لیکنه: عبدالوافي نايبزی
د نړيوالو رسنيو د رپوټونو سره سم پر ۲۹جولای، افغانستان رسماً د نړيوالې سوداګرۍ سازمان WTO غړی شو.
افغانستان د ۲۰۰۳ کال راهيسي په دې سازمان کې د غړيتوب هڅې پیل کړې وي، چې په ۲۰۰۴ کې د دې سازمان د څارونکي ډلې د غړي په توګه ومنل شو او له هغې وروسته په دې هڅه کې شو، چې د دې سازمان بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي.
تېر کال (۲۰۱۵) کې، د دې سازمان ټولو غړیو د افغانستان د غړيتوب په اړه مثبته رایه ورکړه.
ویل کېږي، چې دې سازمان پر افغانستان د اصلاحاتو په برخه کې ځينې مسوليتونه هم ايښي دي، چې په نه کولو سره يې ښايي دا غړيتوب بېرته له افغانستانه واخلي.
افغانستان په وچه کې ایسار او د منځنې او سویلي اسیا ترمنځ پروت هیواد دی يانې افغانستان په اسانۍ سره کولی شي، چې جنوبي اسیا د منځنۍ اسیا سره ونښلوي. نو په دې سازمان کې د افغانستان غړيتوب نه يوازې د افغانستان لپاره ګټور دی، بلکې د جنوبي او منځنی اسیا د هېوادو لپاره هم د سوداګرۍ په برخه کې ګټور ثابتېدای شی.
که دقیق ولیدل شي د جنوبي اسیا پرېمانه تولید د منځنی اسیا په بازارونو کې په خورا اسانه وتلی شي، ځکه په منځنی اسیا کې ورته اړتیا لیدل کېږي، له بله اړخه به د جنوبي اسیا د نفتو او تېلو اړتيا چې په منځنۍ اسیا کې په پرېمانه ډول ترسترګو کېږی، پوره شي.
بله تر ټولو مهمه موضوع د پاکستان هېواد سره د افغانستان د سوداګريزو توکو مسله ده، یانې نور پاکستان نه شي کولی، چې په خپلسري ډول باندې چې څه يې د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې خوښه وي، ترسره کړي، افغانستان کولی شي، چې د سوداګرۍ په نړۍوال سازمان کې د دې سازمان د اصولو او پرنسيپونو سره سم شکایت ثبت کړي.
دا د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی، افغانستان به د ۱۶۲ هیوادونو بازارونو ته پرته له کوم دوه اړخیز تړون څخه صادرات ولري، افغانستان به ډېری وخت د خپل جغرافيي موقعیت له مخې ډېری وخت د ټرانزيټ په برخه کې د ستونزو سره لاس و ګرېوان و، چې په دې غړيتوب سره به يې ډېرې ستونزې حل شي.
خو مهم ټکی دا دی، چې افغانستان د خپل مالي فساد په ريکارډ لرلو کولی شي، چې د دې سازمان غړي پاتې شي او کنه؟
حکومت ته لازمه ده، چې په خپل مالي سيسټم کې جدي اصلاحات راولي، تر څوک وکولی شي، چې د دې سازمان دا ګټور غړيتوب وساتي.
افغان حکومت دې ټکي ته پام وکړي، چې د دې هېواد درې مهم ګاونډيان، ایران، ترکمنستان او ازبکستان لا تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د دې سازمان غړيتوب تر لاسه کړي. که ولیدل شي، نو د دې هېوادونو سوداګريزې چارې او اسانتیاوې ډېرې پرمختللي دي. نو یوازيني دلیل چې افغانستان د دې سازمان غړي، هغه د یاد سازمان د غړيو يو ډول همدردي او مرسته وه، چې د افغانستان سره يې وکړه، اوس نو باید دېته جدي پام وشي، چې په مالي سيسټم کې فساد راکم کړی شي.
بله مسله چې د افغانستان حکومت ورته باید جدي پام وکړي، هغه په مالي او سوداګريز سيستم کې د چارو اوږد و سخت پروسيجر او بيوروکراسي ده.
افغان حکومت باید په مالی او سوداګريز سيسټم کې لازمې اسانتیاوې راولي، د پانګه اچوونکو او سوداګرو وخت نه باید پر بېځایه کاغذونو جمع کولو او یا نور سندونو اخيستل ولګېږي.
بیا هم ټولو هېوادوالو ته د افغان حکومت د دې سترې لاسته راوړنې مبارکي وایم، خدای دې داسې خبرونه ډېر کړي.