لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
ــ ۱۶ــ
د زرغونې او زرمينې له مخوينې سره سم، دبلغاريا هوساييز يون زيرک سم له لاسه يو څه لارې ته راوستی وو. هميوني وياړ د شعرو شاعرۍ تر څنگه ارام او سوله ييز کورني ژوند و ژواک ته هم ښايسته ډېر راڅکولی او هڅولی وو.
خو، له بده مرغه له نوي زده کړيز کاله مټې يوه نيمه مياشت تېره وه چې زرمينې يې د گاونډ بلاک له يوې ځوانې مېړوښې سره د خپل مېړه د يارانې نوې کيسه را برسېره کړه. خو ويې
نه غوښتل، ترهغې چې بيايې له دې سره چال چلند ډېرپيکه شوی نه وي، چمبې پسې راونه اخلي
کله چې د زيرک د نوې يارانې تاو زرمينې ته راورسېد او د مېړه له لومړي تاو تريخوالي سره مخامخ شوه، نوره يې ونه شوه زغملای. خپلو نژدې خوالگرو وياړ او زرغونې ته يې مخه وکړه او هغوی ورسره دغه نوې پېښه تر خبرواترولاندې ونيوله.
وياړ لومړی ورته له ورمو وراشو راپيل کړه:
= زما پر اند که يوڅه مهال ورباندې ځان ناگاره واچوې او د پخوا په څېر ورسره هماغه د زغم و سازښت لاره راواخلې، بده به نه وي!
تر هغې مخکې چې زرمينه څه ووايي، زرغونې ورغبرگه کړه:
= په همدې ورم و نصېحت تا او نورو گونديانو له سړي نه لار ورکه کړې، داخبرې ولې هغه ته نه کوئ؟
زرمينې پر خپل وار وويل:
= زه يتيمه په ژړا پخه يم، له ماسره دکارولينا اندېښنه ده، که خبره شوه، د همغه مړخوگلن اور به بيا راتاندکړي چې په وژ نه کې يې موږ ټولو دومره زيات کړاوونه وگالل!
وياړ دواړو مېرمنوته ټټر و ټپاوه او ورڅرگنده يې کړه:
= داځل به يې که خدای کول، په يوازيني ځان در پر لارې کړم!
زرمينې وويل:
= تا نه دي اورېدلي چې((دا د خدای بې لارې کړي پر لار نه شي))!
زرغونې وويل:
= زه خو باور نه کوم په ورم و پنديې لارې ته راولې، ازمايل بيا ازمايل يو بې ځايه کار دی!
= داځل به زموږ خبرې له گواښ او تور برېښ سره ملې وې!
د وياړ روستۍ څرگندونې زرمينه په سوچ کې واچوله او ويې ويل:
= ماناداچې که په نرمه و نه شوه، گرمه خو شته ده!
= هو، روستی غوراوی او پرېکړه بيازموږ دگوندي ملگرو په لاس کې دي. نوره به يې نه يوازې لکۍ ورغوټه کوو، بلکې يو داسې پنډوکی به يې هم په لکۍ پورې وروتړو چې يوه سترگه به يې خاندي او بله به يې ژاړي!
زرغونې مېړه ته په يوڅه ترينگلي اکر مخ ورواړاوه:
= له بده مرغه چې له وچو سره به لامده هم سوزي. زرمينه او زامن به هم ورسره، لکه ببري دوی په کړنگ ژمي کې د اشرا رو توغند يو ته ورستنېږي!
د مېړه او مېرمنې له خبرو سره د زرمينې په زړه کې هممهاله غم وخوښۍ يوځای اړخونه بدل کړل او د دواړو په غبرگون کې يې وويل:
= موږ څلورو واړو ته تردې پرله پورې زړه ويلوونکو ناخوالو هماغه توغندي غوره دي، که اجل مو راغی، تر نورو هېواد والو څه زيات نه يو.!
