لیکوال : پوهاند مجاور احمد زیار
ـ۲ـ
دا ړومبی ځل وو چې زيرک د يوې ښوونيزې دندې له مخې ختيځ المان ته کډن راغلی وو. هسې يې خوځا نته لنډواوږده بهرني چکرونه ډېر وهلي ول اود چا خبره گرده نړۍ يې تر پښو اېستلې وه، خو زرمينې يوه دا سې کابو له خدايه غوښته چې له نوي پرمختللي چاپېريال سره هغه درستې ناخوا لې او بد مرغۍ هملته په خپل ټاټوبي کې ترشا پرېږدي.
رښتيا هم، کله به يې چې غرمه درې سره تنکي زامن له
ښوونځي او وړ کتونه راغلل او مېړه يې له پوهنتونه، نو د گل په څېر به وغوړېده. يوه خوندوره غرمنۍ به يې وار له مخه تياره کړې او په ارت و بيرت نومهالي سمبال پخلنځي کې به يې د ډوډۍ مېز لکه ناوې اوڼلی سينگارلی وو.
پېنځه واړه کور غړي به سره په خوښۍ خوشالۍ مړۍ ته کښېناستل او ټولو به په خوند خوند وخوړه. هرڅه ارزانه او پرېمانه ول، نه د خوراکونو څه کمی وواو نه د څښاکونو.
زيرک هم زرمينه وارله مخه پر دې ډاډه منه کړې وه چې د هرې مياشتې په سرکې تر لاسه کړې تنخا ټوله په واک کې ورکا ندې او نوره داپوه شه او لگښت يې.
زرمينې خدای شته، په ښايسته لږ مهال کې هرڅه زده کړل او دايې زيرک ته جوته کړه چې که اروپايي اخلی پخلی يې له نور دود دستور سره هسې د ښوونځي په کتابو کې لوستي وو، دغلته يې په ښه توگه ډېر ژر پر کار واچولای شو. په تېره يې د اوونۍ پای غرمنۍ له دومره رنگارنگۍ سره ورتياروله چې د کوربنو يونۍ ييز (يکشنبه يي) هغو هم ورسره سيالي نه شوه کولای.
زرمينې هم سم له لاسه له اخلي پخلي پرته بله کومه بوختيا نه درلوده او يوازېنۍ سرگرمي يې همداوه. د پيلنۍ)شنبې( او يونۍ )يکشنبې( د غرمنيو له تيارونې او وړاندېينې يې بيا بېدرېغه خوند اخېست. نور به د ډوډۍ له مېزه ناستخونې ته ولاړل، هملته به چا چايې څښلې، چا به مېوه خوږه خوړه او ورسره ورسره به يې غرمنۍ موسيقۍ ته غوږ نيوه. زرمينه به زياتره په لوښيو پرېو لنه، وچونه او خونديينه بوخته وه او په ناستخونه کې به تر گړۍ نيمې سا اخېستنې او هوساينې رو سته بياهم پر پخلنځي ور ننوته او د مازيگرنۍ او ماښامنۍ تابيا به يې کوله..
زيرک به کله ناکله له خواخوږۍ نه ور غږ کړ:
= راځه بس دی، لږ ارام وکړه، غرمنۍ مو لا تر ستوني کښته شوې نه ده، تر ماښامنۍ لا وخت ډېر دی، کرۍ ورځ دې په پخلنځي کې تېرېږي، ته هم يوڅه هوسايۍ ته اړتيا لرې!
او چې دې به دغه لورېينه په يوه مننه ورغبرگه کړه، درو واړو زامنو به په يوه غږ ورنارې کړې:
= مور جانې، دا دا مو رښتيا وايي، ولې يوه گړۍ موږ سره ارامه نه کېنې؟
ختيز المان ته يې لاد راتگ د ړومبنۍ اوونۍ پای اود پيلنۍ ( شنبې) ورځ وه. تر غرمنۍ روسته زيرک مېرمنې ته مخ کړ او ورته يې وويل:
خوښه دې نه ده، ټول سره لاندې کښته شو او د بلاک شاوخوا يو لنډ چکر ولگوو؟
زرمينې له يوې مننې سره ورغبرگه کړه:
= تاته خو پته ده چې تراوسه مو له ځان سره راوړي کالي، لوښي سره لا په سمه توگه په الماريوکې اوډلي را اوډلي نه دي. زه به گړۍ نيمه کورکار او د ماښامنۍ لپاره يوڅه پخلی وکړم. سبا هم يونۍ(يکشنبه) ده، ټول به سره چېرې لرې چکر شو!
