لیکنه: پوهاند مجاور احمدزیار
ـ۷ــ
داسې برېښېده چې، له کارولينا سره د واده نيم رسمي شان لاسليک زيرک پوره غمولی او گرومولی وو. پر هغه ورځ يې په پوهنتون کې لوست نه لاره او په ناستخونه کې د لوستتو کيو د تيارونې لپاره خپل کارمېز ته ناست وو، خو قلم يې هسې په گوتوکې اړاوه راړاوه او که کرښه نيمه به يې پر کا غذ وکښله، بيرته به يې چليپاکړه. کله به راپاڅېد او کړکۍته به ودرېد، کله به د کوټې تر بل سره ولاړ او بيرته راغی او له ځان سره به ورو ورو گړېده او بگنېده. زيرک په داسې دوه لارۍ کې ټيکاو موندلی ووچې غوراوي يې پکې نه شو کولای او د ((پړانگ و پاڼ )) تر منځ يې ځان ښکېل نگېره: يوخوا له کارولينا سره دکړي تړون ستونزه، او بلخوا د زرمينې د پرېژې ربړه:
= که له کارولينا تېرېږي، د کوربه هېواد له قانون سره يې ټکر راځي او که له زرمينې تېرېږي، د ده استادي او استوگنه له خطر سره مخامخېږي؛ ځکه زرمينه هم پر خپل وار تر شا خپل گوندي دولتي ملاتړ لري او پرېژه د دواړو بيرته تگ اړينوي!
زرمينې د خپل مېړه پرلپسې څو ورځنۍ ناسوبتياوې له هما غې خيالي درغلي مېلمه پالنې انگېرلې او په همدې يې ځان غولاوه چې ورځه، هرڅه کېږي، هغه به کېږي او له پېښې تېښته نشته. دليکوالو ترنړيوالې څېړنغونډې روسته به افغا ني مېلمه هم پر خپله مخه ولاړ شي او زيرک به بيا د يېنې کتنې ازماينې ته بيايي.خو، د ځارزهيرې خواره کۍ مېرمنې دا متل له ياده وتلۍ وو چې:((د مور زړه پر زوی، د زوی پر وچ کاڼي))!
د زرمينې له دې څه باگه وه چې د هغه د ناسوبتياوو او بد پرهېزيو نوغی بل چېرې راټوکېدلی او دومره ژر يې د جرړو بيرته راکښنه دومره اسانه نه ده!
د زرمينې په زړه کې شک و شوپيان نوره ځاله کړې وه. همدا چې ترې د زيرک پل ختاوت، له کړکۍ او څوکۍ بيرته را کښېوته. ارامڅوکۍ شاته يې ناببره پرکا غزنۍ سترگې و نښتې چې تر سونگو پورې له څير لو ډکه ده، پر غولي يې را تشه کړه او په شننه او کتنه يې بوخته شوه.
نا څاپه يې د يوه ليک څيرلې ترسترگو شوې. او له ټکه پوه شوه چې اړوند ليک يې په ((ختيزه مينه)) اړه لري. هغه څير لې يې سره خوا پرخواواوډلې راواوډلې. ترڅو پردې بريالۍ شوه چې يې د ليک د پای دوه درې نيمې نيمگورې کرښې او غونډلې ځنې راورغوي.
دا خوی لوښه يې خو لا په کابل کې راخپل کړي ول چې زيرک به يې د تگ راتگ پر مهال له کړکۍ نه څاره. له هغې سره سره به يې دزړو يادښتونو کومه څيرله هم په مېز، المارۍ يا جاموکې پر لاس ورغله، په ځير ځير يې لوستله. نو که خوند يينه يې ورته وړنده نه بر ېښېده، خپل ياد ته يې خو هرو مرو سپارله.
دا خوی لوښه يې خو لا په کابل کې راخپل کړي ول چې د تگ راتگ پر مهال به يې له کړکۍ نه څاره. دزړو يادښتونو به يې چې يوه څيرله هم په مېز، المارۍ يا جامو کې پر لاس ورغله، په ځير ځير يې لوستله. نو که خونديينه يې ورته وړنده نه بر ېښېده، خپل ياد ته يې خو هرو مرو سپارله.
د هغه ليک رارغولې ټوټه داسې وه:
((… تا په نن و سباکې راباندې دايوکال تېرکړاو زما د درتگ لپاره دې يو سم سهي ډاډ را نه کړ. ته ښه پوهېدې چې پر کابل باندې شپه او ورځ د مجاهدينو توغندي راووري او هر څوک ځانته د تېښتې لارې گودرې گوري. نو زمازغم هم نور پايته و رسېد او دېته اړوتم د يوه مجاهد پلوه همکار په مر سته لو مړی اسلااباد او بيا له تانه ورهاخوا لويديز المان ته پښې را سپکې کړم. نور ته پوه شه اوسرې سپينې کمونېستا نې…)).
که څه هم زرمينې مياشت نيمه مخکې، چې د ((ښاد)) له سفر راهيسې يوه نگا سه گو نگوسه هومره تر غوږه شوې وه، خو د ليک هغو کرښو يې گومان نور پر باوربدل کړ..ترهغې دمه يې خو ځان پر دې او هغې غولاوه او تسلاوه چې که مېړه يې هر څومره انډيوالانې پيداکاندې،د((گلالۍ)) دمينې ځاينا ستې کولای يې نه شي.
په هره توگه، زرمينې ته نوره زباده شوې وه چې مېړه يې په پای کې پر دې بريالی شوی،((لوېديزه)) مينه د ((ختيزې)) ځا يناستې کړي.خو بيا هم همدا لږه کۍاسره ورپاتې وه:
((ورځه، هرڅه چې وي، له ماسره يې تر پرېژې نه رسو ي او د تېر په څېر مېرمنې او مَينې (معشوقې) ته په يوه سترگه نه گوري؛ ان که د اوسني ځوان لويديز پښت په څېر هممها له دوه درې مًينې ولري: له يوې سره د اوونۍ په اوږدوکې چکر وهي، له بلې سره په اوونۍ پای، او له درېيمې سره په سفر يا چوټۍ او رسختۍ کې! ))له دې ټولو سره سره بياهم زرمينې له ځان سره دا ټينگه پتېيلې وه:
((په هر ډول چې کېږي، د روغتيا په پار يې هره ناخواله او نادوده وزغمم، ان که زما پر تاوان هم پرېوځي. ځکه که دغه اکر بکر يې پاينه و مومي ، هرو مرو پرې د يېنې غوټه راځي او له دې ځل غوټې څخه، خدای خبر،که بيا سر راپورته کړای شي، بس هماغه د کړانې (عملياتو) مېز به يې د مرگ تخته شي. دابه نو هغه څه وي چې زما او د درو سرو زامنو برخليک مې د تل لپاره له پوښتنې سره مخامخ کاندې!))
زرمينې که تر هغې ورځې د زيرک ((ختيزه مينه)) يو ښه شگوم انگېره، خو اوس يې يومخيز پرېکون هم د ځان پرگټه باله.. په دې دک و دليل چې گوندې هغه به نوره د هسې لنډپارۍ او بېوفايۍ له لامله ورو ورو هېره کاندې او ترڅو ژوندی وي، يو نوم هومره به يې پر خوله وانه خلي.. په ترڅ کې به ځنې دالوست هم واخلي چې له ((لويديزې مينې))، يا کورټ بېزاره شي او يا لږ ترلږه د هغې بلې هومره پرې زړه ونه تړي!
زرمينې هڅه وکړه، زيرک په يوه ارام اکر کې له سره ونيسي چې دا گوندې د سازمان له لارې خبره شوې ده. په همدې خام اټکل يې زيار اېست، هغه ته ډاډېينه شانې ورکړي او تېر پر هېر و شمېري. خو بيا هم ټکنۍ ټکنۍ کېده او سمه کابو او پلمه ورته نه برابرېده.