زرغونې زرمينې ته مخ کړ او ځنې يې وپوښتل:
= دا رښتيا ده چې مېړه دې د خپلو درو واړو زامنو نومونه د((گلالۍ)) له نامه سره سم ور برابر کړي او پر(گ) راپيلېږي؟
= هغه لاڅه چې ان مټينگۍ لور يې هم په همدې تړاو ((گا لينا)) نومولې ده!
وياړ موسکی شو او تر يوې لارغې پس يې زرمينې ته له بوښتې نه د راوتنې دا لاره ور پرگوته کړه:
= زيرک به سملاسي ځانته ولېږو او تاسې څلور واړه به د ژمي پای ته. هلکان به هم له راتلونکي پسرلي سره سمې خپلې زده کړې په اماني لېسه کې پيل کاندې!
وياړ له زرمينې او زرغونې له((هوکړې)) سره سمه هڅه وکړه، په يوه مازيگري چکرکې، لومړی پخپله زيرک دې منښتې ته راولي چې له ځوانې مېړوښې سره يې يارانه نښلو لې ده:
= زيرک صاحب، تاته به د گوندي او راروسته د يوه ناگوندي دوست په توگه، دا دومره کلونه، په تېره په المان کې د تېرو اوو= اتو مياشتو گډې استوگنې راهيسې درزباده شوې وي چې ما تر وسې وسې په در پېښو ربړوکې ستا مرسته او ملا تړ کړی او تردې روسته به يې هم کوم!
زيرک له واره پوه شو چې هرو مرو ورسره کومه نوې خبره را مخته کوي، نوورته موسکی شو او ويې ويل:
= ولې، مادې گوندې په دوستۍکې څه شک شوپيان کړی، که نه څه نوره خبره ده؟
= خبره داده چې د گاونډ بلاک له يوه مېړوښې سره چا ليدلی يې، زه غواړم، ستا له خپلې خولې يې رښتيا او نارښتيا وا ورم!
زيرک چې وکتل، د وياړ گړدود دومره توندوتېز نه برېښي، نو په موسکا موسکا يې پوښتنه په پوښتنه ورغبرگه کړه:
= نو، که رښتيا وي، تا ته کومه سخته گناه برېښي؟
= سخته نه، خو بياهم زما پر اند درته يوه ناسکينده پايله در لودای شي او ښايي کارولينا هم بې غبرگونه پاتې نه شي!
زيرک د وياړخبره بياهم يوه ټوکه و انگېرله او د گپ ورکولو هڅه يې وکړه:
= وياړ صاحب، تاته خو پوره څرگنده ده چې زه د((گويتې)) په څېر پر يوه مينه بسيا پاتېدای نه شم. د دغې ځوانې مېرمنې راسره په شپېغالي کې و پېژندل او بيا يې يوې ماښامنۍ ته مېلمه کړم. هغې رانه هيله وکړه چې مېړه يې تر واده مياشت روسته د ښوونې روزنې د لوستليکيو(درسي کتابونو) د سلا کار په توگه کابل ته تللی او دا همداسې پر وچ ډاگ پاتې ده. داهم څرگنده ده چې د ختيځ نارينه ډېر شهوتي دي او دلو يديځ ښځې!
وياړ نور زيرک پرې نه ښووه ، د نوې يارانې په اړه خپل لکچر نورهم پر مخ يوسي، نو لږ په زغرده يې ورته وويل:
= که ته له گوېتې سره په مينه کې سيالي کوې، په شاعرۍ او ليکوالۍ کې يې هم وکړه چې د شېلر، هوگو، بالزاک… تر څنگ يې د يوه انقلابي روما نتېست په توگه تلپاتې شاهکا رونه راپنځولي دي!
