ــ ۱۵ــ
د پسرلي شپې ورځې وې چې کابل پوهنتون استاد وياړ دببري د ځايناستي په توگه برلين پوهنتون ته راولېږه او له هماغه نه راپاتې وزگار کور يې په برخه شو.
د دغه نوي مېلمه استاد او مېرمنې((زرغونې)) راتگ زرمينې په ښه شگوم نيولی وو: يو له دې پلوه چې له دواړو سره يې دگوندي ملگرو په توگه وار له مخه پېژندل او بل له دې پلوه چې استاد وياړ بياد زيرک له دوستانو څخه هم وو.
په هر ډول د زرمينې په زړه کې دا تلوسه راټوکېدلې وه چې تر هرڅه له مخه له استاد وياړ نه د گلالۍ د تېښتې په اړه څه نوي او تازه واوري. نوکله چې له يوې غونډې نه ورسره ما سخوتن ناوخته د مرڅان پر لورې راملگرې شوه، له کابو نه په گټه اخېستنه يې ترې وپوښتل:
= ملگری وياړ، زما مېړه ستا له نژدې دوستانو څخه دی او هم ستا په مرسته دلته راغلی، او په ترځ کې يې له گلالۍ سره د کلونوکلونو له يارانې هم پوره خبر يې،که د هغې د تېښتې له پوره ټول و ټوکه مې خبره کړې!
وياړ چې ترڅو د گلالۍ کيسه راپيلوله، بس د مرڅان تمځي راورسېد. دواړه له گاډي راکښېوتل او د بلاک وربوی ته له رسېدو سره وياړ زرمينې ته مخ کړ او ورته يې وويل:
= که مېړه درنه حاضري نه غواړي، نو زموږ کره به يوه گړۍ سره کښېنو او بيابه سره گپ لگوو!!
= ډېره ښه، زيرک خو بې له هغې تر ناوخته په يوولسم پوړکې له شينۍ انډيوالې سره خپلې مزې چړچې کوي. زرغونه جانې به هم هرو مرو يوه خوندوره ماښا منۍ تياره کړې وي!
زرمينه له دې هم پوره ډاډه وه چې که زرغونه ورسره په خبروکې ورگډه هم شي، د سازماني او گوندي ملگرې په توگه يې هم څه پروا نه کوي، نو يې د ماښامنۍ په ترځ کې خبره راياده کړه:
= ملگری وياړ که له همدا اوسه يې راپيل کړې، لابه ښه وي!
هغه هم له هماغو لومړيو نه راونښلوله:
= زمااو زيرک صاحب دوستي د کابل پوهنتون له هماغو لو مړ يو شپو ورځو راپيلېږي چې دازمون(کانکور) له لارې دی د ژبواو ادبياتو او زه د ښوونې روزنې پوهنځي ته راغلی وم…
وياړ لا په همدې سريزه کې وو چې زرمينې پکې ټيکۍ را واچوله:
= وبښه، د ازمون له ټکي سره زما پر زړه همغه د دولسم ټولگي پای ازموينې تېرهېر يادونه راوورېدل چې له زيرک سره مې څنگ ترڅنگ په يوه لوستخونه کې ورکړې وه…
ښه نو رښتيا، بيا دې له زيرک سره څنگه وپېژندل؟
= د ځوانانو د دېمو کراتيک سازمان په ړومبۍ غونډه کې ، تردې چې د شپېځای (ليليې) په يوه خونه کې مو سره اړولي ول.
زرمينې خپله پوښتنه پر آره سکالو را وڅرخوله:
= ملگری وياړ، له گلالۍ سره يې چېرې او څنگه راونښلوله؟
= له هماغه ړومبي کال څخه چې په يوه ټولگي کې سره پر زده کړه بوخت ول. او له پوهنځي نه له وتو سره چې دی په کدرکې پاتې شو او گلالۍ په راديوکې دنده ترلاسه کړه. کال نيم پس چې دی هم ورته له علمي کدره ورتېر شو او رادېو ته پسې ور غی، نو خبره يې رسوايۍ ته ورسېده!
زرمينه يوځل بيا تېرو يادونو پسې واخېسته او زرغونې ترې د خبرو وار ونيو:
= وايي چې شاعران بې مينې شعر ويلای نه شي!
وياړ په خندا خندا ورغبرگه کړه:
= ته نېکمرغه يې چې زه شاعر نه يم، که نه…
زرمينه نور مېړه او مېرمن دايلوگ ته پرې نه ښوول او پکې ورغوټه شوه:
= پر داسې شاعرۍ دې اور ولگي چې له دومره رسوامينې سره اړاو تړاوولري!
وياړ له يوې لنډې لارغې سره د زرمينې په ځبرې پورې وويل: = له بده مرغه زيرک صاحب له ټولمنلي ادبي وگړې(شخصيت) سره سره دا کمزو ری ټکی لري. دلته خو په هره توگه، مگر
زموږ په روسته پاتې دوديزه او گروهيزه ټولنه کې ازادې مينې او يارانې له اخلاقي بېلاريو څخه گڼل کېږي!
