لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
ــ ۱۱ــ
که څه هم، له کارولينا سره د واده نيم رسمي شان لاسليک زيرک ته پوره ټکان ورکړی وو ، خو بيا يې هم خپل ځان پر دې غولاوه چې لږ تر لږه يې د استادۍ تر پاتې کال يو نيم په دې او هغې پلمه ورځنډولای شي او هله به ترې د تېښتې لارې چارې و سنجوي؛ هن، که بله لاره چاره پرې را ټټنگ شوه، د دواړو هېوادو له دوستانه اړيکو به گټه واخلي.
زرمينې بيا پر خپل وار دا په ټينگه پتېيلې وه چې که زيرک يې دا پلا زغم و پېڅ پايته ورسوي، له خپل گوندي زور و اغېزه هم کار واخلي. په همدې موخه يې سفير ته په څو پر لپسې ليدو کتو کې خپل دغه دريځ ور روښانه کړی وو او منشي ته يې خو بې له هغې په هره مياشتنۍ غونډه کې گوزا رش ورکاوه او هغوی هم ورته د بشپړ ملاتړ ټټر وهلی وو.
دسفير له دوتره هم وخت ناوخت زيرک ته يو زنگ نيم راته او داسې يې ورښووله چې په گورت کې يې ټينگ و ترينگ نيو لی نيولی او بايد لاس له پښو ختا نه کړي. پر وړاندې يې
زير ک لا هماغه پخواني خوبونه ليدل چې گوندې د تېر په څېر يې پر انقلابي گوندودولت نازچلېږي او هره ور پېښېدو نکې ستونزه او ربړه به ورهواروي.
بلخوا زيرک د ببري او مېرمنې له خوا هم کومه چوغلي پدو لي نه نگېرله، ځکه نوره ورته څه پلمه پاتې نه وه. ببري د يوه بل درېکلن استادي پېر لپا ره هوکړه ترلاسه کړې وه او بياچې ده ورسره د لوستونو او يوې نيمې ليکنې څېړنې په تيار ونه کې مرسته کوله ، او هغه يې پوره منندويه وو.
رښتياهم د زيرک همدغې مرستې د افغانپېژندنې استادانو او شاگردانو ته د ببري سترگې هسکې کړې وې، تردې چې مرستيال پرې ښه خبر وو او له زيرکه يې مننه کړې وه.
داسې اوونۍ به نه وه چې ببري د يوې ليکنې څېړنې اگار بېگار د زيرک پراوږو وانه چوي.
دغې علمې مرستې دببري او مکۍ دومره سترگې نيولې وې چې له واده څخه دکارولينا د لاس اخېستنې هوډ نور هم پسې ور ټينگ کاندې. په هغه لړ کې يې چې کومې ماښامنۍ ته مېلمنه کړې وه، داخبره هم ور سره رامخته کړې وه:
= اغلې کارولينا، تر کوم ځايه چې ما د ښاغلی زيرک په تړاو څه په کابل او څه دلته ليدلي اورېدلي، دی يو ښه مين کېدای شي، خو يو ښه مېړه هېڅکله نه!
کارولينا تر يوې لنډې لارغې روسته د مکۍ د خبرې پخلی وکړ:
= ستا خبره بېخي سمه ده، ځکه ماته يې هم په تېرو څو ميا شتوکې دا لوښه ځانگړتيا څه نا څه څرگنده شوې ده. خو د مېرمنې له خوا يې پوره ډاډه نه يم چې زما يارانه ورسره ترکومې زغملای شي ؟
= ولې نه، ما د زرمينې له خولې پر وار وار اورېدلي، هغه له داسې زغم و پېڅ سره د واده له هماغو لومړيو نه پوره روږدې ده، خو د زيرک د تاو تريخوالي پر وړاندې تل بې توپيره پاتې شوې نه ده.
کارولينا له هغه راهيسې له ځان سره ټينگه پتېيلې وه چې په هره بيه وي، زيرک د يېنې د خطر په پلمه د الکولي څښاک نا وړو پايلو ته ورځيرکاندې. په دې توگه يې چې ترڅو پرې دغه پرهيز ټينگ ساتلی وو، هم يې يېنه نه راپارېده اوهم يې له زر مينې سره کوم ټکر نه راته.
