لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
ــ ۱۴ــ
کارولينا بيا د زيرک يوازېنۍ خوالگره(همرازه) وه چې هېڅ خبره يې ځنې پټولای نه شوه. يو اوونۍ پای ماښام چې دوه پر دوه سره يوه شپېغالي ته تللي ول، په خبرو خبروکې يې ور سره پر ببري سربېره د اوښي(اخښي) دا بوږنوړې کيسه هم وکړه:
= خيالجان چې خپله خور او اوښي يې هېواد ته په تلوله کې
دي او هرڅومره تېلېفونونه ورته کوي، کله ورته د لوستونو د زيات فشار پلمه کوي او کله د ازموينو، خو له آره په خپله خو نه کې د پوليسو ترڅارنې لاندې دی!
د کارولينا له کيسې سره د زيرک غونی نور هم پسې زيږ بيږ شوی وو او يوه ښه شېبه پس يې ځنې د بشپړونې هيله وکړه:
= نو خانجان به تر څو تر پوليسې څارنې لاندې وي؟
= تر څو پرې لگېدلی تور سپيناوي ته نه وي رسېدلی، چېرې خوځېدای نه شي!
زيرک چې ترې بل ځل د دواړو پېښو د پوره څرگنداوي هيله وکړه، هغې د شامپيانو گيلاس پر سر راواړاوه، دی يې له لاسه ټينگ و نيو او له ځان سره يې نڅاته پاڅاوه.
د موزيک له غلي کېدوسره د نورو په څېر دوی دواړه هم خپل مېز ته را ستانه شول. کارولينا خپل گيلاس له واينو ډک کړ او د زيرک هغه يې د انگورو له خوږوبي، او تر گوټ دوو رو سته يې ورته تر هرڅه مخکې دببري له سکالو راپيل کړه:
= له کال دوو راهيسې زموږ د څارگري سازمان له خوا د ببري کړه وړه، او په ځانگړي ډول يې هغه ليکونه او تېلېفونونه چې له يوه نژدې خپلوان سره يې په پېښورکې ادل بدل کول، څارل کېدل…
د کارولينا خبرې لا بشپړې نه وې چې د نڅا ټنگ ټکور بيا پر انگازو شو، له واره يې زيرک بياله ځان سره راجگ کړ او ور سره په چورلکو شو.خو همداچې د موزيک تال لږ راټيټ شو، د زيرک په غوږ کې يې پس پسی پيل کړ او د ببري پاتې کيسه يې ورته راواخېسته :.
= هغه نژدې خپلوان يې د حقاني جهادي ډلې فرهنگي پازوال او په پېښورکې د((ازاد افغانستان د ليکوالو ټو لنې)) د مر ستيال په توگه چې څه مالومات له ببري ترلاسه کول، د پا کستان اولويديزالمان دڅارگري سازمانو په واک کې ورکول.
د زيرک بله تلوسه د خيالجان جنايي پېښې ته وه، نو د هغه په اړه يې بياهم د کارولينا خوله ولټوله:
= او د اوښي کيسه يې؟
کارولينا وويل:
= د خيالجان هغه داسې وه چې يوه شپه ناوخته د کارل مار کس ښار د رستوران د لوښيو تر پرېوللو روسته د خپل پو هنتوني استوگنځي خواته را روان وو، نا ببره يې د اور گاډي پر پټلۍ مړی تر سترگو شوی دی. بيا ورکښېوتی، گړۍ يې له لاسه را پرانېستې او څه پيسې يې چې په جېبو کې وې، هغه يې هم ترې راولجه کړې وي.
زيرک خپل سر د مېز پر ژۍ ولگاوه او دسوچونو په بوښته کې ډوب ولاړ، شېبه پس يې سر بيرته راجگ کړ او کارولينا يې بيا وپوښتله:
= ښه، پوليسو څنگه پيداکړ؟
= دی به لا په کټ کې نه وو غځېدلی چې پوليسو پسې پل وروړی وو!