زرمينه يو ه ښه شېبه ترخو يادونو له ځان سره يوړه او له سا اخېسو سره يې وويل:
= هغه مهال لا زموږ له واده درې مياشتې تېرې نه وې او زه ترې هله خبره شوم چې دواړو پوهنځي بشپړ کړی او پرکار گو مارل شوي ول: زيرک هملته د اسيستانت او دا د افغا نستان رادېو دادب و هنر د څانگې د پازوالې په توگه. هغه هم کله چې ده د مېکرويانو اپارتمان تر لاسه کړ، نو ما د ښوو نکې په توگه ځان له خپل ولايته کابل ته رابدل کړ.
وياړ په داسې اکرکې چې د چايو روستۍ پياله يې واړوله، زرمينې ته مخ کړ:
= د مېړه د يارانې پروړاندې ستا غبرگون څه وو؟
= خورا سخت، غوښتل مې ځنې طلاق واخلم، خو…
= ولې خو؟
= خو داچې ترڅو پوهېدم، بيا وخت له وخته تېر وو، مور مې په خپل مرگ او پلاروورور مې هم د اميني فاشېزم بلهاري شوي ول. نور مې نو دومره څوک نه وو چې پنا وروړم او ده نا انسانه هم راته د هغې هرځايي ډمې پر سر دا څه کم و زيات پېنځلس کاله د سر په کاسه کې اوبه راکړې!
زرغونې په خواخوږي گړدود زرمينې ته کړل:
= سازماني او گوندي ملگرو درسره هم څه مرسته نه شوه کولای؟
= که کولای يې هم شوه، خو ده گواښلې وم،که چاته پلپوټ وکړم، ويې به مې پرځان وي او بله داچې هغه مهال دی پخپله هم گوندي غړی وو!
وياړ زرمينې ته مخ کړ:
= له بده مرغه، زه او نور نژدې گوندي ملگري يې هم پر درو غو دربو غولېدلو. کله به مو چې ورسره د کورني تگ راتگ خبره رامخته کړه، ستا په اړه به يې داسې يو تت انځور را مخته کړ چې ته کورټه بې ليک لوسته او شاړه شډله کليواله يې اوله مېلمه يېزمه ناخبره!
د زرمينې زړه راډک شو، لپې لپې اوښکې يې پر مخ راماتې شوې او بيا يې د خبرو پيڅکه راونيوه:
= وبښئ، زيرک رښتيا هم تر هغې ډمې پورې ټولو ته همدا سې ورپېژندلې وم…
وياړ يې په خبرو کې ورغوټه شو او په زړه سواندگړدود يې ورڅرگنده کړه:
= تېر پر هېر وشمېره، څه نادودې او ناخوالې دې چې ورسره تېرې کړې، ولاړې تېرې شوې، خو د اوس خبرې کوه، ايا اوس يې هم د گلالۍ غم ژاړې، که نه، د کارولينا؟
زرمينې يوځل زرغونې ته وکتل او بيا يې د وياړ په غبرگون کې وويل:
= يتيم په ژړا پوخ دی، د کارولينا او گلالۍ تر منځ د اسمان و ځمکې. هومره توپير دی، د هغې له لاسه يې راباندې چپه مېچنې گرځولې او د دې په پلمه يې هم راباندې خپله وسه وکړه. خو چې ترکلونو کلونو روسته مې همدلته خپل گو ندي زور وروښووه او په خپل چال چلند اوکړو وړوکې يې بدلون راوست ، نوره مې توره بلا ورپسې!
مېرمن وياړ زرمينې ته په قارژلي گړدود څرگنده کړه:
= چې زور دې وروښووه، نوبيادې هم ورسره دا هرڅه منلي دي؟
زرمينه د دې پرځای چې زرغونې ته دخبرې دک و دليل ووا يي، له ((بښنې)) ټکي سره يې له وياړه د گلالۍ د پاتې کيسې د غځونې غوښتنه وکړه:
= که رښتيا درته ووايم، تر څو مې د هغې مټيزې د تېښتې په اړه پوره سرخلاص نه کړې، زړه مې نه سړېږي!
= چې که غواړې، له درست ټول وټوکه يې خبره شې، نو راته يو دوې ورځې وخت راکړه!
زرمينې بياهم پر وياړ ټينگار وکړ:
څومره دې چې ژر له لاسه وشي، هومره به دې منندويه يم!
= که هسې بې بنسټه اوازې انگروزې دې په کاروي، لکه هملته په راديو تلويزيون او پوهنتون کې د زيرک صاحب د تېښتې اوازه هم خوله پر خوله شوې چې دی هم ورپسې له برلينه همبورگ ته ورتښتېدلی دی، نو…!
زرمينه توره واوښته او له يوې ترخې خندا سره يې ورزياته کړه:
= نه چې د ببري کانه پر ده هم وشي!
