لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
ــ ۱۷ــ
د مارچ يوويشتمه د اروپايانو لپاره، لکه د کال د نورو ډېرو ورځو غوندې يوه عادي ورځ وه، خو د زرمينې لپاره له دې پلوه ارزښتمنه وه چې يوخوا يې د هېواد د نوي کال له لومړۍ ورځې(نوروز) سره سمون لاره او بلخوايې د دوه کلنې جلاو طنۍ پا يټکی ور رغاوه.
هرگوره، کړېدلې ځورېدلې مور که هر څنگه وه، خو د درو سرو زامنو له زړونو يې يوخدای خبر وو. هغوی دکوربه هېواد له ژوندوژواک، چاپېر يال، وگړواو په تېره له خپلوگاونډو همزولواوټولگيوالوسره دومره روږدي شوي ول چې گړسره يې دا سوچ کولای نه شو، بيرته به آرولومړني ټاټوبي ته ور ستنېږي. دغه بېرته تگ يې کټ مټ داسې نگېره، لکه شړو ني (تبعيديان) چې بل هېواد ته په زور استول کېږي!
پر هماغه ټاکلې ورځ چې گل، گهيځ او گوربت د خپلې مور په ملتيا د هوايي ډگر په تکل د بلاک په وربوی کې د پو هنتون خدمتي گاډي ته ختل او په سرو ژړغونو سترگو يې د بلاک،وړکتون او ښوونځي له ملگرو رابېلېدل، دلاسوند يزو (مستندو) فېلمونو له لارې يې ټولو ته هماغه ليدلې ترخې نندارې ور پر زړه کولې چې هېتلري فاشېستانو تيخوري او تنکي ماشومان د برچو په توربرېښ له ميندو نه راجلاکول او بېلابېلو پنډ غاليو ته يې لېږدول!
پر هغه ورځ د ((مرڅان)) ښکلې نواباده سيمه د برلين تر نورو ښارمېنو ډېره لمرينه او توده برېښېدله. د پسرلي ول د ځلانده لمر تر تړمو پلوشو لاندې د شاوخوا غاړو مورگو کنډکنډ واو رې ورو ورو ويلېدلې. ځای ځای له تورې راخوړېدلې ځمکې ژيړو، سپينو او سرو جمدرو(نوروزي گلونو) سرونه را هسک کړي ول او د زرمينې پر ژوبل زخمي زړه يې د ننگرهار د نار نجگلو، د بلخ د باميو، ريديو(گلِ سرخ) او د هرات دگلکڅو نو يادونه راورول. د((شو نېفېلد)) تر هوايي ډگر پورې وياړ او زرغونې او نورو گوندي ملگرو هم د لمرينو وړانگو په څېر زار زهيره مور او درې بچي بدرگه کړل او لکه غاټول ترې داغلي زړونه بيرته راستانه شول.
لمر زياتي پر غرغړه وو چې په مرستو بارالوتکه د کابل هوا يي ډگرته ورکوزه شوه. زرمينه، گل او گهيځ په هره توگه، خو کشری گوربت مرور پلار ته کلک په تمه تلوسه کې وو، او چې له ترمينله يې تر بس تمځايه پرې سترگې ونه لگېدې، نو پړينگ پر ژړاشو او مورته يې وويل:
= مورجانې، تا خو زه په دې پلمه راوستم چې داداجان دې په کابل کې دی، نو ولې مو مخې ته رانغي؟
زرمينه د کشروټي زوی پوښتنې او ژړا اروره تروره کړه ، خو بيا يې هم خپل ماغزه پر کار واچول او بې له اوږده ځنډ و لارغې داپلمه ورغبرگه کړه:
= گوربت جانه، دادا به دې پوهنتون ته تللی وي او ترڅو چې موږ ورسو، هغه به هم کورته راغلی وي!
همداچې ماښام ناوخته مور او زامن د خپل کور بلاک مخې ته له ټکسي راکښته شول، يو پېژندويه گاونډي ورته د رو غبړ په ترځ کې وويل:
= زيرک صاحب خوکور چاته په کراورکړی دی او همدومره يې ماته ويلي چې پخپله د پوهنتوني بلاکونو په يوه اپارتمان کې اوسېږي!
زرمينې چې ترکراوالا پورې له يوبله اښتنه پوښتنه وکړه، کومه پته يا تېلېفون شمېره يې ور پيدا نه شوه کړای.