هغوی څلور واړه چکر ته ولاړل او زرمينه چې له کاره لږه وز گاره شوه، بهر ډېوډۍ ته ووته او..او له کړکۍ نه يې هغوی ليدل چې د بلاک په ارت و بيرت وربوی کې د نويو راټو کېدلو بوټو او گلانو پر ننداره بوخت دي. او ورو ورو د بل بلاک خواته ورتاوېږي. تر څو له گوټپېره ورواوښتل او له سترگو يې چورلټ پنا شول. خو دې لا سترگې هغسې پر هغه ښکلي او گلورين وربوی گنډلې وې.
خپل روسته پاتې هېواد او ان د پلازمېنې خټين کورونه او شاړې شپاړې کوڅې او کنډوکپر سړکونه يې سترگوته نېغ درېدل او له دغه ښوی ښاک اسما نڅکو استوگنځيو، گلو رينو وربويونو او پاکو پخو پلو او سپرو لارو سره يې پرتله کول. يو سوړ اسوېلی يې وکېښ او په چورتونو او سوچونو کې ولاړه.
دهغې ذهن و زړه پر همدې چورلېده راچورلېده او له ځان سره به يې ويل:
((موږ هم د همدې سيالۍ لپاره يو انقلابي گوند را منځته کړ او همدا مو هوډ او هيله وه چې سياسي واک و ځواک ته له رسېدو سره د روسته پاتې هېواد او اسکېرلی ولس د پر مختگ او سوکالۍ لپاره خپلو ارمانونو ته رښتياينه وبښو)) .
بيا به ورسره لا ځوروونکو ناخوالو ماغزه ور پر بل مخ کړل او له ځان سره به لگيا شوه:
((پر څوکيو او پوړيو دسرغندويانو اوکارندويانو هغه شخړې د دې لامل شوې چې يو يوازېنی گوند پر ډلو ټپلو ووېشي او په پايله کې يې خلکوته د ډوډۍ پرځای گولۍ برابرې کړې، دکاليو پرځای کفنونه او دکورونو پرځای گورونه. نوهغوی رانه بېزاره شول او وار له مخه ورته په څوکې ناستو سيمه ييزو او نړيوالو غليمانو زموږ او گرد هېواد پرضد تر غاښو نو په وسلو سمبال کړل… )).
په پای کې د ښله(لېفټ) ناڅاپي گړب د زرمينې خوبولي سوچونه والوځول او د مېړه او زامنو په هرکلي کې شوه.
په دې کې مشروټی((گل)) د بل افغان ماشوم کيسه راوا خېسته:
= هغه غوښتل ، له موږ سره په لوبځای کې ولوبېږي، پلاريې پرې له ورايه راغږ کړ او ورمنډه يې کړه!
تر هغې مخکې چې مور يې څه ووايي، پلار يې ځواب ورکړ:
بچيه بيابه يې له پلار سره وغږېږم چې…
زرمينه د مېړه په خبره کې ور ولېده او څرگنده يې کړه:
= له ماسره يې هم چې ښځه چېرې سترگه پر سترگه شي، ښويه رانه تېره شي. تا همدومره په هماغو لومړيوکې وويل چې مېړه له تاسره په ((افغانپېژندنه)) کې يوځای کار کوي او دا نهه لس ورځې تېرې شوې، يو سلام اليکي راسره نه کوي؟ نه پوهېږم، دا څه راز هېوادوال دي؟
زيرک دېته اړ شو، هغه استاد پوره ور وپېژني:
لومړنی نوم يې ببريجان دی اوببری يې هم د وخت له تېرېدو سره پر کورنی نوم اوښتی دی. زه او دی پر يوه کال د ژبو او ادبيا تو له پوهنځي څخه وتلي او هملته مو تر پوهنملۍ پو رې د مرستيال استاد ښوونيزه دنده پرمخ بيولې وه. د انقلاب په لومړيوکې دی پښتوټولنې ته ولاړ او زه راديو= افغانستان ته. خو ده دوه درې مياشتې روسته دغلته د مېلمه استاد چا نس تر گوتو کړ..
زرمينې په هېښنده گړدود له مېړه وپوښتل:
=هغه مهال دومره خپلسري وه چې هرچا هرڅه غوښتل، کولای يې شول؟
=دا خپلسري يوازې د ((اميني)) ډلې ټپلې کسانو کولای شوه!
= نو ببری همداسې په خپل سر دلته راغی، هغه هم د مېلمه استاد په توگه؟
زيرک که څه هم نور نه غوښتل، د هغه ((اميني)) کيسه پسې وغځوي،خو د مېرمنې او مشر زوی د سرخلا صي لپاره يې همدومره زياته کړه:
= زموږ د افغانپېژندنې همدې اوسني مرستيال چې د افغا نستان د علومو اکادېمۍ د پرانستې لپاره د شوروي اکاد ېمېسنانو په پلاوي کې کابل ته تللی وو، ببری يې د څو ور ځې مېلمه پالۍ په پاداش کې په نيمه رسمي توگه له ځان سره لاسنيولی راوستی وو او راروسته يې کورنۍ هم راغوښتې وه.
