لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
ــ ۱۳ــ
زيرک نور له هره پلوه دې پايلې ته رسېدلی وو چې د يوې ډاډ منې او پتمنې راتلونکې په اړه سوچ وکړي او د پوهنيزو او ښوونيزو بوختياوو ترڅنگ له کاروليناسره د ليدوکتو لپاره يو داسې مهالوېش ولري چې له زرمينې سره يې نورکوم ټکر رانه شي اود يوه سوليز کورنی تشيال په رامنځته کولو سره په زامنو کې هم يوه نوې ساه وچلېږي.
زيرک په همدې سوچونو او چورتونوکې له پوهنتونه د کور پر لوري راروان وو چې ناڅاپه پرې کرېستينا له کومې خوا رابرابره شوه او له شا نه يې ورباندې نارې کړې:
= ته لږ ودرېږه، زه درته يو اړين خبر لرم!
زيرک ورته پښه نيولی شو او له مخ وراړولو سره يې هغه ساوتيگا او خوله له خندا ډکه مخې ته ودرېده.
کريستينا چې غوښتل، ور تر غاړه وځي، زيرک وار له مخه تش يو لاس وراوږد کړ او په تروه ټنډه او بوڅو شونډو يې ورغبرگ کړه:
= گوره، ما درته څو ځلې ويلي چې زما او ستا نوره خلاصه ده او نوره به راسره خوله نه گډوې!
کرېستينا چې د زيرک له ساړه سمخ غبرگون سره مخ شوه ، پر خپله خبره پښېمانه شوه او همداسې هېښه پېښه ځای پر ځای ودرېده. خو داچې د زيرک تلوسه يې راپارولې وه، نو يې په ستغ گړدود يې وپوښتله:
= ښه،خبره کوه چې څه اړين خبر دې راوړی؟
کرېستينا تکه سره واوښته او ورته يې وويل:
د ببري په اړه ستاسې د لوړو زده کړو وزارت له خوا زموږ پوهنتون ته کوم بېړنی ليک رارسېدلی او داسې برېښي چې نوره يې له دې ځايه لکۍ مخ پرغوټه کېدو ده!
زيرک د کريستينا خبره هسې بابيزه تېره کړه او په تروه ټنډه او بوڅو شونډو يې همدومره ورڅرگنده کړه:
= پر ما يې څه، که ځي، که پاتې کېږي، خو داوايه چې ستا
زړه ولې پر ببري باندې دومره پوخ دی؟
= زما زړه ورته ډک دی، يا نه، تاته مې هم زړه سوزي چې د تېزس اگار بېگار يې درباندې اچولی دی.
زيرک په تلو تلوکې بيا کريستيناته مخ ورواړاوه او ورته يې وويل:
= ستا په دې کې څه گټه ده؟
= زما ستا پر ناخبرۍ زړه سوزي او هغه داچې مرستيال له دې لارې غواړي، ببري ته د يوه کال نيم پاتېدنگ کابو وربرابره کړي او نور مارکونه او ډالر ځانته زېرمه کاندې!
زيرک د مرستيال چل ول او بياد ببري ټگۍ برگۍ او پيسه دو ستۍ په چورت کې واچاوه او له يوه ساړه اسويلي سره يې کر ېستينا ته وويل:
= که تا زه وار له مخه خبر کړی وای، يوه کرښه به مې پرې لور ولې نه وه!
کرېستينا چې وليدل، خبرو يې زيرک يو څه رامات کړی دی، نو د مېرمن ببري په تړاو يې هم ډېرڅه ور ډاگيزه کړل:
= د مرستيال او مکۍ ترمنځ نوږيزي اړيکي د رسوايۍ تر بريده رسېدلي او ان تردې چې ويل کېږي، داوسنۍ دوه ځا نۍ (بلاربۍ) گوته يې هم تر ډېره ښاغلي مرستيال ته نيول کېږي!
کرېستينا غوښتل، پر ببري خېلو نور هم خپل ډک زړه تش کاندې او زيرک په نورو ماويليو تاويليو لا پسې وځنډوي، خو زيرک و رسره له دې ډاره چې له هغې خبرلوڅې سره يې بيا څوک ونه ويني، د مرڅان د گاډي د رارسېدو په پلمه نوره مخه ښه وکړه.
هرگوره، دا اوازې انگروزې ورو ورو زياتېدې چې د مکۍ نوې زېږېدلې لور کورټه المانيانو ته ورته ده.
