ژباړه: سلیم ساهو
تفکر: یوه ذهني کړنه ده او هغه وخت مطرح کیږي کله چې انسان د یوې مسلې سره مخ شي او دهغې حل وغواړي، دلته ذهن د مسلې د حل لپاره هڅې پیل کوي چې دغه هڅو ته تفکر وایه شي.دمسلې د حل کړنلاره له څو مرحلو نه جوړ ده چې دمسلې له شفاف او روښانه تعریف نه پیل اوبیا د حل لارو په موندلو پسې غځیږي.
په منطق کې : د مجهول د کشف لپاره د معلومو چاروا برابرولو ته فکر ویل کیږی.
فکر د بشر د ذهن تر ټولو مغلقه کړ نه ده، د دې لپاره چې د فکرکولو په لارو او د فکر په تعریف پوه شو لمړی باید د ذهن له کړنو خبر شو چې لاندی یې په ترتیب را اخلو.
الف: له بیروني دنیا نه تصویر اخیستنه: ذهن د حواسو له لارې د بیروني څیزونو سره ارتباط پیدا کوي او دهغوی شکلونه له ځانه سره ثبت کوي، لکه د عکاسي کامره چې شکلونه د فلم په صفحه ځایوي.
فرضاً موږ تر اوسه اصفهان نه و لیدلی اول ځل دی چې وینو یې او تاریخي ځایونه یې ګورو ه له دې کتنې زموږ په ذهن کې یولړ تصویرونه پاتې کیږي، په دې مرحله کې ذهن یوازې منفعل دی او تنها د (قبول) او (منل) یې دنده ده.
ب: کله مو چې تصویرونه حافظې ته وسپارل ذهن بیکاره نه پاتې کیږي ، یعنې ذهن تصویرونه یوزاې انباروي نه ،بلکې ساتل شوي تصویرونه د ذهن له پټو مناسبتو سره برسیرنې بڼې ته راوړي، چې دې کړنې ته یاد اوري ویل کیږي، د ذ هن خاطرات لکه د ځنځیر حلقې پرله پسې دی یعنې له خبره له خبرې پیدا کیږي یا د روان پوهان په اصطلاح (معاني یکدیګر راتداعي).
نو ذهن له دې سره چې منفعل دی فعالیت هم تر سره کوي او هغه دا چې ټول شوي تصویرونه د روان پوهنې د یو لړ قوانینو مطابق په یاد راوړي. د موجودو تصویرونوباندې بې له کوم تصرف او لاس وهنې د (تداعي معاني) مرحله اجرا کیږي.
ج: د ذهن دریمه کړنه تجزیه او ترکیب دی. په پورته دوه کړنو سر بیره د ذهن دریمه کړنه دا ده چې ټول شوي تصویرونه تجزیه کوي مانا دا چې په څو برخو یې ویشي او تحلیل کوي. ذهن یا شکل په څو شکلونو تجزیه کوي او یا شکل په څو ماناوو او یا یې هم ترکیب کوي چې دا هم نوعې لري یو دا چې څو شکلونه یو له بله سره يوځای کوي، د فیلسوف کار د ماناوو له ترکیب او تجزیې سره وي او د شاعر او نقاش کار د دشکلونو له ترکیب او تجزیې سره وي.
د: تجرید او تعمیم د ذهن بله چاره ده چې هغه تصویرونه چې ذهن یې په مختلط شکل اخلي هغه بیلوي (مثلا عد را همواره دریک معدود وه مراه یک شی مادی/ دریاف میکند ولی بع ان را تجرید و تفکیک می کند بصوری که اعدا ر مجز از معدودتصور میکند)
اوله دې مهم تعمیم دی، تعمیم د جزیی شکلونو په کلي مفاهیمو بدلولو ته وایي.مثلا موږ د حواسو له لارې زید، احمد، محمود وینو له دې نه ذهن یو کلي مفهوم اخلی یعني( انسان).
ذهن یا د ترکیب او تجزیې له لارې او یا د تجرید او تعمیم له لارې د حواسو په واسطه د اخستل شویو تصویرونه باندې دخالت او تصرف کوي.
