لیکنه: حامد امیر
ټکنده غرمه دروازه ټک ټک شوه، ۹ کلنې سلما د دروازې خوا ته منډه کړې، د دروازې تر خلاصولو وروسته یې په مینه ناکه لهجه ورته وویل: – ستړی مشې لالا!
لالا یې له ډېره کبره همداسې روان شو، هیڅ یې ورته ونه ویل، لاړ خپله کوټه کې اوږد پرېوت.
شېبه وروسته یې سر را پورته کړ او خپلې مشرې خور پسې یې نارې کړې: درخانۍ او درخانۍ،
درخانۍ په منډه منډه ځان د هغه کوټې ته ورسولو.
کوټې ته له رسېدو سره سمه یې وویل: سلام ته څه وخت راغلې یې؟ ولې د اول کې غږ نکولو چې ډوډوۍ مې درته راوړې وای!
شیرخان په تونده لهجه وویل: د خنځیر لورې چیرته مرداره وې؟ دا یو سات کېږي راغلي یم، نه د ډوډۍ درک شته نه د چای، دا ته د خان لور چېرته مصروفه وې تر شلو وارو مې ډېر درته ویلي چې هر څه په وخت راته برابروه!
درخانۍ غوښتل څه ووایي، خوله یې خبرو ته جوړه کړې وه چې میره یې را ورسېده: څه دي زویه؟ ولې په غوصه یې زما ګرانه؟
مورې دا یو سات کېږي دلته ستړی او ستومانه پروت یم، د خان لور یوه لمړۍ ډوډۍ نه راوړي.
درخانۍ همغه رقم په خپل ځای حیرانه ولاړه وه، میرې یې پرې ور پړچ وهل، په ډېره تونده لهجه یې ورته څو ترخې خبرې وکړې، له ډېرو خبرو وروسته یې له وېښتو ونیوله او له کوټې څخه یې وا ایستله.
شیرخان یوه اوږده ساه وا ایسته او په خپل ځای کې وغځېد.
د درخانۍ سترګې له اوښکو ډکې وې سلګۍ یې ستوني کې وچې شوې وې، هېڅ یې هم ونه ویل، پټه خوله د پخلنځي په لور روانه شوه.
څه موده پس همغه نازولي شیرخان په کلي کې یو بل ځوان ووژلو، له ډېرو جنجالو او مرکو وروسته د کلي سپین ږیرو او قومي مشرانو دا پرېکړه وکړه تر څو د شیرخان خور په بدو کې ورکړي.
درخانۍ د دې خبر په اورېدو ناڅاپه په چیغو او ژړا پیل وکړ: مه کوئ، د خدای لپاره دا کار مه کوئ.
ټول په غوږو کاڼه په سترګو ړانده وو، هېچا د هغه مظلومې چیغې وا نه ورېدې او نه یې د هغې په سترګو کې د مجبورۍ اوښکې ولیدې.
درخانۍ اوس په پردي کور کې لکه د نوکر په څېر شپې او ورځې تیروي، خو هغه نازولی شیرخان اوس هم مست او هسکه غاړه په کلي کې ګرځې.
۱۳۹۴/۲/۲۱