دا د زرمينې په ارواکې هم نه گرځېده، مېړه به يې تر دې بريده، نه يوازې له دې، بلکې له بچيانو هم دومره بېزاره اوسي چې د سفارت له رسمي خبرتيا سره سره يې ځان ځنې درغل کړی او ناگاره اچولی دی.
د گاونډيانو کورونه دې ودان وي چې پر وچ ډاگ پاتې نه شول او په گډه يې د څلور سره کورنيو غړيو په مېلمه پالنه کې ونډه واخېسته.
پر سبا يې مور و زامن د ځان درغلي کالخوای په کرښپل پسې کابل پوهنتون ته ولاړل. زرمينې هغه درېواړه د ژبو او ادبياتوپوهنځي ته ورولېږل او پخپله سيده د پوهنتون سروال ته ورغله. خو ترهغې له مخه چې داورته د مېړه د ځان درغلۍ او ناغېړۍکيسه وکړي، هغه پرې رامخکې شو:
= ملگرې زرمينې، ستا د مېړه ټوله لمېسه ، ان د ده تر را تگ هم مخکې د بهرنيو چارو او بياد لوړو زده کړو وزارت له لارې د پوهنتون تر مشرتابه رارسېد لې او له موږ سره خوندي ده. هرگوره، ستاسې د راتگ رسمي خبر مو هم چې تېره اوو نۍ راورسېد، ښاغلي زيرک ته سملاسي وروسپاره!
زرمينه چې پوه شوه، سروال يې د مېړه له گردو ناخوالو او کړو وړو خبر دی، نو د کور خبره يې ور مخته کړه:
= سره له دې چې ستاسې اداري چاواک پوره خبر دي چې موږ په مايکرو يانو کې کور لرو، زيرک هغه په کرا ورکړی او پخپله په پوهنتوني اپارتمان کې اوسي؟
دا دافغاني دود دستور برکت وو چې بېگا مو گاونډيانو سر پر سيوري کړ او پر وچ ډاگ يې پرې نه ښووو!
سروال له واره خپل دوتر ته بولۍ ورکړه چې زيرک راپيدا کړي او ډگاډگ يې دوتر ته راولي.
په گړۍ نيمه کې زيرک راغی او بې له دې چې له مېرمنې او سروال سره يو لاسروغبړ وکړي، له يوه سلام سره يې هما غسې پر ولاړه وپوښتل:
= صاحب امر کوئ، څه مو راته ويل؟
د زيرک ساړه چال چلند پر سروال خولې راوستې او په يوه قهرژلي امرانه گړدود يې ورغبرگه کړه:
= دا چې له خبرتيا سره سره دې د خپلې مېرمنې او بچيانو پر راتگ ځان ناگاره او ناغېړه کړی، ستا په ځانگړي کورني چال چلند اړه لري. خو زه درته د رسمي واک له مخې دا امر کولای شم چې د پوهنتون کور تر نن ما زيگره راپرېږدې او تر قانوني پرېکړې پورې له استادي دندې هم رسخت يې!
د زيرک له وتو سره د پوهنتون مشر سملاسي د پوهنتون مېنې پازوال ته زنگ وروواهه او ورته يې لارښوونه وکړه:
= تر نن مازيگره بايد استاد زيرک خپل اپارتمان دروسپاري، که هغه دغه يې کول، ماته خبر وکړه چې د سازمان ملگري له امنيتي پازوال سره درواستوم او په زوره يې پرېښوولوته اړ باسي!
د پوهنتون سروال تر هغې له مخه چې زرمينه ترې غوښتنه وکړي، وويل:
= ملگرې زرمينې، تر هغې چې له مېړه سره يوه قانوني سپينا وي ته رسې، اپارتمان به ستا په واک کې درکړم چې له خپلو بچو سره پکې واوسېږي!
زرمينې چې په پوره خوښۍ او منندويۍ د مشر له دوتره راووته، گوري چې درېواړه بچي يې په تمخونه کې مړاوي څانگونه ناست دي،گوربت ورته رامنډه کړه او په غوږ کې يې ورته ورو وويل:
= دادا ته ورغلو او لا سم روغبړ يې راسره نه وو کړی چې تېلېفون ورته راغی، او په ډېره وارختايۍ راته وويل: ((تاسې همدلته کښېنئ،زه د پوهنتون مشر غوښتی يم، ژر ځم او ژر بيرته راځم !))، خو چې پته يې نوره ونه لگېده، د کوټې ملگرې يې موږ دلته راولېږلو!
