لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
ــ۸ــ
مرستيال تر هغې چې د زيرک= کارولينا د لانجې د غوڅولو لپاره له خپلې ژمنې سره سم لاس پر کارشي، په تاجيکيستان کې د آريانپوهنې د نړيوالې څېړنغونډې د تياري جرگه گۍ په يوه ناڅاپي تېلېفوني بلنه هغه اسيايي شوروي جمهوريت ته والوت. بيا يې هم له ببري سره کړې ژمنې، زيرک نور هم دېته و هڅاوه چې په ارامه او ب
ې خرخشې له کارولينا سره خپل اړاو تړاو پر مخ يوسي.
زيرک له رامنځته شوې تشې څخه په گټه اخېستنه، زرمينه د تېر په څېر بيا د ناخوالو موخه گرځولې وه او په دې هغې پلمه يې ورسره خپل ناوړه چال چلند ته نورهم زور ورکړی وو. که هغې له هر څومره زغم و پېڅه کار اخېست او سترگې يې پرې پټو لې، خو مېړه يې داسې لوښی نه وو چې دومره په اسانه لارې ته راشي او يو اوږدمهالی پتمن کورنی تشيال را منځته کړي.
له ورځو نه يوه ورځ زيرک له کارولينا سره د ((ميوگل)) سيند گي ((لوڅ لمباځي)) او ورپسې څېرمه شپېغالي ته تللی وو او ماښام ناوخت چې کورته راستون شو، زامن يې نارنهور نا ست ول. او چې د مور پوښتنه يې ځنې وکړه، يوه ته يې هم کوم څرک وپته څرگنده نه وه.
له کوره د زرمينې پټي پالا تښتېدنې له زيرکه لارلودن ورک کړی وو. د ببري دوی کره يې هم چې زنگ وروواهه، چا غو ږۍ جگه نه کړه، له واره يې زړه ته ټکه ولوېده او نور يې داخل (يقين) پوره راغی چې زرمينه داځل کوم بل چاته د پلپوټ لپاره تللی ده. زامنو ته يې يوڅه خوراک مراک ژر ژر ور تيارکړ..هغوی هم چې څنگه ډوډۍ تر ستونو تېره کړه، خوبخونو ته ولاړل.
زيرک يوځل بياد تېلېفون غوږۍ را واخېسته او چې دببري کره يې بيا زنگ وواهه، له واره ورسره مخ شو او د زرمينې په اړه يې ځنې وپوښتل.
ببري غوښتل، ځان يومخ پر ټگۍ واچوي، خو د زيرک له ټينگار سره يې ورته دومره له خولې واېسته:
= هغه مکۍ مازيگر ليدلې وه چې سفير ته روانه وه!
پر زيرک د ببري خبره لکه ټوپک ولگېده او په غرېو نيولي گړدود يې ځنې وپوښتل:
= نو دومره وځنډېده؟
= کېږي، ناوخته ورته د ليدو وار رسېدلی او يايې هم استو گنځي ته ورغلې اوسي!
د زيرک ژبه تړتړۍ غوندې شوه او وار پار يې نور هم پسې ختا شو. بيايې يو سوړ اسويلی وکېښ او غوږۍ يې بې مخه ښې کېښووه.
د زيرک زړه بياهم وار ونه کړ او ببري دوی کره يې د درېېيم ځل لپاره زنگ وواهه، خو داځل ورسره مکۍ مخ شوه.او هيله يې ځنې وکړه:
= زه خو له سفير سره دومره نه پېژنم، که ته يا ببری صاحب ورکره يو زنگ ووهئ او د زرمينې پوښتنه ځنې وکړئ!
= د سفير له مېرمنې سره زه همدا اوس وغږېدم اوراته يې وويل،
((زرمينه تر اوسه زموږ کره وه او ښايي، په همدې څو شېبو کې درورسي!))