زيرک د وياړ له روستۍ څرگندونې سره يوڅه خړ غوندې شو او د دې لپاره چې ځان يې تر هغو کلاسيکو انقلابي روما نتېستانو نورهم لوړ ښوولی وي، بيادمينې پرلکچر راسرشو:
= يوازې گويتې نه، بلکې د ختيځ اولويديځ ډېرو نورو نو مورو پوهانواو شاعرانو،لکه ابن سينا،دقيقي، خوشال، حميد، قلندر… او بيا تر ټولو راروسته سينمايي نابغه چارلي چا پلېن مينه پاللې ده؛ نه يوازې تشه اپلاتوني مينه ، بلکې رښتينې نوږيزه (جنسي) مينه!
وياړ چې له يوې ترخې موسکا سره خپل دوست شاعرته کړل: = اوته خو دا يوهم کېدای نه شې!
زيرک بياهم د سيده غبرگون پرځای دځانښوونې هڅه وکړه:
= د فروايد په خبره مينه په دې چوپه خوله طبېعت کې هم اخښلې ده، لکه چې وايي: ((هسک)) نر دی او((ځمکه)) ښځه، او داهله سړی نگېرلای او ځانته زبادولای شي چې پښې يبله پرلنده بله ځمکه وگرځي!
.وياړ په ټوکه وويل:
= لکه څنگه دې چې د همدې ليدتوگې له مخې د نېچرا لېستانو په پېښو لوڅ لمباځي ته هم ځې، نو ولې پر روما نتېسېزم همداسې ټينگ و ترينگ ولاړ يې ، په کارده، په شعرکې هم نېچرالېستي لاره پسې واخلې. په صوفيه کې دې دامنښته هم وکړه چې ((وېتوشه)) تر ((نتشې)) زياته الهام بښو نکې ده، او همدې ناپايه پنځ درباندې څومره رنگين غزل او ان دوه درې ازاد انتقادي شعرونه هم راوپنځول!
زيرک غوښتل، وخت په هسې ټوکو ټکالو گوډ کړي، خو وياړ يې بيا پام لا زياتو سپينو او ترينگلو خبرو ته راوڅکاوه او له غوږه يې ورتېره کړه:
= گوره، زيرک صاحب، زما ومنه او د مېړوښې له يارانې تېر شه، که اوبه تر ورخه واوښتې، بيا زه هم درسره څه مرسته کولای نه شم!
زيرک چې وليدل، د وياړ گړدود يوڅه ترينگلی غوندې دی،
تر يوه اوږده سوچ اولارغې روسته يې وويل:
= که ستا پر اند دا يارانه موږ او تاسې او بيا د دواړو هېوادو چارواکو لپاره په رښتيا سرخوږ راپيدا کوي، سر له همدې ننه ورځنې تېر يم!
وياړ د زيرک خبره باور کړه او د بياکتنې په ترڅ کې يې چې غو ښتل زرمينه هم له ځان سره همباوره کاندې، هغې بيا وار له مخه له منشي سره شريکه کړې وه. نو ده ورته په گيله من گړدود وويل:
= ملگرې زرمينې، دومره بيړه په کار نه وه، تا خو به ترما پورې کتلي ول !
زرمينې له يوې ترخې شان موسکا سره وياړ ته ور غبرگه کړه
= ولې څه توبه يې واېسته؟
= هو، له ماسره يې ټينگه ژمنه وکړه چې سر له همدې ننه ورځنې تېر دی!
= او تاهم ورسره له واره باور کړه؟
وياړ بيا زرمينې ته مخ کړ:
= زه وايم، که باور دې هم پرې نه کاوه، ورځ دوې خو به دې ځنډولې وه!
= که هغه پر خپله ژمنه او خبره درېدلای، دا يوه نيمه لسيزه به يې ماته د سر په کوپړۍ کې اوبه نه راکولې!
وياړ ور زياته کړه:
= په هرډول، د روستي ځل لپاره يې يو وار بياهم وازمايه، که و نه شوه، ماخو ويلي چې روستی غوراوی او پرېکړه زموږ په لاس کې دي!