وياړ له ژمنې سره سم د سفارت له امنيتي پازواله د هغې دو تنې (دوسيې) يوه لمېسه(کاپي) زرمينې ته راوړه چې ده له اړوندلومړي سازمانه له ځان سره راوړې وه او هغه ته يې سپا رلې وه او سفير هم ورته لارښوونه کړې وه چې سم له لاسه يې خوندي وساتي. خو زرمينې ته يې همدومره څرگنده کړه:
= ما دغه کاپي ستا په ټينگار په ځاني(شخصي) ډول د سفا رت له امنيتي ملگرې امانت اخېستې ، ته به يې ولولې او له منځه يوسې!
په هغه لمېسه کې زرمينې ته هغه ليک په زړه پورې وو چې زيرک گلالۍ ته په هماغه لومړيو کې له برلينه وراستولی وو، په دې متن:
((زمابې لورې مَينې!
له ماسره دې ژمنه کړې وه چې له مېړه نه طلاق اخلې او زه دې د مېرمنې په توگه له ځان سره برلين ته راولم. خو تا رانه ناڅا په ځان درغل کړ او زه اړ وتم، له همدې ((شيشکې)) او درو واړو زامنو سره دلته راشم. زه تر اوسه په همدې هاندوهڅه کې وم، چېرې اوڅنگه دې څرک ولگوم اودراتگ لاره در هوا ره کړم.
زه تر هغې مخکې چې ستا ليک راورسېږي، له دې تېښتې دې خبر شوی وم. موزيگی دې په کابل کې شينگړ پرېښی اوله کوم اورپکي سره لومړی اسلام اباداوبياهمبورگ ته مټيزه راتښتېدلې يې، نو دهماغې مينې په پاردرته تشه يوه مخه ښه وايم او بس!
تاهېرکړی زمر))
څه مهال پس زرغونې او زرمينې سره په خبرو خوالوکې دا خبره غوټه کړه چې د پوهنتون دوبنۍ چوټۍ په درشل کې، خپل مېړونه يوه گډ سفر ته راوهڅوي. نو په همدې موخه زرمينې خپل مېړه ته وويل:
= خوښه دې نه ده، وياړ دوی ته يوه مېلمستيا وکړو؟
زيرک ورته لنډه لارغه(مکث) روسته د هوکې سر وښوراوه اوويې ويل:
= ها، ولې نه، سېمېستر همدا اوونۍ پای ته رسي او راتلو نکې پيلنۍ(شنبه) ورته د يوې ماښامنۍ تابيا ونيسه، بې له هغې يې د يوې مېلمستيا پوروړي يو!
د مېلمستيا په ترځ کې زرغونې زيرک ته مخ کړ او ويې ويل:
= زه يو وړانديز لرم او هغه دا چې که تاسې دواړه کوم سوسيا لېستي هېواد ته پريوه گډ سفرولاړ شئ، موږ دواړې مېرمنې به له خپلو کوشنيانو سره لږ څه په ارامه د پوهنتون په هوسا ينځای((فرانکفورت اودر)) کې تېره کړو!
وياړ موسکی غوندې شو او ورغبرگه يې کړه:
= زموږ له لاسه دومره پکو شوې ياست؟
زيرک چې تازه پرتازه ترې يوه دوست بلغارياته د ورتگ هيله کړې وه او کارولينا هم ځنې پولېنډ ته تلونکې وه، نو وياړ ته يې په خندا وويل:
= دوی پوه شه او چوچ و بوچ ، زه او ته به هم يوه مياشت ارا مه سا واخلو او دوه پر دوه به د بالکان د هېوادونو له لارې بلغاريا ته ولاړ شو!
وياړ هم ورسره ومنله او زياته يې کړه:
= په هره توگه له بيرته راستنېدو سره به موږ هم هوساينځي ته ورشو او پاتې مياشت يوه نيمه به له وړو سره په چکر او لمبا تېره کړو!
د اورگاډي دوه دوه نيم ورځني سفر د کابل پوهنتون د چوټيو هغه تېرهېر يادونه د دواړو پر زړونو راورول چې له واورين ساړه ژمي به همېش بهار ننگرهارته سره چکرشول او د زده کړ يزکال له رابرېدو سره به کابل ته بيرته راستانه شول. داو ړي به ترې هم دگلبهاراواوونۍ پای د پغمان مېله نه قضا کېده.
.
وياړ زرمينې ته وارله مخه ډاډ ورکړی وو چې په يومياشتني سفرکې به يې نورهم سرورخيشت کاندې اود مېرمنې پر وړا ندې يې د مېړوښۍ پازوالۍ اوچال چلندته لا ښه تراراو څکو ي او ورسره ورسره يې د بيا ازارونې او ځورونې ناوړو پايلو ته هم ورځير کاندې.