په دې لړکې زرمينې چې تر زېږون روسته رو غتون ته ورغله، زيرک ته په ټوکوټوکوکې وويل:
= د ببري لور له اوازو سره سمه په رښتيا المانيانو ته ورته ده. ان چې پخپله مکۍ هم د دې منښته وکړه چې کټ مټ دکار ولينا دهغې غوندې سره سپينه ده او وېښتان يې هم طلايي!
زيرک تر يوې غليا روسته خپلې مېرمنې ته مخ کړ او د نو زېږې بخديانا په تړاو يې ورغبرگه کړه:
= زه گومان نه کوم، هغه دې مټينگۍ اوسي، که څه هم له مر ستيال سره يې اړيکي پوره اشوا شوي دي. ځکه ببری پخپله هم سور سپين دی او مېرمن يې هم ترې له تورو سترگو او تو
رو وېښتانوسره کمه نه ده!
پر بله ورځ چې مکۍ له خپلې بلوندې لورسره له روغتونه کورته راستنه شوه، زيرک او زرمينه دواړه ورکره له گلو گېډۍ او ډالۍ سره د مبارکۍ او مخروڼي لپاره ورغلل، مرستيال ورکره وار له مخه له خپلې مېرمنې سره ناست وو. زرمينې تر سترگو لاندې يو وار نجلۍ او بيا مرستيال ته وکتل او سره يې ښه تراپرتله کړل، ناببره موسکۍ غوندې شوه، خو له خپل مېړه پرته يې بل څوک د موسکا پر مانا پوه نه شول.
کله چې دوی دواړو د کور په موخه له مېلمنو او کوربنو سره مخه ښه وکړه او ببري تر وره بدرگه کول، د دهلېز په يوه گوټ کې د زيرک سترگې پر يوه سره کراچۍ ولگېدې، نو ورته يې وويل:
= کراچۍ مو هم مبارک، دومره ښکلې او ښايسته لکه پخپله بخدياناجانه!
زرمينه له راوتو سره گام نيم مخکې شوه او د ښله(لېفټ) تڼۍ کېښکله، خو چې بيرته يې وکتل، ببري يې مېړه لا هغسې د کور پر درشل باندې په خبروکې نيولی، نو دې هم د ښله پر وره پښه ټينگه کړه. ترڅو پسې هغه راورسېد او دوه پر دوه پر ښله ورننوتل، زرمينې ترې وپوښتل:
= ببري درسره خبرې څنگه اوږدې کړې؟
زيرک ورته له خندا پخ وهل:
= هغه راته د کراچۍ کيسه وکړه چې چېرې موندلې او يوه پيسه يې پرې نه ده تللې!
همدا چې پر خپل کور ننوتل، زرمينې مېړه ته په خندا خندا کې ويل:
= دی خو له آره کنجوس وو او اوس غل هم شو، هرو مرو هغه کراچۍ کومې ښځې د مغازې مخې ته درولې وه او له ورته نو زيږي کوشني سره دننه پر سودا اخېستو بوخته وه، دی پرې ور برابر شوی او رامخکې کړې يې ده!
زيرک زرمينې ته په ځاځ و پرغز او پارېدلي گړدودورغبرگه کړه:
= داسې يو انسان چې پيسو ته له ناموسه هم تېرېږي، غلا خو ورته گړ سره يوه بابيزه چاره برېښي.
زرمينې وويل:
= داخو هماغه خبره شوه چې وايي:(( ملنگه دوې گټې دې وکړې، يو دې خير واخېست بل دې وکړه ديدنونه!)).
زيرک چې هرڅومره هڅه کوله، د ببري خېلو په ناخوالو د خپلې خولې خوند نور پيکه نه کړي، خو څنگه چې وايي، ((هرڅه په راغبرگولو لنډېږي، مگر خبرې چې څومره راغبر گېږي، هومره پسې اوږدېږي)). همداچې زرمينې وويل:
((په دې بچي سره يې هم يو کال خپل پوهنتوني پېر له درو کلونو ترڅلورو وغځاوه او هم يې دوه دوه نيم زره د زېږون او کراچۍ لپاره له دې سوسيالېستي هېواده راوشوکلې، چې لا نور به څه کوي!
= نور که خدای کول، دا غځونې(تمديدونه) به ترې همدلته پاتې شي او دوی پرخپله مخه ځي!
څنگه چې زرمينه له نوې پرمختيا هېڅ خبره اتره نه وه، نو د مېړه خبرې هکه پکه کړه او په ارور ترور گړدود يې ځنې وپو ښتل:
= څنگه، څنگه!!؟
= يو بېړنی رسمي ليک پسې راغلی او پرځای به يې استاد وياړ راشي چې د همده له لاسه يې د ماسترۍ او د مېرمنې امېدوارۍ په پلمه راتگ دايو کال ځنډېدلی وو!