په پای کې يوه ورځ زرمينې شل زړونه سره يو کړل او په مات مخ يې ورته له خولې و اېسته:
= څه يې کوې، بلا ورپسې. يوه بېوفا او هرځايي ښځه وه او هسې يې کلونه کلونه زموږ کورنی ژوند را تريخ کړی وو. ښه شوه چې يوه داسې بې پته مو د تل لپاره له پتمن هېواده ورکه شوه. زموږ افغاني منلی دود و دستور اوکولتور دا وړ سپکې ورکې ښځمنې نه شي زغملای، هغه هم بيا د خاورې د دښمنا نو او تورې ارتجاع جاسوسه!
که څه هم دزيرک زړه ته دا کښېوته چې زرمينه دگوندي ساز مان له لارې له پېښې خبره شوې ده، نو خبرې يې دومره ستغې سپورې و نه نگېرلې او بې له دې چې د خپل زغم واگې له لا سه ختاکړې، له خپل همېشني رياکارانه چال چلند سره سم يې دوا ړه لاسونه په غاړه کې ورواچول، ځانته يې را کېښکله او تر پرلپسې ښکلولو روسته يې ورغبرگه کړه:
= ما وبښه چې د هغې گدۍ پر سر مې دا لس دولس کاله ستا اوکوشنيانو ژوند تريخ کړ…
زرمينه له ډېر ې خوشالۍ نه ناببره د زيرک په خبروکې ور غوټه شوه، او هغه له بښنې غوښتنې سره د خپل غبرگون پياړمه پسې بېرته راټينگه کړه:
= اوس چې د داسې هوسناکواړ يکو زولنې زما د ذهن و زړه له پښو لرې شوې، نور به هېڅوک ما له تا جلا نه شي کړای، د ژوند تر پايه به زه او ته يو او داگلالي بچيان!
تر کلونو کلونو روسته د زيرک يوه بې پردې منښته او بښنه د زرمينې لپاره يوه هېښنده او نابومه چاره وه او نژدې وه، له ډېرې هېښتيا اوخوشالتيا نه چغې کړي. دواړه لاسونه يې په غاړه کې ورغاړکۍ کړل، ځان يې ورپورې کلک ونښلاوه او سر پر سر يې څو څو واره پر سر، سترگو او مخ ښکل کړ. خو همدا چې يې له ډېرې ولولې او تلولې نه سر په لاسونو کې ورکېښووه او ور ښکلول يې، هغه ترې ژر لاسونه ټک وهل او په ورته ولوليز انداز يې د دې لاسونه په مينه مينه ښکل کړل. که زرمينې ته پخوا له ډېر غم اندېښنې نه دشپې خوب نه ور ته، نو تر هغې پېښې راروسته پرې له ډېرې خوښۍ خو شالۍ ارام حرام شوی وو. بيا به هم، لکه د لومړيو ورځو په څېر گهيځ وختي به د مېړه له خوا غلې راپاڅېده، ټول به ويده ول او دې به سهارنۍ تياروله. رسمي وخت ته به گړۍ نيمه پا تې وه چې ړومبی به يې درېواړه زامن او ورپسې به يې تر ټولو نازولی خوبولی مېړه راويښ کړ. تر تشناب نيم روسته به هغه څلور واړه به يې تيار اوڼلي او اوډلي مېز ته را وبلل، خو دابه پخپله، لکه د رستوران مېلمه پاله امروبولۍ ته لاس پر نام پر يوه پښه ولاړه وه.
همداچې به يې زامن د سهارنۍ له مېزه را پاڅېدل، پامل به يې کړل او ښوونځي= وړکتون ته به يې ولېږل، نو بيا به له مېړه نه لکه کوکۍ گرده ورده تاوېده راتاوېده. اوتو کړې در ېشي او پالش کړي بوټ به يې ورته د لارې پر سر اېښي ول.
ان تر دې چې د بوټ مزو او تڼۍ تړلو کې به يې هم ورسره لاس مرسته هم کوله. تر برېښنا ښله به يې بدرگه کړ او د مخه ښې په مچو به يې خېشت پيشت د پو هنتون پر لوري رسخت کړ.
که زيرک ته د مېرمنې دا مينه ناکې لوڅې پوڅې هسې ټوکې ټکالې ښکارېدې او په زړه کې ورسره د پخوا په څېر دومره پاک ساک نه وو، خو پر کوشنيانو، په تېره دواړو مشرانو يې دومره غوره اغېز پرېستی ووچې دښوونځي په ليک و لوست کې يې ورځ پر ورځ يو کمساری بدلون راته او په ورځنيو از موينو کې به يې له خپلو ښوونکو څخه پرلپسې ستاينليکونه تر لاسه کول.
زامن يې هم هېښ پېښ پاتې ول چې څنگه يې د مور و پلار تر منځ د کلونو کلونو توندې ترخې، شخړې او ناندرې يو واريزه پايته ورسېدې او کورنی تشيال(فضا) يې گړسره پر بله شوه. تر دې چې يوه ورځ مشر زوی له موره وپوښتل:
دادا مو څنگه ناببره دومره مهربانه شو؟
= هو، زويه، زه يې هم پر لامل نه پوهېږم، خو هيله منه يم چې تردې روسته همداسې لوراند او مهربان پاتې شي!
له بده مرغه، پر زرمينه باندې لکه څنگه يې چې له ورځ دوو راهيسې په زړه کې يوې نابومې خرځشې ځاله کړې وه او د همدا سې يوې نوې نادودې نگېرنه يې کوله، هغه په ډېر ار مان لاسته راوړې ارامې شپې ورځې يې، لکه ليدلی خوب په چټکۍ تېرې شوې. ،
په دې کې به درې څلور ورځې تېرې شوې وې جې ببري دوی د ويمار له هوساينځايه راستانه شول. کله چې زرمينه له مکۍ سره د بلاک مخامخ پلورنځي کې سترگه پر سترگه شوه، بې له سريزې يې ورته په يوه خندني گړدود وويل:
= مېړه خو دې، لکه چې د تل لپاره له لاسه ووت…!
زرمينه يې په خبروکې ورغوټه شوه او په ډېره هېښتيايې ور غبرگه کړه:
= ولې څه چل شوی، مېړه مې…؟
= هو مېړه دې له هغې شينۍ((کارولينا)) سره په داسې جوال کې کښېوتی چې نور يې ترې راواته شوني نه دي!
دا ړومبی ځل وو چې زرمينې د کارولينانوم واورېداو هغه هم د مکۍ له خولې، خو د هغې له هسې توند و تېز غبرگونه دېته راغله چې خبرې يې هسې ټوکې ټاکې، يا تورونه پېغور ونه نه دي، له شرمه يې سترگې ټيټې واچولې او په پسته غا ړه يې ورته له خولې ووتل:
= ډېر و بښه مکۍ خورې! ما نه دي ويلي چې زما مېړه پرښته دی، خو د ببري صاحب د خبرو وړل راوړل هم يوازې زيرک ته نه، چې ماته يې هم لوی سرخوږی راپيدا کړ!
مکۍ د دې لپاره چې د زرمينې پر لمبو يې يوڅه اوبه پاشلې اوسي، چار نا چار يې د خپل مېړه ويار(عيب) هم ور پرگوته کړ:
=زه هم د خپل مېړه سپيناوی نه کوم، خو په خپل گورت کې مې ټينگ او ترينگ ساتلی، او لکه څنگه چې تا پخپله ماته د دې منښته کړې چې دا پېنځلس کاله دې د خپل مېړه هرې ناخو الې او نادودې ته سينه ور ډال کړې، نه يوازې هغه تاته گپ درکړی، چې تاهم پرخپل وار ځانته گپ ورکړې او تردې ورځې يې رارسولې!
زرمينې چې ورسره هرڅه باور کړل، له مکۍ يې هيله وکړه، تر سود و سودا روسته ورته د کاروليناکيسه له پوره ټول و ټوک (جزئياتو) سره وکړي او هملته د پلورنځي په څښاکتون (کا نتين) کې سره گوښې کښېني.