وياړ په دې موخه چې خپل هميونی يې لږ څه ترينگلو خبرو اترو ته راړولی وي، ورته د المان له اېلبې بندره چکو سلوا کياته له وراوښتو سره راپيل کړه:
= زيرک صاحب، که ستا پر ځای زه شاعروای، دې ښکلو ښېرازو، شنو زرغونو ورشوو او کروندو، توروگورو ځنگلونو، سمسوروگلورينو ورشوو، گلکڅونو، رڼو بهاندو او څپاندو رودونو او سيندونو، په گلبوټو گاڼلو رغونو او هسکو دنگو غرونو… هرو مرو زړه راکښونکو شعرونوته را پارولم…
په خبرو خبرو کې وياړ زيرک ته بيا مخ کړ چې گوري، هسې په ښکاره يې سر د اورگاډي له کړکۍ نه بهر کښلی، خو له آره په خيالونو او اندېښنو کې ډوب تللی دی ، نو پراوږه يې لاس ورکېښووه اوهغه لکه له درانه خوبه يې چې راويښ کړی وي، ارور ترور شو او وياړ ته يې ورغبرگه کړه:
= بښنه غواړم، زه دومره په سوچونواوچورتونو کې ډوب وم چې گومان مې کاوه، ته راسره هسې په خوب کې خبرې کوې !
= ما غوښتل، ستا پام ښکلومنظرو ته راواړوم او ښکلاييزې ولولې دې را وتخنوم چې گوندې د شعر غړنده چينه دې له سره راتانده شي!
زيرک چې وليدل، پاس غرونه دي او لاندې په سيندکې بېړۍ کښته پورته کېږي، له وياړه يې چې تياره يې نقشه په لاس کې نيولې وه، وپوښتل:
= دايې لا کومه سيمه ده؟
= دا د دواړو المانونو او چکو سلواکيا گډه پوله ده اودالا ندې سيند هم د ((اېلبې)) سيند دی چې له دېموکراتيک المانه راسره تر اوسه ملگری وو!
د زيرک سترگې رډې رډې اوښتلې راوښتلې او بيا يې چې د يوې لنگر اچولې بېړۍ له پاسه د لويديز جرمني پر ژيړ= سور= طلايي بيرغ سترگې ونښتې، ورو وويل:
= وا، داخو د فدرالي المان بېړۍ ده، کاشکې مو ويزه درلو دای… !
وياړ د زيرک له ارمانلې څرگندونې سره سم له سمونې پوه شو چې تېره هېره مينه(( گلالۍ)) يې پر زړه راورېدلې، نو په خندا يې ور غبرگه کړه:
= لکه چې بيادې په ختيزې مينې پسې د زړه بېړۍ لاهو شوه؟
زيرک لږ ارور ترور غوندې شو، شونډې يې ورپېدې او له يوې ترخې موسکاسره يې ورڅرگنده کړه:
= هغه هم نوره د لويديځ شوه، نو سم له لاسه راته همدا کارولينا بس ده، خو که بيامو څوک ترمنځ خلی مات نه کاندې!
روسته وياړ بيا ورځير شو چې هميونی شاعر يې په ښکاره د کړکۍ له نيمکښو هېندارو نه هسې د ده د غولونې لپاره ستر گې اخوا دېخواڅروي ، خواند و واند يې گړسره چېرې لرې چکر وهي او د نظر نيلی يې تر هغو ښکلو نندارو ورها خوا ډېر لرې ځغلي راځغلي، نو بيا يې پرې غږ کړ:
= زيرک صاحب، نه چې بيا د خپلو غبرگو مينو خيالولي سمندر لاهو کړې!
زيرک تر يوې اوږدې لارغې روسته د وياړ د پرلپسې اښتنو پوښتنو په تړاو د خپل زړه په کرونده کې راټوکېد لي مينه وړي يادونه او ارمانونه په زغرده ورډاگيزه کړل او په دې لړکې يې دامنښته:
= وياړ صاحب، له تا به يې څه پټوم، دروغ دروغ، او رښتيا رښتيا چې گلالۍ له دې ټولې بې لارۍ او بې ژمنۍ سره سره دومره ژر د زړه له کوره اېستلای نه شم!
هسې خو وياړ ته د زيرک دالوښه خوی له کلونو کلونو را هيسې څه ناڅه څرگند ول چې له مينې او شعر و شرابو د ژوند په نورو ښوبدو پسې دومره سر نه گرځوي،خو له دې ارمان او هوډه يې څه باگه نه وه چې غواړي د ستر الماني شاعر ((گوېتې)) په څېر يې د زړه په باغ کې هممهاله دوې غبرگې مينې سره، لکه رامبېل و چامبېل غاړې غړۍ شي.