د مکۍ لا څلوېښتي تېره نه وه چې مرستيال ببری ځانته وغوښت او په خورا خواخوږۍ يې ورڅرگنده کړه:
= په ډېره خواشينۍ سره بايد دا بد خبر درباندې وکړم چې ستا په نامه دا دويم بېړنی ليک دی چې ته بايد ژر تر ژره لاس پرکارشې او له چوچ پوچ سره هېواد ته ولاړ شې. لومړی ليک مياشت يوه نيمه مخکې د هومبولت پوهنتون ته راغلی وو او بې له دې چې تا ځنې خبر کړم، د مکۍ د زېږون په پلمه مې بيرته ورځواب کړی وو!
دې ناڅاپي خبر، لکه اسماني ټکه له ببري لارلودن ورک کړل او په ترهېدلي تلولي گړدود يې له مرستياله وپوښتل:
= ولې، دومره ناببره او بېړندويه؟
= خو اوسنی دايې د يوه گواښليک به بڼه د لوړو زده کړو او د بهرنيو چارو وزارتو له لارې راستولی دی. زه همدومره کولای شم، د لوښو لرگيو کارگو مو چې هرڅومره لويه وي، مخکې له مخکې کابل ته د الماني مرستو وړونکې الوتکې ته ور و سپا رم اوستاسې لپاره به يوه اوونۍ روسته د هوايي شرکت (انټرفلوگ) ټکټونه راخوندي ( ريزرف) کړم !
= ببری د مرستيال له دوتره زړه خوړينی او خواشينی راووت او په يوه سا يې ځان په لاندې پوړ کې د تېلېفون ترکړکۍ ور ساوه او په غرېو نيولي غږ يې مکۍ ته هغه بوږنوړی خبر ور واوراوه. هغې چې څو خپل پارېدلی اکر را کابو کاوه او غبر گون لپاره لاړې تر ستوني تېرولې، مېړه ورته دا اړينه بولۍ ورکړه:
= سم له لا سه به ته لاس پرکار کېږې او زما تر رسېدو به د ختيز المان ټول زېرمه کړي مارکونه له سوړو سمبوړو را وباسي او تيار يې راته کښېږدي. نورې خبرې به روسته کوو!.
څنگه چې ببری کورته ورسېد، مکۍ ورته په وره کې ولاړه وه. هغې چې د مېړه ترور او تلولی اکر بکر وليد، په ټوله تلوسه ځنې وپوښتل:
= په دې کړنگ ژمي کې چې کابل له برلينه بتر واورين او کنگل دی، له دې وړې ماشومې سره به څه کوو؟
ببري ورغبرگه کړه:
= کوم مېکروياني اپارتمان چې امين راباندې لورولی وو، هغه هم راڅخه کارمل په دې پلمه بيرته واخېست چې کوم قانوني لاسوند يا قواله مو نه درلوده!
مکۍ چې څو په خوله کې بله خبره راجوړوله، ببري ورته په ډېر ښاڅ و غرور وويل:
= چورت مه خټه کوه،دومره ډالر و مارک مو دلته گټلي چې له رسېدو سره پرې په نوي ښار کې تر مېکروياني اپارتمانه زياتې ژمنۍ او دوبنۍ اسانتياوې ولري!
= ويې! تا خو مې په تېلېفون کې زړه بوټ را واېست چې گنې ټوله سپمولې پانگه هم درڅخه اخلي
ببري ورته په خندا وويل:
= د چا پلار به يې هم راڅخه وانه خلي ما او تا په څومره خوارۍ الاکۍ پيسه پيسه راټوله کړې. که ما پر ځان شپه او ورځ يوه کړې نه وای، زما د پوهنتون له دوه زره مارکي او ستا د وړکتون له اته سوه مارکي تنخا هېڅه نه جوړېدل!
مکۍ اوچته له ځايه پورته شوه او د پيسو هړپۍ (صندقچه) يې د خپل مېړه مخې ته کېښووه. هغه د يوه زاړه پښتو کتاب له منځه دکولپ د شمېرې څيرله را واېسته، کولپ يې پرا نېست، د ختيځ المان د مارکو بنډلونه يې ځنې راوکښل او ډالر يې دلويديز المان له مارکو سره پکې بيرته ځای پرځای کړل، کولپ يې سره بيرت وروست او د مېرمنې له غوږه يې همدومره ورتېره کړه:
= ته پوهېږې چې له مياشت دوو راهيسې دومره په کارو کې ډوب وم چې دامې هم بدلې کړی وای!
