ژباړن : عطا محمد میاخېل
د مسلمانانو او کفارو ترمنځ په جګړه کې، د مسلمانانو له خوا ډېر کافران اسیر شول، چې د اسیرانو په ډله کې د هغه قوم د سردار لور هم شامله وه، هغه چې د قوم د مشر لور او ښه ژوند یې درلوده، نو اسارت ورته ډېر سخت وو، له صحابه وو یې د خپل خلاصون غوښتنه وکړه، مګر صحابه (رض) ډېره فدیه وغوښته، هغې چې د خپل خلاصون له پاره بله چاره نه لیدله، نو له ځان سره یې فکر وکړ، چې باید د مسلمانانو مشر او پیغمبر نبي کریم (ص) ته ورشي، تر څو له اسارته خلاصون پیدا کړي، رسول الله (ص) ته ورغله، له صحابه کرامو څخه یې شکایت وکړ او وې ویل : په داسې حال کې چې د هر شخص فدیه معلومه ده، زه چې د قوم د سردار لوریم، نو فدیه یې څو چنده وویلې، تر څو زه ونه شم کولای، چې له اسارته خلاصون پیدا کړم . حضرت نبي کریم (ص)، چې د دغې نجلۍ خواشینی او ناهیلی حالت ولید، نو زړه یې پرې سخت وخوږېد، له هغې څخه یې د واده غوښتنه وکړه، کله چې نجلۍ د اسلام د ستر لارښود غوره اخلاق او مهرباني ولیده، نو له ډېرې خوشالۍ په جامو کې نه ځاېیده، فوراً یې له نبي کریم (ص) سره واده کولو ته چمتو شوه، د واده مراسم تر سره شول. د دې بي بي نوم بره وو، بره په مانا د ځان ستاینې. رسول الله (ص) پر هغې جویره نوم کېښود . بي بي جویره د مومنانو مور ( ام المومنین ) شوه، څوموده وروسته د بي بي جویرې پلار د خپلې لور د خلاصون له پاره حضرت نبي کریم (ص) ته راغی، پوه شو چې لور یې له رسول الله (ص) سره واده کړی دی، د کفارو مشر ولیدل، چې لور یې په ظلم او اسارت کې نه بلکې د حضرت نبي کریم (ص) بي بي ده، نو د رسول (ص) له دې مهربانۍ څخه ډېر خوشاله شو، هغه هم د سلام مبارک دین ومانه او مسلمان شو، کله چې د مکې خلک خبر شول، چې د قوم د سردار لور له نبي کریم (ص) سره واده کړی دی، نو فوراً یې د بي بي جویرې د قوم اسیران خوشې کړل او وې ویل : موږ څنګه کولای شو، چې د رسول الله (ص) د مېرمنې ( ام المومنین ) قوم د اسیر او غلام په توګه ونیسو، د بي بي جویرې د قوم ټول اسیران یې خوشې کړل، کله چې کافرانو د مسلمانانو غوره اخلاق او مهرباني ولیدله، نو وې ویل : تر ټولو غوره دین اسلام دی، په دې دین کې عدالت ورورولي، رښتینولي او مینه ده، ماشا الله حکمت وګورئ، چې د یوې نجلۍ په خاطر ټول قوم مسلمان شو.
کافرانو او منافقینو ته ستر درس دی، چې هغوی وایي، مسلمانان ولې څو ودونه کوي. د حضرت نبي کریم (ص) په هر عمل او وینا کې حکمت نغښتی دی .
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.