لیکنه: حیات تورغر
پوهاند صیب زیار پخپل مسلک ژبپوهنه کې د بل هر چا په پرتله ډیر بنسټيز او ځانګړې کار کړې او د دې په څنګ کې یې د پښتو ادبیاتو په نورو څانګو کې یې هم په زړه پورې پوهنیز او ادبي کتابونه لیکلي چې هر کتاب یې په پښتو ژبې او پښتنو لورینه بولم، نن د ده په تازه چاپ شوي ناول خبرې کوو. (د یوولسم پوړ کړکۍ) یا مینه دزړه په وینه د ښاغلي پوهاند مجاور احمد زیار نوی خپور شوی ناول دی چې د خپراوي چارې یې د دانش خپرندویه ټولنې ترسره کړې دي.
دا ناول د پوهاند زیار لمړی ناول دی چې د غوايې له ۷ ورځې نه وروسته د یوه اکډیمیک چاپیریال په سیاسي، اخلاقي او د ژوند په نورو ټولنیزو مسایلو یې د ناول کیسه را څرخي او د پورته یادې ټولنې په ځینو تیاره ګوټونو رڼا اچوي.
زه دلته نه غواړم چې د ناول په ژبه خبرې وکړم هر څوک چې د ډاکټر زیار له لیکنو سره بلدتيا ولري، هغوي ټول پوهیږي چې پوهاند زیار ځانته یوه ځانګړې لار او سبک لري چې تر اوسه یې ډيری لارویان موندلي او ورځ په ورځ د د له کاروان سره ډیر ځوانان مله کیږي.
غواړم دلته په زغرده ووایم د پوهاند زیار ننګول هم پوره پوهې ته اړتیا لري چې دا وس په ځان کې نه وینم خو بیا هم غواړم د پوهاند زیار په دغه ناول خپل نظر څرګند کړم.
که څه هم ډاکټر زیار د ناول په سریزه کې د داستانې ژبې په اړه پوره رڼه او روښانه لیکنه کړې اوخپله موخه یې په کې په ډيرو څرګندو ټکو وړاندې کړې.
که له دې را تیر شو د ناول په نوم تم شو، ناول په یوه وخت کې دوه نومونه لري. اول د ( یولسم پوړ کړکۍ او دوهم، مینه د زړه په وینه ) ۱ د یولسم پوړ کړکۍ له تلوسې ډک ښکلی نوم دی چې لوستونکي له ځان سره مخ په وړاندې بیایې، لوستونکي دې ته پاروي چې په یولسم پوړ کې څه پیښه شوې؟ د انسان په ذهن کې بلا ډیرې پوښتنې را ولاړوي، لوستونکي هڅوي چې مخ په وړاندې لاړشي او د ور پیښو پوښتنو ځوابونه پیدا کړي.
دوهم : مینه د زړه په وینه یې راته دویم نوم ښکاري، زما په اند یو کتاب او دوه نومونه یو څه راته اضافه ښکاري تر ډیره ورسره همغږي نه یم . مینه دزړه په وینه نه یواځې دا چې یو دویم نوم بولم بل فکرکوم چې ډير تکراري نوم دی او نږدې د پښتو ژبې ډیری فلکلوریکې او ان اوسنۍ کېسې له دغه نوم سره اړخ لګوي، ځکه خو د دغه نوم په لوستو د ناول لوستنې تلوسه هم له منځه ځي، لوستونکي داسې انګېري چې مېن پخپله مینه سر ايښۍ او کیسه د اتل په مرګ تمامه شوې، نو دلته ده چې د لوستونکي لېوالتیا نوره ختمیږی اوداسې ګڼي چې ابۍ مړه تبه شليدلې،نو ښه دا ګڼم چې دغه ښکلی ناول یواځې په یو نوم یاد شي( دیوولسم پوړ کړکۍ)
د یولسم پوړ کړکۍ د ناول کیسه له سیاسي، او اخلاقي کشمکش نه ډک داستان دی. لیکوال هر کریکټر پخپل ځاې کې په ښه شان لوبولې اوهر یو یې په خپله ژبه ګړولی. که څه هم لیکوال کوښښ کوي چې بې پرې پاتې شي خوپه ځینو ځایونو کې یې بې پریوالی پریښی او د وخت په سیاسي میدان ور ګډ شوی او هڅه یې کړې چې یوه خاصه ډله تر ګوزار لاندې راولي، که څه هم دا د ده په داستان کې سیاسي لید لوری جوتوي، زما پرې کار نشته. خو ښه خبره داده، چې دا هر څه د ډيالوګ په بڼه د کريکټر له لوري بيانوي، ماته تر ډیره بریالی بریښي.
د یولسم پوړ کړکۍ پدې ناول کې چې یو څه راته د پښتو په چاپ شوو ناولونو نه ځانګړي ښکاري، هغه د ښځو انځور ده.
ښځې زمونږ په افغاني ټولنه کې د تل لپاره یو کمزورې مخلوق پیژاندل شوې او همدا دود زمونږ لیکوالانو په داستاني ادبیاتو کې هم په پورته ډول انځور کړی، خو هیچا دا کوښښ ندی کړی چې پخپلو کیسو او یا ناولونو کې د مباریزې لار ښونه وکړي.
ډاکټر زیار پخپل دې اثر کې د نورو لیکوالانو اپوټه ورته د زغم، حوسېلې، او پخپل افغاني دود او دستور په دایره کې د مباریزې لار ښونه کوي. زما په اند دا په پښتو ادبیاتوکې ددې ناول یوه ځانګړينه بللې شو.
که له نن نه یو څو لسیزې وروسته یو زیرک لیکوال وغواړي چې پورته په یاد پیر کیسه، داستان، لیکې او یا فلم جوړول غواړي.
نو د پوهاند زیار پدې ناول کې د وخت دود شوې ټرمنالوژي پیداکولاې شي. ډاکټر زیار صيب په ځینو ډيالوګونو کې د وخت ټرمونه په ښه بریالیتوب کارولې او دې برخې ته یې په شعوري ډول پاملرنه کړې، او د ناول په لوستلو سړې هغه تیر شوي پیر ته ورولي. د بیلګې په ډول: لکه ګوندي سازمان، منشي، ملګرې، انقلاب ضد، میټنګونه او همداسې نور ډیر مثالونه یې لرو.
د یولسم پوړ کړکۍ ځینې ډیر ښکلي اوپه زړه پورې انځورونه لري، د بیلګې په ډول.
کله چې ګاډی له اډې ووت، لمر د الپ او کارپات له هسکو او ګلورینو څوکو نوې څړیکه وهلې وه او ژیړې زرينې وړانګې له هندارو راننوتلې. اویا دا
د پراګ له ښکلي تاریخي ښاره له وتو سره نور د ماښام سرې لیکې تر غرو اوښتې وې. همداسې ډیرې په زړه پورې نور انځورونه هم لري. په همدې خپلې خبرې را ټولومه . پوهاند ډاکټر زیار صیب ته د کتاب په چاپ ورته مبارکې وایم صحت یې روغ، او قلم یې تاند.
س ح تورغر لندن ۲۰۱۵. ۹. ۲