زرمينې هم له راستنېدو سره وار له مخه د ببري دوی کره سر ورښکاره کړ او د ولاړې له مخې يې د سفير دا پرېکړه ورڅر گنده کړه:
چې که مرستيال ربړه ورهواره نه شوه کړای، لږ تر لږه خو به ماته د بيرته تگ ويزه رابرابره کاندې.
مکۍ برند برندور وکتل او له ډېرې خندۍ يې ورغبرگه کړه:
= مټې دې توره وکړه چې داځل دې پلپوټ(شکايت) تر سفيره ورساوه، داتمه خو له تا هېڅ نه کېده؟
زرمينه اړوتله چې مکۍ ته آره او رښتينې انگېزه ور پر ډاگه کاندې:
= له تاسې به يې څه پټوم، زه د زيرک دتېر اخ و ډب او پيشپو له لاسه ميا شتنۍگوندي غونډې ته نه وم ورغلې، نو د ا.خ.د.گ (د افغانستان د خلکو دېموکراتيک گوند) منشي وغوښتلم، خدای شته، هغه ته مې تش له کارو لينا سره د زيرک سکالو رامخته کړه.
زرمينې چې د مکۍ تلولو او تلوسناکو کتو ته ځير شوه، نو بې اښتنې پوښتنې يې نوره هم پسې وروغځوله::
= منشي سم له سمونې خبره له سفير سره شريکه کړه او ور ويې لېږلم. هغه ته مې بيا د زيرک د ټولو بې لاريو او بدور ديوکيسې وکړې او ښه مې پرې د کلوکلواېشېدلي زړه بړاس و اېست!
مکۍ ورته وويل:
= ما چې دې زيرک صاحب ته دسفير د ليدوکتو وويل، وار پاريې ختا شو او پر تا ووېرېدم چې خدای مکړه بيادرسره…..
زرمينې هم ور لنډه کړه:
= ډاډه اوسه، نور به راباندې يو لاس هومره هم پورته نه شي کړای، بس دی چې تر اوسه مې د ده ټولې نادودې او ناخوالې وگا للې او وزغملې. ماورته اوس پښې را لوڅې کړې، که يو تش گواښ و تالاښ يې را باندې وکړ، پر رڼا ورځ به ورته د اسمان ستوري ور وښيم؛ اوبه چې له سره تېرې شوې، څه يوه نېزه، څه دوې نېزې!
زرمينه چې څنگه پرکور ورننوته، سړی په تېلېفون کې بوخت وو. داهم ترې ښويه تېره شوه او خوبخونې ته ولاړه. دی چې پسې څو ورته، هغه بيا ډوبي ډوبيا ويده وه. غلی کټ ته ور وخوت او د کټ په بل سرکې يې کمبله پر مخ راخپره کړه.
دا ځنې سهار پر ټاکلي وخت راپاڅېده او هغه يې هماغسې خوبولی پرېښووه.
زرمينه تر تشناب روسته پر پخلنځي ننوته او څو چې واړه را ويښېدل، دې ورته وار له مخه گهيځنۍ پر مېز اوڼلې وه. تر هغې روسته يې چې زامن د ښوونځي او وړکتون په موخه رسخت کړل، د سودا کڅوړه يې راواخېسته او پلورنځي ته ولاړه. سره له دې چې هلته يې په څښاکتون کې گړۍ نيمه وخت گوډکړ، خو بيا يې هم له راستنېدو سره پر ناگڼلي او نا ښاد مېړه سترگې ولگېدې.
د ناستخونې کړکۍ ته څېرمه کار مېز ته ناست دی او پر ليکلو بوخت دی. نو زرمينه بې له دې چې له دود و لوښې سره سم پرې يو سلام يا (سهار ښه! ) ولوروي، د پخلي په پلمه نېغه پخلنځي ته ولاړه.