که څه هم وياړ په دې روستيو کې د زيرک د داسې خيال وخوب په اړه د زر مينې له خولي يو څه گره بره اورېدلي ول، خو دا لومړی ځل وو چې زيرک ورته د سفر په ترڅ کې د گلالۍ له نوم اخېستو سره پخپله راپيل کړه:
= ما چې برلين ته تر راتگ مياشت دوې روسته له کارو لينا سره وپېژندل او مينه وړي اړيکي يې راسره ټينگ شول،:په شنو بنفشي سترگو کې يې ما دگلالۍ د تورو رنجنيو ستر گو څرک وکېښ، نو د گوېتې پليونۍ ته را وڅکېدم چې زه هم هممهاله دغبرگې مينې ولرم: يوه((ختيزه)) او بله((لوېديزه))!
وياړ د زيرک مينه وړي ارمان ته چورت يوړ او مټې ورته پته ولگېده چې ((ختيزې)) مينې د زيرک د ذهن و زړه په اوېجه کې دومره جرړې او ريښې غځولې چې هېڅ يوه بله لنډ مهالې او اوږد مهالې، او ان دويمه سياله ((لويديزه)) دايې هم لا ور ځايناستې کړې نه ده.
په دې توگه وياړ زيرک تر ډېره هماغسې په خپلو مينه وړو خيالونو او اندېښنو کې ډوب پرېښووه او ده هم ځان هسې ويده واچاوه. تر څو له برلينه ورسره را بدرگه ځلانده لمر ورو ورو خپلې مازيگري ژيړې طلايي وړانگې له سمو او غرو را واوڼلې او بيرته ځنې ستون شو. پرلپسې د ماښام پړونی را خپرېده او هغه هرڅه ځنې پناکېدل.
په دې کې به يوه گړۍ لا پوره تېره نه وه چې دپراگ ښار رڼاگانې يې له ورايه سترگې وروبرېښولې او شېبه پس اورگاډی پر ارته و بيرته څراغانه اډه ورننووت.
وياړ چې بيا د خبرو پلمه پرلاس ورغلې وه، زيرک ته وويل:
= ته پوهېږې چې دغه ښکلی ښار له تاريخي= فرهنگي پلوه تر پاريس راروسته دويم نوماند و نومور ښار او بيا پلاز مېنه بلل کېږي!
زيرک لږ ټکنی غوندې شو چې پراگ په تړاو وياړ ته څه ووايي، ترڅو يې ورته همدومره په خوله کې راجوړه کړه:
= هو، يوڅه مې اورېدلي، خو ستا هومره پوهه خبرتيايې په اړه نه لرم!
= هن، دغه توريستيک کتابگوټی در واخله او د اروپا بېلا بېل ښارونه تر يوې ځغلندې کتنې تېر کړه!
وياړ هممهاله هڅه وکړه، هغې زړه وړونکې او رومانتيکې نندارې ته زيرک ورځيرکاندې چې يوه ډله سرې سپينې چکۍ چکۍ نجونې د خپلو مينو هرکلي ته گل پر لاس کښته پورته ځغلېدلې راځغلېدلې او بله ډله يې د مخه ښې لپاره له خپلو هغو سره غېږ پر غېږ او خوله پرخوله وې او په بيړه بيړه يې سره ښکلول راښکلول.. خو زيرک د سر په سترگو هغې خواته کتل او د زړه سترگې يې خدايزده، چېرې کوچېدې راکو چېدې!
مټې په روستنۍ شېبه کې يې چې وياړ د پيوستون او بېلتون هغه مينه وړې غبرگې نندارې ته غلچکي غوندې سترگلين (نظر) پر غلاونيو او پر شونډو يې نرۍ شان موسکا ته ورځير شو، ورو يې په غوږ کې ور پو کړه:
= زيرک صاحب، اوس که خدای کړې وي، هرو مرو به دربا ندې د شعر پېريان پېښه کوي!
= نه بابا، کاروليناته يوه هم نه رسي، ما تش غوښتل د(( حميد)) په څېر پکې د همهغې څېره سهي کړم، چې ويلي يې ول:
د حميد بوالهوسي ناکسي نه ده
لټوي په هر يو مخ کې د دلبر مخ
د پراگ له ښکلي تاريخي ښاره له وتو سره نور د ماښام سرې ليکې تر غرو اوښتې وې او توره شپه واکمنه شوې وه. دواړو هميونو د نورو اوږديونو سپرليو غوندې چې په خوب ډبه کې ورسره سپرې وې ، په کټونو کې وغځېدل. دوی دومره په درا نه خوب ويده شوي ول چې مټې يې د بودا پست په لويه اډه کې د اورگاډي د درېدا غنگ غنگ او گړز گړز را ويښ کړل. وياړ زيرک ته (گهيځ ښه!) وويل او بيا يې ورزياته کړه:
= دادی ، نيمه لار مو تر شا پرېښووه ، سبا دا مهال به ، که خدای کول، په صوفيه کې يو!
زيرک سر وښوراوه او بيرته خوبولی غوندې شو.