گل چې د ببري په اړه د پلار هغه ټولو خبرو ته غوږ نيولی وو، بيا وپوښتل:
= نو له زوی سره يې هم د لوبو اجازه نه لرو؟
= ولې نه:، که په کوم لوبغالي کې ورسره تاسې هر يو مخ شوئ، سلام پرې واچوئ، نوکه هغه هم در غبرگ کړ، هله ورسره يوځای لوبې کولای شئ!
زرمينې مېړه ته مخ کړ او ويې ويل:
رښتيا هم، که ماشومان مو سره هملوبي شول، له مور و پلار سره به يې زما او ستا لپاره هم د خبرو اترو لاره هواره شي.
= هو، ډېره به ښه شي، د چا خبره که غل نه اوړي، مل دې واو ړي. که دوی لږ شانې افغاني غيرت او مېړانه لرلای، په کار وه، لومړی دوی را مخته شوی وای !
بله اوونۍ پای چې زيرک بيا زرمينې ته وړانديز وکړ، ما سپښين مهال سره ټول د زاړه ((مرڅان)) باغونو ته پر هوا خورۍ ولاړ شي، زرمينې په مينه او مننه ورغبرگه کړه:
= نه زړگيه، همدا واړه درسره بوځه، زه به مو د ماښا منۍ غم وکړم او چې رښتيا درته ووايم، دلته هېڅ په ستړيا ستومانۍ نه پوهېږم او داسې نگېرم چې د ژوند ټولې مرورې خوښۍ او نېکمرغۍ بيرته راغاړې وتې دي…
د زرمينې دوروستۍ غونډلې زيرک بيا چورتي کړ، خو سره له هغې يې په يوه مينه وړي شان گړدود ور غبرگه کړه:
گرانې، هرڅه چې وه، ښه يا بد، هملته پاتې شول او نور به تېر پر هېر شمېرو
د زيرک دوی له راتگه به مټې يوه نيمه اوونۍ تېره وه چې يو ماسپښين گوربت له وړکتونه له راستنېدوسره تر دواړو ورونو مخکې پرکور راننوت او چغه يې کړه:
= مور جانې، و مورجانې چېرې يې؟
= دادی، دلته يم، څه خبره ده؟
= نن مې په الماني ژبه ښوونکې ته ((سهار ښه)) وويل او رو غبړ مې ورسره وکړ، زه يې مچې کړم او بيايې راته دا ډالۍ راکړه!
موريې له پخلنځي رامنډه کړه، زوی يې په موسکو شونډو ښکل کړ او شابسی يې ورکړ:
= واه،واه گوربت جانه، دا څومره ښکلې قلمداني ده، په دې کې خو يو پنډ قلمونه او پېنسلونه دي!
= هو، مور جانې يو څو دانې به گل او گهيځ ته هم ورکړم!
= ها وو، نو، ورونه خو پر تا ډېر زهير دي او هره ورځ دې له ځان سره وړکتون ته بيايي او بيرته راولي!
زرمينې زامن تر مخ و لاس مينځلو روسته د غرمنۍ مېز ته ور وبلل، او په دې کې ترې گوربت وپوښتل:
= دا دا جان کله راځي؟
= دا دا جان تر مازيگره په پوهنتون کې لوست لري او غرمنۍ هملته په خوراکخونه(کانتين) کې خوري!
گهيځ را غږ کړ:
زموږ د ښوونځي هغه خو دومره ښه خوراک څښاک نه لري!
تېر مازيگر زيرک کورته داسې مهال راستون شو، چې هلکان لوبو ته تللي ول، نو زرمينې ورته د گوربت د ډالۍ کيسه وکړه او هغه هم ورسره خپله خوشالي راغبرگه کړه:
= گرانې زرمينې تا ته خو د يوې ښوونکې په توگه د خپلو زامنو زده کړيزه وړتيا پوره جوته ده. دواړه مشران هم ورځ تر ورځې خپلې ژبنۍ ستونزې هواروي. په يوه مهال کې هم د ټولگيو لوستونه پر مخ وړي او هم يې ترڅنگه ژبنۍ زده کړه!