زيرک ته نور ترگډامۍ، د خيالجان جنايي= پوليسې کيسه خوندوره وه او له خپلې ملگرې يې بيا وپوښتل:
= په دې ډول به يې پرې د مرگ تور لگولی وي؟
= هو، لومړی يې په همدې تور څو ورځې په اړيځ(توقيف) کې بندي کړی وو، خو چې تر څېړنو روسته ور څرگنده شوه، نو يوازې د غلاتور ورباندې زباد شو. په دې ډول ښايي، دغلا په تړاو څارنوالۍ ته واستول شي.
زيرک يې نور د زور و زېر پوښتنه و نه کړه پر کارولينا يې دا ټينگار وکړ:
= هيله ده، دا له شرمه ډکې کيسې ستا له خولې بل څوک وانه وري!
= زه يې پخپله هم وړنده نه بولم، هرې خواته اوازه دروازه شي، ځکه د پېغور گوته يې ماته هم نيول کېږي چې له افغان سره مينه وړي اړيکي پالم!
= هسې خو له بده مرغه ژر يا روسته ټولوته پخپله ډاگيزېږي او ترپايه پرې خاورې اړول ناشوني دي.
بيا هم چې د شپې ناوخته زيرک کارولينا تر يوولسم پوړه بدرگه کړه او ترښکلولو او شپه ښه ويلو روسته يې د خپل کور په تکل شلم پوړ ته وخوت، د ببريجان او خيالجان ناخوالو پسې واخېست، خوب يې له سترگو کډه وکړه او د دې لپاره چې د زرمينې خوب يې هم ور نارامه کړی نه اوسي، هسې د ناستخونې پر ارام څوکۍ اوږد وغځېد. سهار وختي يې چې سترگې سره نوې ورغلې وې، زرمينې يې پر ليدو د پخوا په څېرڅه چورت خټه نه کړ او بې غږو غوږه په پخلنځي کې د سهارنۍ پر تيارونه بوخته شوه.
نه نهنيمې چې زيرک د زامنو له راپاڅېدو او غږغوږ سره را ويښ شو، هماغسې په اندېښنو کې ډوب وو. کشري ورته رامنډه کړه او له( سهار ښه!) سره يې ورته وويل:
داداجان، بيا ولې دلته ويده شوی يې؟
= گوربت جانه، برايي دې له ببري کاکا سره د پوهنتون مېلمستيا ته تللی وم او همدلته پرېوتم!
زيرک د دې لپاره چې مېرمن يې نوره په داسې يو ډوله انو بانو باور نه کوي ، نو سهارنۍ ته تر کښېناستو له مخه يې پټ په غوږ کې ورپو کړه:
= ما درته نه ويل چې ببري خېلو پر پيسو ايمان راوړی دی…
زرمينه چې له گوندي لارې له دواړو کيسو وار له مخه خبره وه، خبره يې ترې ونيوه:
= زه له يوې اوونۍ راهيسې خبره وم او تاته مې ځکه نه ويل چې ښايي، ته يې دخپلې انډيوالې له خولې واورې!
په هر ډول د زيرک ببري ته يېنگۍ اېشېده او چې له کور بهر ورسره سترگه پرسترگه شو، په خبرو خبرو کې يې همدومره پر غوږ وواهه:
= ببری صاحب، زه پوهېږم چې پيسو ته ډېره اړتيا لرئ، خو د دې لپاره چې خدای مکړه په دې څو پاتې شپو ورځو کې مو کوم نوم بدی په برخه نه شي، له شپېنيو چکرونو څخه نور تېر شه!
ببري چې غوښتل، خبره هسې په ټوکه تېره کړي، زيرک ورته وويل:
= گوره، له مايې مه پټوه، زه پوهېږم چې چېرې چېرې ځې او څه کوې؟
بايد سپينه يې درته ووايم چې تر څارنې لاندې يې!
ببری يوڅه چورتي غوندې شو چې څنگه يې زيرک پر هرڅه خبر دی، نو چار ناچار يې ور ته په خندا خنداکې د زړه خبره وکړه:
= ما او مکۍ دواړو يو غرنی او ټبرنی ژوند تر شا پرېښی او ولږې تندې مو تېرې کړي ، نو هرڅومره يې چې وگټو، ستر گې او سولې مو نه مړېږي!
