په ساختماني کارونو کې تیروتنه یا اشتباه حتما ترسره کیږي خو دا تیرتنه باید په یو ټاکلی حد کې وي د ACI 117M-10 پراساس دکانکریټي تهداب جوړونې لپاره د مشخصاتو د منلو وړ حد یا مجاز اشتباه لکه د شاقولي خط انحراف ،د موقیعت بې ځایه کیدو ،له ارتفاع څخه انحراف ،مستوی او عرضي مقطعو لپاره د انحراف منلو وړ حد دلته دبحث لاندې نیول شوي.
1. د تهداب د شاقولي خط انحراف منلو وړ حد . . Foundation Plumb Line Deviation Tolerances
د هغه موادو پراساس چې تهداب جوړولو لپاره کاریږي او هغه موادو پراساس چې تهداب ورباندې جوړیږي د شاقول انحراف لپاره منلو وړ بیلابیل حدونه شته .په لاندې ډول د شاقولي انحراف منلو وړ حدونه ښودل شوي .
i. د بې سیخه کانکریټي پایې چې وتلي وي او کوم جانبي مقاومت نه ورکوي .دشاقولي انحراف د منلو وړ حد د شافت د قطر +/-12.5%
ii. د بې سیخه کانکریټي پایې چې وتلي وي او جانبي مقاومت ورکوي .دشاقولي انحراف د منلو وړ حد د شافت د اوږودوالي +/-1.5%
iii. اوسپنیزه کانکریټي پایې د شافت د اوږودوالي +/-2%
2. دتهداب د موقعیت بې ځایه کیدو لپآره د منلو وړ حد . Tolerances for Location Displacement of Foundation
د تهداب دموقیعت انحراف مجاز حد له مطلق حد سره د تهداب او یا پایې په ابعادو پورې اړه لري کوم چې په دې پورې اړه لري چې تهداب به کانکریټ اتکا کوي او یا هم معماري.
i. هغه تهداب چې کانکریټ اتکا کوۍ ،دابعادو اندازه یې 2.4m او یا له دې زیاته وي د څنډو د افقي انحراف لپاره . +/-50 mm اشتباه مجاز ده .
ii. هغه تهداب چې کانکریټ اتکا کوي ،دابعادو اندازه یې له 2.4m کمه وي د څنډو د افقي انحراف لپاره . د مشخص شوې پلنوالي اندازې 2% او یا 13mm اشتباه مجاز ده.
iii. هغه تهداب چې معماري اتکا کوي ،دابعادو اندازه یې له 2.4m کمه وي د څنډو د افقي انحراف لپاره او یا د پلنوالي اندازې 2% او یا 13mm اشتباه مجاز ده.
iv. د پاېې له مرکز څخه د کانکریټو اچولو افقي انحراف .د شافت د قطر +/-75mm or +/-4.2% اشتباه مجاز ده.
Fig.3: Location Deviation of Foundation
3. له ارتفاع څخه د د تهداب انحراف د منلو وړ حد . Tolerances for Foundation Deviation from Elevation
دا د تهداب په بره سطحه باندې د یوې نقطې موقیعت نظر مشخص مستوې ته په ګوته کیږي.
i. تهداب +13mm to -75mm اشتباه مجاز ده.
ii. کیندل شوې پایه . +25mm to -75mm اشتباه مجاز ده.
Fig.5: Vertical Deviation of Footing
4. له مستوي څخه د تهداب انحراف Foundation Deviation from Plane
دا اساس مجاز میلان دی که چیرې پایه وي او که چیرې یی تهداب وي بیا یی بره سطحه ده.
i. له اتکا کوونکي عنصر سره د تقاطع برخه کې د تهداب بره سطحه ده .د کانکریټو او ورسره 3m نژدې سیده سطحه ترمنځ ځای ،د اتکايي نقطو ترمنځ اندازه کیږي باید له مجاز اشتباه له +13 mm زیاته نه شي.
ii. د پایې بیخ ، د اساس د قطر 10% او یا +/-75mm هر یو چې کوچنی وو، اشتباه مجاز ده.
5. د تهداب د عرضي مقطعې له اندازو څخه انحراف . Deviation from Cross Sectional Dimensions of Foundations
په دې مقطعه کې اشتباه مجاز د تهداب له سایز څخه باید د ACI د مشخصاتو سره سم وي.
i. د شکل ورکول شوي تهداب افقي انحراف منلو وړ اندازه . +50mm to -13mm
ii. د خاورې پروړاندې نه تشکیل شوي تهداب افقي انحراف . +75mm to -13mm for dimension /= 600mm
iii. د تهداب له پیړوالی څخه انحراف .د تهداب د پیړوالی -0.05%