د RCC ډیزاین فلسفه / د LSM او WSM ډیزاین میتودونو پرتله . RCC Design Philosophies | Comparison of WSM & LSM Design Methods
د RCC ډيزاین میتودونه او ډيزاین فلسفې .
د RCC ساختماني عناصر د دوه میتودونو یا فلسفو پرساس ډيزاینیږي .
1. ورکنګ سترس میتود Working Stress Method (WSM)
2. لیمیټ سټیټ میتود Limit State Method (LSM)
ورکنګ سترس د زړو زمانو ډیزاین طریقه ده او په اوس وخت معمولا د ډیزاین په ډيرو برخو کې نه کاریږي.په اوس وخت معمولا ساختمانونه د لیمیټ سټیټ میتود پراساس ډيزاینیږي .په ورکنګ سترس یا WSM کې کانکریټ الاستیکي فرض کیږي په داسې حال کې چې په LSM کې معمولا کانکریټ پلاستیکي په پام کې نیول کیږي .
د WSM (الاستیکي ډيزاین) او LSM ( پلاستیکي ډيزاین ) ترمنځ توپیر ،د یو ساختمان د خاصیت په فرضیو کې دی .په WSM کې فرض کیږي که چیرې ساختمان الاستیکي حد ته ورسیږي ماتیږي او یا ناکامیږي .په LSM ډيزاین کې فرضیږي که ساختمان د سیلان نقطې ټیټې نطقې ته ورسیږي نو ماتیږي او له کاره لویږي .
په WSM ډيزاین کې ،ډيزاین مقاومت داسې محاسبه کیږي چې په موادو کې تشنجات تر سیلان نقطې پورې ساتل کیږي ،دکوم لاندې چې مواد د هوک قانون پیروي کوي نو ځکه ورته د الاستیک اصطلاح هم کاریږي .په دې طریقه سره ډیزاین شوو عناصرو مقطعې غیر اقتصادي وي او په دې کې د ډیزاین اساسي معیار تشنجات (ستاتیک ) وي .
په LSM ډيزاین کې په موادو کې تشنجات پریښودل کیږي چې له سیلان نقطې (Yield Point) ور اخوا تیر شي او پلاستیکي زون ته داخل شي څو نهایی مقاومت(ultimate strength) ته ورسیږي .نو په دې سره به د مومنټ دوران ظرفیت د بیلګې په ډول بیم لپاره ټول وکارول شي او ګټه به ترې واخستل شي او په دې ډول به مقطع کوچنۍ او اقتصادي راشي .
څرنګه چې په LSM کې د موادو غیرخطي زون هم کاریږي نو محاسبه او ډيزاین یې هم یوڅه پیچلی دی.
د LSM او WSM ترمنځ ټول توپیرونه په اصل کې دهمدې پورته خواصو څخه اخستل شوي .د LSM یا لیمیټ سټیټ او WSM یا ورکنګ سترس ترمنځ توپیرونه په لاندې ډول دي.
1. په LSM کې د خدماتي وړتیا serviceability حالت باید چک شي ځکه د الاستیکي زون نسبي اوږدیدل یا Strain لوړ وي او د تغیر شکل لامل ګرځي .
2. LSM ډيزاین د سټراین پراساس ترسره کیږي په داسې حال کې چې WSM د تشنج یا سټرس پراساس ترسره کیږي.
3. LSM یوه مطلق او مشخصه شوې تګ لاره نه ده په داسې حال کې چې WSM مشخصه شوې لاره ده .
4. په LSM کې نیمه خوندیتوب فکتور (partial safety factor) کاریږي په داسې حال کې چې په WSM کې پوره خوندیتوب فکتور کاریږي .
5. په LSM کې کرکتیرستیک قیمتونه (Characteristic values) کاریږي په داسې حال کې چې په WSM کې اوسط یا ستاتیک قیمتونه کاریږي.
6. په LSM کې تشنجات له ډيزاین بارونو ترلاسه کیږي او له ډيزاین مقاومت سره پرتله کیږي . په داسې حال کې چې په WSM کې تشنجات له کاري بارونو(working loads) ترلاسه کیږي او له مجاز تشنجاتو سره پرتله کیږي
7. په LSM کې ،ډیزاین خطي سټراین اړیکه تعقیبوي او خطي تشنجاتو اړیکه نه تعقیبوي په داسې حال کې چې WSM ددواړو موادو د stress-strain خطي خاصیت تعقیبوي .
8. په LSM کې د موادو نهایي تشنجات د مجاز تشنجاتو په توګه کاریږي په داسې حال کې چې په WSM کې باید د موادو مودولي نسبت پیدا شي څو مجاز تشنجات یې مالوم شي.
9. په LSM کې د موادو ظرفیت ټیټ نه محاسبه کیږي او د ظرفیت لوړولو لپآره د نیمه خوندیتوب فکتور ورته کاریږي په داسې حال کې چې په WSM کې د موادو ظرفیت ټیټ محاسبه کیږي او عمومي خوندیتوب فکتور ورته کاریږي.
10. LSM کې د RCC په ډيزاین کې کششي تشنجات په پآم کې نه نیول کیږي په داسې حال کې چې په WSM کې کششي تشنجات په پام کې نیول کیږي .
11. LSM ته الاستیک ډيزاین وايې په داسې حال کې چې WSM ته پلاستیک ډيزاین وايي.