لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
ــ ۱۲ــ
زيرک، له دې سره سره چې کارولينا ورسره تر زېږون راروسته هم د يوې بې واده مَينې په موخه پر خپله ژمنه ولاړه وه او ان د زېږېدلې لور دټاکلي مياشتني لگښت له اداينې يې هم پخشو (فارغ) کړی وو، خو بياهم ورو ورو ترې پر شا کېده. له دې لا مله يې بياهم د ببري دوی مرستې منځگړيتوب ته مخه کوله.
هغه خوارکۍ چې له ببري سره په تېلېفون کې مخ شوه، نو د
زيرک له لاسه يې ور ته سروټکاوه او هيله يې ځنې وکړه:
= په هر ډول چې وي، تاسې ورته زما دا پلپوټ ولېږدوئ چې ولې يې بيا ځان راځنې درغل کړی دی؟
د ببري په زړه کې له ټکه دا خرخشه راوټوکېده او مېرمنې ته يې وويل:
= نه چې سړي بيا چېرې نوکه ښخه کړې او له کومې بلې سره يې د مينې تار نښلولی دی!
مکۍ چې نوره د زيرک نادودو تر پزې رسولې وه، مېړه ته وويل:
= نو موږ څه کولای شو؟
= څه مو چې له لاسه پوره وه، هغه به وکړو، خو ته زرمينه هم پر غوږ ووهه چې درېواړه يې په گډه سره کرښپل واخلواو چې څرک مو ولگاوه، همداپلپوټ هومره خو به يې ور ورساوه، نور زيرک پوه شه او کارولينا!
هرگوره، له دې څخه د يوه هم دا باگه نه وه چې هماغې کر ېستينا شاگردې پر زيرک بيا څه کوډې کړې او چکرې ورسره وهي!
وايي ((چې غواړې، پرې واوړې))، ببري پر هماغه سبا ماښام چې د مرستيال له کوره خپل کورته راستون شو، پر مکۍ غږ کړ:
= نه وايې چې ما په ځلېرويشتو ساتوکې د مشوړې سر وموند او د زيرک پل مې سهي کړای شو!
مکۍ د چايجوش له شپېلک سره پخلنځي ته منډه کړه، چای يې دم کړ او له راستنېدو سره يې په ډېره ولوله له مېړه څخه وپوښتل:
= چېرې او چاسره؟
= بل څوک هم لا کېدای شي، له خپلې شا گردې ((کرېستينا)) سره!
د کريستينا له نامه سره هېښه پېښه شوه او په ډېره تلوسه يې له مېړه نه بشپړه کيسه وپوښتله او هغه هم وروغځوله:
= د ښارگاډي د تمځي په يوه گوټ کې يې ترې غېږ راچاپېره کړې وه او پرلپسې يې ښکلوله.
بې له دې چې زه پرې ځان پوه کړم، ښه لرې ځنې ودرېدم او ښارگاډي ته ترې دوه درې ډبې وړاندې راوختم.
مکۍ هم سم له سمونې زرمينه راوغوښته. هغه هم په تراټ له شلم پوړه راکښېوته او سا وتيگايې له ور ننوتو سره پوښتنه وکړه:
= ((ماموته، بيادې موته))؟
مکۍ ورغبرگه کړه:
= هو، مېړه دې داځل له خپلې شاگردې سره تار نښلولی دی!
= نوم يې څه دی؟
= کرېستينا!
زرمينې تندي ته ټس ورکړ او ويې ويل:
= ښا، هغه خو يې په هماغو لومړيوکې په دې پلمه کورته را وستې وه چې زموږ د اکر بکر جاج واخلي او پوهنتون ته يې گوزارش کاندې!
ببري چې تر هغې شېبې چوپه خوله ناست وو، زرمينې ته ورغبرگه کړه:
= هغه هرچاته يو دام ږدي او گومان نه کوم، له هماغې را هيسې يې ورسره پاللې اوسي!