هـ: د ذهن پنځمه کړنه فکر دی. زموږ اصلی هدف هم د فکر بحث دی. فکر د څو معلومو چارو د تنظیمولو نه د مجهولې چارې لاسته راوړلو ته وایی. په حقیقت کې فکر کړل دفکر پانګې اچونې ته ویل کیږي تر څو په شته فکرونو نور اضافه وشي. تفکر خپله د ترکیب یو ډول دی خو ګټه ور او بانتیجه د شاعران تر کیب په خلاف چې عقیم دی.
اوس باید پوه شو چې ایا ریښتیا زموږ ذهن کولای شي چې تنها د خپل معلوماتو نه نوي معلوم ته ورسیږی او یا د دې لارې نه مجهول په معلوم باندې بدل کړي او کنه؟ اویا یوازیني لار د بیروني محیط سره ارتباط په د خپلو معلومات په پانګه اضافه شي.
د تجربیون او حسیون او د عقلیون او قیاسیون اختلاف هم په همدې کې دی.
تجربیون وایي دنوي معلومات لپاره باید دبیروني محیط سره د حواسو په واسطه باید اړیکه وي. او عقلیون او قیاسیون ادعا کوي چې تجربه تنها یوه لاره ده او یوزاې له خپلو معلوماتو نه هم کیدای مجهول کشف شي.
ارسطویي منطق؛ سره له دې چې تجربه مهم بولي او دقیاس یو له شپږو مقدماتو نه یې حسابوي، د قیاس قوانین او قواعد چې د معلومات په کار اچونه دنویو معلوماتو لپاره ده بیانوي.
موږ دلته یو ساده بیلګه چې معمولا د ذده کونکو د ذهن لپاره یو معما حسابیږي راخلو او له منطقي نظره یې تجزیه کوو تر څو دا معلوم کړو چې څنګه ذهن کله ناکله دخپلو معلوماتو نه مجهول پیدا کوي.
مثال، پنځه دانې خولۍ دی چې دری یې سپینې او دوه یې سور رنګ لري. دری نفر په ترتیب په زینو کې ناستي دي. د دریمې زینې کس دواړه لاندیني کسان لیدی شي . دوهم نفر هم له ځان لاندې کس یا لمړۍ کس لیدی شي خو ورستی یا دریم کس یو هم نشي لیدای. اول او دوهم نفر ته د شاته کتو اجازه هم نشته. که د دریو واړو سترکې پټي وي او له پنځو خولیو نه یوه یوه ورپه سر شي ، او دوه نورې خولۍ پټې کیښودل شي. او بیا دوی ته د سترګو د خلاصیدو ووایی، ورپسې له هره یوه نه پوښتنه وشي چې پر سر خولۍ یې کوم رنګ لري. د دریمې زینې کس چې د دوه لاندې کسانو خولیانو ته وګوري، فکر وکړي، وایي نه پوهیږم. د دوهمې زینې وال چې مخکې کس ته وګوري وایی زما خولۍ سپینه ده، د اولې زینې کس به زر ځواب ورکړي چې وزما خولۍ سور رنګ لري.
اوس باید ووایو چې اول او دوهم کس په کوم ذهني استدلال ـ بې ل د قیاس له کوم ډول نه ـ پوه شول چې بې د خپلو خولیانو له لیدو پرته یې د خولیانو رنګ کشف کړ. او ولې دریم کس ونه کړای شوای چې د خپلې خولۍ رنګ وپیژني؟
د دریم کس د نه پوهیدو علت دا و، چې د اول او دهم کس دخولیانو رنګونه د هغه لپاره هیڅ دلیل نه و. ځکه یوه سره او بله سپینه وه او درۍ نور پاتې خولیانې چې یو یې سره او دوه نورې یې سپینه وې . کیدای شوای د ده خولۍ سره وای یا هم سپینه. که چیرته د دوه لاندې کسانو خولیانې سور رنګې وای نه ده زر ځواب ورکولای شوای چې خولۍ یې سپینه ده ، ځکه چې سور رنګې خولې له دوو ډېرې نه وي، ولې د دوه نورو کسانو خولیانې یوه سور رنګې وه او بل هم سپینه نو ده یې د خپلې خولۍ رنګ ونه پیژانده.