زرمينې چې غوښتل، له زامنو سره دباندې راوځي او کيسه ور ډاگيزه کړي، يو کارمندراننوت او ورته يې وويل:
= ماته اداري مرستيال دنده راکړه چې له تاسې سره په گاډي کې ړومبی له مېکرويانو نه بکسونه راواخلم او بيا مو د پو هنتون مېنې په ټاکلي اپارتمان کې ځای پرځای کړم!
تر کشري گوربت پورې له پلار څخه د درېواړو زامنو زړونه هغه مهال يومخيز تور شول چې د پوهنتون مېنې په وره کې ورسره دويم ځلي سترگه پر سترگه شول او هغه ځنې په ټوله کرکه مخ واړاوه!
د پوهنتوني چارواکو دې لورېينې د زرمينې په زړه کې دومره هيله او ولوله راټوکولې وه چې بې مېړه يا بل کالخوا يې هم شل کولای شي.
زامنو ته يې هم پر هماغه ورځ پوره زباده شوه چې مور يې د هرې چارې له توغه وتلای شي. په پوهنتوني کورکې يې له اړونې سره د اړوند بلاک پازوال کټونه بسترې هرڅه ور برابر کړل او له سرکاري پخلنځي يې ورته ماښامنۍ راوړه.
همداچې درې سره هلکان د خوب په تکل کې شول، مور تر خوبخونې بدرگه کړل ، ښکل يې کړل او((شپه ښه!)) يې ورته وويل.
زرمينه که تېره شپه يې له ډېرې اندېښنې او نهيلۍ سترگه پټه کړې نه وه، نن شپه له ډېرې خوښۍ او هيله منۍ تر نيمې شپې په کټ کې اوښته راوښته. په پای کې دې سختې پر ېکړې ته ورسېده:
(( اوس مې دا ډاډ و باور ترلاسه کړ چې نور ه يې ورسره سپينه کړم.او د يوې نيمې لسيزې ناخوالو او بخولو په غچ کې يې داسې شينگړ پينگړ پر وچ ډاگ پرېږدم چې يوه سترگه يې خاندي او بله ژاړي…!))
شېبه پس به د زامنو اندېښنې پسې واخېسته او داسې به يې ورسره راپيل کړه:
((تاسې به مې وبښئ چې ماولې يو هسې سپيناوي، پرېژې او طلاق ته پتېيلې. که تاسې پخوا پوره نه وو پېژندلی، په دغو دوه درو ورځوکې خو به مو هرو مرو پېژندلی اوسي. ايا له بچيانو سره د يو ه پلار چال چلند همداسې وي چې يو تش ستړي مشي يې هم درباندې ونه لورول؟ ما خو ورسره همدا ستاسې پر سر داکلونه کلونه نادودې، سختې او ستوغې وگا للې، نور نو…!))
بيا به يې د خوبولو زامنو تر غوږه ورتېره کړه:
(( تاسې درېواړه به په غړولو سترگو وگورئ چې څنگه يې ورسره د قانون په زور سپينوم. پرېژه ترې اخلم، کوراور او تاسې ځنې راخپلوم او هله بيا له همتاسې گلاليو بچو سره يو نوې ، پتمن، هوسا او ساهو ژوند و ژواک له سره راپيلوم. پر ېږده چې ديوه بې بندوباره مېړه اوبدورده ناسپاسه، پلار په
خپلو بدورديوکې همداسې بېکور و بې اوره ښکېللی پاتې وي…!))
زرمينه نوره پوره ډاډه وه چې گوند او د ښځو سازمان دواړه يې تر شاولاړ دي او بری يې هرو مرو په برخه دی. تش کشري گوربت ته يې يوڅه اندېښنه وه چې ښايي، د مشر انو هومره د پلار بېلتانه ته ذهني چمتووالی و نه لري. خو چې پر سباته يې له درو واړو سره د پرېژې خبره راياده کړه، گل او گهيځ خپله خوښي په خندا خنداور غبرگه کړه او گوربت لا نوره هم پرې ور زياته کړه:
= ولا چې تمانچه پرې راوباسم او سترگې يې او سرې اوبه يې په سترگو کې وروپاشم!