د زيرک چې ورته له سفير سره دکتنې له لامله له بېگا ماښام راهيسې له ځاځ و پرغزه په رگوکې وينه اېشېده، ورمنډه يې کړه…
زيرک چې هرڅومره شوربگت او اور تور جوړ کړ، زرمينې پرې څه چورت خټه نه کړ او وريې پر مخ ورکولپک کړ. ځکه ډاډه وه چې که لاس ورباندې جگ کړي، پر اور اېښی کړايي به پسې راواخلي. خو هغه ورته په هماغه پارېدلي گړدود ورزياته کړه:
= ښاآ، تا دومره غټ زړه وکړ چې اوس د خپل انقلابي دولت سياسي اوگوندي استازيو ته زما له لاسه پلپوټ کوې؟
زرمينې د پخلنځي ور نيمکښو غوندې کړ او په داسې اکر کې چې اوږده چاړه يې په لاس کې نيولې وه او غوښه يې پرېکوله ، په زغرده ورغبرگه کړه:
= هو، ما تر اوسه داکلونه کلونه، يوازې او يوازې د بچو په سر ستا درستې نارواوې زغملې وې.
= تا خوهلته هم دا زور وځواک لاره او تر کوم ځايه دې ونه شوه رسولای!
مېرمنې له لنډې غليا او لارغې سره په ټول ښاڅ او هسکه غاړه مېړه ته ورغبرگه کړه:
= خو ما له گوندي يارسمي زوروځواکه سم کار نه اخېست. ته خو هغه ورځچاری يې چې په اميني= فاشېستي واکپېر کې دې ځان گوندي کړی وو او دانقلاب په دويم پېرکې دې چې وليدل، ناگوندي پوهيالو او فرهنگيالو ته تر گوندي هغو هم ډېره پاملرنه کېږي، نوله واره دې گوند پرېښووه!
زيرک نور هم پسې توند و تېز شو او پر ساټو باټو راسر شو:
= په هر ډول، دلته دې هم نه له سفيره وېرېږم او نه له گوندي پازواله، لاس دې تر کابله خلاص. څه به وکړي، بيرته به مې ولېږي، نوربه څه راباندې وکړي. داسې جرم و جنايت مانه دی کړی چې مې بندي يا زنځيروزولانه کاندې!
زرمينه نوره ډاډه وه چې مېړه ته يې همداد خولې غورو پش ورپاتې دي او نور چې د زمري زړه هم ورکړې، تر اخ و ډبه يې ورسره نه رسوي، نو نوره يې هم پسې ژبه ور تونده کړه:
= نور به دې پخواني خيال پلوونه ترځايه و نه رسي. ستا د هرې ورځې راپور کابل ته لېږدول شوی، تر دې چې همستا پر سر اړوندو چارواکو پر تېره فرهنگي پاليسۍ نوې کتنه کړې او…
زيرک د مېرمنې په خبره کې ور ټوپ کړ او بيايې په ډېر ه بې توپيرۍ ورغبرگه کړه:
= زه يې نور نه د څوکۍ لېوال يم او نه د پوړۍ. بې له هغې هم ورونو پوره کاروبار رابرابر کړی او ډېر خوشالېږي چې زه ورسره شريک شم. هله کولای شم ستاغوندې يوه نه، بلکې څو مينځې او مزدورانې پيدا کړم، او ستا چاره هم وکړم!
زرمينې بياهم د مېړه ساټو باټو ته يو توت هومره ارزښت ور نه کړ او په هسکه غاړه يې تر غوږه ورتېره کړه:
= څه به دې له لاسه وشي، مړه کولای خو مې نه شې!
= له مړې بتره، داسې شينگړه به دې پرېږدم چې ځمکه دې تر پښو لاندې سور اور شي او ځانوژنې ته اړ ووځې!
يوې ترخې خندا د زرمينې شونډې وربوڅې کړې او مېړه ته يې وويل:
= نور به دا ارمان گورته يوسې. ترهغې مخکې چې ما شينگړه پرېږدې، زه به تا داسې شينگړ و پينگړ او بې بر خليکه کړم چې يوه سترگه به دې خاندې او بله ژاړي. زما نه ژوند و روزي ستا په لاس کې دي اونه برخليک. ځوانه جانه ښځه يم، هرکله چې وغواړم، يو مېړه راته پيداکېدای شي چې پاتې ژوند ور سره ارام تېرکړم، تر دې چي درېواړه زامن هم در څخه را خپل کړم!