د مکۍ خو ورته، بې له هغې هم زړه ډک وو، نو ورسره يې ومنله او هلته سره دوه پر دوه کښېناستې. هرگوره، د مېړونو له خوا هم دواړې پوره ډاډه وې چې پوهنتون ته تلونکي دي او که چېرې د ناببرۍ له مخې کوم يو پلورنځي ته سر ور ښکا ره کړي، دوی په اسانه ليدای نه شي.
په څښاکتون کې له کښېناستو سره مکۍ د کارولينا هغه ټولې کيسې راواخېستې چې څه يې دې او ببري ته د ويمار ترتگ وړاندې او څه يې ورته له راستنېدو سره سم له سمونې بېگا ماښام کړې وې، او په هغه لړ کې د زرمينې لپاره تر هر څه زياته خواشينوونکې او نازغموړه، د روغتون په کتاب کې له کارولينا سره د زيرک د واده د پرېکړې لاسليکونگ وو.
نور د زرمينې وار پار ختا شوی وو، هکه پکه پاتې وه او نه پوهېده، خپل سخت اکر څنگه راکابو کړای شي. يوه شېبه يې تندی د مېز پر ژۍ ولگاوه، بيايې سر راجگ کړ او مکۍ ته يې همدومره وويل:
=که خوښه دې وي، نورې به ووځو،داځای د کورنيو کيسو لپاره نه دی.
مکۍ هم ور ته د هو سر وښوراوه او دواړې سره يوځای راپا څېدې. زرمينې له پلورنځي څخه په راوتوکې له څانگې سره په دې پلمه مخه ښه وکړه چې کوم کور غړی يې سره يوځای و نه ويني. زرمينه ځای پرځای ودرېده او مکۍ ترې د کور پر لورې خپل گامونه گړندي کړل.
زرمينې نور د زغم او ټيکاو واگې راټينگې نه شوې کړای، د سودا غبرگې کڅوړې يې له لاسه شوړ ښوی شوې او تر شودو او مستو او غوښو سبو پورې د بلاک پر ډمبر وربوی هرڅه ترغۍ پر ترغۍ او شيند پر شيند شول.
د بلاک تر لوی وره پورې يې په ډېره خوارۍ ځان ورساوه او په يوه گوښه کې د گلدان پر کانکرېټي دېوالگي کښېناسته.
هغه تېرې هېرې لمبې يې يوځل بيا په زړه کې راتندې شوې چې تر دغې ورځې يې دخپلو اوښکو په خړوب غرغنډوته نه پر ېښووې.
هلته يې په ژړا ژړا دخپل زړه لمبې يو څه سړې کړې او دومره متره يې په ځان کې ونگېرله چې په تشو لاسو تر ښله ورشي او بيا خپل غملړلي کور ته وروخېژي. له بده مرغه زيرک هم کور نه وو چې خپل راپړسېدلی زړه ور باندې تش کاندې، نو هما غسې ويرژړلې او گرو مېدلې د نا ستخونې پر ارام څو کۍ وغځېده او پسې ډوبي ډوبيا ويده شوه.
ترڅو يې زامن له ښوونځي او وړکتونه راغلل او دايې په کړپ و کړوپ راويښه شوه. زامنو چې خپله مور په هغه نا دوده اکرکې وليده، اريان دريان ورته ودرېدل، خو ترهغې مخکې چې څه ووايي، مور يې خوله ور پرانېسته:
= بياهم ستاسې د پلار له لاسه دې اکر ته راغلم. ځمکه هم ځای نه راکوي چې خاورې مې خوراک شي او د بېلارې پلار له ناخوالو مو د تل لپاره پخشو او بېغمه شم!
هلکان چې په چورت کې ډوب ولاړل، مور يې ورته وويل:
ما وبښئ چې نه مې سودا راوړې او نه مې اخلی پخلی کړی دی!
مشروټي يې، بې له دې چې د پلار د نويو ناخوالو په اړه ترې څه وپوښتي، په يوه خواخوږي گړدود ور غبرگه کړه:
= ښه نو، پيسې راکړه چې په منډه له پلورنځي نه تيار يوڅه خواړه ماړه راوړم!
زرمينه همداچې بچيو يې ډوډۍ تر ستونيو تېره کړه او پسې لمبا ته ولاړل، خوبخونې ته ننوته او پر کټ با ندې له پرېوتو سره پرې له واره يوه اېشنده تبه راغله. هسې خو يې بې له هغې هم پر زړه اور بل وو، نو له تبې سره بېخي، لکه نينه په بټ کې پړکېده. تېر مازيگر مهال چې په ډېرو يخو ټکورونو يې تبه لږه راکښته شوه، اوچته پاڅېده، خپل سر و بر يې يوڅه سم کړل او د کور بهر ډېوډۍ اوږدې غځېدلې کړکۍ ته ودرېده.
زرمينې له همدې شلم پوړه د زيرک د راتگ بېلابېلې لارې د خپلو لېچنواو اوښلنو سترگو په مټ تر څارنې لاندې ونيولې.
هغې تر ډېره ارت و بيرت وربوی د سترگو په چمبړ کې را نغښتی وو چې وگوري، مېړه يې له کوم گوټپېره، يوازې يا بل چاسره رادوڅارېږي او بيا يوولسم، يا شلم پوړ ته ورپو رته کېږي؟
د ماښام تياره راخپره شوه او د شا و خوا پلو او سپرو لارو څراغونه پړک پړک و لگېدل. د زرمينې په پښو کې هم زياتي دمه پاتې نه وه او دېته اړوته، له کوره يوه لوړه څوکۍ را وبا سي او په ناسته خپلو غباندو او غلچکيو څارنو ته پاينه ور کاندې.
گړۍ نيمه به تېره وه چې درې سره زامن د ويرژړلې مور تر سترگو شول چې د لمباځي له خوانه راغلل، نو داهم نوره اړوته، څوکۍ هملته پرېږدي او د ښله په خوله کې يې هرکلي ته ودرېږي.
سم چې هغوی راوختل، داهم ورسره کورته يوځای را ننوته او په منډه منډه يې يوه سړه توده ماښامنۍ ور تياره کړه
زرمينې ته چې نور ځمکې ځای نه ورکاوه، نو همدا چې زامنو يې ماښامنۍ تر ستونيو تېره کړه، داپلمه ورواوروله:
= زه لږه جوړه نه يم، څېرمه کتنځي ته ځم چې گوندې کوم نوکريوال ډاکتر يا درملساز وگورم او څه گولۍ مو لۍ راکاندې.
مشر گل مورته وويل:
= که وايې، زه به هم درسره ولاړشم؟
= نه نه، گوربت به د کوشنيانو او نوځوانانو تلويزيوني خپر ونه گوري. تا او گهيځ هم چې خپل کورني کارونه وکړل، کو لای شئ، د نوځوانانو فېلم نيم وگورئ، تر هغې پورې به زه هم له کتنځيه بېرته راستنه شم.
زرمينه په دې چم و پلمه بيا له کوره ووته، کړکۍ ته اېښې څوکۍ يې په راڅکولو راڅکولو دکور تر وره راورسوله، پوړ دوه لاندې کښېوته او د پخوا په څېر يې دکړکۍ له هېندا رو خپلې سترگې پر وربوی باندې وروگنډلې. خو چې تر گړۍ نيمې يې څوک تر سترگو نه شول، نو له ځان سره يې و پتېيله، بياهم د ببري دوی کره ورکښته شي او د مېړه په تړاو ورسره خواله وکړي.
له ورکښېوتو سره يې د کور زنگ وروواهه او مکۍ يې هم بې ځنډه پر مخ ورپرانېست. ببری چې تازه له پوهنتونه را ستون شوی او د کاليو بدلولو لپاره دخوبخونې خواته روان وو، بيرته را پر شا شو. د زر مينې په هرکلي کې يې له مېر منې سره ملگرتيا وکړه او مېړه او مېرمن دواړه ورسره کښېناستل.