زيرک د ببري په غبرگون کې څرگنده کړه:
= ما شمال ختيزې او بيا ستاسې سوېل لويديزې سيمې ليدلي، که کرځمکه يې لږه ده، خو پوره ځنگلونه لري، که څه هم رارو سته په جنگ و جهاد کې پسې له پاکستانه برېښنا يي ارې راسرشوې او نور له منځه تلونکي دي!
ببري يو سوړ اسوېلی و کېښ او څرگنده يې کړه:
= سره له دې چې زما پلارته له پلار نيکه يوڅه پوله پټی او يوه غټه ټوټه ځنگل را پاتې ول او لا پرکرکيله او پووندگلۍ سر بېره يې د تمبو(چارتراشو) کاروبار هم کاوه، خو دومره سخت وسوگت وو چې کله به پرکوبي(دسترخوان) سره را پېنډه شو، د مرچ و مسالې پرځای به يې پر مړۍ ميده تماکو راوشيندل او په دې چم سره به پر يوه سنک ډنډوکي اووه لس اتلس کور ني غړي ماړه شو، او بيا به مو تر بلې شومې د څار ويو څرولو په ترځ کې له ولږې پرگي يا نور خوا ږه ترخه پيداکول اوخوړل!
زيرک ته چې د ببري دا رازکمپېښې کيسې هم هېښنده او هم خنداوړ برېښېدې، نوره يې هم پسې خوله ور ولټوله او ځنې يې وپوښتل:
= نور لگښتونه مو څنگه کول؟
= څنگه چې له دروميندوڅخه زموږ دورونو اوخويندوشمېره تر اتلسو رسېده، په کال کې به يې راته چېرې يو ارزان ټوکر له ميرامشانه راوړ. ميندو او مشرانو خويندو به ځنې ختې راوگنډلې او په يوه کال کې به دومره بژۍ بژۍ شوې چې له ډېرو پينواو پيوندو به يې د آر ټوکر نښه نښانه پاتې نه شوه.
ببري د کورکوډلې او بياژمنيو اړتياوو د پوښتنې په ځواب کې وويل:
= يوازېنی څيز چې هلته يې څه کمې نه وو ، هغه تيږې او لر گي ول، چې له خټو گټو سره ترې هم په دېوالونو کې کار اخېستل کېده او هم په چتونو او ورونو کې. په ژمنيو سختو سړوکې به له پرېمانه بوټو، غوشايو او لرگو سره سره له څار ويو سره په گډو خونوکې اوسېدو چې هم به موږ تاوده ولو او هم څاروي!
= اوچې د مړي ژوندي يا بل کوم تاوان توپان به درباندې راغی؟
= هسې خو به مو پلار چې بله چاره وسيله و نه موندله، بيا يې نو له ناکامه خپلې ښخې پيسې له سوړو سمبوړو را ېستلې!.
زيرک وليدل چې هره کيسه يې تر بلې بتره او هممهاله خو ندوره هم ده، نو په اسانه دببري پرېښوونکی نه وو او د هغه هم ترې چې څه له وړکينې څخه پر ياد ورپاتې ول، نه پټول، لکه دا هېښنده او په زړه پورې نکل:
= پلار تر وسې وسې زموږ د ښوونځي مخه نيوله او داپلمه به يې کوله چې کابل راڅخه لرې دی او په کلي، لاڅه چې په گر ده سيمه کې ښوونځی نشته. خو په پای کې يو پوزي پلاوی راغی…
زيرک د ببري په خبرو کې ورولېد:
= پوزي پلاوی د څه لپاره؟
= زماله پلار يې پوښتنې گرويزنې پيل کړې چې ولې د سيمې د نورو پلرونو په توپير يې زموږ د ښوونځي مخه نيولې ده؟
= نو بيا يې ورسره څه وکړل؟
= هغوی مې په گواښنده گړدود د پلار تر غوږه تېره کړه:
= ((لېوني سردار)) امرکړی چې له سوېلي ولايت سره د ازادۍ په جنگ کې د ونډې په پار شوې ژمنې له نوي مهال سره نور اړخ نه لگوي، نوکه په دې لړکې يې پوځي خدمت رابښلی، ښوونځي ته خو بايد هرو مرو غاړه کښېږدو!