زيرک، که څه هم په ښکاره د زرمينې پر دغو ټولو گواښونو او توربرېښونو چورت خټه نه کړ او په غومب غومب ترې بيرته ناستخونې ته را پرشا شو، خو روسته روسته په اند ېښنوکې پسې ډوبېده او گرو مېده. يو څو شېبې يې له هېند ارو نه د بلاک شا ته د کارولينا پر سينگارځي خپلې سترگې وگنډلې. شېبه پس يې نا ببره مغزو تور وخوړ، يوه سخته چغه يې له خولې ووته او له کوره ووت.
زرمينه چې تېر مازيگر له سودا کڅوړو سره پر کور را ننوته، مېړه يې بېرته راستون شوی، اوږدړۍ څوکۍ يې کړکۍ ته اېښې او د بهر پر ننداره بوخت دی. همداچې يې پر دې سترگې ولگېدې، له څوکۍ يې را ودانگل، دې چغه کړه، د سودا کڅوړې يې پرغولي وويشتلې، پر تشنا ب ور ننوته او ور يې له شانه راکولپک کړ.
درې سره ورونه ترهېدلي بوږنېدلي له کوټې رامنډه کړه او د پلار مخې ته ودرېدل…
د هغه چې د مخنيو تورونو پېغورونو له لاسه يې ورته بې هغې هم يېنگۍ اېشېده،
زيرک له ځاځ و پرغزه خپلې شونډې وچيچلې، ((لاحوله ولا)) يې وويل او بيا يې هڅه وکړه، ورو ورو د زغم واگې بيرته راکښېکاږي.
له يوه لنډ اور تور، گواښ او غوړچ سره يې بيرته څوکۍ او کړکۍ ته ور ستون شو او هماغه ننداره ورته سودمنه وبر ېښېده.
بله پلا چې قاروړي مېړه له پخلنځي نه دمېرمنې غوم غوم واورېدل او زامن يې هم لاندې سېنما خونې ته ور کښېوتي ول ، ،بيا پسې راودانگل.، خوداځل يې چې زرمينې پر مخ د پخلنځي ور را ټينگ کړ، نو نوره يې پر سترگو تياره راغله، څوکۍ او مېزو نه يې سره يو بر بل وويشتل، دړې وړې او تر خڼي ترخڼي يې کړل.
همداچې د کور دروازې گړب د زرمينې تر غوږه شو، تلولې له پخلنځي راووته او ناستخونه يې په هغه بد انکړ و ليده. ارو ره تروره شوه او نه پوهېده، څه وکړي او له چا سره يې شريکه کا ندې!
خوڅنگه چې اپارتمان له گردو لوښيو لرگيو سره په پوهنتون اړه درلوده، غوره يې وگڼله، تر هرڅه لومړی، پېښه دمکۍ تر غوږه ورسوي.
زرمينې غوږۍ را واخېسته او مکۍ ته يې زنگ وواهه:
= زه يم زرمينه، سړي دا پلا زما پر ځای خپل زړه پر لوښيو لرگيو، څوکيو او مېزونو سوړ کړ او له کوره يې کنډواله جوړه کړه!
= ما درته نه ويل چې بېلارې مېړه دې په اسانه لارې ته راوستای نه شې، اوس وايه زه څه کولای شم؟
= زه به يې سفير ته د زيرک تازه کارنامه ورگوزارش کړم، نوکه پوهنتون ته يې ببري صاحب ور ولېږدوي چې له دې ورانۍ ويجاړۍ سره څه وکړو؟
مکۍ د دې لپاره چې نوره يې هم مېړه ته لمسولې او له دې سره سره يې پرې خپلې خبرې ښه ترا منلې اوسي، نو په خوا خوږۍ يې ورڅرگنده کړه:
= زرمينه جانې، ته بايد، هر څنگه چې کېږي، پر دا راز ناړا ميو او نانډوليو يې سفير او منشي دواړه خبرکړې چې تر هر څه له مخه يې دواده مخه ورډپ کاندې!