هرڅنگه چې وه، وياړ له زرمينې هيله وکړه چې سم له لاسه خپله خبره له منشي بيرته واخلي او هغې يې له((ښه)) ويلو سره سره دامتل ورتېر کړ:
= غويی چې دې پر غولي لوی شو، غاښونه يې مه شمېره!
وياړ په ټوکه ورغبرگه کړه:
= تر شمېرنې له مخه به يې ور وباسو!
زرمينې هم ورته په خندا وويل:
= زه وېرېږم چې دی راباندې رامخکې نه شي او زموږ غاښونه ونه باسي!
زيرک په ټوله ځيرکۍ او تور ټپۍ وياړ او زرمينې ته د يوې نيمې ناسوبتيا اوکورته ناوخته راتگ لامل له زړې مَينې ((کارولينا)) سره چکر او ليده کاته پرگوته کول، خو د زرمينې له وړاندوينې سره سم يې ، هماغه نوې مينه راټينگه کړې وه.
داکيسه د هغې مېړوښې کومې گاونډۍ پخپله کارولينا ته په سينگارځي کې ډاگيزه کړې وه. هماغه وه چې زيرک يې په تېلېفون کې پيداکړ او له يوه سخت گواښ سره يې خپل توند و تېز غبرگون ور واوراوه.
د کارولينا گواښ د زيرک وار پار نورختاکړی وو او نور يې پوره باور راغی چې داپلايې هرو مرو نياووالۍ(محکمې) ته ورکاږي او د ځان او لور((گالينا)) ربړه ورسره يوخواته کوي. نو ده يې پر وړاندې هم بل لارلودن نه درلود، بې له دې چې هماغه يوا زېني دوست((وياړ)) ته مخه وکړي، خو په کومو سترگو؟
زيرک تر ډېرو چورتونو او سوچونو روسته له ځان سره و پتېيله چې پر مخ د سپي پوستکی راکاږي او تر بل هرچه وړاندې وياړته ((واښه پر خوله او رسۍ پر غاړه)) ننواتې ورشي او په ټيټو سترگو ترې مرسته وغواړي!
په پای کې يې شل زړونه سره يوکړل او هماغه يوازېني خوا خوږي او خوالگر ته يې زنگ وروواهه:
وياړ چې غوږۍ راجگه کړه، د زيرک غږ يې تر غوږه شو:
= وياړ صاحب، زه درسره له شرمه سترگې نه شم مخامخو لای، خو څه وکړم په دغه جلاوطنۍ کې بل څوک نه لرم او لکه مات لاس همستا غاړې ته در ولېږم…
وياړ يې له ټکه پوه شو چې شاعر دوست څه غدۍ پسې را خېستی، نوريې تېلېفوني گپ شپ ته پرې نه ښووه او چار ناچار يې بلنه ورکړه چې کورته ورشي او دوه پر دوه سره رامنځته شوې پېښه ربړه وڅېړي.
زيرک د وياړ کره له ورننوتوسره سر ټيټ کړ چې پښوته يې ور ولوېږي، خو هغه ژر په غېږ کې راټينگ کړ او په زړه سو اندۍ يې ورته وويل:
= زيرک صاحب، زه بياهم ستا دوست يم اوکمزوري ټکي مو يوبل ته پوره څرگند دي. هرڅه چې شوي،اوس هم ناوخته نه دی، يوه لاره رَوده به ورته وگورو!
= کارولينا نوره په پړو نه ټينگېږي او داځل يې راسره هرو مرو تر محکمې رسوي او چې بيالا ورسره د هغې مېړوښې پېښه هم راونغاړي، خبره نوره هم پسې ترينگلې کېږي!
وياړ تر يوې لارغې روسته زيرک ته ورغبرگه کړه:
= که خبره رښتياهم يوځل د دغه هېواد تر نياووالۍ، په بله وينا، تر عدلي= قضايي څانگو ورسېده، بيا نو هواری يو مخيز ناشونی کېږي!