په دې کې ورته مېرمنې له ډېرې خندۍ نه وويل:
= هو، خپل ځان دې هېر شو، پرتا يې هم کوډې کړې وې، که ما دې مخه نيولې نه وای، تراوسه به تاهم يو دوه مټنگي ځنې پيداکړي ول!
زرمينې د يوې ترخې موسکا په ترځ کې ورزياته کړه:
= تاسې نارينه هم په خير شئ ، هره شينۍ چې ووينئ، زړونه مو ورته اوبه اوبه شي!
ببري هم په ټوکو ټوکوکې ور څرگنده کړه:
= په تېره زيرک سېب چې له مينې او يارانې پرته شعر نه ور ځي!
مکۍ زرمينې ته مخ کړ او په خندايې ورته وويل:
= دا زموږ د تورسترگودې خدای پرده وکي چې پر شين سترگو نارينه وو زړونه و نه بايلو!
زرمينې له مېړه او مېرمنې اجازه واخېسته او خپل کورته وخته. څنگه يې چې مېړه لا کورته نه وو راغلی او زامن يې هم پر خپلو خوبخونو ور ننوتي ول، له واره يې د تېلېفون غوږۍ راواخېسته او منشي يې له نوې پېښې خبرکړ. په ترځ کې يې ځنې هيله وکړه چې له سفير سره يې هم شريکه کاندې او د سبا مازيگر لپاره ترې د خبرو اترو وخت واخلي.
پر سبا مازيگر زرمينه او منشي سره پر ټاکلي مهال افغان سفارت ته ولاړل او تر هغې له مخه چې سفير له رسمي کاره راوزگارشي، په تمخونه (انتظار خانه) کې يې سره خبرې شاربلې را شار بلې. کله چې درېواړه سره په ناستخونه کې کښېنا ستل، سفير وويل:
= گرانو ملگرو، ربړه او سکالو خو موږ درو واړو ته پوره څرگنده ده، که اجازه وي، لومړی به زه وغږېږم.
د سفير نرم و گرم گړدود د زرمينې په زړه کې نوې هيلې راتاندې کړې او ورته يې وويل:
= داچې تاسې راسره د پېښو بهير يوځای څارلی، هيله ده، همدا تاسې يې راپيل کړئ!
سفير هم د زرمينې د تمې خلاف وار له واره د سولې او سازښت خبره رامخته کړه:
= په هر ډول، په کار ده، يوې داسې سوليزې(منطقي) او سوله ييزې پرېکړې ته سره ورسو چې د گردو په گټه وي او د چاخبره ((هم سيخ ونه سوځي، هم کباب))!
منشي وويل:
= که په سوله او سازښت و نه شوه؟
= که و نه شوه، رسمي او قانوني لارې رَودې خو مو پرمخ پرانتې دي!
زرمينې په بوڅو شونډو ورغبرگه کړه:
= په هسې ورم وراشو د زيرک لارې ته راوستل نور ناشوني دي.
منشي هم د زرمينې پخلی وکړ:
= رښتياهم زيرک زموږ او ستاسې له نرمو گرمو تل ناوړه گټه اخېستې، په هر ډول، کږه خوله په سوک سمېږي او زيرک بايد هرو مرو يو غوږ تاوی وويني!
د منشي له وينا سره د زرمينې په مخ کې مټې رڼا پيداشوه او داسې يې ورپخه کړه:
= زما پر اند و سند د پندو ورم پرځای يې گواښنه اغېزمنه پرېوتای شي.
سفير د فرهنگي پاليسۍ زړه ببولاله رامنځته کړه:
= د ناگوندي فرهنگيالانو پر وړاندې ز موږ فرهنگي پاليسي پر سوله او پوخلاينه ولاړه ده او زيرک د يوه نوموتي ليکوال او شاعر په توگه د نورو ډېرو ناگو ندي روښاندو فرهنگيا لا نو په څېر زموږ د انقلابي گوند و دولت له لورېينو پوره بر خمن دی او په همدې لړ کې يې د مېلمه استاد په توگه دغه دوست هېواد ته راستولی دی.