زرمينې تر يوه لنډ سوچ روسته وويل:
= مکۍ جانې خورې،اوس سم له لاسه د دغې ورانۍ ويجاړۍ چاره په کارده!
= تردې د واده غميزه بتره ده، که يو وارې يې هغه شين ټاغې پر کور در ننه اېسته ، بيا هېڅ نه شې کولای او وار به له واره تېر وي!
زرمينه شېبه غلې شوه او بيايې مکۍ ته ورغبرگه کړه:
= زه به ژوندۍ نه يې چې هغه پر کور راننه باسې!
= هو، يوه سترگه به دې ژاړي او بله به دې خاندي!
= ويې خورې، داڅه وايې، تاته خو جوته ده چې د دې ځای او هم زموږ د انقلابي دولت په قانون کې تر يوې زياتې ښځې بندې دي. تر څو چې زه طلاق ته چمتو نه شم، يو اړخيزه مې طلاقولای هم نه شي!
مکۍ خپل سر وړکاوه او په خپل کليوالي گړدود يې ورته وويل:
= زرمينې، ته خو راته ډېره ساده باده ښکاره شوې. دادې لا سبک او منتب ويلي او مالېمي دې هم کړې. ماچې د منتب مخ هومره هم نه دی ليدلی، تانه توروسپين ښه پېژنم، ته بايد زما غوندې ترې بدل واخلې او…
زرمينې ته هم پلمه پرلاس ورغله او د مکۍ خبره يې په خندۍ ورپرې کړه:
ته خو ته يې، زه ته کېدای نه شم. يو خو له لوچگۍ سره له سره روږدې نه يم، او بيامې پر داسې مېړه سرشوی چې که پخپله هرڅه کوي، خو د خپل ناموس خيال تردې بريده ساتي چې له بل هر نارينه سره يې له ډاره زغرده غږېدای نه شم؛ د يارو يا رانې خبرې خو لا پرځای پرېږ ده!
د مکۍ چې داغشې پر موخه ونه لگېد، له ځان سره چورتي غوندې شوه چې څنگه وکړای شي، په کوم بل ډول د ښځې او مېړه تر منځ نورې هم پسې اوبه خړې کاندې او کبان پکې ونيسي، نو په خورا سړه سينه يې بيا ور غبرگه کړه:
= ښه نو، چې دغه مېړانه په ځان کې نه وينې، له ماسره مر ستيال ته لاړه شه! هغه به، لکه څنگه يې چې ببري جان ته ډاډ ورکړی، له سرکاي لارې د کارولينا جړه ربړه ورغوڅه کاندې!
څنگه چې د زرمينې په سرکې د لوښو لرگيو اندېښنې ځاله کړې وه، نو څانگې ته يې بيا ورغبرگه کړه:
= اوس به له دې دومره ماتو څوکيو او لوښيو کوديو سره څه وکړو ؟
= ولې څه وکړئ؟
زرمينې د تاوان توپان اندېښنه بيا ورغبرگه کړه:
= موږ به د ناستخونې پرځای په پخلنځي کې کښينو، خو خبره پر تاوان توپان ده . موږ خو د همده له تنخاگۍ پرته بله پيسه ټکه نه لرو، بېلارې مېړه مې چې يو څو سوه ډالر له ځان سره راوړي ول او تر ډېره يې له ما پټ ساتل، وخته له خپل ډينگ ډينگه ځارکړي دي!
د ډالرو له نوم اخېستو سره د څانگې غوږونه لک څک شول او په هېښنده گړدود يې ځنې پوښتنه وکړه:
= څو سوه ډالر! هغه يې له کومې کړي ول؟
= هغه ورته د ځمکې د خرڅلاو له پلوه ونډه رسېدلې وه. دا چې ورونو يې وارله مخه ځانته څومره وهلي ول، سر يې پسې نه دی گر ځولی. ځکه هغه پېنځه جريبه ښېرازه باغي ځمکه وه او دسيمې جهادي بولندويانو ځنې په خورا لوړه بيه اخېستې وه!