هغه يو ځل بيا ترشاته پرېښي ويرلړلو يادونو له ځان سره يوړه او ويې ويل:
= دا زموږ د پېنځه واړو کورنيو غړيو لويه نېکمرغي ده چې له هغو جنگو نو او مرگونو څخه مو د يوڅه مهال لپاره پښې راسپکې شوې او…
مېړه يې ورغبرگه کړه:
= په تېره د هلکانو لپاره چې په جنگونو کې رالوی شول!
زرمينې وويل:
رښتياهم، زموږ بچيانو د نورو لکونو همزولو هېوادوالو غوندې له توغنديو پرته له ژوندوژواکه گړسره بل سوچ نه لاره. هغه ويرژړلې پېښه چې زموږ تر راتگ يوه اوونۍ له مخه په درېيمو مېکرويانو کې د استاد داوي ښوونځي مخې ته درې سره خويندې توغنديو والوځولې، تر اوسه د دوی له ياده وتلې نه ده. همداسې تر هغې مياشت وړاندې د لامعه شهيدې د نجونو پر لومړني ښوونځي د څو پرلپسې توغنديو بوږنوړی ناتار در واخله چې تر يو سلو زياتې وړې ماشومانې او ښوونکې پکې شهيدانې شوې وې!
مېړه او مېرمن په همدې خبرواترو کې ول چې درېواړه زامن يې له لوبو راستانه شول. کشري گوربت تر ټولو مخکې د پلار غېږې ته راودانگل او ترهغې له مخه چې هغه ورته د ډالۍ کيسه وکړي، ده ورته په ښکلولو ښکلولو کې د ډالۍ مبارکي وويله:
= شابسې گوربت جانه، تاچې په يوه اوونۍ کې دومره الما ني زده کړه، نو زه به هم درته سباته يو ډېر ښکلی لوبڅی (بازيچه) واخلم!
بيا يې گل او گهيځ ته هم مخ کړ:
= تاسې دواړو ته به هم همداسې ښکلې قلمدانۍ راوړم، ځکه تاسې هم تر گوربت جانه روسته پاتې نه ياست او دومره ژبه مو زده کړې چې له الماني هلکانو سره يوځای په ټولگيو کې ټول لوستونه پر مخ وړئ!
مور يې موسکۍ شوه او ويې ويل:
= زه به هم که نور څه مې له لاسه و نه شول ، د الماني ژبې يوکورس نيم خوووايم.
زيرک د دې لپاره چې د زرمينې پام يې بلې خواته اړولی وي، د مېرمن ببري خبره راياده کړه:
ــ که ته په دې سوچ کې يې چې د الماني له زده کړې سره به گوندې څه کار نيم پيداکړای شې، او له مېرمن ببري سره به دې سيالي برابره شي، خو باور مې نه شي!
ــ ولې يې پيدا نه شم کړای. هغې چې په همدې بېژبۍ او نا ليک لوستۍ سره په وړکتون کې د پخليکارې دنده ترلاسه کړې ، زه خو به يې هرو مرو د ښوونکې په توگه د کار جوگه شم!
زيرک له هماغې لومړۍ تنخا چې کومه پيسه ټکه سپمولې وه، ځان او زرمينې ته له نوي دود و مود سره يو نيم کالی بوټ اخېستی وو. دغه سپما يې هم له همدې گڼله چې پيسې، سود سودا، خرڅ و لگښت يې د همدې په واک کې ورکړي ول او هغې هم د دغه باورله مخې يوه توره يکۍ بېځايه نه لگوله د زا منو يې خو، بې له هغې هم هرڅه وړيا ول او کوم جېب خرڅ ته يې اړتيا نه نگېرله.
په اوونۍ پای کې به سره مېړه او مېرمن يو نيم وار، تر هغې روسته چې ماښامنۍ به يې له وړو سره يوځای وخوړه او هغه به يې خو بخونو ته ولېږل، بلاک ته څېرمه شپه غالي (نا يټ کلب) ته ور کښېوتل او د نورو په پېښو به يې سره تر يوه څښاک نيم روسته چې د جاز موسيقي انگازې به پورته شوې، دوه پر دوه نڅل.
زرمينې ورسره دا هرڅه په دې اسره منلي ول چې نه چېرې يې مېړه له کومې شينۍ سره و ناڅې او وربېلارې يې کاندې.
هرگوره، لومړۍ پلاچې زيرک له ځان سره کلپ ته بيوله، زرمينې يې له غوږه ور تېره کړې وه:
=ما اورېدلي چې خلک کلب ته د څښاک او گډامۍ(گډې نڅا، ډېسکو) لپاره ځي، او تاته خو جوته ده چې زه په دې دواړو کې نه يم!