پر زرمينې د سفير څرگندونې ښې ونه لگېدې او په تروه ټنډه يې وويل:
= ملگری سفير، زه بښنه غواړم!
زما مېړه له نورو ټولو سره يو لوی توپير لري او هغه داچې تل يې گوند و دولت ته سرخوږی راټوکولی، هلته يې د گلالۍ پر سر او دلته د کارولينا او کرېستينا پر سر. ورځه زه به ورسره د يوې نرواکي افغاني ټولنې د يوې بلهارې مېرمنې په څېر له درو سرو زامنو سره گردې نادودې د پخوا غوندې وگالم او وزغمم، خو…
زرمينې چې پاتې خبره يې سفيرته پرېښووه، نو هغه ورغبرگه کړه:
= ملگرې زرمينې، لکه څنگه مې چې وويل، له ښه يا بدمرغه دا زموږ د فرهنگي کړنلارې يوه برخه ده چې د داسې خلکو زړونه او ذهنونه په خپل گورت کې وساتو، که نه په انقلاب ضد سنگر کې درېږي!
زرمينې يو سوړ اسوېلی وکېښ او ويې ويل:
= له بده مرغه، موږ په هرڅه کې د شوروي دوستانو پليوني کوو او که رښتيا خبره وي، دې راز فرهنگي پاليسۍ تر هغو موږ ته ډېر سرخوږی پيداکړی دی!
منشي پر خپل وار زياته کړه:
= ملگری سفير، داسمه ده چې ناگوندي فرهنگيان او روښا ند ان بايد ونازول شي، خو دومره هم نه چې پر سر يې کښېنوو، يا زموږ پر سر وخېژي او خپل انقلابي ملگري ځنې بلهار کړو.
زرمينې خبره نوره هم پسې وغځوله:
= گوندي او سازماني ځوانان د سرو مال په بيه د هېواد او انقلاب د دفاع په مورچلو کې جنگېږي او بلهارېږي او دوی او بچيان يې، نه يوازې له سرتېرۍ ساهو دي چې لا بهرني زده کړيز بورسونه هم لومړی دوی ته ورکول کېږي. دولتي کورونه او نور توکيز او مانيز امتيازونه خو لاڅه کړې، څه کړې!
سفير موسکی شو او د زرمينې په غبرگون کې يې زياته کړه:
= يوه بېلگه يې همداده چې زيرک يې دلته راستولی او دهمده په سيوري کې تاخو په هر ډول څه ښمروښېگڼه ونه ليدله،خو زامنو مو ځنې څه ناڅه گټه واخېسته!
منشي ورزياته کړه:
= هو همداسې ده، که نه، ولې يې د زيرک پرځای ملگرې زر مينه د مېلمه استادې په توگه نه راستوله چې تر هغه يې د معلمۍ مخينه او تجربه زياته ده. اوس به هغه راباندې دومره درنه نه خرڅولای او په اسانه به مو ځانته بيرته اوټاو کړی وو!
زرمينې غوښتل څه ووايي، خو سفير ترې بښنه و غوښته او د سکالو په تړاو يې د گوند پاليسي څرگنده کړه:
= څه مهال له مخه په مرکزي کومېټه کې د زيرک غوندې د يوه گڼ شمېر ناگونديانو، په تېره د ليکوالو ټولنې د مشر د ناوړه گټې اخېستنې له لامله، د اړوندې پاليسۍ بياکتنه په دې دک و دليل وځنډول شوه چې په هغه بله خواکې ورته تر دې زيات امتيازونه سترگې پرلار دي!