سبا وختي چې لا څلورسره کورني غړي د سهارنۍ مېزته ناست ول، د وره زنگ يې راوترنگېد، له ور پرانېستو يوې دنگې اغلې سهار ښه وويل او د غاړې روغبړ او ښکلولو په ترځ کې يې زرمېنې ته څرگنده کړه:
= زما نوم هريوا دی او د پوهنتون د ښځو د سازمان منشۍ يم، راغلم چې وار له مخه ستاد بچيانو د وړکتون او ښوو نځي لارې چارې برابرې کړم!
زرمينې په موسکو شونډو ورغبرگه کړه:
= ډېره مننه، زه به يې کاغذونه په يوه گړۍ کې برابرکړم!
= زه اوس لوست ته ځم او د استوگنځي ملگرې به درسره اړيکه ونيسي!
څنگه چې زرمينې خپل بچي له لاسوندونو سره د پوهنتون مېنې سازماني ملگرې ته وسپارل، په منډه د حقوقوپوهنځي پېژندويې استادې((ځلا)) ته ورغله،د مېړه دلمېسې( دوسيې) کاپي يې مخې ته ورکېښووه او ورڅرگنده يې کړه:
= تاته خو د يوې پخوانۍ ملگرې او دوستې په توگه تر ډېره جوته ده چې زيرک دا شپاړس اوولس کاله د بېلابېلو يارانو له ټسه پرما چپه مېچنې گرځولې. خو په دوه کلنه جلاوطنۍ کې د کوربه هېواد((ختيزالمان)) حقوقي = عدلي نظام دېته راوڅکولم چې څنگه يې له شره ځان پخشوکړم. نودادی له راستنېدو سره تاته راغلم چې د يوې وکيلې په توگه مې ملاوتړې!
پوهندويې ځلا پر دوتنه باندې تر يوې ځغلندې کتنې روسته په ډاډ من گړدود زرمينې ته ورڅرگنده کړه:
= زرمينې خورې، ستا پېژ (کېس) د لمر په څېر روښانه دی او سرله اوسه درته ډاډ درکوم چې بری هرو مرو ستا او بچيانو په برخه دی. زه درسره په ټوله مانا ولاړه يم او ته کولای شي، د خپلې شرعي او قانوني وکيلې په توگه محکمې ته زما نوم ورکړې!
د ځلا خبرو زرمينې يو بېساری ډاډ او زړه غټاوی وباښه او
په منندويۍ سره يې ورغبرگه کړه:
= زه باوروايمان لرم چې ستا قانوني مرسته مې هرو مرو بري ته رسوي!
((داوه پاڼه)) او((وکالت پاڼه)) هم هغې ور ډکه کړه او ترې رارسخت شوه.
د محکمې په غونډه کې چې نوموړې وکيلې د زرمينې د پر ېژې هغه گرد نټه نه منونکي لاملونه او لاسوندونه واورول، قاضي زيرک ته د دفاع وخت ورکړ، خو هغه هسې له څوکۍ راجگ شو او همدومره يې وويل:
= پرېژه ورسره په هره توگه منم، خو په کورکې ورسره سمه نيمايې برخه او رښته لرم
قاضي تر يوې لنډې لارغې(وقفې) روسته خپله پرېکړه داسې ډاگيزه کړه:
= داچې د ښاغلي زيرک پرېژې ته غاړه کېښووه، نو په دې توگه ورڅخه د اغلې زرمينې پرېژه(طلاق) قانوني او شرعي بڼه وموندله.. بلخوا يې څنگه چې درېواړه زامن تر اتلس کلني منگه راټيټ دي، له قانوني پلوه په مور پورې اړه لري او پر همدې بنسټ محکمه کابل ښاروالۍ ته رسمي خبر ورکوي چې د مېکرويانو اړوند اپارتمان هم د زرمينې او درو زامنو په نامه کاندې!
د محکمې د دې پرېکړې په اعلان سره ټول خلک له څوکيو راپاڅېدل او د اوږدوچکچکو او نارو سورو په ترځ ترځ کې پر زرمينې او زامنو باندې له هرې خوا لمن لمن گلونه او گلپاڼې لکه باران راوورېدل.
له تالاره راوتو سره يې د پوهنتون د سازمان منشۍ((هريوا)) مخې ته ودرېده، مور او درو زامنو ته يې تر مبارکۍ ويلو روسته بلنه ورکړه چې په راوستي گولۍ ټينگي تور بنز کې ورسره کښېني او د افغانستان د ښځو د سراسري سازمان د مشرې تر دوتره يې ورسوي.