زيرک ورته په مات مخ وويل:
= له بده مرغه کاروليناته هم نورې سترگې نه لرم چې د درېيم ځل لپاره يې له خپل هوډه را وگرځولای شم!
وياړ يو اوږد اسوېلی وکېښ او زيرک ته يې ورڅرگنده کړه:
= که داسې وي، نو موږ لاڅه چې ان سفير هم څه نه شي کو لای!
زيرک د چايو پياله يو واريزه پر سر راواړوله، اوچته راپا څېد. خو وياړ د دې لپاره چې د کلونو کلونو دوست يې همدا سې ځارونهيل رارسخت کړی نه اوسې، ورته په خواخوږۍ وويل: يوازېنۍ لاره چاره بياهم د کارولينا په لاس کې ده، نو چې هرڅنگه کېږي، يوځل ورسره خبره شريکه کړه!
له زيرکه نور لارلودن ورک وو او ورخ ترې اوبو وړی وو. هېڅ نه پوهېده، نور چېرې او چاته ولاړ شي. څو وارې يې له ځان سره پرېکړه وکړه چې د وياړ له سپارښتې سره سم سينگارځي ته په کارولينا پسې ورشي او د گردو همکارانو او مشتريانو پر وړاندې يې په پښوکې ور پرېوځي. خو بيا بيا به يې ستر گوته افغاني ننگ وغيرت ودرېدل، پښه به يې ونيوله او لکه بادساری له ځان سره په خبرو خبروکې يوه پارک ته ورسېد او پر يوه اوږدړۍ څوکۍ براب براب پرېوت.
د مينې او هوس توپاني سمندر پر سر اخېستي شاعر نور هرڅه له لاسه ورکړي ول او داسې يې نگېرله چې د ژوند بېړۍ يې نوره پر ډوبېدو ده او له تشو ځگونو پرته نورڅه پر لاس نه ورځي.
په دې ډول يې کرۍ ورځ په پارک کې گوډه کړه اوماښام تيا ره خپل کورته را ستون شو. داچې هلته يې هم څوک د خوالو نه درلودل او له ټولو سره مرور وو، نو له واره، پر خوبخونه ورننوت او سر له ماښامه يې بړستن پر سر راکښله.
د هغې شپې پر سبا د عيسايي اختر(کرېسمس) په لړ کې د ((نيکولاوس)) ورځ وه او زيرک دکشري گوربت له غوښتنې سره سم يوڅه خواږه په خپل سفري بکس کې وار له مخه خو ندي اېښي ول. مور چې گهيځ وختي راپاڅېده، بکس يې ورو له خوبخونې نه ډېوډۍ ته راوړ. خو چې ترڅو يې پرانېسته او خواږه يې ترې په ځانگړې موزه کې اېښوول، زيرک پسې را منډه کړه، بکس يې ځنې بيرته کوټې ته وځغلاوه او بيا پسې راستون شو، او يو سخت اور تور يې پرې واچاوه:
= ښا، ته سپۍ شيشکه اوس د دې جوگه شوې چې ما له کوره باسې؟
زرمينې چې زيرک ته هرڅومره سوگندونه وکړل چې د گوربت لپاره يې د نيکولاوس ډالۍ جوړوله، خو سړي داسې تور خوړلی وو چې خبرې ته يې هېڅ غوږ نه نيوه او له ډېر ځاځ و پرغزه يې ورته ځگونه له خولې بادېدل…
په همدې شور و ځوږ کې گوربت راويښ شو او په ترهېدلي او بوږنېدلي اکر يې رامنډه کړه چې موزه ولټوي، د مور و پلار پر لړکه واوښت او پړينگ پر ژړاشو:
= زما موزه څه شوه، نيکولاوس چېرې غلې کړې ده؟
زيرک مټې پوه شو چې خبره څه ده، خو، دا مېړانه يې په لوښه خټه کې نه وه، له زرمينې نه د خپل ورانپوهاوي بښنه وغوا ړي، بلکې يوازې يې گوربت مچې کړ، هغه ته يې هم بې له دې چې ډالۍ ور پرگوته کړي ، بې واکه له خولې ووتل:
= نيکولاوس مړشوی او نور يې، نه راتگ شته او نه ډالۍ!