زرمينې تريوې لنډې سرېزې روسته بياهم له يوې ترخې مو سکاسره، په نومېرلې توگه د خپل مېړه په اړه څرگنده کړه:
= دا دومره چې ورغلي دي، دا يې پرې له پاسه، که څه هم دی ماته په کورکې ځان زمری زمری کوي، رابهر تر گيدړه هم بتر دی او له خپل سيوري ډارېږي؛ دچا خبره که د زمري زړه هم ور کړې، د تېښتې سړی نه دی!
سفير بيرته آرې سکالوته را ستون شو او ويې ويل:
= د دې لپاره چې نننۍ خبرې مو بې پايلې او پرېکړې پرېښې نه وي، وړانديز کوم چې دا پلا ښاغلې زيرک زه ځانته راو غواړم او په ترينگلي ډول ورسره وغږېږم.
زرمينې پرې بياهم ټينگار وکړ :
= ملگرې سفير، په هرډول چې کېږي، دېته يې راولې چې سم له لاسه د کرېستيناله يارانې تېر شي او يوازې يې له همدې کارولينا سره وپالي!
سفير دېوالي گړۍ ته پاس وکتل او خپله وروستۍ خبره يې وکړه:
= زما پر اندو سند هم بل راز د داسې جړې مشوړې سر موندل ناشوني برېښي. لکه څنگه چې ملگري منشي ته هم پته ده، کارولينا د ځوانانو د سازمان د يوې غړې په توگه هرو مرو خپله داوه گټلای شي. نو که زيرک پرخپله هېنډه ټينگ و ترينگ پاتې شي، همده ته به يې زغمنه گرانه پرېوځي!
پر سبا مازيگر چې زيرک لا په ټولگي کې پر ښوونه بوخت وو، د مرستيال تېلېفون وترنگېد، له غوږۍ له جگولو سره يې د افغان سفير غږ تر غوږه شو:
= مازيگر مو ښه، که نه زهيرېږئ، استاد زيرک ته يو خبر وکړئ چې ژر تر ژره سفارت ته راشي!
مرستيال له واره زيرک راوغوښت او د دې لپاره چې له پلي تگ سره پرې ناوخته نه شي، په خپل گاډي کې يې په يوه منډه ((رايښتاگ)) ودانۍ ته مخامخ افغان سفارت ته ورساوه.
زيرک د مننې په ترځ کې ورزياته کړه:
= ښاغلی مرستيال تاسې ته ډاډ درکوم چې کومه ترينگلې خبره په منځ کې نشته، خو زموږ ديپلوماتان هسې يوې با بيزې سکالو ته هم((انقلابي)) بڼه ورکوي!
مرستيال چې د مخنيو پېښو له مخې يې د يوه ورته جنجال اټکل کاوه، ورغبرگه کړه:
= په هره توگه، هيله من يم، له سختو پوښتنو گرويږنو سره مخامخ نه شې!
= زه هم پر همدې هيله يم چې دومره يې راسره و نه څېړي.
هرگوره مرستيال پر زيرک همدومره ټينگار وکړ چې له پايلې يې هرو مرو ژر تر ژره خبر کاندې.
سفير تر هرکليزو(تشريفاتي) خبرو روسته زيرک ته وويل:
= د وياړ ځاې دی چې ستاسې په څېر يو نومور استاد، ليکوال او شاعر زموږ د دواړو انقلابي هېوادو تر منځ د علمي= فرهنگي راکړې ورکړې د تړون له مخې دلته راغلي ياست او د افغان پېژندنې څانگه مو په ډېر لږ وخت کې پر پښو ودروله.
زيرک د مننې په ترځ کې وويل:
= زه د دې منښته کوم ، بياهم هغسې چې زه غواړم، تراوسه پرې بريالی شوې نه يم، خو باور لرم، ستاسې او نورو انقلا بي دوستانو په مټ د دغې پوهنتوني څانگې د لا ښه ترا غو ړونې لپاره نورهم زيات کار ته اوږه ورکړای شم!.
