لیکنه : عبادالله صافی
بسم الله الرحمن الرحیم
مخکې لدې چې د یو هیواد د اقتصاد په پیاوړي کیدو بحث وکړو، لومړی به د اقتصاد پیژندنې ته یوه لنډه کتنه ولرو؛
اقتصاد یعنې څه؟
اقتصاد د یوناني کلمې (اکنومکسEconomics) څخه اخیستل شوی چې د کور، دود او قوانینو معنا لري. اقتصاد ته په انګلیسي ژبه کې (منجمینټ اف حوز هولډ Management of Household)، په دري کې ورته مدیریت خانه داري او په پښتو کې ورته د کور مدیریت وایې. په اصطلاح کې د کمو سرچینو (منابعو) څخه ډیره ګټه اخیستل، یا په کمو منابعو د ډیرو غوښتنو پوره والی عبارت د اقتصاد څخه دی.
ځینې پوهان اقتصاد داسې تعریفوي:
ادم سمیت (د اقتصاد پلار): اقتصاد، د هیوادونو په شتمنیو کې د علتونو او څرنګوالي د بر رسۍ د علم څخه عبارت دی.
پاول سمیولسن: اقتصاد، د خلکو او ټولنې مطالعه ده؛ چې څنګه دوی کولای شي د هغه اجناسو منابع په کار واچوي کوم چې لږ پیدا کیدونکي مګر ډیر استعمالیدونکي وي.
الفریډ مارشال: اقتصاد، په عادي او کسبي ژوند کې د بشر د مطالعې څخه عبارت دی.
ارسطو: اقتصاد پوهنه یعنې د کور مدیریت.
ان ډبلیو سینیر: اقتصاد، هغه علم دی چې د شتمنۍ له ډول (نوعیت)، د شتمنۍ د لاس ته راوړلو او د شتمنۍ له ویش څخه بحث کوي.
اقتصاد په عمومي توګه په دوو لویو څانګو ویشل شوی چې عبارت دي له؛
کوچنی اقتصاد (مایکرو اکنومکس_Microeconomics): د هغه کړنو او فیصلو مطالعه ده کوم چې یو ځانګړی شخص یا سوداګر یې د سرچینو، محصولاتو، قیمتونو، تولیداتو او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نیسي. کوچنی اقتصاد تر ډیره د عرضې او تقاضا (غوښتنې او سمبالونې_Demand and Supply) څخه بحث کوي. د بیلګې په توګه؛ د قرض اخیستو او قرض ورکولو پریکړې، د اخیستونکو او خرڅوونکو پریکړې.
یا، کوچنی اقتصاد په دې تمرکز کوي، چې څنګه یوه ځانګړې کمپنۍ کولای شي خپل تولیدات، محصولات، خدمتونه او د سوداګرۍ ساحه پراخه کړي، تر څو له خپلو سیالو کمپنیو څخه مخکې شي.
لوی اقتصاد (مکرو اکنومکس_Macroeconomics): د اقتصاد هغه برخه ده، کوم چې په لویه سطحه د اقتصادي کړو وړو څخه بحث کوي. د بیلګې په توګه؛ د هیواد د ملي اقتصاد څیړنه، د ټولو ملي محصولاتو (GDP= ګراس ډومیسټیک پروډکټ) مطالعه، د نړیوال سوداګریز نظام مطالعه او څیړنه، د حکومتونو پور اخیستنه، او اوداسې نور….