ببري سم له سمونې زرمينې ته مخ کړ او ورته يې وويل:
=نن زه او زيرک صاحب د څانگې له غونډې نه يوځای راغلو، تاته يې څه ونه ويل؟
زرمينه اروره تروره شوه، خو ژر يې خبره بلې خواته واړوله:
= نه، هغه لکه چې راسره په ښله کې تېروبېرشو او سره مو ونه ليدل، ولې څه خبره وه؟
ببري په دې اندوواند چې زرمينه گوندې د مېړه غم يې لږ ورسپک کړی وي، ورغبرگه کړه:
= هو، زما د بياټاکنې په تړاو لومړۍ هوکړه هم د زيرک صا حب له خواوه!
= بايد چې کړې يې وای، نو زه هم درته د زړه له کومي مبارکي وايم!
ببري چې د زرمينې غړنده اکرته ځير شو، د مننې په ترځ کې ورته له کارولينا سره د زيرک د واده لاسليک له کبله خپله خواشيني او خواخوږي څرگنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د مخنيوي لپاره يې له هېڅ راز منډو ترنډو څخه ډډه ونه کا ندې.
زرمينې په داسې اکربکر کې چې له سترگو يې رڼې رڼې او ښکې پر غنمرنگو اننگيو را رغښتلې، په غريو نيولې غاړه ورغبر گه کړه:
= تاسې ته پوره جوته ده چې زه بدمرغه، ځارځپلې له تاسې پرته نور څوک لرم، نو په همدې هيله تاسې ته راغلم، هما غسې چې ((مات لاس غاړې ته راځي))!
ببري يوځل بياهم زرمينې ته خپل ټټر وروټپاوه او مېرمنې يې هم د پخلی په توگه ورزياته کړه:
= زرمينې خورې، يو څه گناه ستا خپله هم ده او تل دې د مېړه پر ناخوالو سترگې پټې کړې او زغملې دي!
زرمينې هم چې((له خيبره، بله لار)) ورپاتې نه وه، ورڅرگنده کړه:
= زه باور لرم چې د اوسنۍ راپېښې جړې په هواري کې ستا سې د دواړو او په تېره دببري صاحب هلې ځلې ستر اغېز ښند لای شي. هغه داچې د مرستيال صاحب پکې راگډ کړئ او هغه ډېر څه کولای شي.
ببري بياهم خپلې ساټې باټې ور غبرگې کړې:
= زه به سم له لاسه ستا په اجازه له مرستيال سره د زيرک صا حب له خوا د لاسليکړي لاسوند خبره شريکه کړم چې ايا څو مره حقوقي او قانوني ارزښت يا ويسا اعتبار درلودای شي!
دا خبره د زرمينې پر خورمنځ سمه ولگېده او د مننې په ترځ کې يې پرې ټينگاروکړ چې څومره يې ژر له لاسه کېږي، هغه روغنيتي منځگړتوب ته اوږه ورکاندې.
همداچې زرمينې د کور په تکل راپاڅېده، مکۍ په موسکا موسکا کې پر غوږ ووهله:
= دا خبرې دې سم له لاسه زموږ او ستا تر منځ وي او که له مېړه سره دې شريکې کړې، ((ويې)) به دې پر خپل ځان وي!
هغې ورته په مات مخ ډاډ ورکړ او ور زياته يې کړه:
= له هغه سره يې نه شريکوم، خو له دې مې رغېدن نشته چې د گوندي سازمان له پازوال او ان سفير سره دغه ربړه رامخته نه کړم چې سبا ورځ خالي ذهنه نه اوسي!
د زرمينې له وتو سره ببري په خندا خندا خپلې مېرمنې ته وويل:
= هغه وختونه را پر زړه شول چې په افغانستان راديو= تلو يزيون کې له گلالۍ سره د زيرک د يارانې کېسه تر رسوا يۍ رسېدلې وه، خو داچې اړوندو پرچمي چاروا کو د يوه نومو تي ليکو ال شاعر په توگه خورا ډېر نازاوه، نو يې ځانونه يې پرې ناگارول.
مکۍ په ډېره هېښتيا اريانتيا له مېړه وپوښتل:
نو هېڅ جزا يې ونه ليده؟
نه يوازې يې څه جزا ورنه کړشوه، بلکې د راديويي خپرونو تر مشرتابه يې هم ورساوه.
= گلالۍ هم دومره کمال والا وه؟
= هو، هغه د يوې نومورې ليکوالې، رسنوالې او ادبي وياندې په توگه تر زيرک مخکې د راديو د هنر و ادب د څانگې مشره وه!
مکۍ يوځل بيا خپل مېړه وپوښت:
= ولې يې زرمينه نه خوشې کوله او له گلالۍ سره يې واده نه کاوه؟
= گلالۍ هم مېړوښه وه او مېړه يې هم خپل تره زوی وو چې په وړکينه کې يې پلار ور پر نامه کړې وه، نو دې هم د خپلې کو رنۍ له وېرې ځنې پرېژه(طلاق) اخېستای نه شو.
مکۍ نوره هم پسې وغځوله:
= زيرک هم ورته له ښځې نه تېرېده؟
= تېرېدای شو، خو په دې آړ(شرط) چې داورته له مېړه تېره شوی وای!
= هسې خو ماهم زرمينې ته په هماغه لومړۍ کتنه کې چې د مېړه له لاسه يې راته پلپوټ کړی وو، دا پېغور ورکړی وو چې له گوندي زور سره سره ولې ترې طلاق نه اخلي، همدا زامن يې راته پلمه کړل
ببری شېبه نيمه په چورت کې ولاړ او مېرمنې ته يې مخ کړ:
تا زرمينې ته و نه ويل چې اوس خو همداستاسې پاچاهي ده،
او هرو مرو دې د بچو غم خوړل کېږي؟
= ولې نه، ټولې لارې چارې مې ور پر گوته کړې، خو همدايوه خبره غبرگوي راغبرگوي: (( د زامنو په سترگو مې ورسره تر اوسه ټولې ناخوالې گاللي اولاگالم يې))!
ببري دخپلې مېرمنې د پوره پوهاوي لپاره د زيرک د خوی بوی په تړاو څرگنده کړه:
= ماته بيا زرمينې داخبره هم کړې وه: ((.د زيرک لوښه او سايکا لوجي داسې راغلې چې بايد همزمان له دوو ښځمنو سره اړيکي ولري…
مکۍ يې په خبروکې ورولېده او په هېښتيا سره يې ځنې وپوښتل:
= همزمانه دوې ښځې څنگه ولري؟
ببري له دې وېرې چې که مېرمن يې پردۍ کيسې همداسې تر سهاره وغځوي، خپله مينه به يې ناخړوبه پاتې شي، نو يې ورته وويل:
= تاته خو زرمينې داټولې کيسې کړې چې زيرک پريوه ښځه هېڅکله بسيا شوی نه دی، او تل يې هڅه کړې چې يوه ښځه د مېرمنې په نامه د بچي زېږونې او خدمت لپاره ولري او بله يوازې يوازې د مينې او يارانې لپاره!
مکۍ بياهم له مېړه هيله وکړه، چې د زيرک په اړه يې دايوه بله هم واوري ، نو بيا چې هرڅه ورسره کوي، ترې به يې ونه سپموي:
= زرمينې هم د بل چا له خولې اورېدلي ول چې گلالۍ ته يې د مېړه داخوی بوی پوره جوت شوی وو او ويلي يې وه:
((زيرک يو ښه مين کېدای شي، خو ښه مېړه نه))!
= له همدې لامله، لکه څنگه چې زيرک ورته له خپلې مېرمنې تېرېدونکی نه وو، دغه راز هغې هم د خپل مېړه پرېښوولو ته زړه نه ښه کاوه.