ببري وويل:
ورور دې هم د ډېرو لوستونو او ازموينو له کبله په کارل مارکس پوهنتون کې بند پاتې دی چې دا مرسته يې راسره کړې وای، نو سر له نن ماښامه تر ډوډۍ روسته بيرته ښار ته ځم او د پخوا په څېر لويديز برلين ته پرڅېرمه هوټلواو رستو رانو يو چکر لگوم!
مکۍ يوه شېبه د ورور په چورت کې ولاړه او مېړه ته يې وويل:
= په دې ډېرو سبکونو(لوستونو) دې اور پورې شي، رښتيا خيال جان ماته نن په تېلېفون کې بياهم همدا پلمه وکړه، هيله ده، زموږ تر تگه راوزگارشي!
مکۍ دخپلو نورو وړو وړو بوخڅگيو په اندېښنه کې شوه چې تر هغې شېبې يې له مېړه پټې ساتلې وې.
مکۍ مېړه ته داسې گپ ورکړ:
= کومې پيسې يې چې راسره امانت اېښې، ډېرې پکې لا بدلې شوې نه دي!
ببري ورڅرگنده کړه:
= هغه ته اوس پرېږده، خوښه يې خپله چې هروخت يې بدلوي!
= دايې د مور په نامه راسره اېښې وې او موږ تيار ور روان يو.ز موږ له لاسه خو بې هغې هم څه مرسته پوره نه ده!
= نو داهم زه وربدلې کړم؟
= غواړې، زه هم درسره د غلو او کيسه برو غوندې وگرځم؟
ببري دوی يوه اوونۍ په همدې منډو رامنډوکې ول چې په هماغه کومکي الوتکه کې استاد وياړ له مېرمنې او يو زوی لور سره له کابله راورسېد چې د دوی دکډې او کارگو لپاره ورته مرستيال سترگې پرلاره وو.
بياهم هماغه مرستيال وو چې د يانه (سفر) درون پېټی يې ور سپک کړ او مېړه او ښځې دومره کابو تر لاسه کړه چې يوخوا خپلې پيسې بدلې کړي او بلخوا نورې اړينې چارې بشپړې کاندې.
چېرې زرمينې ته د مېرمن وياړ له خولې وتلي ول:
= ببری په کابل هوايي ډگرکې له کوزېدو سره ولچک کېږي او اړيځ (توقيفځی) ته لېږدول کېږي، او ياهم سيده څرخي زند ان ته، چې په ړومبي انقلابي پېرکې د وياړ په گډون د پو هنتون اواکادېمۍ زر گونه استادان، پوهان، شاگردان او بيا پرچميان د همده په راپور او پدولۍ د دغه خونړي زندان د تو رو ميلو تر شا اچول شوي ول او د ډېرو يې لا مړی ژوندی تر ننه چا ونه ليد.
زيرک چې د ببري په تړاو يو بدشگومه خبر له خپلې مېرمنې نه واورېد، نو د دک و دليل په لټه کې يې شو. خوکله يې چې پخپله د استاد وياړ خوله ولټوله، هغه ورته تش همغه خبره راغبرگه کړه او پر آر لامل و لاسوند يې ځان ناگاره کړ او ښا يي، په رښتيا به يې هم له ټول و ټوکه پوره خبر نه وو.
ورځ دوې روسته ورو ورو د مشوړې سر وموندل شو او هغه بياهم د زرمينې په مټ.
کله چې زرمينې په سازماني غونډه کې خبره رامخته کړه، منشي ورته وويل:
= د ببري کيسه نوې نه ده، خو تر اوسه مو پټه ساتلې وه، ځکه دا الماني چارواکو کال دوه مخکې رابرسېره کړې او بشپړ راپور يې ملگري سفير ته پرخپل وخت سپارلی وو. .زرمينې سره له دې چې له خپلې گوندي لارې يې د ببري په اړه له پخوا راهيسې نور ډېر څه ترلاسه کړي ول، خو دا اجازه يې نه درلو ده، له خپل ناگوندي مېړه سره يې يومخيز شريک کړي او ور ټوکېدلې تلوسه تلوله يې ورخړوبه کاندې.
په هغو ورځو شپوکې چې د ببري په تړاو راټوکېدلې گو نگسې او نگاسې پرلپسې خپرېدې او زيرک به يې په اړه د زرمينې خوله ولټوله، همدا متل به يې ور تېراوه:
((هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې !))
په دې ډول، ترڅو چې ببری هېوادته کډه شوی او ورته ستر گې پر لار برخليک يې هرکلی نه ووکړی، تر زيرک پورې نور ډېر هم همداسې په تلوسه کې ډوب پاتې ول.