کله چې گاډی له اډې ووت، لمر د الپ او کارپات له هسکو اوگلورينو څوکو نوې څړيکه وهلې وه او ژيړې زرينې وړا نگې يې د دوناو له رڼوبيوسره غاړه غړۍ له هندارو را ننو تلې. خو چې وياړ زيرک ته مخ کړ، له سره ډوبي ډوبياويده شوی، نور يې پرې زړه و نه شو، هغه شوگيروهلی، بېلتون ځپلی له درانه خوبه راپاڅوي او يو پلايې بيا د ښکلو غرونو ځنگلونو او ورسره ورسره د دوناو دارت و بيرت څپاند سيند پر توندوتېزو غرڅپو چلېدونکيو بېړيواو بياهغواسمانڅکو ودانيوته مخ ورواړوي چې د نازي ناتار پر کنډوالو باندې له سره ودانې شوې دي!
مټې د مجارستان او رومانيا پولې ته له رسېدو سره چې په ډبه کې درب و دروب او منډې رامنډې راپيل شوې،خوبولي زيرک ورو ورو د څمڅه مار غوندې سر را نېغ کړ او له واره يې له وياړه وپوښتل:
= بياڅه غرتو او انډوخر دی؟
= داد مجارستان د سرحدي ښار تمځی دی، څوک کښېوځي او څوک را خېژي اوهغه دي، څو مستې نجونې زموږ د ډبې په برخه هم ورسېدې، هماغه خبره شوه ((چې غواړې، پرې واوړې))!
= نه غولې، تر شايې نه وينې چې لونډانو ورپسې بوخڅۍ او پنډکي راخېستي دي؟
لا تر پولې نه وه اوښتي چې زيرک بيرته په کټ کې وغځېد او کمپله يې پر سر راکښله. مازيگر چې اورگاډی د بوخارېست په اډه کې له غنگ غنگ اوبيا يوه گړب سره ودرېد، او سم له سمونې دسپرليو د کوزېدا او راجگېدا درزودروز شو، زيرک بوږنېدلی ترهېدلی راکښېناست ،وياړ ته يې مخ کړ او ويې پوښتل:
= دا يې لا کوم ځای دی؟
= دا بوخارېست دی.
زيرک چې له کړکۍ نه بهر وکتل غلی غوندې شو، وياړ بيا ورغبرگه کړه:
= دا د رومانيا پلزمېنه بوخارست دی،خو د برلين، پراگ او بوداپست هومره پرتمين نه، او يوازېنی څپاند و ځلاند دوناو چې راسره د دغه هېواد له پولې يو ځای راوښتی وو، برېښنابند په تورو پنډو او پېړوکبړوکې لکه د هېتلري جنگي جنايتکارو غوندې را ښکېل کړ او زنځير زولانه يې پرتور سمندرگي وروسپاره!
زيرک وويل:
= چې پلازمېنه يې دکليوبانډو په څېر ده، نوکلي بانډې به يې په څه انکړ وي، توا، د نړۍ گرد جټان دغلته راغونډ شوي دي!
= دا د چاوچسکو د نيمې پېړۍ زورواکۍ له لاسه چې د مار شال تيتو په سيالۍ يې له مسکو سره و شلوله او تر چينه پو رې ورسره بل چا مرسته و نه کړه. زرگونو جټان هم لکه يهود د هېتلر له انسانسوزو بټيو دلته پر توره تېښته راغلي دي؛ اور گاډي ته هم د وودکا،کوک و فانتا په تمه راځغلي چې له پېرو پلوره يې ځانته يو ((وخوره، مه مره)) پيداکاندې!
د بلغاريا تر پولې د زړو زنگوهلو پټليو له کبله د اورگاډي غورځو پرځو ، تيندکونو چورلکونو، گړبهار او گړزهار د زيرک له سترگو نور خوب تښتولی وو. خو چې څومره يې پټلۍ دختيځ خواته ورکږولې، هومره به د زيرک په اند و واند او اکر بکر کې هم نويو نويو تلولو او تلوسو غځونې کولې. ځکه له دواړو مينو سره يې واټن ډېرېده او د بېلتانه سړه لرې به يې د زړه ولې ور رېږدولې. بياهم وياړ په خبرو اترو هغه نارامې شېبې ورگوډولې او ډېرو سوچونو او اند ېښنو ته يې نه پرېښووه.
څنگه چې اورگاډی تر پولې واوښت، د سباوون سړوزمې وږمې له نيمکښو هېندارو څخه د نورو غوندې دواړو هميو نو هرکلی وکړ او وياړ هم پر زيرک غږ کړ:
= داده، ښکلې بلغاريا ته راورسېدو،غرمه کڅوال (ساحلي) ښار ((وارنا)) ته رسو او هلته به داورگاډي له بدلونه په گټنه تر مازيگره، هم چکر ووهو او هم به په تور سمندرگي کې له سرو سپينو کوترو سره يوځای ولامبو!
د زيرک پر زړه د هميوني وړانديز نغده ولگېد او ورزياته يې کړه:
= ډېره به ښه شي چې يو څه ارامه سا واخلو او صوفيې ته يوڅه دمه لوي ولاړشو!
