هسې خوشې خپل ځان غولوي.
زيرک بيا پر دې زړه خوشالاوه چې ورځه د ښځې گروهه باور يې نورځانته رامات کړي او له خبرې يې سر نه غړوي، نو هرو مرو به په خپل گوندي زور اغېز د ده پرخوښه پرېکړه را وڅر خوي. په دې توگه يې ورته د يوه مازيگري چکر په ترڅ کې داسې راپيل کړه:
= گرانې، تاته پته ده چې پر کابل او نورو لويو وړو ښارونو د اشرارو د توغنديو باران دی او پر کليو بانډو د افغاني او روسي الوتکو…
زرمينې د مېړه خبره ونيوله او ويې ول:
چې ووري، ووري به، له نورو هېوادوالو خو څه زيات نه يو؟
= په هره توگه، موږ ولې په لوی لاس بيرته تگ ته خوشاله اوسو!
= چې خوشاله نه اوسو، چاره څه ده. که گور گران دی، د مړي ناکام دی، ړومبی وي، که روستی، هماغه مو ټاټوبی دی.
زيرک پر دې هڅه هاند چې څنگه وکړای شي، خپله مېرمن د پاتېدو بلونج (بديل) ته راوهڅوي، نو په يوڅه رڼو ټکوکې يې ورته وويل:
زه باور لرم چې که ته وغواړې، دويم غوراوی پر الماني او افغاني دواړو خواوو منلای شې، نو ښه به وي، سر له سبانه لاس پر کار شې!
زرمينې ته خو وارله مخه خپل زړه گواهي لـله چې د مېړه گردې لوڅې پوڅې يې د څه لپاره دي. خو پر دې يې سر نه خلاصېده چې ترهرڅه له مخه يې همدېته کوهی کينلی دی، نو په ورته نرم گړدود يې ځنې وپوښتل:
= په دواړو سترگو، خو نه پوهېږم، له کومه يې راپيل کړم؟
= بس له مکۍ يې راپيل کړه. ترې هيله وکړه چې يوځل بيا درسره تر مرستياله ولاړه شي!
زرمينې يو سوړ اسوېلی واېست او د مېړه په ځواب کې يې څرگنده کړه:
= تاته خو دا پته پوره لگېدلې چې د ببري او مېرمنې دا دو مره هلې ځلې زموږ د ورکولو لپاره دي، نو گومان نه کوم، د خپلې موخې په بيه داسې يوه مرسته وکړي. زه وايم، له بدې يې بتره نه کړي!
= دا خو جوته ده، مگر بياهم ترې رغېدن نشته. گوندې کړې پرېکړه ځنې بيرته واخلي او يايې سم لاسه وروځنډوي!
= دا څه گرانه نه ده، ورته به ووايم، خو که د گټې پرځای يې تاوان راورساوه، پړه به يې همستا پر غاړه وي مکۍ به څه وکړای شي او چې بيا څه کوي، زموږ نه، بلکې پر خپله گټه يې را څرخوي!
زيرک شېبه غلی شو او بيا يې مېرمنې ته ورغبرگه کړه:
= زما پر اند و واند که د مکۍ منځگړتوب گټه را ونه رسوله، له بده يې خو را بترولای نه شي!
زرمينې چې لومړی غوراوي يې له ناکامه منلی وو، ور څر گنده کړه:
= زه نه غواړم، هغه هرڅه چې زه يې دغه کارته اړېستم، ستا پر مخ راوباسم، خو د پرېکړې شنډول يا ځنډول دومره اسانه نه برېښي!
زيرک چورتونو پسې واخېست او په يو چاپلوسانه گړدود يې وويل:
= دويمه هيله مې درڅخه داده چې زما پر وړاندې د سفيراو منشي ذهن بيرته را روښانه کړې!