دوهم کس چې له دریم کسه واوریدل چې نه پوهیږي. پوه شو چې زما او اول کس خولیانې سور رنګې نه دي ، که واي دریم کس نه وېل چې نه پوهیږم، نو چې ویې لیدل چې د لمړي کس خولۍ سور رنګ لري ،پوه شو چې دده خولۍ سپینه ده. یعنې له دې نه چې دواړه خولیانې سرې نه دي که وای اول کس به یې د خولۍ رنګ پیژندلی وا ی، او د لمړی کس د خولۍ په لیدو پوه شو چې خولۍ یې سپینه ده.
او اول کس له دې چې د دریم کس له ( نه پوهیږم) نه پوه شو چې زما او دوهم کس خولۍ یو رنګ نه دي، که دواړه یو رنګ وای دوهم کس یې د خولۍ رنګ نشوای پیژندی. او دا چې دوهم نفر یې خپله خولۍ سپینه وښوده له دې پوه شو چې خولۍ یې سره ده.
دا مثال که څه هم د زده کونکي لپاره د زدکړې معما ده ولې د دې لپاره چې پوه شو څنګه ذهن د مشاهدې له خالت پرته یوازې د قیاس او تجزیې وتحلیل په واسطه مجهول ته رسیږي. که فکر وکړو دلته یو قیاس نه دی، بلکې متعدد قیاسونه دي، ولې دومر چټک دا کار کیږي چې انسان ډیر کم متوجه کیږي چې ذهن دومره ډیرې کړنې تر سره کوي. د قیا س قواعد خو ځکه مهم دي چې د قیاس سمه لار راته په ګوته کړي او موږ پکې اشتباه نشوو.
د دوهم کس د قیاس طرز د خپلې خولۍ د رنګ په کشفېدو کې په دې ډول دی:
که چیرته زما او د دریم کس د خولۍ رنګ سور وای دریم کس نه ویل چې نه پوهیږم، مګر هغه وویل چې نه پوهیږم، نو بنا زما او دلمړي کس د خولیانو رنګ سور نه دی ( استثناي قیاس دی او نتیجه یې تر اوسه دا ده چې زما او دلمړي کس دخولیانو رنګ سور نه دی)
اوس چې زما او د لمړي کس د خولیانو رنګ سور نه دی، یا دواړه سپینې دي او یا یوه سره ده او یوه سپینه، دواړه سپینې نه دي ځکه د لمړي کس د خولۍ رنګ سور دی نو یوه سپینه ده او بله سره ده.
نو یا زما خولۍ سپینه ده او یا د لمړي کس خولۍ، نو چې د لمړي کس خولۍ سره ده زما خولۍ سپینه ده.
اما د اول کس قیاسات: که چیرته زما او دوهم کس خولیانې سور رنګې وای دریم کس نه ویل چې نه پوهیږم مګر هغه وویل چې نه پوهیږم نو یا زما خولۍ سپینه ده او یا د دوهم کس ( استثنایی قیاس).
اوس چې دواړه سرې نه دي یا دواړه سپینې دي او یا یوه سره ده یوه سپینه خو دواړه سپینې نه دي ځکه که دواړه سپینې وا دوهم کس دا نشو موندای چې خولۍ یې سپینه ده نو یوه سپینه ده او بله سره( بیا هم استثنایي قیاس).
اوس چې یو سپینه ده او بله سره نو یا زما خولۍ سپینه ده او یا د دوهم کس خولۍ سوره، اویا ز زما سورده او دوهم کسه سپینه، لیکن که زما خولۍ سپینه وای دوهم کس نشو پیدا کولای چې خولۍ یې سپینه ده نو زما خولۍ سپینه نه ده زما خولۍ سوره ده.
د دوهم کس په دری واړه قیاسونو کې مشاهده ده محضي مقدماتی جنبه لري ،مګر د لمړی په قیاساتو کې مشاهده له سره داخله نه ده.
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی