لیکوال او ژورنالست ذبیح الله رحیمزی په کال ۱۳۷۰ لمریز لېږدیز په جلال اباد ښار کې زېږېدلی دی، ولې په خټه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ده غازي له کلي څخه دی.
رحیمزي خپلې لومړنۍ، منځنۍ زده کړې د ننګرهار په عبدالوکیل عالي لېسه کې په کال ۱۳۸۹بشپړې کړي
ذبیح الله رحیمزی اوسمهال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د درېیم کال محصل دی.
رحیمزی له تېرو اوو کلنو را پدېخوا په ژورنالیستکي چارو بوخت دی. له باور ورځپاڼې، خبریال انلاین سره خبریال او ګڼو نور چاپي او ان لاین رسنیو سربېره يې شاوخوا پنځه کاله په ننګرهار کې د صفا راډیو د بېلابېلو خپروونو او برخو خبریال، ایډیټر او د خپرونو مشر مدیر پاتې شوی دی.
اوس له لومړيتوب علمي او مسلکي ویب پاڼې سره خپله قلمي همکاري کوي. تاسې کولای شئ چې په دده لیکنې له لومړيتوب ویب سایټ څخه ولولئ. د ښاغلی رحیمزي چاپ او ناچاپ اثار په لاندې ډول دي.
- د مینې محکمه/ د لنډو کیسو ژباړه (چاپ)
- د مدیریت سل قوانین/ معمولاً پکې د اداري چارو د مدیریت بحث شوی (چاپ)
- د فکر څېرې/ د نړۍ د نامتو لیکوالو ژوند لیکونه (چاپ)
- د خبرو همیانۍ/ د فېلسوفانو او لیکوالو کره خبرې (چاپ)
- د څېړنې عملي لارښود او مونوګراف لیکنه (ناچاپ)
- د ژوند سل قوانین (ناچاپ)
- د هټلر ځینې اثار (ناچاپ)