څنگه چې مکۍ ته هم د مېړه په څېر له هرې خبرې سره نوې پوښتنه را پيداکېدله، نو بيا يې هم ځنې وپوښتل:
= زيرک چې له گلالۍ سره دومره اوږده يارانه درلوده، نو ولې يې ورسره وشلوله او کارولينا يې ورځايناستې کړه؟
= ولې د زرمينې خبره دې هېره شوه چې زيرک ورته دراتگ پر مهال يوڅه گپ ورکړی وو…
مکۍ د مېړه په خبره ورولېده:
= گپ يې څه مانا؟
= گپ يې داچې هغې ورسره لنډپاري وکړه او له نوي يارسره دپاکستان له لارې همبورگ ته راوتښتېده؛ نوکه يوخوايې خپل مېړه په کابل کې شينگړ پرېښووه،بلخوايې له ده سره هم ديوې نيمې لسيزې يارانې ته پايټکی کېښووه!
هرگوره، د ببري روستۍ ژمنې زرمينې ته دومره زړورتيااو زړه غټاوی وربښلي ول چې هغه شپه پر زيرک باندې خوب داسې حرام کاندې، لکه څنگه يې چې دادومره مهال پر دې حرام کړی دی. ذهن و زړه يې نور دېته پوره چمتو شوي ول چې په هماغه توره شپه کې ترې د کلونو کلونو ناخوا لو او نادودو يوڅه غچ هومره واخلي.
خدای خبر چې شپه به تر نيمې څومره اوښتې وه چې زرمينه د تېروڅو شپو په څېر د وره له غنگ سره له خوبه راويښه شوه، مخې ته يې ورغله او تر هغې مخکې چې ځان پرکوچ باندې ختا کاندې، خوله يې پرې راوسپړله او په چغو او فرياد يې نشه له سره وروالوځوله.
زيرک يوڅه گړبړ او اور تور وکړل، خو مېرمنې يې بيا پرې خوله راپرانېسته:
= دخدای نا لت اوستا سورت، څومره چل ول اودروغ ودرب، ته له دې بېلاريو او بدورديو سره څنگه ځانته انسان او بيا شاعر و ليکوال وايې. له يوې گدۍ نه دې لا زړه صبر شوی نه وو چې پر بله دې ځان اخته کړ. لږ خو د خدای له قهر او بيا زما او وړو ماشومانو له ازار ه ووېرېږه!.
مېړه يې په يوڅه نرم گړدود د ارامونې هڅه وکړه، خو د هغې ارامېدل نه وه او ورزياته يې کړه:
= ته پر هر هغه څه چې گروهه او ايمان لرې، د هماغه په پار لږ شرم وحيا وکړه. په خپل هېوادکې خو دې ځان اوکورنۍ رسوا رسوااو په شرمو وشرمول اواوس دې په دغه کوربه هېوادکې هم عياشيو او فحاشيو ته ملا تړلې ده؟
د زرمينې له پرلپسې نارو سورو او شور و بگت سره درېواړه زامن په ډېر بوږن او تراه له درانه خوبه راپاڅېدل او هماغسې يې په ترهېدلي او بوږنېدلي اکر يې ناستخونې ته راترپلل، خو چې يې وليدل، د پخوا په توپير دا ځل مور پلار ته په ځاځ و پرغز ده، بيرته چوپه خوله او شوړ غوږونه خپلو خو بخونو ته ور ستانه شول.
زيرک په نيم نشه اکر بکرکې چې څومره پر زرمينې سترگې رابرگولې او گواښ و تالاښ يې ورباندې کول، هومره پسې هغه توندېدله او لکه سره مچۍ ورپورې کلکه نښتې وه، او چې په هغې هم و نه شوه، دواړه لاسونه يې په گرېوان کې ور واچول او تر نامه پورې يې ور بژې بژې کړ.
په پای کې ورته د زيرک پر سترگو نوره تياره راغله، پخو انی لېونتوب او ځناورتوب يې راوپارېدل او په ټول زوروځواک يې. له کوڅيو راونيوله او پر وچ غولي يې راپرېسته. لغتې يې ورته ونيوې او څومره يې چې هڅه وسه کېده، په وهلو ټکولو يې له لاده باده وغورځوله.
د زامنو يې زړونه بوټ وتلي ول، مخونه يې په بړستنو کې نغښتي ننه اېستي او اخ و ټوخ هومره يې له خولو نه خوت. مور يې پر داسې چغو بغارو راغلې وه چې نور يې غلي کېدل اسانه نه ول. تر څو پرې لاندې باندې گاونډيانو پوليس راخبر کړل او مټې د هغوی په پرلپسې تېلېفونو دواړه غلي شول؛ پلار خوبخونې ته ولاړ او مور هماغسې پر وچ غولي غځېد لې پاتې شوه.
هغه شپه په همدې بېشرمۍ او رسوايۍ سبا شوه. زرمينه زخمي ژوبله او په بد انکړ له ځمکې راپورته شوه، کلوښتې کلوښتې وېښته يې له غولي را ټول کړل او په لاسکڅوړه کې يې سره را منجيله کړل. مخ و لاس يې په تشناب کې ژر ژر پر ېولل، سر و سورت يې لږکوټې برابرکړل او لمر لا څرک نه وو وهلی چې له کوره ښويه ووته او تازه خوبېدلي ماشومان يې گنگس غځېدلي بېلارې پلار ته پرېښوول.
د ورځې نهه نهنيمې بجې به وې چې زيرک دکشري گوربت په((دادا دادا)) چغو پغو له ستړي ستومانه خوبه په کټ کې را نېغ شو او چې ناستخونې ته يې سر ورښکاره کړ، ځای وو او جولا نه.
په دې کې گل و گهيځ هم له خونو راووتل او اريان دريان و درېدل.
زيرک د دې لپاره چې زامنو ته يې گپ ورکړی وي او د بېگا ني تاوتريخوالي پړه يې پر مور وراچولې اوسي، لنډ پر لنډه همدومره ورڅرگنده کړه:
= تاسې درېواړو بېگا وليدل چې مور مو پر ماباندې قارېد لې وه. دليل يې همداوو چې پخوانۍ عصبي ناروغي يې را پارېدلې، له دې کبله مې امبولانس راوغوښت او روغتون ته يې بوتله.
مشر گل په داسې اکر کې چې شونډې يې وچې وچې کېدلې، پلارته کړل:
= نن خو بې له هغې هم پيلنۍ ده، همداچې گړۍ دوې پس له ښوونځي را رسخت شو، ټول به د مور پوښتنې ته ولاړ شو!
= ډېره ښه، تاسې به سم له لاسه يوه ناشته ماشته وکړئ، زه د بلاک دوترته ورکښېوځم ، له پازوال سره مې يوڅه کار دی!
بېگانۍ پيشپو د زيرک ماغزه تر دومره فشار لاندې راو ستي او وار پار يې ورختا کړی وو چې له ټولې چالاکۍ او زرنگۍ سره يې زامنوته نورڅه زيات گپ ور نه کړای شو. لکه د مچ غوندې يوه شېبه له ځان سره وبنگېد او له خوب کاليو،کنځول او څپلکوسره له کوره ووت.
کشري گوربت په پلار پسې ورمنډه کړه او له نيمکښو وره نه يې ورنارې کړې:
= دا دا، ته چېرې لاړې، موږ نن د کوشنيانو سېنما ته نه بيا يې؟
زيرک چې د ښله (لېفت) پر تڼۍ گوته اېښې وه، همدومره ورغبرگه کړه:
= گوربت جانه، ولې نه، تر غرمنۍ روسته به څلورواړه ولاړ شو!
زيرک د لاندېني دوتر پرځای په پېنځم پوړکې دببري دوی د کور زنگ کښېکاږه او له ورننوتو سره، د مېړه او مېرمنې ولوليز او تاوده هرکلي او روغبړ هېښ پېښ کړ. تر هغې مخکې چې دی څه ووايي، ببري ورته بې له کومې سريزې په خواخوږي گړدود راپيل کړه:
= زيرک صاحب، ځه خير دی، په گډ ژوند کې څښتن او مېر من سره تل په يوه اکر نه وي، هرو مرو يې تر منځ ښه او بد دواړه پېښېږ ي، خو تېرېږي او هېرېږ ي…!