سفير ورو ورو آره سکالو رامخته کړه او په موسکا موسکا کې يې ورته ډاگيزه کړه:
= زيرک صاحب تاسې ته به پوره څرگنده شوې وي چې دا هم زموږ او هم دالماني دوستانو له دېموکراتيکو آرونو او اصو لو څخه گڼل کېږي چې نارينه او ښځينه هېوادوال مو بايد له هر راز ټولنيزو ازاديو څخه يو برابر برخمن اوسي. ځوانان مو سره ازاده مينه وکړي او په خپله خوښه ودونه او بيا سره گډ پتمن ژوندو ژواک پرمخ يوسي.
زيرک پوه شو چې د سفير خبرې د آرې سکالو يوه سريزه ده، نو دی پرې رامخکې شو او په مات مخ يې ورته وويل:
= درناو سفير صاحب، زه بښنه غواړم چې زموږکورنی جنجال ستاسې او بيا د اړوندې پوهنتو ني څانگې د پازوالو د سر خوږۍ لامل کېږي!
سفير په يوه پاسته گړدود زيرک ته ورغبرگه کړه:
== زيرک صاحب، زموږ او ستاسې ښه او بد سره شريک دي. خو له بده مرغه کوم جنجال چې د کارولينا په تړاو ستاسې او ملگرې زرمينې تر منځ راټوکېدلی ، موږ او الماني دوستان يې رښتيا يوڅه اندېښمن کړي يو او له همدې کبله مې درته تکليف درکړ چې په گډه يې سره د هواري لاره چاره ومومو!
سفير چې وليدل، زيرک څه غبرگون و نه ښووه، نو بيا يې خپله خبره راواخېسته:
= زه زرمينې ته د خپلې گوندي ملگرې په توگه زازو سکته (قناعت) ورکولای شم، خو کارولينا په خپل گوند و دولت اړه لري او موږ ورسره څه اړاو تړاو نه لرو. هرگوره، يوازې تاسې کولای شئ، ورسره دخپلو اړيکو له مخې يو جوړ جاړي ته ور سېږئ!
زيرک نوره وړنده وبلله چې د سفير د رښتيارښتياخبرو پر وړاندې پر همدې يوه غونډله بسنه وکړي:
= ښاغلی سفير صاحب، تاسې چې د دې ستونزې د هواري لپاره هره پرېکړه غوره بولئ، زه ترې مخ نه اړوم، ان که زما پر تاوان هم پرېوځي!
سفير هم وار له واره له منشي او زرمينې سره هماغه درې کسيزه پرېکړه ورڅرگنده کړه:
= زه، منشي او ملگرې زرمينې سره وار له مخه دې پايلې ته رسېدلی يو چې که تاسې له کرېستينا سره نور اړيکي وشلوئ او له هماغې کارولينا سره يې وپالئ، په دې ډول، ربړه هرو مرو يو هواری مومي!
زيرک د دې لپاره چې سفير ته کم نه وي راغلی، نو د (هو هو) په ترڅ کې يې داهم ورزياته کړه:
= په دواړو سترگو، خو هيله کوم چې پر زرمينه هم ټينگار وکړئ، د کارولينا په پلمه راسره نور کورنی تشيال خړپړ نه کاندې!
سفير هم ورته د هوکې ټټر و ټپاوه او په خوښۍ خوشالۍ يې رارسخت کړ.
تر هغې مخکې چې زيرک کورته ورسي، سفير وار له مخه زرمينې ته زنگ وواهه او د خبرو پايله يې ور څرگنده کړه. په ترځ کې يې پرې دا سپارښت وکړ چې تر وسې وسې يې پر وړاندې له زغم و پېڅه کارواخلي او پر ډېرو ماويلو تا ويلو يې غوږونه کاڼه واچوي.
زيرک هم چې کورته راغې، سلام يې واچاوه او هغې هم په خوراروږدي گړدود ورغبرگ کړ. کنځول يې ځنې واخېست او پر کوټ بند يې وروځړاوه.