زرمينه په چورت کې ولاړه او مېړه ته يې مخ کړ:
= هو، زه به په خپله برخه کې دا کار وکړم، او له منشي او سفيره به ستا له لاسه کړی پلپوټ بيرته واخلم، خو د کارو لينا ربړه زياته دکوربه هېواد په چارواکو اړه لري او په هغه کې هم ستا پښه گډه ده، نه زما!
مېړه مېرمنې ته په مات مخ ورغبرگه کړه:
= زه درسره مخينۍ ژمنه يوځل بيا راغبرگوم چې((زر گلاليانې او کارولينانې درځاروم))!
= مانا داچې له کارولينا سره واده نه کوې او داباور ورباندې لرې چې له لاسليک کړي تړونه درتېره شي؟
= هو، هغې راسره د دغو روستيو پرمختياوو په پايله کې دې جوړجاړي ته غاړه اېښې ده!
سره له دې چې مېړه او ښځه نور دې پرېکړې ته رسېدلي ول، هر راز خپلمنځي ماتې گوډې له ببري، مکۍاو مرستيال سره تر وسې وسې شريکې نه کاندې. خو بيا هم مکۍ چېرې د کار وليناخوله لټولې وه اوځنې ترلاسه کړې څرگندونې يې تر مېړه او مرستياله رسولې وې. هغه وه،کله چې مکۍ زرمينه په مغازه کې وليده، ناببره يې له سره ونيوله. خو دې يې هم د پخلي(تاييد) په ترځ کې د مېړه د چال چلند او د مرستيال د پرېکړې پر وړاندې د پښېمانۍ کيسه هم وکړه.
د زرمينې کيسې پر مکۍ سور اور بل کړ او د مغزو دېگلی يې پر خو ټېدو راغی. همدومره پاتې وه چې پر زرمينه لاړې وروتوکي، خو د خولې واگې يې راکېښکلې او په پوره زر نگۍ يې ورغبرگه کړه:
= ښه، اوس زه څه مرسته کولای شم؟
زرمينې هم د دې لپاره چې مکۍ يې بېځوابه پرېښې نه وې، له مرستيال سره يې د بيا گډې ليدنې غوښتنه ورڅرگنده کړه.
دمکۍ اکر پربله واوښتی وو.په شونډوکې يې يوه ترخه شان موسکا وځلېده او له خېله خندۍ يې د زرمينې په غبرگون کې دا متل يادکړ:
(( سړی چا په کلي کې نه پرېښووه، ويل يې آس مې د ملک کره و تړئ))!
زرمينې د مکۍ پرمتل غوږونه کاڼه واچول او بيايې هم خپله غوښتنه ورغبرگه کړه:
= هيله کوم، زما خبره ځمکې ته ونه غورځوې!
مکۍ ټکنۍ غوندې شوه، خو د دې لپاره چې پوره وخت يې په واک کې درلودلی او دغه مرسته يې بياهم پر خپله موخه راڅرخولې اوسي، نو ورته غوره واېسېده، دا پلمه ورمخته کړي:
= ښاغلی مرستيال سم له لاسه له ايراني پلاوي سره د ژباړن په توگه بوخت دی او ښايي، بلې اوونۍ ته راوزگارشي.
په هر ډول، که يو خوامکۍ له مېړه او مرستيال سره د څه کوچو راېستلو په اسره خبرې شاربلې راشاربلې، نو بلخوا زيرک و زرمينه هم لاس تر زنې ناست نه ول، مېړه له کارولينا او مېرمنې له سفير او منشي سره يو لړ خبرې اترې تر بودې او تنستې رسولې وې.
کله چې زرمينه له مکۍ سره مرستيال ته ورغله، له اټکل سره سمه يې له سخت غبرگون سره مخ شوه. ماغزه يې ورته پر بله شول او په خورا پارېدلي گړدود يې ورته وويل:
= يوه مياشت به درته وگورم. که مېړه دې بيا هغه پخوانی لېو نتوب راوا خېست او ستا کوکې پورته شوې، نو په څلېرو يشتو ساتوکې به مو له يوه سره له خاورې وباسم!