داچې زيرک د خپلې مېرمنې گوندي= سياسي زور څومره لا رې ته راوستی يا نه وو راوستی، خو د کارولينا کنترول وربا ندې يو پاموړ اغېز ښندلی وو او تر ښايسته ډېرمهاله پر خپل هوډ ټينگ پاتې وو. ځکه په يارويارانه کې يې تر ډېره هر دود و دوی(قاعدې قانون) ته غاړه اېښووه، په تېره د کارولينا په تړاو خو ورته په کاروه، په هغو بر خليک سازو ورځو شپو کې يوه لږه کۍ سرغړونه هم يوه نه بښل کېدونکې گناه ونگېري.
دوه درې مياشتې روسته مکۍ چېرې په روغتون کې له کارو لينا سره مخ شوې وه او هغې ورته له زيرکه بياسرټکولی وو:
= له هغه راهيسې چې زما اميد واري تر شپږ ميا شتنۍ راو ښتې ده، زيرک راسره خپله اړيکه پرې کړې او ځان يې را ځنې داسې درغل کړی چې په لروين (دوربين) کې يې هم سهي کو لای نه شم!
مکۍ چې د کارولينا په غبرگون کې لږه ځنډنۍ شوه، هغې بيا ورغبرگه کړه:
= د زيرک له درغلېدو نه زما موخه دا ده چې دکوشني د پا تېدو سکالو يې راسره د واده د تړون په ترځ کې لاسليک کړې ده، زه يې خو ستاسې دوستانو په ټينگار له واده تېره شوې يم، نو په کارده، دی هم پر خپل وار سر له همدا اوسه خپله ((پلرنۍ)) پازوالي (مکلفيت) په پام کې ونيسي!
مکۍ چې د کارولينا د خبرو پر زور و زېر پوره پوه شوه، نو دمرستې ټټر يې ورته وواهه:
= زه او مېړه به مې ورسره له نژدې وغږېږو او دېته به يې راوهڅوو چې ژر تر ژره درسره وگوري او هله يې بيا دغې خپلې پازوالۍ ته ورځير کړې. که څه انه بانه يې وکړه، موږ درسره تر پايه ولاړ يو او خپله مرسته به درځنې و نه سپموو!
مکۍ له ژمنې سره سم خبره له مېړه، او په ترځ کې له زرمينې او مرستيال سره شريکه کړه. خو دا يې هم اړينه نگېرله، چې پخپله د زيرک اندواکر هم ځانته جوت کاندې، نو يې په دې موخه د يوې ماښامنۍ مېلمستيا په پلمه کارولينا او زيرک يوځای کورته راو بلل، خو کارولينا يې پر اوو، او زيرک يې پر اتو بجو.
په هره توگه کارولينا د مېلمستياپر ماښام د يوې گړۍ په ترځ کې له کوربنو سره وار له مخه يوې پرېکړې ته رسېدلې وه. نو زيرک چې راورسېد، کور بنو داسې ور وښووله چې کارولينا ترې تش يوه شېبه نيمه مخکې راغلې ده!
زيرک همداچې له ټولو سره ((ماښام ښه!)) وويل او چې له کار ولينا سره يې ښکلول و کړل ، هغې ورته گيله راواخېسته، زيرک ارور ترور غوندې شو او هڅه يې وکړه، په يوه گپ و پلمه يې ځواب ووايي، خو…
مکۍ په يوه ماهرانه سترگک له زيرکه د خبرو جلو واخېست او په يوڅه ترينگلي گړدود يې آره سکالو رامخته کړه:
= زيرک صاحب، د کارولينا جانې گيله يوازې دانه ده چې ولې مو دا يوه مياشت ځنې ځان درغل کړی دی. زه د يوې ښځې او بيا مور په توگه د دې له زړه ځنې راځم، اووه ميا شتې يې له اميندوارۍ تېرېږ ي، دوې ميا شتې يې زېږون ته پاتې دي او تر بل هرچا ستا مرستې خواخوږۍ ته زياته اړتيا لري!
زيرک له ټولې ځيرکۍ سره د مکۍ د زغردو څرگندونو پر وړا ندې بې ځوابه غوندې شو او تش همدومره يې په مات مخ ور غبرگه کړه:
= زه بې له دې چې له کارولينا بښنه وغواړم، نور څه د ځواب لپاره نه لرم!
ببري هم، د دې لپاره چې د زيرک خرجتيا او خړپړتيا يې يوڅه ورسکينده کړې اوسي، خپل سند(رايه) داسې څرگنده کړه:
= زه باور لرم چې زيرک صاحب به له گردو پوهنيزو او ښوونيزو بوختياوو سره سره خپلې پازوالۍ ته اوږه ورکوي او کارو لينا جانه به په ځانگړې توگه په دې مياشت دووکې ځانته نه پرېږدي!