مکۍ وويل:
= جادي مادي دې نه پېژنم، که مخسد دې اشرار وي، نو هغوی دا دومره دولتونه له کومې کړل چې داسې يې په ښا خيو بادوي؟
=ولې، ته خبره نه يې چې هېواد ته د سرو لښکرو له راتگ سره يوازې د گاونډو او سيمې هېوادو او بيا د امريکا او نورې پانگوالې نړۍ غوا لنگه شوې نه ده…
مېرمن ببری چې لږه غلې شوه، زرمينې ورته دخپل لکچر پيڅکه بيا راټينگه کړه:
ماغوښتل، ووايم چې له هغې راهيسې د نورو عربو او عجمو او گاونډيانو تر څنگ، پخپله د افغان کورگډو مجاهدينو لستوڼي هم په غوړوکې شوي دي، تردې چې بې وسلې او پيسې پر بل څه هډو غږېږي نه!
مکۍ، لکه د مرستيال پر سر چې رييسه وي، د تاوان په تړاو زرمينې ته ډاډ ورکړ او داسې ورته پر باټو راسرشوه:
= خدای به ی کيي او مرستيال، هرڅومره تاوان توپان چې کور ته اوښتی ، پرې يې منلای شم. هغه بې هغې هم زموږ د اپارتمانونو او نورو پو هنتوني کورونو زيمه وار دی او په يو دسخت مات گوډ سامان درته له سره نوی کولای شي!
د زرمينې په رگوکې ايله وينه وچلېده او مکۍ ته يې کړل:
= خورې چې دا کار پرې کولای شې، نور نو څه غم دی!
هغې د((هو)) په ترځ کې بياهم زرمينه د واده په تړاو د سفير کتنې ته وهڅوله او دې ورته داهم پر ډاگه کړه:
=زما دويمه اندېښنه داده چې مېړه مې کوم بل پسات و نه کړي او له ډمې سره لويديځ ته وتښتي!
د((تېښتې)) له ټکي سره د مکۍ ټنډه نوره هم پسې وغو ړېده او بې له دې چې په دغه تړاو نور څه ووايي يا وپوښتي، خپله ژمنه يې تازه کړه. زرمينه به لا کورته ختلې نه وه چې د سبا لپاره يې له مرستيال سره د زرمينې په ملتيا د ليدنې خبره غوټه کړه.او په ترځ کې يې دهغه سر وار له مخه په دې خلاص کړ چې دزرمينې په مخ کې هماغه ورغوټه کړې خبره وکاندې. .
خدای شته، په دې گډه کتنه کې مرستيال له ببري سره د تېرې کتنې په پر تله ډېر ټينگ و ترينگ او هوډيالی اېسېد. خبرې يې غوڅې غوڅې کولې. تر دې چې نور د زرمينې پوره باور راغی چې هرومرو يې بر خليک ورټاکي. که بله لاره چاره يې ونه کړه، ټول خو به هېواد ته کډن ولېږي.
زرمينې مکۍ هملته د مرستيال کره پرېښووه او پخپله يې ځنې پښې را سپکې کړې.
زرمينې چې هرڅومره ځانته ډاډ ورکاوه، بياهم د يومخيز بيرته تگ اندېښنې ځوروله او هغه هم د ځان او مېړه نه، بلکې د زامنو لپاره يوه ناسکيندی کار نگېره. ځکه ارام او هوسا ژوند و ژواک به يوځل بيا د اشرارو توغنديو ته سپاري.
مکۍ سم له سمونې د مرستيال د کور تېلېفون له لارې خپل مېړه راپيدا کړ او له واره يې دا دنده ورکړه چې پر اسمان وي، که پر ځمکه، زيرک پيدا کړي او د مرستيال پرېکړه بې ځنډه ورولېږدوي. هغه هم پسې سملاسي پښې ور لوڅې کړې او پر کچکول يې ورته پتري ووهل.