په دې کې چې ماشومان هم له سېنماخونې راغلل، د پلار و مور له گډ هرکلي سره مخامخ شول او په څېروکې يې يوځل بيا د خوشالۍ وينه وځلېده. ټول سره په خوښۍ او ورينو ټنډو د ماښامنۍ تيار اوډلي مېز ته کښېناستل او په خوند خوند يې تر ستونيو تېره کړه.
څنگه چې د مېړه او مېرمنې له ببري دوی څخه نه رغېده، زرمينې له کرېستينا ځنې د زيرک لاس اخېستنه ورډاگيزه کړه.
مېرمن ببري پر کارولينا د پرېکړې زېری وکړ او په ترځ کې يې د خپل مېړه له سلامشورې سره سم بلنه هم ورکړه چې د سبا ماښامنۍ لپاره له زيرک سره يوځای ورکره ورشي او سره پوخلايې کړي.
پخپله زيرک هم د سفيرخبرو اترو دېته راوستی وو چې د يوې داسې مېلمستيا تود هرکلی وکاندې، که نه، پخپل ځاني ور ته هرڅومره لوڅې پو څې وکړي او ان واښه پرخوله، پړی پر غاړه هم ورشي،کارولينا، نه راپوخلاکولای شي او نه له خپله هوډه اړولای .
کله چې ببری له دغه منځگړتابه څخه بريالی راووت، سم له واره يې د زيرک پر اوږو دا پېټی واچاوه چې له يوه کال را هيسې د مرستيال له خواورټاکلی ماستري سکالو پرې له الفه تر يا گرده وروليکي او هغه هم((د افضل خان خټک د تاريخ مرصع شننه))!
زيرک يې نور لکه کته کړی خر لاسکتوی شوی وو او( نټه=نه) يې ورته پر خوله راتلای نه شوه.
زيرک شپه او ورځ پر ځان يوه کړې وه او په دې ډول يې په يوه اوونۍ کې د تېزس ړومبی څپرکی بشپړ کړ او ببري ته يې و سپاره. هغه چې تر مرستياله ورساوه. اوهغه وکوت، په خورا هېښنده گړدود يې ځنې وپوښتل:
= داښکلی ليک او ليکلار؟
ببري هم وار پار له لاسه ورنه کړ او مرستيال ته يې په زغرده ورڅرگنده کړه:
= داراته ښاغلي زيرک سهي او کره کړ او څنگه چې زما تېر وتنې يوڅه ډېرې وې، کرښه کرښه او قلم خور غوندې شو، نو له سره يې په خپل قلم پاکلمېسی (پاکنويس) کړ!
پر بله ورځ چې زيرک په پوهنځي کې له مرستيال سره سترگه پر سترگه شو، په منندويه گړدود يې ځنې پوښتنه وکړه:
= اوس ماته پوره پته ولگېده چې تاسې رښتيا د يوه پاخه او پياوړي قلم څښتن ياست!
زيرک چې د مرستيال له خولې مټې يوه داسې منښته واور ېده، خوښنه يې ځنې وکړه، او له کابو نه په کار اخېستنه يې ترې هيله وکړه چې ده ته هم د ماسترۍ لپاره يوه سکالو ور وټاکي.
مرستيال هم زيرک ته((نه)) نه شو ويلای او ورغبرگه يې کړه:
= ډېره ښه، تاسې يې پخپله ځانته خوښه کړئ او له يوه لنډ غوښتنليک سره يې راوسپارئ چې زه يې راتلونکې علمي ناستې ته وړاندې کړم او د افغاني څانگې د مشر او لارښود استاد په توگه يې هوکړه ترلاسه کړم!
مرستيال له يوې لنډې لارغې سره په موسکا موسکا زيرک ته مخ کړ او ورزياته يې کړه:
= پام مو اوسه چې خپل ماستري تېزس دې د ببري جان د هغه په بيه پرې نه وځي؟
= صاحب، ډاډه اوسئ، که خدای کول، دواړه به درته هممهاله پر مېز کښېږدم!