پر زيرک باندې له خرجتيا مړې خولې راماتې شوې وې او دا سې يې انگېرله چې مېړه او مېرمنې له سره نيولی او په دې چم غواړي، دی منښتې(اقرار) ته يې اړباسي او د سکالو پوره ټول و ټوک د همده له خولې واوري. نو، له خپلې زرنگۍ سره سم بياهم په دې هڅه کې شو چې پر هغو ټولو ماويلو تا ويلو خاورې واړوي او له کاليو سره د دواړو په سترگوکې ورننو ځي.
تر يوې لنډې لارغې(مکث) روسته زيرک په ناگارۍ سره مېړه او مېرمن وپوښتل:
= تاسې څنگه له شلم پوړه زموږ شورماشور اورېدلی؟
= موږ د پوليس له لارې خبرشو او ستاسې شمېره يې په ډېر ټينگار راځنې واخېسته!
زيرک ور ته د دې لپاره چې لاس يې پر خپلې مېرمن پاک کړی وي، وويل:
= زرمينې راسره د کارولينا پر سر شخړه راخېستې ده. تاسې خو دلته تر موږ وخت ډېر تېر کړی او دابه درته جوته شوې وي چې د دې ځای نجونې هسې خوشې پرخلکو ځانونه تاوانوي. له شلو يارانو سره به گرځي او بيا په پای کې چېرې کوم اجل نيو لي ته د واده دام کښږدي!
مکۍ، نژدې وه، له خندا بک ووهي، خو د مېړه په سترگبر گۍ يې ژر بيرته خپله خوله ونيوله او په غريو نيولې غاړه د چای تيارونې په پلمه پخلنځي ته ورشتۍ شوه.
مېړه يې هم خپلې ولولې ونغرلې او ورزياته يې کړه:
= کاروليناخدای خبر د کوڅې له کوم ياره بچی پر نس شوی او اوس يې پر تا تپي!
زيرک بياهم گپ ورکولوته غځونه ورکړه:
زما گناه تش همدومره ده چې يو څوځله مې پرې سرجوړکړی او يو دوه وارې ورسره د برابرۍ له مخې په لاندې شپېغالي کې مخامخ شوی يم او ، لکه څنگه چې دود دی، د نورو غو ندې ماهم ورسره کوم وار نيم نڅلي او کوم پيک نيم مو سره جگ کړی دی. نور مې ورسره نه تار مار ځغلولی او نه بوده تنسته، پاتې لا سپڼسي بدلول!
ببري بې لارغې(مکثه) د زيرک پام خپلو خبرو ته کړ او د سر په ښورونه يې داسې ور وښووله چې خبرې يې ورسره ټکي پر ټکي باور کړې دي. خو د دې لپاره چې نور يې هم د هغه باور پرځان پوخ کړی اوسي، په غوږ کې يې ورته ورو وويل:
= زيرک صاحب، تاسې بېخي رښتيا وياست چې د دې ځای، او د اورېدا له مخې د لوېديزې نړۍ ټولې نجونې همداسې وازې گړوازې دي. ماهم پرخپل وار په دې تېرو درې درې نيمو کلوکې يو شمېر ازمايلې دي، خو تر بلاربۍ او بيا رسو ايۍ پورې مې ورسره نه ده رسولې!
ببري چې وليدل، زيرک ته يې خبرو خوند ورکړی، نو د ((کر ېستينا))کيسه يې ورته را واخېسته:
= وړم کال نژدې ول، ((کرېستينا)) راته کوهی وکيني، له خپلې ښځې سره مې د تل لپاره په جوال کې واچوي اوارام پتمن کورنی ژوند راباندې وران ويجاړ کاندې.
= هغې زرنگې او شوخې شنگې ماته هم جال غوړولی وو، خو ماترې هم په هماغه لومړيو کې ځان را ونغښت.
ببری په پخلنځي کې د مېرمنې ځنډ نورهم د کريستينا کيسې ته راوهڅاوه:
= لکه څنگه چې تاسې هم هغه پوره پېژندلې ، رښتيا هم زموږ د افغان پېژندنې څانگې په ټولو شاگردانوکې د زر نگۍ او شوخۍ له پلوه يو نوم لري. کومه ورځ يې چېرې مکۍ ته څه دروغ و درب جوړ کړي ول چې زه ورسره يارانه لرم. هغه وه چې داراسره دوه دوه نيمې مياشتې مروره وه او کورنی تشيال يې راباندې سور اور گرځولی وو…
له پخلنځي څخه د مکۍ له راوتو سره ببري زيرک ته د يوه سترگک په ترځ کې، ژرخپله خوله ونيوله، او له دغې يو وار يزې غليا سره پرې ښځې سترگې راواېستې او په پارېدلي گړ دود يې وويل:
= څنگه مو سره پس پسی کاوه او يو ناڅاپه دواړه غلي شوئ، تاسې ټول نارينه پړه تل پر ښځو خوارانو اچوئ او خپل ځانو نه پرښتې ښيئ؟
د زيرک سر نور په دې خلاص شو چې پوليس ورته لږو ډېر سکالو ورروښانه کړې، نو د توندوتېز غبرگون پرځای يې تش پر دې دوستانه وزمه گيله بسنه وکړه:
= تاسې بايد زرمينه دومره توده پر توده خبره کړې نه وای، هغه کورټه او سکوټه لېونۍ ده. که څوک ورته دروغ و درب هم ووايي، باوروي يې. له همدې کبله ورسره زه کله نا کله دومره پکو شم چې تورې تېښتې ته ځنې اړوځم، په هېواد کې له گلالۍ او دلته له کارولينا سره زما اړيکي د همدې لامل پايله گڼل کېږي!
ببري بيا غوښتل، څه ووايي، خو مکۍ پرې را ودانگل او د زيرک د گيلې په غبرگون کې يې وويل:
= موږ هېڅکله ستاسې بده نه غواړو، خو هغې نجلۍ څو وا رې زنگ را وواهه او زه يې دېته اړېستم، خبره له مېړه سر ه شريکه کړم او په دې توگه يې راباندې لار پيدا کړه…
ببري پر خپلې مېرمنې سترگې رابرگې کړې او نوره يې پرې نښووه چې زياته وغږېږ ي او کومه ناپړيته يې له خولې ووځي
ببري بيا د خبرو وار ونيو او په لوراندگړدود يې زيرک ته وويل:
زيرک صاحب ستاسې نوم بدی زموږ نوم بدی دی. زما وړا نديز دادی چې اوس هم لا د پټي سر دی، پټی مخکښته سوروردی، اوبه له ورخه اوښتې نه دي او کار له کار ه تېر نه دی. نو تر هغې وړاندې چې خدای مکړه له بده بتره نه شي او زياتې رسوايۍ ته و نه وځي، غوره به داوي، په همدې توده توده کې سره په گډه را ټوکېدلې لانجې ته د هواري يوه پر سول و سوله او منطق برابره لاره چاره و پلټو!
زيرک هم له رواني او ذهني پلوه نور دې پايلې ته رسېدلی وو چې په هره بيه ورته پرېوځي، سم له لا سه خپل برخليک هما غه پروني بډ(حريف) ته وروسپاري، نو په مات مخ يې ځنې هيله وکړي:
= ببري صاحب، پر خدای او تابه کېږي چې يوه سوليزه او پتمنه لاره چاره راوپلټئ!
ببري لږ سوچ پس ورغبرگه کړه:
= زما وړانديز دادی، په هر ډول چې کېږي، بايد تر هرڅه له مخه د کارولينا خوله ټپه کړشي!
زيرک بيا وپوښت:
= د کارولينا خوله څنگه پټېدای شي؟
= ړومبی به زه يوازې او بيا دواړه په گډه له مرستيال سره سکالو وڅېړو.