زيرک هم ورته له دغه پلوه پوره ډاډ ورکړی وو، خو په ترڅ کې يې ترې دا يوه هيله کړې وه:
=زه درسره دا يو آړ(شرط) په غبرگو لېمو منم او ته کولای شې، خوږوبی (شربت) يا بل هر نا الکولي څښاک ځان ته راو غوا ړي، خو دويم به ته راسره منې او نڅا به را سره هرو مرو کوې!
په يوه اوونۍ پای کې مېړه او مېرمن پر داسې گډامۍ واو ښتل چې مېړه ته يې هم دومره چل نه ورته، خو بيا يې هم مېرمنې ته ډاډ ورکړ:
= دا گډا ماته هم نوې ده او دواړه به يې په څو چورلکو کې زده کړو!
=که پښه رانه کږه شوه او کوم تيندک ميندک مې وخوړ، هرو مرو به راته د چا پام شي او له شرمه خو به دواړه خولې خولې شو؟
= ولې وشرمېږو، که د چا پام هم شي، راپورې خاندې خو نه. دا خو څه افغانستان نه دی، دلته ازاده ازادي ده.که کوم هېو ادوال هم راپېښ شي، هرو مرو به يې د دې خلکو کړه وړه لږ و ډېر را خپل کړي اوسي!
يو نيم وخت به د زرمينې ورپام شو چې که مېړه يې په ښار و بازار او رستوران کې له دې سره خبرې اترې کوي، خو د ښکا ري په څېر آخوا دې خواسترگې څروي او زړه يې د ((ختيځ)) او ((لويديځ)) تر منځ د چا د خيالي څڼو په ټال کې ځي او را ځي. لا کله خو به په داسې اوږدو چورتونو کې هم ډوب ولاړ چې د زرمينې د اښتنې پوښتنې پر وړاندې به يې يوه(هو= نه) هم له خولې نه وتله. او چې څوځله به يې ورغبرگه کړه، نو دنشه يي يا خوبولي په څېر به يې يو بوږن وخوړ او همدومره به يې ور ته وويل:
= بښنه غواړم، څه دې ويل؟
= نه نه، يوه هسې خبره مې کوله!
زرمينې له دې سره سره زيار اېست، د خپل مېړه خيال وساتي او داسې ور ونه ښيي چې گوندې په هر دم قدم کې يې څاري او د نوې مينې په لټون کې يې د لارې خنډ کېږي. ان تردې چې که له کومې پېغلې نيمې سره به په ښار بازار يا شپېغالي کې په ماته گوډه جرمنۍ يا انگرېزۍ وغږېد او يا به يې د نڅا بلنه ورکړه. دې به بياهم دا غنيمت گڼله. کله به يې چې چېرې له کومې يوې سره سترگې وجنگولې، دې به يې ورو ورو پام بلې خواته ور وڅکاوه او يا به يې هم په يوه او بله پلمه کور تگ ته راو هڅاوه.
زيرک د رنگ و سيکې له پلوه هم تر خپلې مېرمنې کم نه وو. د کالدانې کوم خاپ يې چې له وړکينې راهيسې پر ښي مخ راپاتې وو، له نجونو او ځوانو ښځو سره د مخامخېدنې پر مهال به يې پرې لاس اېښووه.
يوازې څه چې له زيرک سره وار له مخه کم ول، هغه د کوربه هېواد((المان)) پر ژبه نه لاسبری وو. په څو اوونيز زده کړوځي(کورس) کې يې همدومره څه زده کړي ول چې مټې خپله جاله له اوبو پورېباسي؛ يوه سرليکه (سرلوحه) نيمه او د يوه ځای ځايگي نوم و لوستلای شي او په دې ډول ترې په هغه گڼمېشتي ښارکې د خپل کور لارلودن ختانه شي.
له جلاوطنۍ يې دوې مياشتې تېرې وې چې زيرک يو مازيگر مهال د پوهنتون د اړوندې څانگې له يوې شاگردې سره کور ته راغی او زرمينې ته يې داسې وښووله چې غواړي، د ور سپارلې پازې له مخې يې د ورځني ژوند و ژواک يو جاج وا خلي.
هغې هم سم له سمونې د خپل نامه((کرېستينا)) له اخېستو سره کور مېرمنې او پسې يې درو سرو زامنو ته د روغبړ لاس وراوږ دکړ او بيا ورته په هما غه نيمه نيمگورې زده کړې پښتوگډه شوه:
= زه د څانگې د مشرتابه په لارښوونه راغلم چې دغلته ستاسې د نوي پيل کړي ژوند و ژواک يو جاج واخلم او يو لنډ گوزارش ور برابر کړم!
زرمينې، تر هغې روسته چې مېلمنې ته يې د کښېناستو ست وکړ، په ادبي وزمه ټکو کې ورڅرگنده کړه:
= زه زرمينه يم او دا مو زامن دي، مشر((گل)) نومېږي، منځومی((گهيځ)) او کشری((گوربت))!