گوربت ورزياته کړه:
= داداجان،نومشر ورور((بابا نوېل)) يې څه شو؟
= هغه لا ترې له مخه مړشوی دی!
زيرک په خپل ټول څلوېښت کلن ژوند کې کله له داسې سختې کشالې او بندې بنديا سره مخ شوی نه وو او په داسې يوه بوښته(پلنډۍ) کې تر ستوني پورې ډوب تللی وو چې ترې د بيرته راوتو څه هيله اسره ورپاتې نه وه او څومره يې چې پکې شټنکې وهلې، هومره پکې نورهم ښخېده او ډوبېده.
بيايې هم هماغه کلونه کلونه ځورولې کړولې مېرمن وه چې د ژغورنې لپاره يې لېڅې راونغښتې، او هغه هم تر هرڅه له مخه په دې نيت و نمات چې د هرې بدنامۍاو بدمرغۍ لمبه يې دا او بچي هم رانغاړي!
په هره توگه، زرمينه نوره پر دې پوره ډاډمنه شوې وه چې تر سفيره پورې يې ټول گوندي او سازماني ملگري نور د مېړه له ملاتړه بېزاره شوي او هرومرو دهمدې خبرې ته غوږ نيسي.په
همدې ډاډوويسايې بياسازماني ملگرې زرغونې اوگوندي ملگري وياړ ته اړوتله، کورته ورغله او ورته يې وويل:
= په هره بيه چې کېږي، تر هغې له مخه چې کارولينا خبره تر نياو والۍ اومحکمې ورسوي، بايد لومړی يې له ملگري منشي او بيا سفير سره په گډه د مخنيوي چاره وسنجوو!
مېرمن وياړ د زرمينې په ځواب کې وويل:
= زه باور نه کوم د مخنيوي هلې ځلې به کوم ځای ونيسي!
وياړ ورڅرگنده کړه:
= ماهم چې له زيرک سره تر خبرو اترو راروسته دا دوې ورځې شپې پرې سوچ وکړ، يوازېنۍ لاره چاره به همداوي چې موږ درېواړه له منشي سره په گډه ملگری سفير دېته راو هڅوو چې د المان د بهرنيو چارو له وزير سره وغږېږي او هغه پر خپل وار د ځوانانو د اړوند سازمان د منشي په مرسته کارو لينا يوې روغې پوخلاينې ته راوڅکوي!
کله چې د دوو مېرمنو په گډون پېنځه سره گوندي کارندويان (فعالين) سره جرگه شول، وياړ د سکالو د رڼاوي په موخه د خبرو اجازه وغوښته او ويې ويل:
= له بده مرغه چې ښاغلي زيرک زموږ له فرهنگي پاليسۍ تل ناوړه گټه اخېستې او دادی، اوس يې خبره داسې رسوايۍ ته راوررسوله چې نه يوازې يې په خپلې کورنۍ پورې تړلې پا تې کېږي، بلکې زموږ د انقلابي گوندودولت او ان الماني دوستانو لمن ترې هم اور اخلي!
سفير چې لا وارله مخه له زرمينې څخه تېلېفوني گوزارش تر لاسه کړی وو، په خپل سخت غبرگون کې وويل:
= ښاغلو او اغلو ملگرو!
اوس راته داسې لاسوند پر لاس راغی چې پر بنسټ يې خپل گوندي او دولتي مشران د ټوليزې فرهنگي پاليسۍ نوې کتنې ته راوڅکولای شو او همدا راتپل شوی بې سر و بې سرواښي شاعر يې ور بېلگه کړو!