داچې وياړ د وارنا له نيم ورځني چکر و لمبا څخه لږ يا ډېر خوند اخېستی وو، يانه، خو زيرک د بلغاريايي نجونو په ليدو نه مړېده او په زړه پورې يې داچې تر ډېر مهال روسته يې د شعر غړنده چينه مټې راتانده او بهانده شوه. قلم و کاغذ يې راواخېستل او پرليکلو يې پيل وکړ.
د زيرک له شاعرانه غځونې سره د د وياړ ټنډه هم وغوړېده او په موسکا موسکا کې ورڅرگنده کړه:
= لکه چې د ((دوو غبرگومينو)) ښکلاوې دې په يوه کې ومو ندلې، تورې څڼې وربل او تورې سترگې يې د((ختيزې))، او سره سپين گلابي مخونه يې د ((لويديزې)) هغې ځلندويي کوي!
لمر پرېواته مهال چې وياړ او زيرک د دوو ورځو او دوو شپو له ستومانه يانه روسته د صوفيې په اډه کې له اورگاډي پلي شول، يو گڼ شمېر افغانان يې هرکلي ته ليکه ولاړ ول او څو کمکيانو يې مخې ته راوځغاستل او د سرو زنبقو گېډۍ يې ورډالۍ کړې.
له اډې نه له راوتو سره يې يو شيک ځوان مخې ته ودرېد او په ډېر درناوي او ادبي ژبه يې ورته وويل:
= زما نوم اېمل دی او په په بلغاريا کې د افغاني سفارت فر هنگي پازوال (آتشه) يم. سفير صاحب ستاسې د درناوي په پار خپل گاډی په واک کې راکړی ، مهرباني وکړئ چې ډېر راته سترگې پر لار پاتې نه شي!
وياړ مټې هله پوه شو چې په هغه هېواد کې له((دوست)) څخه د زيرک موخه پخپله افغاني سفير وو، او دا هغه خبره وه چې تر هغې شېبې يې له ده ځنې پټه ساتلې وه.
مېلمنو له نورو هرکلي والو سره چې د سفارت پر کارمندانو سربېره د بېلا بېلو پوهنتوني څانگو افغاني زده کړيالان او زده کړيالانې هم ول، مننه او مخه ښه وکړه او له ښاغلي اېمل سره د افغانستان دېمو کراتيک جمهوريت د لوی سفارت پر لوري و خوځېدل.
څنگه چې د سپرلۍ پر تور بنز گاډي باندې توروسوروزرغون بيرغ رپېده او موټر سايکل سپرو وړاندې روسته بدرگه کا وه، نو د کوربه هېواد ترافيک پوليس هم په هره څلارۍ کې ورسلامي کېدل او لاره يې پر مخ ور سيخوله.
په دې ډول يې تر سفارته اوږده غځېدلې لار په لس شلو پېلو (دقيقو)کې ونغښته، سفير او مېرمن دواړو ښاغلو مېلمنو ته هرکلي ووايه او بياسره ټول په گډه دکور پر مېلمستون ور ننوتل.
سفيرد مشر کوربه په توگه وويل:
= دا زما او د سفارت د ټولو کارمندانو لپاره د ډېر ښاڅ و خو ښۍ ځای دی چې ستاسې د درنو استادانو او په تېره د هېواد او سيمې پر کچ دنوميالي شاعر زيرک صاحب د مېلمه پالنې وياړ را په برخه کېږي. خدای دې وکړي، داڅو ورځې مو په دغه دوست هېواد کې ښې تېرې شي، موږ هم در ته په همدې نيت و نمات د((وېتوشې)) غره په هوساينځي کې د استوگنې تابيا کړې چې تر ماښامنۍ روسته به مو ښاغلی اېمل تر هغه ځايه په گاډي کې بدرگه کاندې او تر پايه به مو هملته په خد مت کې وي!
وياړ چې داهرڅه د زيرک له بروبرکته گڼل، د سفير په غبر گون کې وويل:
= زه پخپله ړومبی ستاسې د پېرزوينو او بيا د زيرک صاحب منندوی يم چې د دغه سفر او ليدوکتو پلمه يې رابرابره کړه!
زيرک څرگنده کړه:
= زه پر خپل وار ستاسې د دوستانه لورېينو مننه کوم او په دې وياړم چې په گوند او دولت کې ستا سې په څېر دوستان لرم. همدا خبره ده چې د يوه کمکي فر هنگي په توگه مو د فرهنگ دښمنو او انسان دښمنو بنسټپالو او پلويانو پر ضد جگړه کې قلم پرلاس تر شا ولاړيم!