پل مو پر لېمو، ډېره مننه،خدای مو هرکله راوله. موږ د پوهنتون او افغانپېژندنې څانگې منندوی يو چې يو داسې ښکلی او په هرڅه سمبال کور يې په واک کې راکړی دی، سم له لاسه خو کومه اړتيا يا ستونزه نه لرو، که په راتلونکې کې پيداشوه، زيرک به يې اله ماله درسره شريکه کاندې!
زيرک ورته څرگندونې يو څه نورې هم پسې وغځولې او تر هغې روسته يې چې چايوې سره و څښلې، کرېستينا کوربنو ته مخ کړ او د بيرته تگ اجازه يې وغوښته. په ترڅ کې يې زرمينې ته داډاډ هم ورکړ چې په سود و سوداکې له مېرمن ببري نه هم مرسته غوښتلای شي او له دې پلوه يې پرې وار له مخه سپارښت کړی دی.
له پاڅېدو سره يې مېړه او مېرمنې بچو ته د راجگېدو او د مخه ښې د لاس ورکړې بولۍ ورکړه، ور يې پر مخ ورپرا نېست او تر ښله (لېفټه) يې بدرگه کړه.
زرمينې د کرېستيناراتگ سم له لاسه کوم بد شگوم و نه نگېره، خو روسته روسته يې په زړه کې دا اندېښنه راوټو کېده چې نه چېرې زيرک له همدې سرې سپينې او له ناز و مکېزه ډکې شاگردې سره د مينې تاروتنسته نښلولې اوسي او يا يې هم سم له لاسه له دغه راتگه د يوې سريزې کارواخلي او ورو ورو ورسره اړيکي ټينگ کاندې..
زرمينې د دې لپاره چې د مېړه د نوې يارانې ورپېښې اند ېښنې يې د منډې له مخې راکابوکړې اوسي، دخوبخونې پر وره باندې ځړېدلی پوهنتوني مهالوېش چېرې ور ولمېسه (فوتو کاپي کړ) او لکه سوی لاس يې د خپلې لاسکڅوړې په يو ترځ کې خوندي وساته.
هرگوره، زرمينې سم له لاسه له مېړه سره گډ چکر او د اوونۍ پای گډامۍ غنيمت گڼل او د مېړه څپڅپا نده لوښه او چال چلند يې ژرتېرېدونکي نگېرل.
که څه هم زرمينې ته د مېړه دا کمزوری ټکی پوره جوت وو چې هره ښايسته ښکلې پر مخه ورشي، زړه يې ورته په ټوپو نو شي او غواړي، سم له سمونې يې کرښپل پسې واخلي او د مينې مزی ورسره وغړي ، خو بلخوا يې ځان په دې غولاوه چې آره همېشنۍ مينه ور سره يو مخيزه له ياده نه باسي. تر دې پورې چې که د کومې مستې خيالولې سرې سپينې (بلو ندې) ناز مکېز، لوڅ ټټر او بربنډ ورنونه ورباندې کوډې وکړي او دطلايي څڼو په لومو کې يې راښکېل هم شي.
همداچې اوونۍ پای شوه، زيرک پر غوږ ووهله چې دا پلا به ورسره لږ څه لرې شپېغالي ته ځي، زر مينې يې له بولۍ سره سم نوی ځيگري خت پر تن کړ، نوی چوڼيا(نخودي) شال يې پر اوږو واچاوه او دخت همرنگ بوټ يې پر پښوکړل. څو چې زيرک له تشنابه راوته او خپل فېشن درشن يې برا برول، زر مينه له ډول وسينگاره وزگاره شوې وه او سور بخن ځيگر ي دسکول پر لاس ورته د وره په خوله کې تيارسئ ولاړه وه.
تر هغې روسته چې مېرمنې او مېړه زامنو ته شپه ښه وويله او له وخته ويدېدو ټينگار يې ورباندې وکړ، له کوره ووتل.
د لس= شلو دقيقو پللارې(پياده رو) په اوږدو کې زيرک په مينه ناک گړدود زرمينې ته کړل:
= گرانې، نننی شپېغالی زموږ د بلاک له هغه سره کوم زيات توپير نه لري، خو څنگه چې موږ دواړه له هندي کلاسيک سره زياته لېوالتيا لرو او دغلته هم د جاز موسيقۍ پرځای د بېتهوفن او موسارت ډېرې په زړه پورې سېمفونۍ غږول کېږي، نو ځکه مې نن شپه همداځای غوره و گاڼه!
=داخو دې زما پر زړه کار وکړ ، ډېره ډېره مننه!