مکۍ ړومبی ببري او بيا زيرک ته مخ کړ او د مېړه د خبرې په پخلي کې يې ورزياته کړه:
= يوازې زيرک صاحب گرم نه دی، له بده مرغه، ډېر نارينه په داسې سختو شپو ورځوکې د ښځوله زړه نه نه راځي او سو چ کوي چې که ځانته پرېښوول شي، د دواړو خواوو پرگټه به وي!
کارولينا چې د هغې ماښامنۍ په ترځ کې يې ټولې خبرې اترې پر خپله گټه نگېرلې وې او نور يې ورپېښواندېښنو او نهيليو له زړه نه کډه کړې وه، د مخه ښې پر وخت خپله منندو يي په دې ټکو کې وړاندې کړه:
= تر هرڅه ړومبی له ښاغلي ببري او مېرمن مکۍ نه يوه نړۍ مننه او خوښنه کوم چې پر خوندورې ماښامنۍ سربېره يې دو مره زيار و ربړ راسره وگاله او مرور زيرک يې را پوخلا کړ!
ببري د مخه ښې پر مهال کارولينا ته مخ کړ او په خندا ځندا يې ورڅرگنده کړه:
= زيرک صاحب هرو مرو زموږ او ستاسې خبرې ځمکې ته نه غورځوي او د يوه افغان په توگه به همداسې ژمن او هوډ من پاتې کېږي.
کارولينا هم په خوښۍ او خندا ورزياته کړه:
هيله ده، ستاسې په سترگو پر خپله ژمنه ټينگ و ترينگ پاتې شي. او د ژوند په دې سختو ورځو شپو کې راباندې د يوازېوالي او بېلتانه دردونه او اندېښنې راونه لوروي!
داچې زيرک پر خپل بول و ژمنه څومره ولاړ وو، يانه، خو دببري او څانگې غوږونه سم له لاسه د کارولينا له گيلې او گوسې ارام شول.
بلخواته زرمينه هم له مېړه او مېرمنې دواړو پوره منندويه وه چې پلغلت مېړه يې دکارو لينا پر وړاندې خپلې پازوالۍ ته ورځير کړی او ورسره ورسره يې د بل ((نوي ښکار)) مخه ور ډپ کړې ده.
زرمينې ان دا کړن هم ښه شگوم گڼلی وو چې مېړه يې پر هما غه ماسخوتن د ببري دوی تر مېلمستيا روسته له کارولينا سره تر نيمې شپې پاتې وو، بې له دې چې د الکولي څښاک پرهيز ورمات کړي، او نه يوازې د هغه روغتيا ور ويجاړه کړي، بلکې ورسره ورسره د دې پر وړاندې ورته د ټکر پلمه هم پر لاس ور نه کاندې!
هسې خو تر يوې مياشتې چې کارولينا د زېږون په درشل کې لا له سينگار ځيه چو ټي نه وه اخېستې او ببری او زرمينه له خپل زوی سره د سر جوړولو په پلمه ورتلل، د زيرک په تړاو يې ځنې کومه گيله گوسه نه اورېده. بلخوا ببري په افغان پېژندنې څانگه کې زيرک هم لږ و ډېر پر غوږ واهه او په دې ډول يې سيده او ناسيده له خپل گورته نه اېسته.
هرگوره، د امېدوارۍ وروستۍ مياشت کې چې کارولينا له کارځايه د درو مياشتو لپاره چوټي واخېسته او پوتسدام ته د مورکره ولاړه، زيرک د منډې له مخې ارامه ساواېسته او يوځل بياخپلو ښکاره او پټو چکرو او چړچو ته وزگار شو. هغه نوره دا کابو ترلاسه کړه چې نور پر هماغه اوداسه پاتې نه شي او بيا له سره د (( زوړ ملا او زړې تراوې)) کانې راوا خلي!
بياهم يوازې مکۍ د کارولينا پوښتنه يېږنه خپله پازه نگېر له. د مرستيال په مټ يې ورسره په لاسته راوړې شمېره اړ يکي ټينگ ساتل. همدا چې ټاکلې نېټه رانژدې شوه او هغه په زېږنتون کې بستر شوه، دې بياځان وررسولی وو او تر زېږ ونه يې سرته ولاړه وه.
زيرک هم چې د روغتون په رسمي بلنه ورغی او ټاکلې خونې ته يې سر دننه کړ، مکۍ ورمخ ته شوه او زېری يې پرې وکړ:
زيرک صاحب د لور مو مبارک شه!