گهيځ نه نهنيمې چې دواړه منلي نازولي مېلمانه له خوبه راپا څېدل، داسې يې ځانونه ارام و ساهو نگېرل چې د دوه ورځو او دوه شپو گردې ستومانۍ يې په هغه يوه شپه کې له هډو پلو نه کوچېدلې دي. همداچې يې کړکۍ پرانېستلې ، وياړ پر زيرک غږ کړ:
= دا څومره ښکلی او دنگ ختلی غر دی، لاندې ترې ټوله صو فيه ښکاري او شاوخوا يې ښېرازه ونې بوټي، بهاندې ويالې او شنې غاړې مورگې او چمنونه، نو چې دلته شعر ونه وايې، نور به يې چېرې ووايې؟
زيرک او وياړ پر ننداره بوخت ول چې اېمل وروټکاوه، له راننوتو سره يې ورته(گهيځ موښه!) وويل او بيا يې د هوټل رستوران ته د سهارنۍ بلنه ورکړه.
يوه تيار اوڼلي سينگارلي مېزته چې څنگه سره کښېناستل، يوه نرۍ نازکه غندلغاړې راورسېده او په ناز و مکېز او مو سکو سرو شونډو يې له (گهيځ سلام ) سره سم د هر چا مخې ته د خوراک څښاک نوملړ (مېنيو) کېښووه او بيرته شاگرځ شوه.
وياړ چې زيرک ته ځير شو، له هماغې ښکلې سره يې سترگې بدرگه تللې دي، نو په خندا خندا يې ورته له خولې ووته:
= زيرک صاحب، لکه چې د همداسې ښکلې غزلې الهام يې درباندې را ووراوه!
اېمل هم دسپين و ازاد شعر د لاروي په توگه پکې دا ټيکۍ واچوله:
= ښکلې نجونې خو ستاسې خواته هم ډېرې دي، دلته دغه ښکلی او زړه راکښونکی طبيعت بيا يو مخيز الهام الهام دی!
زيرک په هسې يوه نرۍ موسکا او سرښوراوي دهريوه غبر گون کاوه او نور يې د زړه مراندې او د سترگوغلچکي له هماغې مېلمه پالې سره تلل راتلل. په دې کې وياړ د اېمل څرگندونې نورې هم پسې وغځولې او ويې ويل:
= ما چې په دغه کوشنوټي گرځندويي لارښودکې څه لوستي، رښتيا هم (ويتوشې) لکه خول (تاج) پلازمېنې ته يو داسې بېساری برم و پرتم وربښلي چې يو گرځندوی کولای شي ، ورڅخه د صوفيې ارت وبيرت ښار او لرې پرتې کليوالې سيمې په يو رپ کې تر سترگو تېرې کا ندې، او له دې سره په يو واريزه توگه درست خوندونه او مزې راخپلې کړي!
همداچې تر سهارنۍ روسته پر مېلمه پالې د زيرک سترگې نورې ونه لگېدې، مټې د ښکلي پنځ(طبيعت) نندارې ته ور وهڅېد او دواړو ملگرو ته يې وويل:
= انساني ښکلا چې نوره له سترگو پنا شوه، نو اوس به طبيعي هغې ته پنايوسو!
اېمل ور زياته کړه:
= د ويتوشې دابله کښته پورته غځېدلې گلورينه جړاو لمنه په ټوله مانا يوه شاعرانه ښکلا او زړه راکښون لري او که يو پلامو پکې چکر ولگاوه، ښار ته به مو پر ورځو ورځو هڅه و نه شي!
زيرک ته په هماغه ړومبي چکرکې زباده شوه چې د شاعر لپا ره ((وېتوشه)) تر((نتشه)) زياته زړه راکښونکې او يوه الهام بښانده سرچينه ده:
په گل ونواو گلبوټو پوښلې لړۍ لړۍ پښتې او غونډۍ ، گلورينې سردرې، سندريزې سندرۍ،کړونگي او ځړوبي، رڼې چينې او بهاندې ويالې ، شنې جلگې، چمنونه او ورشو وې، او مخکښته په رنگارنگ گلانو پسوللې غځېدلې غا ړې مورگې ، سمسورگلکڅونه اوگلبڼونه … او د هغو ټولو پنځيزو ښکلاوو، او ښايستونو ور ها خوا بياشنې او ښېرا زې کروندې او ورسره ورسره د سرو خښتو طلايي وزمه کور ونه او هوساينځايونه!
د بلغاريا درې اوونيزې هوساينې او بيا د ويتوشې د غره مينه وړو او روما نتيکو يادونو دزيرک غزليزه شاعري نوره له سره راتخنولې وه او تر څو چې برلين ته بيرته راستنېده، يو سمت دوتر يې ځنې رغولی وو.
دا نوهغه څه ول چې ورسره يې د هميوني((وياړ)) د گډ سفر موخه رانغښتله.
وياړ نور دا ډاډ و باور پوره ترلاسه کړی وو چې ديوه پخواني دوست په توگه يې له مېرمنې او بچيانو سره د مينې او لور ېينې ژوند و ژواک ته را وهڅوي او له دې سره سره، خپل گټلی نوم و نښان نور له خدشې او خرخشې سره مخامخ نه کاندې!