زرمينې له دې سره سره چې په ښکاره دمرستيال د توندو تېزو خبرو پر وړاندې د ((هو)) سر وښوراوه ، خو په زړه کې يې پرې دومره چورت خټه نه کړ. ځکه په زړه کې ډاډه وه چې د کارو لينا د لانجې له غوڅېدو سره مرستيال ته نوره څه پلمه پرلاس نه ورځي.
د زرمينې د ډاډمنۍ دليل داوو چې له افغاني گوندي او سياسي استازيو سره د مرستيال زور برابر نه دی او هغوی د دې جوگه دي، له دېپلوماتيکې لارې ورته هغه پلان و پروژه د پزې پېزوان کاندې. په دې ډول ځنې په سړه سينه او ارام اکر رارسخت شوه او مکۍ يې د تېر په څېر هملته ورپرېښو وله.
داچې زرمينې د منډې له مخې د يومخيز بيرته تگ پرېکړه په مرستيال ځنډولې وه، نو زيرک يې ډېر پا سللی او منندوی وو. په ترځ کې داهم ور زباده شوې وه چې بې له هغې يې شل کولای نه شي او د زرمينې تر پرېژې ورته د کارولينا هغه گټو ره پرېوتای شي. لکه څنگه يې چې دگلالۍ د اوږدې يارا نې په ترځ کې ازمايلې وه، هغه يې د کورمېرمنې، او دايې د يوې ازادې مَينې په توگه!
په هر ډول زرمينه تر پخوا اوس هم له ذهني پلوه دېته چمتو برېښېده چې هغه هرڅه ورسره ومني، که نه جنگ ځپلي وران ويجاړ هېواد ته تگ د پېنځه سره کورنيو غړيو لپاره له ځانو ژلې پرته بله مانا نه شي درلودای. زرمينې د مېړه مينې او يار انې نه، بلکې د هغه ناوړه چلند ژاړه، او داځل يې ورته دومره زور و ښووه چې د يوه دوديز افغاني مېړه هومره يې گډ ژوند وژواک ته رامات کړای شي.
د زيرک له کړووړو هم داسې ښکارېده چې نوره يې په ټينگه پتېيلې ده، له زرمينې سره د بدچلند او تاو تريخوالي پرځای د مېړوښۍ عادي ژوند و ژواک راخپل کړي. زرمينې ته سم له لاسه همدا بس وه چې لږ تر لږه يې د کارولينا پرځای له دې او زامنو سره يوه اوونۍ پای مېلې (پېکنېک) چکر ته چمتو شوی دی.
ډېره په زړه پورې پېښه داوه چې يوه اوونۍ پای پېنځه سره کورنۍ تر برلين ښاره شل يوويشت کېلو متره لرې((کولتور پارک)) ته تللې وه. زامن پر بېلابېلو لوبو او نندارو بوخت ول او مور و پلار يې ځنگله ته څېرمه په سيورلن گوټ کې پر يوه اوږدړۍ لرگينه څوکۍ ناست ول. زرمينې چې نوره د تېرو خوږو ترخو يا دونو له بيا بيا راغبرگونو ستړې شوې وه، نو له زيرکه هيله وکړه، يو نيم غزل ور واوروي او هغه هم خپله ټولگه له شاکڅوړې راوکښله.
نيمه گړۍ به لا تېره نه وه چې کشري گوربت راوځغاستل او پلارته يې وويل:
= گل لا لا وايي، موږ ته سړوپۍ(شيريخ) واخله!
