لیکوال : پوهاند مجاور احمد زیار
ــ ۱ـ
د هغې په لټه کې ترې نن کرۍ ورځ، نه کوم پارک و تمځی پاتې وو او نه کوم رستوران، څښاکخونه او چايخونه.
د گرځېدا را گرځېدا متره او زغم يې نور پايته رسېدلي ول او ستړی ستو مانه ځارونهيل کورته راستون شوی وو.کور لاڅه چې درست بلاک او چم گاونډ ورته نور يوه وچه تندغرې بيدي بېديا برېښېدل.
نه يې يوولسم پوړ د غم پېټی ورسپکولای شو او نه شلم
، له دې پرته چې په خپل تشتورکورکې سر پر زنگون کښېني او له خپلو مرورو شاعرانه خيالونو سره د ژوند تر ټولو زهر ژلې ترخې شېبې گوډې کاندې.
بيا يې يخچال ته پسې مخه کړه چې گوندې په کوم کات و کوت کې يې له خوندي کړو شرابو بوتلگی نيم و مومي.
هلته مټې يوسلنه بيرکوتۍ پرلاس ورغله، هغه يې راوا خېسته، د څښاک ځانگړې اوږدړۍ څوکۍ يې کړکۍ ته ور وڅکوله او يېغ نېغ ورباندې له پاسه کښېناست
د بيرو له هر گوټ سره به يې دواړه غوټه شوي زنگنونه او پنډۍ ومښل او اوږې به يې سره راکښلې. د بوتلگي له تشولو سره به يې بياهم، لکه دپخوا په څېر شل پوړه لاندې، د اسما نڅکي بلاک د ارت و بيرت غځېدلي وربوی (حريم) پر ننداره سترگې ور وگنډلې. .
.
شېبه پس به يې په زړه کې څه نويو تلوليو ولولو غځونې وکړې او گړۍ نيمه به د گډووډو چورتونو او سوچو نو په ناپايه توپاني سمندر کې همداسې بې روه بې گودره ډوبي ډوبيا لاهو شو.کله به د نهيليو.څپو دې پرېکړې ته راوست چې د اسمانڅک سرته وروخېژي او له يوه ټوپ سره خپل ژوندته د تل لپاره پايټکی کېږدي!.
يوه نيمه شېبه به يې په پېنځم پوړ کې يوازېنۍ افغانه کورنۍ پر زړه راوورېده او دا ارمان به يې يوناڅاپه په رگ رگ کې لکه وينه رابهاند شو چې هغوی هم يو ستر غنيمت وو. که هېواد ته تللي نه وای، هرو مرو به يې اوس يو څوک پرکور وو، يو خواله هومره به يې ورسره کړي ول. او دغه اورنۍ شېبې به يې لږکوټې ورسړې کړې وې!
گړۍ نيمه به يې له يوه ساړه اسوېلي سره سر راهسک کړ او لکه د کوم چا د راتگ ښکالو يې چې ترغوږه شوې وي، ارور ترور به يې وره ته مخ واړاوه، له څوکۍ به راکښته شو، ور به يې پرانېت. يوه ښه شېبه به يې لاندې باندې يوڅو سپېر چنې کانکرېټي پو ړۍ له کمرنگو فرشي څراغونو سره وځير لې، بيرته به يې ور پو رې کړاو زار و نهيله به خپل څو او څو کۍ ته راستون شو .
هغه په همدې هيله او اسره کې وو چې وروستي ځل يې د را تگ لياره په اوښلنو لېمو ور پرېوي،او تر هغې له مخه چې د خپل کور پردرشل پل کښېږدي، په ټوله تنده اوتلوسه يې په زاريو او جگيو په خپله تنده غرې او مينه ناکه غېږ ه کې را ونغا ړي. بيا نو زازو، نور دی پوه شه او د مينې او کرکې ترمنځ ور ټو کېدلي دلۍ دلۍ غمونه کړاوونه.