د هیواد د اقتصاد د پیاوړي کیدو لپاره لاندې توکي اړین ګڼل کیږي:
سوداګري (تجارت): سوداګري د هیواد د اقتصاد په پیاوړي کیدو او پراختیا کې خورا مهم رول لوبوي. یوازې د کورنیو محصولاتو ملاتړ هومره ګټور نه ثابتیږي، تر څنګ یې باید پانګوال په نړیوالو مارکیټونو کې پانګونه وکړي. ځکه له یوې خوا نړیواله پانګونه یا ازاد تجارت صورت نیسي او له بلې خوا د هیواد پولي واحد (کرنسي) خپله پرتلیزه بڼه ښکاره کوي. ازاد تجارت، همدارانګه د هیوادونو تر منځ د اړیکو په ټینګښت کې خورا ستر رول لوبوي، او پر مټ یې د هیواد سوداګران کولای شي خپل تجارت ته وده او پراختیا ورکړي. نو دا ډول پانګونې د هیواد د اقتصاد په پیاوړي کیدو کې ستر رول لوبوي.
کرنه (زراعت): کرنه یا زراعت هم د اقتصاد د پیاوړي کیدو او پراختیا یو اساسي توکی دی. کرنه د بشر ژوند ته د پراختیا او ودې یو تر ټول پخوانی او اساسي توکی بلل کیږي. زمونږ په هیواد کې هم ډیری خلک د خپل ژوند د ښه والي او پراختیا لپاره له دغه توکي څخه ګټه اخلي او د خپلو ورځنیو غوښتنو د پوره کولو لپاره د کرنې څخه د لاس ته راوړو محصولاتو په پلورلو سره خپلې اړتیاوې پوره کوي. کرنه نه یوازې د انساني ټولنې یوازینۍ سرچینه بلل کیږي، بلکې د هیواد د اقتصاد په پیاوړي کیدو کې د تجارت او صنعت ستره منبع ګڼل کیږي. د کرنې او صنعت محصولات د هیواد د سوداګرو لپاره تر ټولو ښه صادراتي توکي کیدلای شي.
طبیعې زیرمې(کانونه): طبیعې زیرمې یا کانونه د اقتصاد د پیاوړي کیدو یو تر ټولو ستره سرچینه ده. هغه هیوادونه چې طبیعې زیرمې لري او له دغه زیرمو څخه یې ګټه پورته کړي وي نو اقتصاد یې هم پرمخ تللی، مګر ځینې هیوادونه چې د طبیعې زیرمو څخه برخمن دي خو زیرمې یې لا هم نه دي سپړل (استخراج) شوي، اقتصاد یې لا هم وده نه ده کړې. لکه، زمونږ هیواد چې له طبیعې زیرمو څخه برخمن دی خو ګټه ترې نه ده اخیستل شوې، نو ځکه مو د هیواد اقتصاد لا هم وروسته پاتې دی.
تولید: دننه په هیواد کې د خام یا اولیه موادو په کار اچول او د هغې څخه د شیانو او اجناسو تولیدول تر څو د هیواد د اوسیدونکو اړتیاوې پوره کړای شي، او د نورو هیوادونو څخه د وارداتو کچه راټیټه شي، نو دغه حالت د هیواد د اقتصاد په پیاوړي کیدو کې مرسته کوي. په داسې حالاتو کې د خلکو د بې روزګارۍ کچه راټیټږي، د موادو د بې ځایه استعمال مخه نیول کیږي، همدارنګه هیواد ته په وارداتو کې کمښت راځي او د خلکو غوښتنې او اړتیاوي په هیوادني محصول پوره کیږي. مګر دلته باید دغه تولیداتو ته مارکیټونه او بازارونه جوړ شي تر څو د خلکو د غوښتنو پوره والې (عرضه او سمبالونه) صورت ونیسي.
صنعت: صنعت یا لاسي کار، دا هم په هیواد کې د خلکو د بې روزګارۍ مخه نیسي او د محصول پر مټ یې د هیواد اقتصاد پیاوړی کيږي. زمونږ په هیواد کې هم لاسي کار یا صنعت شتون لري لکه د غالیو اوبدل، نقاشي، رسامي، معماري او داسې نور… لاسي کارونه د هیواد د اقتصاد په پیاوړي کیدو کې ګټور ثابتیږي. مګر زمونږ په هیواد کې دغه سکتور ته سمه پاملرنه نه ده شوې. نور بیا