هغه کتاب له شاکڅوړې سره يوځای پر څوکۍ کېښووه او له زوی سره دوکانگي ته ولاړ. ناببره يوې بيزو د څېرمه ونې له ښاخه مخ کښته راودانگل او په يو رپ کې يې د زرمينې له خوانه ،کتاب وتښتاوه. دې هم ددې پرځای چې په بيزو پسې ورمنډه کړي، مېړه ته (( هله کتاب، هله کتاب…)) نارې کړې:
زيرک له زامنو سره راوځغاستل او پر بيزو باندې يې اور تورجوړ کړ، خو هغې ترپلل او له کتاب سره نېغه ونې ته وخته، پر يوه جگ ښاخ کښېناسته، د کتاب يوه يوه پاڼه يې را څيرله او لاندې يې را ختا کوله. مور و پلار او زامنو پسې اخوا دېخوا منډې رامنډې وهلې او په((هله نيسه، هله نيسه)) چغو يې داسې ورپسې لاسونه اچول چې تا به ويل، له هوا نه مرغۍ رانيسي.
داچې پلار و مور او درې سره زامنو يې له بيزو نه د شعري ټولگې څومره پاڼې تر لاسه کړای شوې او څومره باد پر هوا کړې ، خو سم يې چې شا ته وکتل، د لويو او وړو يو غويمنډ جوړ وو او دغې زړه پورې او زړه راکښونکې نندارې ته يې نورې گردې لوبې او نندارې پرېېښې وې!
پېنځه سره کورني غړي لږ خړ غوندې شول، خو چې په شور و ها ها او لاس پړکا سره، د ورزشي اتلانو غوندې دخلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شول، زړونه يې باغ باغ وغوړېدل او په خوښۍ او خندا ورسره په مېله کې ورگډ شو ل.
په دې توگه د زيرک دوی او نورو سلگونوښاريانو لپاره هغه تر ټولو خوندوره مېله پايته ورسېده او دخوښيو او خنداوو په بدرگه ټول د ښار پر لوري رارهي شول. د لارې په اوږدو کې کشري گوربت پلارته مخ کړ او په ټينگار يې ورته وويل:
= دادا، نور هره اوونۍ پای دغلته ته راځو، ښه!
څنگه چې زيرک د شوې پېښې په سوچ کې لا هغسې ډوب وو اود زوی په ځواب کې ځنډنی شو، نو مور يې ورته په ټوکه او خندا ورغبرگه کړه:
= زويه، پلار خو دې بله شعري ټولگه هم نه لري چې بيزو يې وتښتوي او بيا پرې هماغسې يو خوندور ادبي بنډار جوړ کړای شو!
کارولينا چې د يوې يوې نيمې اوونۍ په بېلتانه کې يې په زيرک پسې د سترگو گاټي تويېدل، يوځل بيا پر دې بريالۍ شوه، هغه د خپلو ورېښمينو څڼو په لومه کې را ښکېل کړي. په دې توگه يې له زرمينې سره د ورځچارۍ او رياکارۍ هغه مينه ناک چال چلند او لو څې پوڅې هم پايته ورسېدې. خو داچې دا خوارکۍ د مار چيچلي غوندې له هسې پړي هم وېر ېده، نو تر وسې وسې يې ورسره د((هم لعل به دست آيد و هم يار نرنجد)) له چمه کار اخېست او له شخړې او تاو تريخوا لي يې ډډه کوله.
که څه هم زرمينه له مېړه سره له((بد بتره يې توبه)) تگلارې ته اړوتلې وه او دچا خبره دم يې غنيمت باله، خو بيا يې هم په ترځ ترځ کې مېړه پر غوږ وهلی وو چې که له کارولينا سره يارانه هم نه پرېکوي او پټ و ښکاره اړيکي ورسره پالي، څه خوا خاطر پرې نه پيکه کوي، خو په دې آړ چې تر واده به يې ورسره نه رسوي.
زرمينې د مېړه پر وړاندې ډېرڅه زغملي ول او زغمل يې، خو دا پازوالي(مسووليت) يې هم نگېره چې له کارولينا سره يې بياځلي راشه درشه الکولي بدپرهېزۍ ته ورڅکوي او دا دا سې ربړه وه چې ديېنې د بترېدا دخطرې تر څنگه يې زيرک ته د ناوړه چلند او تاو تريخوالي پلمه هم برابروله او هغه گردې خوارۍ الاکۍ يې بيرته پر سيند لاهو کېدلې!