ډېر خلک د خپل کاروبار پیل کولو او خپل رئیس کېدو خيال لري. د VRT News د مالي برخې له کارپوه Chris Sugira سره خبرې کړې، چې د یوه شرکت د جوړولو او پلان لپاره ځینې ارزښتناکې لارښوونې وړاندې کړې دي.
د یوه پیاوړي پلان درلودل ستاسې دا خیالونو او خوبونه په حقیقت بدلولای شي، نو راځئ په اړه یې نور معلومات لوولو.
يو پیاوړی کاروباري پلان
ښاغلی کريس سوګيرا وایي چې د کاروباري پلان پرته د خپل کاروبار پیل کول ناممکنه دي. “دا تاسو ته یوه واضحه مفکوره درکوي چې تاسو دقیقا څه غواړی، څه هدف لری او تاسو به په کومو لارو ورته رسېږی. یو اغېزمن کاروباري پلان دوه برخې لري: یوه کیفي او بله کمیتي برخه.”
“د نوي کاروبار لپاره پلان باید له یوې غوښتنې، هيلې او یو نظر څخه پیل شي. تاسو باید د ځينو پوښتنو ځوابونه پیدا کړی لکه: زه څه ته غواړم؟ زما هدف څوک دي؟ او زه په پنځو کلونو کې کوم ځای ته رسېدل غواړم؟ د دې پوښتنو ځوابونه به تاسو ته یوه واضحه انځور درکړي چې تاسو څه غواړئ او تاسو چا لپاره کار کوي. پر دې علاوه، دا یو ښه نظر دی چې فکر وکړي ستاسو شرکت له مقابل سره څه توپیر لري”.
خپل سیال وپیژني
کله چې تاسو یوه واضحه مفکوره او پلان ولرئ چې تاسو څه ډول شرکت غواړئ رامنځ ته کړي، نو دا وخت دی چې تاسې د بازار یا مارکېټ مطالعې یا تحقیقاتو ته اړتیا لری.
“دا یوه سروې ده چې تاسو ته یو پوهاوی درکوي چې ستاسو مشتریان څوک او څومره دي، دا مشتریان په کوم ځای کې دي او د هغوی عادتونه څه دي. دا تاسو سره له خپل سیال سره د پرتله کولو کې مرسته کوي. نور شرکتونه په دې سکټور کې څنګه کار کوي؟ د هغوی ځواکونه او کمزورۍ څه دي؟ او، کېدای شي تر ټولو مهم: تاسو څنګه کولی شئ په خپلو پښو ودریږئ؟”
د بازار د تحقیق یا څېړنې یوه بله مهمه برخه د کاروبار لپاره د مناسبه موقعیت غوره کول هم دي.
“ایا ستاسو موقعیت ستاسو د مشتریانو لپاره اسانه او تاسو لپاره ارزانه دی؟
د موقیعت ټاکل اکثرا د بریالیتوب او ناکامۍ ترمنځ یوه مهمه پوله وي. دا هم مهمه ده چې ستاسو سپلایر (هغوی چې تاسې ته مواد یا سامان رسوي) په دقت سره انتخاب کړئ. هغه سپلایرونه غوره کړئ چې په کمو پیسو ښه کیفیت وړاندې کوي او باوري دي
ښاغلی کريس سوګيرا زیاتوي چې مالي پلان د هر کاروباري پلان یوه بله ضروري برخه ده. دا له تاسو سره مرسته کوي چې پوه شي ایا ستاسو د کاروباري پلان له مالي لحاظه عملي دی؟. “محاسبه وکړئ چې ستاسو ثابت، متغير او یوه ځل لګښتونه څه دي، لکه کرایه، ګاز او برېښنا، کارکوونکي او د بازار موندنې لګښتونه.
ددې پر بنسټ بیا تاسو دا محاسبه کولی شئ چې څومره پلور باید ولری، تر څو ستاسو لګښتونه پوره کړي او ګټه وکړی.
یو مالي پلان دا هم روښانه کوي چې پانګوال یا بانکونو ته قرضې غوښتنې په خاطر قناعت ورکړی، که چېرې تاسو د خپل کاروبار لپاره کافي سرمایه ونلرئ”.
“اوسمهال، تاسو د پخوا په شان د یو کار او بار د پیل کولو لپاره ډېرې سرمایې ته اړتیا نلری. خو که تاسو اضافي سرمایې ته اړتیا ولرئ، دا په مختلفو لارو راټولولای شی.
“تاسو کولی شئ د کاروبار یوه برخه پانګوالو ته د پانګونې په مقابل کې وپلوري، (یو څوک یوه برخه شریک کړئ) ترڅو سرمایه ترلاسه کړي. البته تاسو تل بانک ته تللی شئ تر څو له هغوی څخه قرضه وغواړئ. یو پیاوړی کاروباري پلان به هغوی ته قناعت ورکړي تر څو تاسې ته قرضه درکړي.”
همدا رنګه د “وین وین لون” په نامه چې کورنۍ یا دوستان تاسو ته پیسې په پور درکوي ترڅو ستاسو کاروبار جوړ شي او د هغوی ددې مرستې لپاره د مالیاتي اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي.
ښاغلی کريس په پای کې وایي چې “په دقت سره د کار او بار سنجول شوي پلان او سم مالي ملاتړ سره تاسو کولای شئ خپل د خپل کاروبار د درلودو خوب په حقیقت بدل کړئ”،
که چېرې مو دا ژباړه خوښه شويوي دا ليکنه لایک،کمنټ او شریکه کړئ تر څو موږ ورته نورې ليکنې وژباړو.