مشرې زرمينې او زامنوته په مخ ښکلونه مبارکي وويله، څلورواړه يې په ډاليو ونازول او بيا يې زرمينې ته مخ کړ:
ملگرې زرمينې، زه دسازمان دمشرې په توگه دا په زغرده وا يم چې ديوه ورځچاري، بې بندوباره او بې سروبې سرواښي مېړه پروړاندې ستادا بېساری بری دانقلاب د دويم ژغورنده پړاو په دې شپږ= اوو کلوکې له غبرگ ((پاړکيز= نروا کيز)) زبېښاک نه زموږ د دولتي مبارزې يوه ژغورنده بېلگه يي بريا ده.زه به درته پرخپل وارد يوې پتمنې دندې په تړاو له ملگري سروزير سره د سياسي دوتر په نننۍ غونډه کې سلا مشوره هم وکړم!
زرمينې ته تر هرڅه له مخه د محکمې له پرېکړې سره سم د کور راخپلول اړين ول. سبا وختي د پوهنتون له سازماني مشرې سره ښاروالۍ ته ولاړه، اړوند ليک يې تر لاسه کړ.او د مېکر ويانو تر پازوالۍ او بيايې ترگرويواله ور ساوه. خو څنگه چې گرويوال خپلې پيسې غوښتلې او زيرک هم له پرون راهيسې ځان يوځل بيا چېرې پټي پالا درغل کړی وو، نو دو اړې سيده دولايت څارندويي څانگې ته ولاړې او دلټون غو ښتنليک يې د زيرک له انځور(عکس) سره يوځای اړوند گو ندي پازوال ته وروسپاره.
په دې کې دوه درې ورځې تېرې شوې چې مټې څارگرو د(( ا فغانستان د ليکوالو ټولنې)) په کوم پټوني کې د درغل شوي مېړه څرک واېست، او څارگري پازوال هم سم له سمونې هريو اته يو تېلېفوني ډاډ ورکړ. خو دې چې ترې وپوښتل، تر څو به هغه لکه موږک هملته ځان پټ کړی وي، پازوال ټکنی غو ندې شو او هسې پر يوه سرښوراوي يې بسنه وکړه..
هريوا چې پازوال هسې ځان تېروي، نو خپل گوندي پېژند پاڼه يې سترگوته نېغه ونيوله او هغه هم چار ناچار ورراغبرگه کړه:
= ملگرې هريوا، تاته پوره پته ده چې موږ د انقلابي پاليسۍ له مخې اجازه نه لرو، د يوه ناگوندي په توگه د ليکوالو ټو لنې له مشرتابه سره د زيرک خبره شريکه کړو، نو هڅه کوو، په نا سيده ډول خپل ښکار را تر لاسه کړای شو.
ــ بياهم هيله ده چې ملگرې زرمينه او درې سره زامن يې تر ډېره همداسې بې برخليکه پاتې نه شي !
پوره يوه اوونۍ پس پټ پوليس په دې بريالی شو چې د درغلي زيرک پل سم سهي کړای شي. هغه د ليکوالو ټولنې مشر د خپل دوتر په هماغه گوښې خونه کې پټ ساتلی وو چې يو المارۍ ډوله ورگي له تشناب سره نښلوله. هسې خو زرمينې د څارندوي له غوږه وارله مخه تېره کړې وه چې زير ک د نوموړي پرته په درست ښارکې بل کوم خواخوږی او خوا لگر نه لري.
د لټون دنده هم همهغه پوليس ته سپا رل شوې وه چې د ليکو الو ټولنې په وره کې به يې د يونيم نا پېژندويه راتلونکي تا لا شي اخېسته. په ترڅ کې په ټاکلې ورکې پسې د ټولنې د مشر تر کوره هم وخت ناوخت چکري شوی وو، خو څه پر لاس نه وه ورغلي. ترڅو يې يو ماښام تياره د دوتر چپړاسي له يوه لرې گوټه سهي کړ چې له يوې پلاستيکي کڅوړې سره دروا زه وان ته په يوه سرخوځونه دننه ولاړ او په يوه منډه بيرته را ووت.
پر سبا نه، خو بل سبايې رسنيو دا لنډ خبر خپورکړ:
(( بېگاه شپه د هرات سرحدي امنيتي ځواکونو د (زيرک) او (دريادلی) په نومونو دوه هېوادوال له يوه چلوونکي سره دا سې مهال ونيول چې غوښتل يې د انقلاب د دښمنانو په مر سته په دولتي گاډي کې لويديز گاونډي هېواد ته وتښتي)).
(پای)