مېړه اومېرمن په خبرو خبروکې شپېغالي ته ورسېدل. له ور ننوتو سره پريوه اوږده کتارواوښتل چې هر څوک پرخپل خپل وار کنځولونه (بالاپوشونه) کوټبندوالا ته سپاري تر څو د دوی وار هم رارسي او هله بيا پر نيم روښانه هال ورننوځي. گوري چې پر مخامخ ستېج سازيان په خپلو پيانوو يوه
زړه راکښونکې سېمفوني غږوي او رادېخوا ورسره نر و ښځې جوړه جوړه هماغسې ارام ارام نڅېږي.
که زرمينه په هغه رومانتيکه ننداره کې ډوبه وه، زيرک بيا نويو راتلونکو مېلمنوته له شا شا نه کتل چې سرې سپينې سينگارلې په ناز و مکېز له خپلو مېړونو او ملگرو سره را ننوځي. په دې کې زرمينې خوله غوږ ته ورنژدې کړه او ورو يې ورته وويل:
= راځه چې په دې گڼه گوڼه کې يو وار د ناستې ځای مای پيدا کړو، بيا ته پوه شه او د سترگو ښکار!
زيرک ورته موسکی شو او له يوې لنډې لارغې سره يې ور غبرگه کړه:
= زرو جانې، ښکار مار په هره توگه، خوزه هغې جوړې ته په چورت کې شوم چې کوم يې نارينه دی او کومه ښځه ؟
= هو، ته گرم نه يې، ځکه دواړه سره او سپين، اوږدې اوږدې څڼې او يو رنگ بالاتنې او جېن پتلنونه …
زيرک د زرمينې په خبرو کې ورغوټه شو، له لاسه يې ونيوله او په لټون لټون يې يو ونجړي (مېزگوټي) وموند او ورته کښېناستل. شېبه لا تېره نه وه چې يوه ښکلې سينگارلې نجلۍ راغله او له مينه ناک سلام سره يې د څښاک و خوراک نوملړ د زيرک مخې ته کېښووه. خو همداچې يې د دوی د خو ښې دوه بېلابېل څښاکه راوړل، نوره يې له سترگو پنا شوه.
زيرک هم چې هرڅومره اخوا دېخوا سترگې و اړولې راوا ړو لې، په هغه تته رڼا کې يې نوره سهي نه شوه کړای.
زرمينې چې وليدل، د سړي خپلې سترگې پرهماغې خوا ورگنډلې، نو په ټوکو ټوکو کې ورته دا مسره ورو ورو ور زمزمه کړه:
= پر دې راغله، پر دې لاړه اوس به بيا راشي…
د زيرک شونډې موسکی غوندې شوې او ورته يې وويل:
= گرانې، لا چېرې ده، دغلته تردې لا زياتې سرې سپينې، مستې او مينه وړې راځي!
او زرمينې هم په خندا خندا ورغبرگه کړه:
= اوس راته پوره پته ولگېده چې ولې نن دغلته راغلې!
زيرک بې له هغې چې زرمينې ته يې د يوه لږه کي غبرگون هو مره پلمه پر لاس ورکړې اوسي، بياهم خپلې سترگې اخوا د ېخوا څرولې او کله به يې پر نويو راتلونکو مېلمنو ورښخې کړې. زرمينې ورباندې زياتي ځان ناگاره واچاوه او خپل خوږ وبی به يې ورو ورو گوټ گوټ تر ستوني تېراوه. تر څو له مخامخ ستېجه د سېمفونۍ زړه راکښونکی غږ پورته شو او د ټولو اغلو او ښاغلو غوږونه ور لک څک شول. پتليز ور پسې جوړې جوړې پاڅېدې او زيرک هم زرمينه له لاسه ونيوه او د نورو پر پله يې يوه ارامه نڅا پيل کړه.
سم چې موزيک غلی شو، د نورو په پليونۍ دوی هم سره يو بل ښکل کړل، خو چې خپل مېز ته ور ستنېدل، په نيمزالې رڼا کې د زيرک سترگې پر هماغې ښکلې و لگېدې چې وار له مخه يې د دوی دروبن ( مېلمه پالنه) کړې وه. زرمينه يې هم له ټکه پر ارور ترور اکربکر پوه شوه او بې له دې يې چې هغه نجلۍ پخپله ليدلې اوسي، په خورا سړه سينه ورته وويل:
= زما درته اجازه ده، بله پېره دې چې هر ه يوه خوښه شوه ، ور سره و ناڅه!
د زرمينې هوکړې زيرک نورهم پسې زړورکړ او زياته يې کړه:
= نو که ستا اجازه وي، له هماغې مخينۍ نجلۍ سره به و نا څم چې تراوسه راڅخه درغل شوې وه!