زيرک د مرستيال له نوم يادونې سره يو بوږن وخوړ او په بې توپيرۍ يې ورڅرگنده کړه:
= گومان نه کوم، هغه څه لاس مرسته وکړای شي؟
= ولې نه، يو خو دی د خپل هېواد د ښاروند(تبعه) په توگه پر دې پوهېږ ي چې روغتوني لاسوند څومره حقوقي او قانوني ارزښت واغېز درلودای شي او بل ديوه افغانپوه په توگه ورته داپته ده چې د دواړو هېوادو ترمنځ فرهنگي اړيکي له سيا سي هغو سره ټينگ و ترينگ تړاو لري، نو د لانجې په غو څولوکې راسره په پوره لېوالتيا مرسته کولای شي.
د ببري له دې وړانديز او دوستانه غوندې څرگندونو سره د زيرک ټنډه لکه گل وغوړېده او داسې برېښېده چې ورو ورو له ورپېښ شوي خپگان او گروم څخه راوځي، نو د پرلپسې مننې په ترځ کې يې مکۍ ته هم مخ کړ او په موسکو شونډو يې ځنې دا غوښتنه وکړه:
= هر راز چې کېږي، د زرمينې پوخلاينه ستا پر غاړه ده!
هغې هم ورته ټټر و ټپاوه، خو د يوه(( شرط)) ټکی يې هم ورسره له خولې ووت!
زيرک د مکۍ د((شرط)) ټکي يوه شېبه په چورت کې واچاوه او بيا يې وپوښتله:
= کوم شرط؟
هغې ورغبرگه کړه:
هغه داچې، ته هم ورځنې د خپلې تېروتنې له کبله د خپلو بچيانو پر وړاندې د زړه له کومې بښنه وغواړې!
زيرک هم ورته د((هوکې)) سر و ښوراوه او په خوشالۍ او منندويۍ يې له مېړه او مېرمنې سره د خپل کور په تکل مخه ښه وکړه.
زيرک د ببري دوی له کوره راوتو سره بيرته په چورتونوکې ډوب شو، او چې ښله ته ورغی، ناببره يې د شلم پوړ پرځای گوته د يوولسم پوړ پر تڼۍ ور برابره شوه. پر دغه تېروتنه هله پوه شو چې له ښله ووت او مخا مخ يې دکارولينا د وره پرسر ليکه سترگې ونښتې. سره له دې چې پوره خبر وو، هغه د لو مړنۍ(شنبې) پر ورځ تريوې بجې په سينگارځي کې کارکوي، خو بيا يې هم زړه نازړه زنگ ورکېښکه. شېبه نيمه ودرېد او نوره يې و پتېيله، تر خپل کوره پاتې نهه پوړه پوړۍ پسې همداسې پلې ووهي.
داچې په څومره وخت کې يې هغه گردې کانکريټي پوړۍ تر پښو اېستلې وې، خو د ببري دوی پر وړاندې يې د کمينۍ سوچ و اندېښنه يوڅه سپک شوي ول. ځکه ړومبی ځل يې د ځانگړي او کورني ژوند په چاروکې راگډ کړي او درست بر خليک يې ورسپارلی وو.
زيرک بياهم ځان په دې تسلاوه چې د هغوی دواړو کمزوري اړخونه هم لا ښه ترا ورڅرگند شوي ول، لکه واخلې، له کر ېستينا سره د مېړه د يارانې او بيا د مېرمنې د ((مرورېدنې)) کيسه چې په نننۍ کتنه کې يې دببري له خپلې خولې سيده واورېدله.
هرگوره،کرېستينا زيرک ته د راتگ په هاغو لومړيو کې گرده کيسه کړې وه او له هماغه کبله ترې ده هم ځان راټول کړی وو او په يومخيز ډول يې نه غوښتل، له هېڅ کومې شاگردې سره ځان په جوال کې واچوي او له ورته کانې سره مخامخ شي.
د کرېستينا له خولې يې داهم اورېدلي ول:
((مکۍ له بې ليک لوستۍ سره سره، ببري ته ډانگ پېيلي له غوږه ورتېره کړې وه، چې که له ما(کرېستينا) لاس وانه خلي، هرو مرو به ځنې غچ اخلي. نو ځکه يې له مرستيال سره هم تار نښلولی او په زړه پورې يې دا چې تراوسه يې دا تار هغسې راټينگ کړی دی!))
کرېستينا د مرستيال تر څنگه دا انگروزه هم بې څه نه بلله چې مکۍ د بلاک له پازوال((مايستر)) سره يې هم اړيکي ټينگ کړي ول او ډېرو گاونډيانو ورسره په دوتر کې ليدلې کتلې وه.
کريستينا له ببري سره د يارانې په تړاو دا خبره په ځانگړي ډول له چا نه پټوله:
((ما پښتو له ببري سره په کټ کې ياده کړې ده!)).
بلخوا، ببری او مېرمن هم له زيرک سره پرخوالوخبرو پردې خوښ خوشاله ول چې د زيرک په څېر يو غاور او ځانخوښی انسان ورته اړشوی او بيا يې لا پرې د منځگړتوب باورکړی دی. په همدې ولوله يې سر له هماغې ورځې څښتن او مېرمن دواړه لاس پر کار شول، ببری مرستيال کره ولاړ او مکۍ د زر مينې په لټه کې شوه.
مکۍ ته هم دومره اسانه نه وه چې چېرې په زرمينې پسې وگرځي. ځکه هغې خوارکۍ له دوی پرته له بل هېچاسره پېژ ندويي او تگ راتگ نه لرل، او مېړه او زامنو ته يې هم څه پته نه وه څرگنده. دا هسې يوه برابري وه چې مکۍ د خورا کتوکو اخېستو لپاره نژدې پلورنځي ته ولاړه. او په څښا کتون کې يې پر زرمينې سترگې ونښتې
مکۍ چې هغه وليده، په يوه لرې گوټ کې ځانته گوښې پر څوکۍ ناسته ده.. نژدې ورغله او سرته يې ودرېده، خو هغې د نشه يانو غوندې گنگسه خوبولې پر مېز باندې دواړه لاسه تر سر لاندې کات کړي او د چايو ډکه پياله او بېسکېټ يې هماغسې نالاسوهلي مخې ته اېښي دي!
د زرمينې زړه پرې سخت وسو او ورو يې لاس پر اوږه ور کېښووه، خو چې بيا يې هم کوم غبرگون و نه ښووه، نو غږ يې ورباندې وکړ:
= زرمينې وه زرمينې، څه چل درباندې شوی؟
هغې له يوه سخت بوږ ن و تراه سره سر راپورته کړ او زرمينې ته يې داسې اوتر اوتر وکتل چې تابه ويل، گړسره يې، نه پېژ ني او نه اېژني. غمېدلې زرمينې گومان کاوه، د پلورنځي کومه پازواله ترې پوښتنې گرويږنې کوي چې ولی له سهاره تراوسه هلته ناسته ده. خو چې سترگې لږې ومښلې او په کاغذي څپوڼي يې پا کې کړې، مټې يې مکۍ و پېژندله او په ژړغوني او غرېو نيولي غږ يې ورغبرگه کړه:
مکۍ خورې، ما ډېره وبښه، زه د مېړه ناخوالو داسې انکړ ته راوستې يم چې…
مکۍ هم هغه نوره گړبړ ته پرې نښووه او پر لنډو يې ورته وويل:
زيرک داگړۍ دوه زموږ کره وو او اوس په خپل کورکې تاته سترگې پرلار دی!
زرمينه يې زرمينې ترې په ترهېدلي گړدود وپوښتل:
= زيرک ماته سترگې پرلار دی؟
= هو، چې له تانه د وهنې ټکونې بښنه وغواړي!
= څنگه، داخو د نه باور خبره ده؟
مکۍ دېته اړوته چې زرمينې ته هرچه ور پر ډاگه کاندې:
= داچې د پوليسو له لارې يې ترموږه پورې ډېری گاونډيان له پيشپو نه وار له مخه خبر ول، نو چار ناچار يې د خپلې گناه منښته وکړه او له مايې هيله وکړه چې تا ورسره پوخلا کړم، نو راجگه شه، ړومبی به زموږ کره ولاړ شو او تر يوڅه خوراک څښاک روسته به پاس تاسې کره وخېژو!