زرغونې وويل:
لکه څنگه چې ملگرې زرمينې ته هم پته ده، د ښځو سراسري سازمان له ښځينه شاعرانو ليکوالواو رسنوالوسره ورته ستو نزې لرلې. له گردو امتيازونو او جايزو سره سره يې زموږ پر ضد زهرژلې انگروزې خپرولې!
زرمينې له يوې ترخې موسکا سره ور غبرگه کړه:
= يوه يې هم ((گلالۍ)) وه چې په تړاو يې زما پر پلپوټ چا يو غوږ هومره هم نه رپاوه، ترڅويې د نورو پر پله دښمنانو ته پنا يوړه. نو زيرک به هم تر هغې را نازوي، ترڅو په هماغې ډمې پسې وروتښتي!
تر ډېرو شننو او شاربنو روسته منشي هغه وړانديز غونډې ته واوراوه چې وياړ ورته وار له مخه په ليکلې بڼه ورسپارلی وو.
سفير وويل:
= څنگه چې داخبره دېپلوماتيکي اړخ لري، نو ملگري به ماته يوه اوونۍ وخت راکړي چې يو پلا يې د دغو پورتنيو دکونو دليلونو په وړاندېينه له خپلو گوندي او دولتي چارواکو څخه ((هوکړه)) ترلاسه کړم، نو هله به يې د دې دوست هېواد د بهر نيو چارو له وزارت سره شريکه کړم!
يوه اوونۍ لا نه وه تېره چې افغاني سفارت زيرک وغوښت او دالماني دوستانو پرېکړه يې ور واوروله، په دې ټکو کې:
((کارولينا ورته په دې آړ له داوې دنگلې ورتېرېږي چې دی ورځنې بښنه وغواړي او بيا هله کابل ته د سملاسي بيرته تگ تياری ونيسي. خو مېرمن او درېواړه زامن يې د ژمي ترپايه همدلته پاتې کېدای شي.))
په دې پرېکړه تر زرمينې پورې د ټولو گوندي ملگرو امنا را غله او دېته سترگې پرلار پاتې شول چې که زيرک د پوخلا ينې لپاره دکارولينا پروړاندې سر ټيټۍ ته غاړه کښېږدي؟
دا دنده هم وياړ پر غاړه واخېسته او سړي يې دېته راوست چې که اړتيا پيدا شوه، ((واښه پر خوله، پړی پر غاړه)) دې کارولينا ته ننواتې ورشي!
د زيرک سر نور په دې پوره خلاص شوی وو چې دکړې وړې چارې پر وړاندې نور څه نه شي کولای او له بوښتې څخه د را وتو بله هره لاره چاره پرې راټنگېدلې ده. نو د دې لپاره چې لږ ترلږه يې ځان له عدلي= قضايي جزأ ژغورلی وي، له سفا رته له را ستنېدو سره سم يې د ليدو، په اسره کارولينا ته زنگ وروواهه او هغې هم ورسره د هماغې ورځې پر ماښام خپل کور ته د ورتگ اجازه ورکړه.
زيرک پر ټاکلي وخت د ځورولې او کړولې کارولينا د کور زنگ ورکښېکاږه او له ورننوتوسره په پښوکې ورپرېوت او ور ښکلې يې کړې، بيا ورته پرگونډو شو او په ډېرو لوڅو پو څو او ټيټو سترگو يې ورته وويل:
= گرانې، زه تاته ډېرشرمنده او گناهگار يم ، خو بيا هم درته د روستي ځل لپاره په دې هيله راغلم چې ومې بښې!