د ماښام له تيرغونې سره سره يې لا هغسې د کړکۍ له هېندارو نه مخ کښته د اسما نڅک نيم روښانه وربوی او د راتگ لارې رودې تر سترگو تېرولې د پللارو (پليو لارو) د اوراورکي وزموکوشنوټو لگېدلو څراغونو تر نيمزالو پلوشو لاندې به يې راتلونکي پلونه پرلپورې د سترگلين له چاڼه اېستل. شېبه نيمه به يې کړکۍ لږه شان نيمکښه غوندې پرا نېسته، سربه يې دباندې وکېښ اوپه ځير ځير به يې ټولې لارې گودرې ترسترگو تېرې کړې. څو به واور ينې ربڼې زنې وروړچولې او دکړکۍ غبرگې پلې به يې سره بيرته وروستې.
همداچې به يې سترگې له ډېرو کتو کتو نه په ختو شوې، بيا به دې اندېښنې پسې واخېست، چې ښايي، د لرليد تر ورشو يې پل ځنې ختا شوی اوسي او له کوم لنډ تنگ گوټپېره ناببره پر بلاک راننوتې وي، نو په منډو منډو به يې څو پوړه پوړۍ مخ کښته گز و پل کړې او بيرته به مات زړه او مړاوي څانگونه خپل کورته راوخوت، پر څوکۍ به ورجگ شو، تندی به يې د کړکۍ هماغسې پر لرگينه ژۍ کېښووه او خپلو ځارو زموللو شا عرانه خيالونو ته به يې پنا يووړه.
له تنکۍ ځوانۍ رانيولې، تر دغه دمه يې ټول خواږه او ترخه يادونه پرلپسې پر زړه را ورېدل او د ذهن پر پرده به يې، لکه کارتوني فيلم ژر ژر تر سترگو تېرول. يوه پلا به يې، لکه د باد ساري شونډې موسکې موسکې شوې او بله پلا به يې يوې مرورې او ترخې شان موسکا په ټنډه کې اړخونه بدل رابدل کړل.
خپله وړکينه به يې راپر ياد شوه چې له همزولې گاونډۍ نجلوټې او هممهاله د جومات د استاد له لورکۍ سره به يې د مينې پټ پټاني کاوه، هغه مينه وړې ماشومانه زياوې (خا طرې) چې دخپلو شاعرا نه ولولو د لومړنيو بڅرکو په تو گه يې پر ذهن و زړه لوبې کولې او ښايسته ډېر وخت به يې ورسره گوډاوه.
د همدې بې يېبرو بې گټو ستومانوونکو خيالونو او چورتونو په ټالونوکې زنگېده رازنگېده چې له بهر دهلېزه يې دپښو څپهار او غږو غوږ غوږونه ور لک څک کړل او د وره له پرا نېستو سره سم يې پر خپله مېرمن او زامنو سترگې ولگېدې. سم چې غوښتل يې، مخ ترې بيرته دکړکۍ خوا ته واړوي، د کشروټي زوی غږ له خپل هوډه را واړاوه چې ويل يې:
=پلاره، راځه تياره ده، دباندې نوره يوه پيشکه هم نه ښکا ري!
په هغه سخت رواني اکر بکرکې ور ته د ډېرگران زوی خبره هم د زغمنې نه وه او بياچې موريې ورسره راغبرگه کړه او په غوږ کې يې ژولې ژولې وروڅڅوله:
= څه يې کوې، پرې يې ږده چې خپل زړه ښه يخ کاندې، سبا دا مهال به خدای خبر، دی چېرې وي او هغه چېرې…!
خدای خبر، دا وار يې پر هغه سکڼلي ماښام د هېندارې له لروينه (دوربينه) په نيم روښانه وربوی کې کومه رڼا پر ستر گو لگېدلې وه چې ناڅاپه يې له څوکۍ نه ځان راښوي کړ، ژر ژريې خپل سوټ و بوټ، فېشن و درشن يې برابرکړل او بې غږوغوږه لکه غشی شغ له کوره ووت. کشروټي پسې سر ور ښکاره کړ او هر څومره يې چې ورته (دا دا، دادا) نارې کړې، بيرته يې را ونه کتل… .
= ۲=