زيرک ته د ببري د وړکينې کيسې له هره پلوه زړه راکښونکي وې. لکه د خبريال يا کيسه ليکوال غوندې يې ورته په پوره ځيرتيا غوږ نيولی وو او د ده له هرې پوښتنې سره د هغه په مغزو کې پېخر پېخر يادونه پرلپسې راتاندېدل، نو بيايې هم ځنې وپوښتل:
= نو ته هم په زوره کابل ته راوستل شوې؟
= هو، موږ دوه مشران ورونه يې په پوځي گاډي کې د سيمې له نورو وړکيو سره د رحمان بابا شپيني ښوونځي ته راغلو او له لومړي تر دولسم ټولگي مو هلته زده کړه پرمخ يوړه.
زيرک بيا پوښتنه وکړه:
= په چوټيو رسختيو کې خوني ته نه تلئ او که تلئ، کرا مرا مو څنگه کوله؟
= هو، هماغه يوځل په درېنيم مياشتنۍ ژمنۍ چوټۍ کې تلو، ښوونځي يوازې د تگ کرا راکوله او د بيرته راتگ نه.
= نو هغه مو له کومه کوله؟
= پلار به مو راته شل شل افغانۍ له وريتو پرگيو سره په جېبوکې راکېښووې، خو موږ هغه هم پاسره کولې.
زيرک ورته بياهم په چورت کې ډوب ولاړ او بيا به يې ببری وپوښت:
= نو تر کابله پلي راتلاست؟
= له نورو وړکيو څخه مو داچم زده کړی وو چې گهيځ وختي به بازارته ولاړو، د مزرو او پېزيو بار چکلو ته به پټ وختو او په کوم کات و کوت کې به مو ځانونه غلي کړل. مازيگر ماښام به چې دکابل په لاهورۍ دروازه کې چکلې پر سرای ورننوتې، موږ به لکه د مږکانو په څېر د مزرو پيزيو له کات و کوته مخکښته راودانگل اويوخوا بلخوا به مو ځنې ترپلل، او هغه شليان به مو د ټول زده کړيز(تعليمي) کال جېب خرڅ کړل!
زيرک چې د يوه مازيگري چکر په ترځ کې له کارولينا سره د ببري کيسې شريکې کړې، ورته يې په غبرگون کې وويل:
= تاته دا پته لگېدلې چې د نورو سوسيالېستي هېوادو غو ندې زموږ د پوهنتوني زده کړيالو دېرش څلوېښت سلنه بهر نيان جوړوي، هغه هم د افغانانو په گډون د پرمختيايي يا درېيمې نړۍ ښاروندان. نو زه يې د ځوانانو د سازمان له لارې د اړوندو ولسونو د راز راز بدمرغيو او بېوزليو يو اټکل هو مره کولای شم.
زيرک کارولينا ته په خندا وويل:
= ايا په نورو افغانانو کې د خيالجان او ببريجان د کومې بلې بېلگې اټکل کولای شې؟
= له نارينه وو يې دومره خبره نه يم، خو نجونې يې ډېرې زيار کښې او پر هېواد مينې دي، ځکه زه د نجونو د برخې پازواله يم. باور دی چې ځلميان يې هم همداسې دي او د دغو اوښيو (اخښيو) بله بېلگه به، نه په افغانانو کې و موندل شي او نه په نورو ښاروندانوکې، ان په ويتناميانو کې هم نه، چې په يوه بورس دوه کسه زده کړه کوي!
زيرک اخوا دېخوا وکتل، غېږ يې له کارولينا راچاپېره کړه او په ښکلولو ښکلولو کې يې ورته وويل:
= د دې لپاره چې له دغو ستومانوونکو کيسو او داستانو مو لږه سا اخېسې وي، بې له هغې سباته يونۍ(يکشنبه) ده او ټو له شپه دې تر گهيځه مېلمه يم، يوه شېغالي ته به ورشو او ترڅو چې ماښامنۍ خورو، ډېسکو به هم پيل شي. لورکۍ دې خو بې له هغې د څو ورځو له مخې د مورکره پرېښې ده!