زرمينه لږه چورتي غوندې شوه او د مېړه په غبرگون کې يې همدومره وويل:
= ښه ښه، غواړې له هماغې سره وناڅې چې موږ ته يې څښاک راوړی وو؟
= هو، کټ مټ هماغه چې زما په خيال تر هغې روسته کورته تللې وه او داځل د کوربنې په توگه نه، بلکې زموږ غوندې د مېلمنې په توگه راغلې ده!
زرمينه يوه شېبه چورتي غوندې شوه او مېړه ته يې مخ کړ:
= دا څنگه کېدای شي چې هم دې کور بنه وي او هم مېلمنه؟
زيرک چې لا هغسې نجلۍ څارله، له بښنې غوښتو سره د زر مينې په غبرگون کې څرگنده کړه:
= ترکوم ځايه چې ماته پته ده، رستورانونه او شپېغالي دوه ډوله مېلمه پال لري، يو ډول يې همېشني دي چې له کارگري دود و دوی(قانون) سره سم دورځې يا شپې اته گړۍ کارکوي او يو ډول يې مهالني دي، هغه هم زياتره پوهنتوني زده کړيال چې کله ناکله په اوونۍ پای کې د مېلمنو د زياتې گڼې گوڼې له کبله گړۍ دوې راځي او ټاکلې لاسباړه(حق الزحمه) ورکول کېږي.
همدا چې زيرک د دويمې پېرې لپاره هغې نجلۍ ته د نڅا بلنه ورکړه او ورسره غاړه غړۍ شوه ، د زرمينې په زړه کې نوې خرخشې او اندېښنې راوټوکېدې او ورو ورو يې ورسره تېرو يادونو اړخونه بدل کړل. زيرک ، هم ترهغې روسته چې د نڅا له پايته رسېدو سره د دود له مخې نجلۍ ته د درناوي سر ټيټ کړ او لاس يې ورښکل کړ، خوښ خوشاله مېزته را ستون شو. خو د زرمينې ترخې موسکا ورته خوند ورنه کړ او ده چې هر څومره اوتې بوتې وکړې،هغه مخينۍ رڼا يې نوره په اننگو کې ور سهي نه کړه.
څنگه چې شپه نوره تر نيمې اوښتې وه او بنډار هم روستۍ شېبې ته نژدې کېدونکی وو، نو زيرک او زرمينه هم بې غږ و غوږه د کور پر لور را رهي شول. زيرک مټې خوبخونې ته له ور ننوتلو اوکالي بدلولو سره د گډې ملاستې په اسره د زر مينې د پوخلاينې لپاره لوڅې پوڅې راوا خېستې او هغې هم ، بې له دې چې يو سپڼ هومره يې له خولې ووځي، چار ناچار هماغه تازه ور پېرلی نری نازک خوب خت واغوست اوکټ ته ورسره وخته.
زرمينه د پخوا په څېر گهيځ وختي د خپل ډوبي ډوبيا خوبو لي مېړه له خوا را جگه شوه، تشناب ته ولاړه او ترمخ ولاس روسته په تازه پخ شوې ډوډۍ پسې غلې له کوره ووته. ترڅو چې يې مېړه له خيالولي خوبه را پاڅېده او له تشنابه راوته، د سهارنۍ مېز يې لکه ناوې وراوډلی او سينگارلی وو. زامن يې د يکشنبې له لامله يو څه ځنډن يو په بل پسې له خوبخونو راووتل، تشنابونه يې وکړل او مېزته سره کښېنا ستل.
کشري((گوربت)) وار له مخه پلارته مخ کړ او په خوږه ماشو مانه ژبه ورته گډ شو:
= پلاره، تا خو راسره پرون ژبه کړې وه چې سباته دې ژوبڼ ته بيايم!
= هو، تاسې ټول هلته بيايم، هيله ده چې مور مو هم راسره ولاړه شي!
هغې هم ورته د هو سر وښوراوه او زياته يې کړه:
= ولې نه، د گوربت جان د خوښۍ لپاره هرو مرو ځم، خو که د غرمنۍ راباندې ناوخته شو، پړه به مو د پلار پر غاړه وي!
هسې خو په هر چکر، سيال و مېله کې د زرمينې پر ملتيا د زيرک ټينگار تل د دې لپاره وو چې که ډېره پر کور ځانته پا تې شي، چورتونه يې پسې اخلي او هغه بادساري (شېزوفر ېني) به يې بيا راوپارېږي چې کله ناکله يې پرې په کابل کې غوټه راوسته. دارو درمل يې په هر ډول، خو د ده پروړاندې يې چال چلند او زغم و پېڅ هم پيکه کېدل.