د مکۍ بېسارې لوروخواخوږ ۍ د زرمينې د ژوبل زخمي زړه څړيکې ورو ورو ورغلې کړې، او تر هغې روسته يې چې ور کره يوڅه تر ستوني تېر کړل، دېته چمتو شوه، د همهغې په بدرگه خپل کورته ور وخېژي. همداچې دواړې وروختلې، زيرک هم له درېواړو زامنو سره تازه له سېنما راستون شوی وو. مکۍ ور له مخه شوه او ورته يې وويل:
دادی، ستا له غوښتنې سره مې زرمينه جانه په ډېر لټون را پيدا کړه او رامې وسته، نوره ستاخوښه!
زيرک هم له ژمنې سره سم د بچو پر وړاندې د سر په ټيټولو د بېگاني تاو تريخوالي له کبله له خپلې غمولې او غمېدلی مېرمنې بښنه وغوښته. بيا مکۍ له لاسه ونيوه او ور ترغاړې يې اېسته. د زامنو په څېروکې يې هم د خوښۍ رڼاوځلېده او له مور و پلاره يې لاسونه راچاپېرکړل. هغوی هم په غېږ کې ونيول او څوڅو واره يې مخونه ور ښکل کړل.
که څه هم زرمينې د پخوانيو ترخو ازمېښتو پر بنسټ له بېلارې او بې ژمنې مېړه سره دا پوخلاينه ژر تېرېدونکې بلله، خو بيا يې هم، څه د ببري دوی په زيات ټينگار او څه د خپلو زامنو په پار له ځان سره وپتېيله، په راتلونکې کې نور د مېړه پر وړاندې له لا زيات زغم و پېڅه کار واخلي او تر وسې وسې يې ورسره تر تاو تريخوالي و نه رسوي!
له بده مرغه، لکه څنگه چې يې اټکل کېده، زيرک دومره پر هغه اوداسه پاتې نه شو چې لږترلږه د منډې له مخې د ببري او مرستيال د خبرو اترو تر پايلې پورې له کارولينا سره خپله راشه درشه و ځنډوي. ان پر هماغه سبا شپه کورته ورغلی وو او په دې توگه يې ورسره د اوونۍ پای مېله قضا کړې نه وه.
خو څنگه چې زرمينې وار له مخه ځان تلقين کړی وو، بې له دې چې د پخوا په څېر ورته تر يوې دوه بجو سترگې پرلار پاتې شي او ارام پر ځان حرام کاندې، سر له ماسخوتنه خپل خوب ته پنا وړې وه.
گهيځ وختي هم چې زرمينه راپاڅېده او سړی د پخوا غوندې له بوټ سوټ سره پرکوچ کوړۍ ووړۍ پروت وو، څه غوږ يې پرې ونه رپاوه.
زامن يې هم چې راوېښ شول او له دې يې اښتنې پوښتنې راپيل کړې، سپڼ يې ورته له خولې و نه اېست. تر سهارنۍ روسته يې د پلار پر ځای پخپله له يونۍ( يکشنبه) يي پرو گرام سره سم د زاړه مرڅان پر چکر بوتلل، او هلته يې په گرځېدو راگرځېدو او يو نيم بېړندويه خوراک څښاک دومره وخت گوډ کړ چې له را ستنېدو سره يې مېړه پر خپله لاره تللی وو او نورې يې ور باندې کرۍ ورځ سترگې و نه لگېدې.
ببري له ژمنې سره سم پر هغه ورځ له مرستيال سره د زيرک او کارولينا د ربړې په تړاو خپلې خبرې پر مخ يوړې، خو دهغه غبرگون ورته د خپلې تمې پر خلاف دومره تود او ولوليز نه وو. زياتې خبرې يې وار له مخه پر ټوليزو ((کلياتو)) او ((پلر ني نصېحت)) راټولې وې. تر هغې روسته يې چې دخپل سو سيالېستي دولت پر سيا سي=فرهنگي او بيا حقوقي= عد لي نظام رڼا واچوله، د ربړې هواری يې له((اگرمگر)) سره غو ټه کړ.
له ببري نه د مرستيال لومړۍ پوښتنه هم داوه:
= دا تاسې افغانان ولې خپلې مېرمنې او بچيان له خپلې مينې او هوسه بلهاروئ، دلته،او په گرده لويديزه نړۍکې نروښځې سره تر هغې مينې او يارانې کوي چې ترڅويې واده نه وي کړی، راروسته بيا هر مېړه او مېرمن زياتره پر هماغه يوه مينه او گډ کورنيژوندوژواک بسيا پاتې کېږي؟
څنگه چې ببري په سرچپه ډول پخپله تر واده راروسته له نورو سره مينه ازمايلې وه، نو هسې بابيزه يې ورغبرگه کړه:
= په ختيځ کې هرڅه سرچپه دي!
= څنگه، پوه نه شوم؟
= زموږ په روسته پاتې دوديزه او گروهيزه افغاني، او په تېره پښتني ټولنه کې، نه د مينې ازادي شته او نه د خپلې خوښې واده. نور ښه او بد خو لا پرځای پرېږده چې ان کوژده شوي نجل او زلمی سره تر واده وړاندې د تش ليدوکتو اجازه هم نه لري.
مرستيال موسکی غوندې شو او ببري يې وپوښت:
= نو، بيا څه کوي؟
= دا چې تر زور او پټو سترگو واده روسته سره خوښ نه وي، مېرمن خوارکۍ خو په هره توگه، مگر مېړه له نوروسره پټ و ښکاره تارونه ځغلوي. ستاسې په هېواد کې مې داسې ورته کيسې هم وليدې او واورېدې چې ځينې مېړونه د هوس او يا رانې، ياستاسې په خبره د((اړخيز ټوپ Seiten sprung)) لار راخپلوي!
مرستيال لږڅه خړ او بېځوابه غوندې شو، خپله غاړه يې تازه کړه او تر لنډې لارغې روسته يې ورڅرگنده کړه:
=دا سمه ده چې دلته داخبرې لږوډېرې پېښېږ ي، خو ښځه هم بې توپيره نه پاتې کېږي، يا ترې ورته غچ اخلي او يا هم پرېژه ( طلاق)!
= ورته غچ په څه مانا؟
= په دې مانا چې مېرمن هم ځانته کوم انډيوال پيدا کوي. که مېړه يې له يارانې لاس واخېست، نو بيا سره يوه جوړجاړي ته رسي، که نه، د تل لپاره يو له بله جلا کېږي.
ببري غوښتل څه ووايي، خو مرستيال ورته بيا پر لکچر راسرشو:
= زه ستاسې د دواړو مېرمنو تر منځ توپير ته هېښ پاتې يم. مکۍ له ټبرني او مخځمکواکي کولتور او بيا نا ليکلوستۍ سره سره پر تا زوروره ده او په گورت کې يې ټينگ ساتلی يې، خو زرمينه په سرچپه ډول، له ښاريتوب، زده کړې او بيا له خپلخوښې واده سره سره زيرک له ټبرني او نرواکي کولتور سره سمه د يوې مينځې او مزدورې په څېر د ځان لاسکتوې کړې ده!
ببری د ځان او مکۍ په تړاو د مرستيال په څرگندونو لږ خړو خرج غوندې شو، خو ژر يې خبره بيرته پر زيرک او کارولينا راوڅر خوله او په ټينگه يې ځنې هيله وکړه چې په هره بيه کېږي، نه يوازې د زيرک، بلکې د زر مينې او درو سرو زامنو په پار ترې خپله مرسته و نه سپموي. هغه هم ورته ډاډ ورکړ چې که له طبي او قانو ني پلوه يې د هواري بله لاره و نه موند له، سيا سي هغه خو ترې چا وړې نه ده!
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.