کارولينا چې د زيرک دا زاري زبوني وليده، لاس يې ورو غځاوه، له ځمکې يې راجگ کړ، ځان ته يې مخامخ پر څو کۍ کښېناوه اوپه يوه سخت و ستغ گيله من گړدود يې ور څرگنده کړه:
= گوره، تا له ماسره په دې يوه کال کې څه نادودې او ناخوالې نه وې چې ودې نه کړې. په درې مياشتنۍ امېدوارۍ کې دې ځانته پر وچ ډاگ پرېښووم…
زيرک چې خبرو ته خوله راجوړوله، کارولينا پرې رابرگه شوه او د خپلو نيوکو پيڅکه يې بيرته را ټينگه کړه:
= زه نه غواړم، زما په خبروکې راغوټه شي او د خپلو ويارونو او بې لاريو د سکېندې (جبران) هڅه وکړې!
دا تمه به دې ډېره بېځايه وي چې زه به بياهم له گناه درتېره شم او تېر پر هېر وشمېرم..
دکارولينا زړه ورته دومره پړسېدلی وو چې غږ يې ورو ورو پسې توندېده او جگېده. ترڅو يې لورکۍ هم په خوب کې وبوږنېده او ژړا يې پورته شوه. هغه يې له کټگي نه په غېږ کې راواخېسته، د شودو چوشک يې په خوله کې ورکړاو په ټپولو ټپولو يې غلې کړه خو بيايې هم پر زيرک خوله راپرا نېسته:
= همداچې ببري او مکۍ د مرستيال، او بيادې خپلې ناگڼلې مېرمنې د گوندي ملگرو او سفير په مر سته دکرېستينا له منگولو راخلاص کړې، ما درباندې د واده په بيه د ماشومې برخليک راوژغوره…
د زيرک ورته همدومره له خولې ووتل:
= زه له همدې لامله تاته راغلم چې…
= ددې لپاره چې له دې پلوه ماته ځان سپين وښيې؟
بس دی چې دا درې ځله دې راسره خيانت وکړ. په تېره له کريستينا سره په تار نښلونه او بيا راروسته د يوې داسې مېړوښې په غولونه او تېرېستنه چې مېړه خوارکی يې همستا سې د جنگ و جهل ځپلي هېواد لپاره بلهاري پر ځان منلې ده!
زيرک له ډېرې شرمنده گۍ نور زړه ونه کړ، د کارولينا پر وړا ندې يې يو سپڼ هومره له خولې وخېژي..زنگېدلی زنگېدلی له څوکۍ راپاڅېد او بې له دې چې کارولينا ته نېغ وگوري، هما غسې چوپه خوله او شوړ غوږونه مخ پر وره راو کټېد، خو همدا چې يې د وره موټۍ(چپراس) ته لاس کړ، له شا نه يې پرې غږ کړ:
= زه به تر هرڅه له مخه د گا لينا په سترگو، چې څه پلر نی پاس ورښته پرې هم نه لرې، او بيا داچې ژر تر ژره دې له دې خاورې تومنه وشکېږي او په دې توگه در نه زما په گډون ټول المانان او افغانان له شروشرمه خلاص شي، همدومره مرسته وکړم چې له څارندويي او څارنوالي څانگو خپل کېس بېرته راوا خلم!
زيرک د کارولينا له روستۍ لورېينې او ډاډېينې سره دومره ساواخېسته چې په مات مخ ترې مننه وکړي او بيا د لور په پلمه داهم د روستي ځل لپاره ښکل کاندې؛ او هغې هم له غوږه ورتېره کړه:
= دابه له تا سره زموږ روستۍکتنه اوهمېشنۍ مخه ښه وي او بس!!؟
زيرک خو بې له هغې هم، تر کوره پر سارا خوښ وو او له وېشه پر تالا، او دا ورته کومه سخته جزا نه برېښېده چې ولې د ټاکلي درېکلن استادي پېر په سمه نيمايې کې، هغه هم تر نورو کور نيو غړيو له مخه گوښې هېواد ته په زوره استول کېږي. هغه بياهم په زړه کې گوړې ماتولې چې له ستنېدو سره
پرې بياه پخواني گوندي او فرهنگي ياران څوکۍ نيمه ولور وي ، که نه، د پوهنتون دروازې خو يې پر مخ برانستې دي.
.